د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بغلان ولسونو، په تذکرو کې د اسلام او افغان کلمو په ملاتړ پراخ لاریون ترسره کړ

ابومحمد همکار 19.09.2015 14:58

سلامونه او نیکی هیلی می ومنی !

په دی هیله چی دا لیکنه می په خپل ویب سایټ کی خپره کړی ، لاندی اټیچ سوی انځورونه دی.

له تېرو څو کلونو راهيسې د يو شمېر داخلي او بهرنيو کړيو لخوا په پرله پسې ډول هڅې روانې دي، تر څو د افغانستان واحد افغان ملت په قومونو وويشي او د افغان ولس بربادۍ ته لمن ووهي او غواړي چې پر افغان ننګيالي ولس باندې بې دينه او بې هويته تذکرې تحميل کړي. خو له نېکه مرغه زمونږ غیرتي ولس د پردیو دغه لاس وهنو پر وړاندې خپلې رښتيني افغاني جذبې له لاسه ورنه کړې او ښکاره يې کړه چې افغانان د سر په بيه خپل اسلامي او افغاني ارزښتونه ساتي او ملاتړ يې کوي.
د ۱۳۹۴ /وږی /۲۳ مه د دوشنبې په ورځ د بغلان ولسونو، په تذکرو کې د اسلام او افغان کلمو په ملاتړ په یو پراخ لاریون لاس پورې کړ،نوموړی لاریون د لاندنيو څلورو کمیټومسئولينو په هڅه او کوشش او ددوی په یووالي او مثبتې هماهنګي جوړ او په لاره واچول شو.
·       د فرهنګي کمیټې مشر: مطیع الله اراک
مرستیالان : ابومحمد همکاراو عبدالبشیر اخندزاده
·       د انسجام کمیټې مشر: عبدالمجید بهیر
مرستیالان : اسلام الدین څرګند او احمد فواد ستاري
·       د تدارکاتو کمیټې مشر: حفیظ الله سلیمانخیل
مرستیالان : فضل الرحمن فضلي، بریالی دولت زی او میرویس ولي زاده
·       د انظباط د کمیټې مشر: نقیب الله  رحماني
مرستیالان : نبي بارکزی او خیبر رحماني
ياد لاريون د مرکزي بغلان د کوټې ستارې سیمی څخه د ښار ترباغ عمومي سيمې پورې روان وو، چې د سهار په  ۰۹:۰۰  بجو پیل او تر  ۱۲:۰۰  بجو پورې يې دوام وموند.
د مظاهرې په جريان کې، ټولو ګډونوالو او رسنيو ته د قومي مشرانو په استاذيتوب حاجي صیب ارباب فراموز، انجنیر صيب زلمی ظهير، سيد کمال وردګ او حفيظ الله سليمان خېل او د بغلان ځوانانو په استاذيتوب د مطيع الله اراک لخوا په تذکرو کې د اسلام او افغان کلمود ليکلو په ملاتړ ويناوې تر سره شوې او په ښه جوش سره د اسلام او افغان، اسلاميت او افغانيت په ملاتړ شعارونه ورکول شول.
ياد لاريون ته د بغلان د کېله ګي، ډنډ غوري، پلخمري، زمان خېل، حسين خېل، خلوزيي، فابريکه سيمه، شهاب الدين سيمه، کېله چی، عمرخېل، شهرجديد، شهر کهنه، منګل، ګاړي، کوږچنار، قیصرخېل، جرخشک، لقيان او همداسې د بغلان ولايت له ګوټ ګوټ څخه بغلاني افغانانو په نوموړي لاريون کې له موږ سره په ټينګه اسلامي او افغاني مينې ګډون وکړ.
د يادولو وړ ده چې نوموړی لاريون د زرګونو بغلاني ګډونوالو په بدرګې سره په ډېر يو سوله اييز ډول تر سره شو چې د مرکزي بغلان دولتي مسئولينو او په ځانګړې توګه د افغان پوځ څخه په مننې سره چې زموږ دغه پراخ لاريون ته يې امنيت وبخښه.
د نوموړي لاريون مالي لګښت او د څو ورځو مېلمه پالنه په مرکزي بغلان کې د ښاغلي حفيظ الله سليمانخېل په مرسته ترسره شو، او د حسين خېل، زمان خېلو، پلخمري او همداسې ورته نورو سيمو مالي لګښت د مطيع الله اراک، فريد رنجبر، اصيل خان حسين خيل، محمد نعيم زمانخېل او ددوی نورو ملګرو په مالي لګښت تر سره شو.
په پای کی د بغلان قومی مشرانو د ټولو بغلانی ځوانانو د فعاله ونډی څخه مننه وکړه په خاص ډول د ښاغلی مطیع الله آراک ،ابومحمد همکار او عبدالحفیظ سلیمانخیل څخه او په راتلونکی کی به هم خپل فعالی ونډی ته دوام ورکړی.

د ياد لاريون پرېکړه ليک د عبدالبشير اخونزاده صيب لخوا وويل شو، چې په لنډ ډول پر لاندنيو مادو مشتمل دی.
·       موږ بغلانيان له ولسمشر او د هغه له دولت څخه په کلکه غواړو تر څو په تذکرو کې د اسلام او افغان سپېڅلې کلمې وليکل شي، قانون ته غاړه کېږدي او په افغان ملي هويت باندې لوبې ونه کړي.

·       هر هغه څوک چې خپلې ويناوې او کړنې يې د اسلام او افغان هويت پر خلاف وي، بايد د افغانستان د اړوندو قوانينو پر بنسټ مجازات شي.

·       د بغلان ولسونه له دولت څخه په ټينګه غواړي تر څو هغه وړانديزونه په کلکه رد کړي چې وايي ملت او قوم دې اختياري شي او بغلانيان يې د يوې ملي توطئې په توګه په کلکه غندي او ردوي يې.

·       د لاريون ټول ګډونوال هيچاته دا اجازه نه ورکوي چې د اسلام او افغان په سپېڅلو ارزښتونو باندې سياسي تجارت وکړي.

·       بغلاني ولسونه له دولت څخه په ټينګه غواړي چې تر څو په تذکرو کې د اسلام او افغان کلمو د تسجيل حق نه وي تثبيت شوی، د بې هويته تذکرو امتحاني لړۍ دې بنده کړي.

·       موږ په ټولو لوړپوړو دولتي چارواکو باندې غږ کوو چې د دغه پرېکړه ليک پر مادو دې عمل وکړي، موږ بغلاني ولسونه حکومت ته دا اخطار ورکوو چې زموږ د غږ د نه اورېدو په صورت کې به د الکترونيکي تذکرو د وېش مرکزونه بند او مامورين به يې له سختو غبرګونونو سره مخ کړو او همدارنګه به د بلخ، کندوز او کابل ولايتونو لويې لارې بندې کړو.


پای

و من الله توفيق