د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د هیواد روانی غمیزی نه د وتلو لارکی د پخوانی خلق دموکراتیک ګوند رسالت

شاه ولی ارین 19.09.2015 15:01

پنځمه برخه:

تیره برخه کې څرګنده شوه چې شوروی استخباراتو د خپلو جاسوسی شبکو او هیواد پلورونکو افغانی لاسپوسو اجنټانو سره یو ځای د یو ګډ رزیلانه پلان سره سم د خلقی حاکمیت او نظام پر ضد جوړی شوی دسیسی او توطئی یو پر بل پسی عملی کولی، چې ددی دسیسو عاملین او سلاکاران د شوروی اتحاد سفیر پوزانوف،د سفارت مستشار ولیری ستار استین،د سفارت دریم سکرتراوسادچې د سفارت بل استخباراتی مامورایوانوف او بوګدانوف د کې جې بې خاص استازی اود ببرک  کارمل د ډلی تښتیدلو سفیرانو، او په هیواد کې وکیل ،نبی عظیمی، سلطان علی کشمند، جنرال عبد القادر،حشمت کیهانی، داؤد رزمیار،ظهور رزمجو، اسد الله سروری، ګلابزوی،وطنجار،مزدوریاردستګیرپنجشیری او داسی نور د یاولو وړ دي.
ددی د پاره چې له اصلی موضوع نه لری نه شو د بیلګی په توګه د هغه وخت د مخابراتو د وزیر سید محمد ګلابزوی یوه راپور ته چې په استخباراتی توګه یې ولیری ستاراستین ته د هغه په کور کې ورکوی دلته یې د بیلګی په توګه د«چګونه ما به بیماری وایروس A (هجوم به افغانستان) مبتلا شدیم» کتاب لیکونکو «ولادیمیر سنیګیریوف او والیری سامونین »له قوله لوستونکو ته وړاندی کوم:
«ګلابزوی در خانه ستار استین روی میزی که در ان پلو،سلاته از جګر ماهی،میوه و سبزیجات افغانی چیده شده بودند و در وسط این هم بوتل پراز ودکا ایستاده بود، هر دو با نوشیدن پیک ، بعد از لحظه یې، در حالیکه چشمانش درخششی به خصوصی داشتند ،با هیجان و با سرعت شروع به سخن زدن کردند:«رفیق والیری انقلاب ثور در خطر است. در کشور ما کودتای در حال اجرا شدن است. رفیق ترکې مورد تهدید از بین رفتن فزیکی قرار دارد، این تو طیه را امریکا ئی ها توسط اجنټ نهایت مجرب وسابقه دار خود یعنی حفیظ الله امین  براه اندخته اند.او میخواهد کمکهای برادرانه اتحادشوروی را بد نام سازد، به همسایګی نیک و دوستی و روابط سابقدار ما و شما صدمه برساند. روی این ملحوظ با درنظر داشت نه تنها منا فع ما،بلکه منافع شما و همه جنبش های بین المللی کمونیستی اتحاد شوروی مکلف است بدون اتلاف وقت فورآ قوای خود را وارد افغانستان بسازد، حد اقل یک یا دو فرقه کوماندو»
درنو لوستونکو تاسو وګوری چې د ناسمو راپورونو په ورکولو سره غواړی د خپلو شومو موخو د پاره د خپلو بادارانو د یرغل د پاره لاره هواروی، د داسی ناسمو راپورونو خورا ډیری بیلګی په پورتنی همدی کتاب کې شته چې د ګلابزوی او اسد الله سروری له لوری په افغانستان کې د کې جې بې استازو او د شوروی سفارت ته ورکړ شوی دي. 
ددغو ناسمو راپورونو د وار وار ورکړی وروسته دلته د بیلګی په توګه د یوه تلګرام یادونه کوم چې د استخباراتی شبکی د لاری مسکو ته لیږدول کیږی د پورتنی کتاب پر بنیاد:
«تلګرام دومی که از کابل به مر کزشوروی عنوانی ګریوچکوف مواصلت کرد بتاریخ ۲۴ اګست تشویش رهبری شوروی را هر چه شدید تر ساخت. در تلګرام مذکور اسمای انعده از اعضای کمیته مرکزی حزب دموکراتیک خلق، کادرهای حزبی، افسران ومامورین عالی رتبه دولتی شامل بودند که در توطیه ضد ترکی قرار داشتند.همچنان در تلګرام از سخن ګلابزوی که امین با «سی آی ای » ارتباط دارد و نیز ذکر شده بود که او میخواهد پایګاه نظامی امریکا  را در سرحدات جنوبی شوروی بوجود بیاورد. همچنان رئیس کشف خارجی کې جې بې در ګزارش خویش از سرکوبی پرچمی ها یاد اوری نموده بود.
در اخر ګزارش ګریوچکوف پیشنهادات آتی را به رهبری خود ارائیه میکرد:
در شرائط بحرانی فعلی دور از امکان نیست که دست اوردهای  انقلاب از دست بروند و به منافع اتحاد شوروی و این نقطه مهم جهان صدمه سنګین وارد شود، بنآ در شرائط کنونی پیشنهادات ذیل میتواند در نظر ګرفته شود.
۱- راه ها و طرق دور ساختن امین از رهبری کشور جستجو ګردیده، مسؤلیت تمام تضییقات بی بنیاد، اشتباهات در مسایل سیاست داخلی بالای شخص او (امین) انداخته شود.
۲- ترکې معتقد ساخته شود که ضرورت ایجاد حکومت ایتلافی با نمایندګان جناح پرچم و نمایندګان اقلیت های قومی را تشکیل دهند.
۳- پرچمی ها و اشخاصی که غیر قانونی به زندان انداخته شده اند با ید رها ګردند.
۴- ملاقات غیر رسمی با ببرک کارمل لیدر جناح پرچم که در مهاجرت در جمهوری سوسیالیستی چکوسلواکیا به سر میبرد براه انداخته شود.
۵- در صورتیکه اوضاع بحرانی و به وخامت شدید بګراید،ریزرف های جدید دولتی و حزبی اماده شود.
اهل خبره محدودی که به این ګزارش  اشنا شده بودند فورآ به جز اول این ګزارش که در ان از جستجوی  شیوه ها و طرق بر کناری امین از قدرت ګفته میشد ،و افګندن تمام مسؤلیت ها بخاطر اوضاع فلاکتبار در افغانستان بدوش او (امین) توجه نمودند.ګریوچکوف که بیروکرات مجربی بود،بدین ترتیب با یک تیر دو پاخته را شکار میکرد. امین را که دیګر برای همه انها مبدل به یک زخم ناسور ګردیده بود از صحنه دور میساخت و همه ملامتی های بوجود امده را بدوش وی می انداخت و راه را برای کارمل باز می ساخت».
روسانو د خپلو هغو جاسوسانو په واسطه چې نورمحمد ترکی ته نږدی کسان وو، وشو کولای تر څو د هغه ذهنیت هم را وړوی ،کله چې نورمحمد ترکی د هاوانا د سفر نه د راګرځیدو په وخت  مسکو کې د کمونست ګوند د مشرانو او برژنیف سره ملاقات کوی دا مطلب د فشار او زور له لاری په ترکې منی چې حفیظ الله امین به له صحنی باسی او د کارمل ډلی سره به یوه جوړ جاری ته رسیږی، د شوروی استخبارتی دستګاه دلته دری موخی  درلودی.
۱- که چیری امین د صحنی نه لری شې د پرچم په مقابل کې ترکی د مبارزی او مقابلی توان نه لری نو ډیر ژر به د قدرت واکی د کارمل او د شوروی د خوښی یو ګوډاګی حکومت ته په لاس ورشې. 
۲- که چیری د دی لوبی قربانی نورمحمدترکی شی په هغه صورت کې به د ګوند په داخل کې د امین ضد روحیه را وپاریږی د خلقیانو نارازیان او پرچمیان به سره نورهم نږدی شې او د امین د وهلو امکانات به نور هم باوری شې چې همداسی هم وشول.
 ۳- که چیری دواړه یانی نورمحمد ترکی او حفیظ الله امین د دی توطیې یوځایې قربانیان شې نو دوی ته به لار سمه خلاصه شې او ببرک کارمل به د یو مستحق کس په توګه قدرت ته ورسوی.نوځکه روسانو د دی موخو د عملی کولو د پاره ترکې ته وویل چې امین به هیواد ته د تلو سره سم بی واکه کوی اما حفیظ الله امین ته یې سفارت له لاری خبر ورکړ چې ترکې  دی له واکه ګوښه کوی. د دی ستراتیژی طراحانو کې جې بې د سروری سره یو ځای څومره خائنانه پلان په کار واچوه  چې امین د هغه ګارد په واسطه چې د ترکې استقبال د پاره دنده لری له منځه یوسی ،او که دا کار ونه شې نو امین او یا د هغه پلویان به نورمحمد ترکې همدلته ووژنی.مګر حفیظ الله امین په خورا مهارت او ترکی ته د احترام او اعتماد په لرلو دغه توطیه شنډه کړه ،د ترکی طیاره د یولږ ځنډ نه په هوا کې راکښته شوه  او ټول مراسم په معمولی توګه ترسره شول.
په پورتنی کتاب کې د ترکی او امین تر منځ  د شوروی د اجنټانو هریو اسد الله سروری، سید محمد ګلابزوی، د دندو د تعلیق په هکله داسی لیکل شوی دی:
«امین به ترکی ګفت : وقتی حرف از سروری بمیان امد، امین از تضییقات عمومی و بی رحمانه که اداره اکسا براه می انداخت یاد اوری کرد. او اداره اکسا را با«ژاندارم» رئیس جمهور داؤد تشبیه نمود،همچنان از اداره غیر انسانی استخباراتی زمان شاه  در ایران و حتا از سی آی ای نام برد. او با رکیک ترین دشنام ها از میتود های کثیف که سروری در اکسا از ان کار میګرفت یاد اور شده و اصرار کرد که صرف برطرفی سروری میتواند تاپه شرم آوری راکه به روی این اداره خورده است دور بسازد. امین به عین شکل از دیګران ګلابزوی، مزدوریار و وطن جار نیز یاد اوردند».
د پورتنیو ټولو بیلګو په وړاندی کولو سره د ترکی او امین خبری د پورته څلورو کسانو د دندو د تعلیق په هکله د هاوانا د راتګ نه وروسته د شوروی د سفیر د دوه مخی سیاست او پالیسیو په نظر کې نیولو سره بی نتیجی شوی د روسانو د پلان د نه عملی کیدو له امله د برژنیف غوصه نوره هم را وپاریده او پوزانوف سفیر ته یې دنده وسپارله  چې د ترکی او امین د ملاقات زمینه برابره کړی او په دی ملاقات کې لمړی امین او بیا ترکی دواړه یو ځای و وژنی، چې ددی ملاقات خونی ته د ورتګ په حالت کې د زینو د ختلوپه وخت کې په حفیظ الله امین ډزی وشوی په دغو ډزو کې تړون شهید اوامین چې ټپی شوی و له دغه توطیې ځان وژغوره او د شوروی استخباراتی ناځوان مردانه شومو هلو ځلو د زمان او شرائتو د غوښتنو خلاف منفی څپیړو د دغه وخت نظام او حکومت په مخ و واهه، ترکی چې روسانو یې روسیې ته د منلو او وړلو نه انکار وکړ ووژل شو او حفیظ الله امین د حزب او دولت واکی د ګوند د یو پلینوم په جوړیدو سره د رایو په توافق تر لاسه کړی .اوس نو د شوروی او د هغوی د استخباراتی چینلونو پلانونه بدلون مومی. او شوروی اتحاد د امین حکومت په رسمیت پیژنی استخباراتی چینلونو او غړو کې بدلون راولی.
حفیظ الله امین لمړی کار چې کوی د«ابلوف»په نامه د شوروی سفارت یو فاسد اسخباراتی غړی د هیواده شړی کله چې سفیر پوزانوف په یوه ملاقات کې پر امین نیوکه کوی چې دپلوماتیک مقررات نه مراعاتوی ،امین چې په هغه له پخواهم قهر و نور یې هم غوصه زیاته شوه په څپیړه یې و واهه او شوروی چارواکو ته یې خبر ورکړ چې په۲۴ ساعتوکې یې وغواړی او په عوض یې بل څوک راولیږی.همدا ډول امین د مصئونیت، قانونیت او عدالت د شعار په ورکولو د قانون د حاکمیت د تطبیق د پاره د داسی یو دموکراتیک اساسی قانون د تدوین او جوړښت د پاره داسی یو کمیسون وګماره چې د ګوندی غړو او یو شمیر خورا ډیرو غیر ګوندی ملی او علمی شخصیتونو او قانون پوهانو نه تشکیل شوی و، او د قانون جوړونی کار یې د ستوری په ماڼی کې پیل کړی و. امین د هیواد د ملی ګټو په نظر کې نیولو سره د روس په مقابل کې هیڅکله سرټیټ کړی نه دی او د یو مستقل ولس مشر په توګه یې د ملی ګټو ملاتړ کړی دی. امین ته په ورستیوکې دا بیخی جوته شوی وه چې روسان له ده سره مرسته نه کوی نوځکه یې وغوښتل چې ګاونډیو هیوادو پاکستان، ایران او ځینو نورو لکه کیوبا،یوګوسلاویا سره اړیکی ټینګی تر څو د دوی د تجربو په نظر کې نیولو سره د شوروی د حکومت  د مغرضا نه مرستو پرته هیواد جوړ کړی پاکستان سره دپلوماتیکی اړیکی پیل شوی خو هلته هم د دیورند د کرښی رسمیت نه منل ددی سبب شوی چې دغه هلی ځلی د رکود سره مخ شې د حفیظ الله امین د دری میا شتو حکومت په دوره کې د هغه د دولت د استخباراتی او کشفی ارګانونو د ضعف په نتیجه کې د شوروی اتحاد استخباراتی هغو پراخو عملیاتو ته دا ضمینه په لاس ورکړه چې ډیر ژر باید لاس په کارشې. شوروی اتحاد او د هغوی دولتی او نظامی استخباراتو دا ومنله چې د حفیظ الله امین لری کول بی د نظامی یرغل نه ناششونی دی، ځکه یې په دی پروژی کار پیل کړ، لمړنۍ تیروتنه د امین دا وه چې ارګ یې پریښود او تاجبیک قصر ته ولاړ چې دا د روسانو د پلان یوه برخه وه.روسانو لمړی خپل روزونکی لاسپوڅی اجنټان اسدالله سروری ګلاب زوی ، اسلم وطنجار او نور په صندقونو کې مسکو ته انتقال او هلته یې د شا ه شجاعی اجنټ لاسپوڅی حکومت او د هیواد د ملی حاکمیت د خرڅلاو، یرغل او نیواک د پاره خپل خرڅ شوی غلامان سره یو ځای کړل او د تائید مهر یې پری ولګاوه.
 دغو کړیو داسی  پلان جوړ کړ چې د۱۹۷۹د دسمبر په دوهمه نیمایې کې د نوو اسلحو او ټانګو د راوړلو په نامه چې یو شمیر افراد به هم د دی اسلحو د استعمال چاری افغان ځواک  ته ورزده کوی د شپی له خوا په وار وار پروازونو کې د بګرام او کابل هوایې ډګرونو کې ځای پرځای کړل چې په دی کې د کوماندو یو کنډک هم وو چې د حفیظالله امین د وژلو دنده ورسپارل شوی وه.
 د دسمبر په۲۷ ورځ حفیظ الله امین د تاجبیک په قصر کې د اردو د سیاسی چارو کارکونکی او ګوندی رهبری غړی له خپلو میرمنو سره را بللی وو.او غوښتل یې چې یوه مهمه وینا وکړی د ډوډی خوړلو په جریان کې چې دهغه ځای د اشپز له خوا په سوپ کې د زهرو په اچولو ټول بی هوښه کړل او یواځی دستګیر پنجشیری چې تازه له شوروی نه راغلی و، او ویل کیږی چې ددی پلان نه خبر و سوپ یې و نه څښل روغ پاتی و او نور ټول بی خوده شول،  حفیظ الله امین چې هم بی هوښه شوی و د خپل ډاکتر په وسیله  یوڅه جوړ شو خو په دی وخت کې د روسی کوماندو د کنډک له خوا ټولی مخابراتی او ټیلیفونی اړیکی او وسایل فلج شوی وو، یوازی حفیظ الله امین او ځوی یې عبد الرحمن امین او د هغو نږدی ملګرو او ګارد د روسانو سره سخته جګړه تر سره کړه او یو شمیر زیات روسی اشغالګر یې ووژل تر څو دوی هم د هیواد د ازادی د لاری شهیدان شول.په همدی شپه د حفیظ الله امین میرمن ټپی او د ډاکتر شاه ولی میرمن هم شهیده شوه. یوه ډیره غمیزه او دردونکی پیښه د  اتل شهید حفیظ الله امین د لورډاکتری وږمی د قوله«په همدی شپه چې پلار او ورورمی  عبد الرحمن د روسی یرغلګرو له خوا شهیدان شوول کوچنی ورو می خوازک یوڅه سرسری ټپی شوی و د مور په غیږ کې یې چیغی وهلی په دی وخت کې ګلاب زوی راغی او زما د مور له غیږه یې دغه ماشوم واخیست مور می زاری وکړی چې دا خو راته پریږدی چیری یې وړی ،ګلاب زوی وویل چې د درملنی د پاره یې روغتون ته وړم مور می په چیغو ورغږ کړچې دا می تا ته امانت در کړ، هغه امانت بیا تر ننه ګلاب زوی نه راوسپاره اونه یې کوم ځواب موږ ته راکړ»
په دی ترتیب د جدی په۶ نیټه  د شوروی اتحاد سره پوځ زموږ په ګران هیواد بی شرمانه یرغل وکړ او د خرڅ شوی بل شاه شجاع ببرک کارمل او ډلی ټپلی د خوا له تاشکند نه د راډیوی بیانیې په خپرولو سره یې د امین د رژیم له منځه وړل او د خپل هیواد  د خرڅونی بریا اعلان کړه.
په دی ترتیب شوروی اتحاد د ټولوبین المللی نورمونو پرته زموږ پر هیواد یرغل وکړ  د هیواد ملی او قانونی دولت او دافغانستان خلق دموکداتیک ګوند یې له منځه یوړل.  د شوروی د یرغل ورورسته نور د خلق دموکراتیک ګوندموجودیت نه درلود خو د یرغل په مقابل کې په لمړی سر کې د افغانستان د خلق دموکرتیک  ګوند نه  د اوصولی جنبش په نامه  جوړ شوی  حرکت د دغه یرغل د غندنی غږ تر هر چا د مخه را پورته کړ چې د شوروی استخباراتی دستګاه او د کارمل د بوډاګی حکومت د سخت غبرګون سره مخ شو.همدا ډول با شهامته هیواد والو د دی یرغلګرو او لاسپوڅو په مقابل کې د یو سر تر سری ملی مقاومت په نتیجه کې دغه یرغلګر زبرځواک داسی په ګونډو او دړی وړی کړچې « لاتراوسه یې  ماغزه په کرارنه دی چاچې ما سره وهلی سرپه څنګ دی».
په ډیره خواشنۍ سره باید و ویل شې چې د جهاد مافیایې ټیکه دارانو د افغانانو د دغه ملی مقاومت ، سرښندنو او سترو  لاسته راوړی ارزښتونه تر پښو لاندی کړل او د شخصی ګټو او قدرت د لاسته راوړلو د پاره یې هیواد او ولس د یوی ستری غمیزی سره لاس او ګریوان کړل چې پایلی یې د یوبل یرغل او تجاوز زمینه برابره کړه چې دادی افغان ولس همدا اوس ورسره لاس او ګریوان دی. 
            نوربیا