د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دولت کله اقدام کوي ؟

عبدالغني (هاشمي) 15.09.2015 13:09

په دې وروستیو کې په حکومتي دستګاه کې د واک د تشې یا خلا رامنځته کېدلو، له وسله والو مخالفینو سره د دولت لوړ پوړو واکمنو چارواکو اړیکې او همکارۍ، په دولتي لوړو او ټیټو پوسټونو کې د بېلابېلو بهرنیو استخباراتي شبکو اجنټانو د شتون تورونه، په برښنايي پېژند پاڼو کې د اسلام او افغان کلمو لیکلو او نه لیکلو او نورو ګڼو کوچنیو او سترو سیاسي او امنیتي مسایلو په اړه د بېلابېلو کړیو رسنیو او اشخاصو ترمنځ ځینې بحثونه، انګېرنې او تبلیغات راولاړ شوي او مخ په تودېدو دي، چې د هېواد عامه ذهنیت یې تر خپل فشار او سیوری لاندې راوستی دی.
 خو، ددغو ټولو مسایلو په اړه تردې دمه دولت چپه خوله ده، په داسې حال کې چې دا ټول مهم ملي مسایل دي او دولت ته ښايي، چې ژر تر ژره د ټولو مسایلو په اړه خپل دریځ روښانه کړي، اړینې کړنې او اقدامات ترلاس لاندې ونیسي او په اړه یې ملت ته واقعیتونه څرګند او په دې تړاو د ملت راولاړو شوو اندېښنو ته د پای ټکی کېږدي.
ځينې تبلیغات، انګېرني او شایعات ملي روحیه تخریبوي
د وروستیو لسیزو، په ځانګړي ډول د بدلون لسیزې پرمهال ترخو تجربو وښودله، چې پخواني او اوسني دولت ډېری حق یا ناحق تبلیغات، شایعات، سرچوک اوازې او د بیان ازادۍ په پلمه داسې اختلافي مسایلو او تبلیغاتو ته لمن وهل عادي او بابېزه ګنلي، چې زموږ ملي منافعو او مصالحو او زموږ د یوموټي ملت او ورونو قومونو ترمنځ د مخالفتونو لامل ګرځېدلي، همدا دولتونو ته (عادي!؟) مسایل او د مخنیوي لپاره یې د دولتونو بې تفاوتي او نه قانوني کړنې وې، چې اوس یې زموږ ملت اوسني له کړاوه ډک عواقب زغمي.
هر حکومت او دولت مکلف دی، چې د هغو حق یا ناحقو تبلیغاتو او مسایلو په اړه په هماغه لومړي سر کې قانوني کړنې اواقدامات ترلاس لاندې ونیسي او په اصطلاح په نطفه کې یې شنډ او خنثا کړي، چې د هېواد ملي مصالح، ګټې او د ملت یووالی له ننګونو او خطر سره مخ کوي، که هماغه په لومړي سر کې یې مخه ونه نیسي، دا نو بیا دا معنا لري، چې د یوه لوی ځنګله په یوه څنډه کې لږ اور لګېدلی وي، خو خلک یې عادي وګڼي او همدا اور بیا ټول ځنګل په سر واخلي او ایرې یې کړي.
په سره تناره کې هر څوک خپله ډوډۍ پخوي
تجربو وښودله چې ډېری نړیوال او سیمه ییز هېوادونه زموږ په هېواد کې خپل ځانګړي سیاسي او اقتصادي اهداف لري، چې د ترلاسه کولو لپاره یې له هرډول فرصت او موقع څخه ګټه پورته کوي، نو په وروستیو لسیزو کې د دولتونو کمزوري، جګړې، د قانون نه پلي کېدل او نور هغه لاملونه وو، چې پردیو استخباراتي کړیو ته دا موقع په لاس ورکړي، چې له بېلابېلو لارو دغو ناوړه تبلیغاتو ته لمن ووهي او زموږ په هېواد کې د جګړې، ناامنیو، سیاسي بې ثباتۍ، قومي او ژبني اختلافاتو او نورو ستونزو لامل وګرځي او په اصطلاح په دې توګه اوبه خړې کړي او دوی پکې ړانده کبان ونیسي.
چې باد نه وي، پاڼې نه ښوري
موږ ټول ددې شاهدان یو، چې له اوږدې مودې راهیسې د دولت په لوړو چوکیو او پوسټونو، ولسي او مشرانو جرګو او نورو ادارو، ارګانونو او سازمانونو کې د دښمنو استخباراتي شبکو د واکمنو افرادو او ډلو شتون، په بېلابېلو مستقیمو او غیرمستقیمو ډولونو زموږ د هېواد په چارو کې د پردیو او نړیوالو او سیمه ییزو هېوادونو لاسوهنو، د پردیو استخباراتي شبکو په دستور او لارښوونې د ځانګړو اهدافو لپاره د بېلابېلو غږیزو، انځوریزو او لیکنیو رسنیو تاسیس او فعالولو، د بېلابېلو اهدافو د پلي کولو لپاره د بېلابېلو مافیايي کړیو او افرادو شتون او نورو ګڼو مسایلو په اړه بېلابېل تبلیغات، انګېرنې، نیوکې او نور غبرګونونه شتون درلود او لري یې، خو له بده مرغه پروني او اوسني دولتونه یې په اړه اړینې او جدي کړنې ترلاس لاندې ونه نیولې او په دې اړه یې له خپلو قانوني واکونو او صلاحیتونو کار وانه خست، چې دا نو اوس د هماغه کوچني اور په څېر دی، چې په لومړي سر کې یې په ډېرې اسانۍ مړ نه کړ او اوس یې مړ کول له وس او توانه پورته دی، چې له بده مرغه زموږ بې وسه او بېوزله هېوادوال په دې اور کې سوځي، خو استخباراتي اجنټان ددوی د کړاو او وینو په بدل کې له استخباراتي شبکو څخه بې توله پیسې او امتیازات ترلاسه کوي.
دولت باید ملت ته روښانه ځواب ووايي !
څرنګه چې مو پورته یادونه وکړه، په یوه هېواد کې د دولت کمزوري او ځينې نورې تشې او نیمګړتیاوې د هغه هېواد دښمنانو ته د تخریب او لاسوهنې ډېر ښه فرصت او چانس په لاس ورکوي، نو دا بیا د دولتونو دنده او مکلفیت دی، چې دغو حساسیتونو ته په ټول واک او ځواک ځیر وي او په لومړي ګام کې د خپلو ټولو امکاناتو له لارې پرېنږدي، چې د هېواد دښمنان یې له دغو تشو او ستونزو څخه د ځان په ګټه کار واخلي او له بل لوري دولت باید د دغو اختلافاتو او ستونزو د هوارولو لپاره اړین او پراخ ګامونه پورته کړي، څو دښمنانو ته یې هډو د تخریب او لاسوهنې موقع په لاس ورنه شي؛ خو په وروستیو لسیزو کې زموږ دولتونه پر نورو برخو سربېره په دې برخو کې هم د پام وړ اقدامات نه دي ترسره کړي او پکې پاتې راغلي، چې زموږ د هېواد اوسني سیاسي، اقتصادي او امنیتي بې ثباتي، ستونزې او ننګونې هم ډېری له همدغو سرچینو خړوبېږي، چې دولت یې باید په اړه د خپلو قانوني واکونو او صلاحیتونو په چوکاټ کې اړینې او ګټورې کړنې او اقدامات ترسره کړي.
ډېر لرې نه ځو؛ په دې وروستیو کې د پورته یادو شوو لاملونو په او نوور ګڼو سترو او کوچنیو ملي مسایلو په اړه د رسنیو په ګډون د ډېریو کړیو او افرادو ترمنځ بېلابېل بحثونه، تبلیغات، انګېرني او شایعات روان دي او د پراخېدو په حال کې دي، د هغو تجربو له مخې چې مخکې مو ترې یادونه وکړه، اوس په دې اړه دا انګېرنې، تبلیغات، څرګندونې یا هم واقعیتونه خام او تازه دي، چې که مخه یې ونه نیول شي او که په دې اړه دولت د کره، موثقو او قانع کوونکو دلایلو او اسنادو پربنسټ ملت ته مقنع ځوابونه وړاندې نه کړي، نو لرې نه ده، چې دا مسایل به هم د هماغه ځنګله د څنډی د لګېدلي کوچني اور په څېر په ټول هېواد کې خور شي او بیا به یې دولت د مخنیوي وس ونه لري.
همدا اوس د ولسمشر احتمالي مړینې په اړه خواره شوي شایعات ټولنیز ذهنیت ګواښي، په داسې حال کې چې هیڅوک ددې موضوع د حقیقت او نه حقیقت په اړه څه نه وايي، خندوونکې ده، چې له مړي مخکې کفن څيرولو په څېر د هغه د ځای ناستي په اړه بحثونه روان دي، خو دولت چپ دی او دا شایعه نه ردوي او نه هم تاییدوي، چې له امله یې ټولنه اندېښمنه او تر ذهني فشار لاندې ده. له بل لوري برښنايي پېژندپاڼې په خپل ځای پاتې دي، خو د ویونو په اړه یې د دغه او هغه ترمنځ جګړه روانه ده.
ولې دولت اجازه ورکوي چې داسې شایعې ټولنیز ذهنیت تخریش کړي؟ څوک باید په دې اړوند اقدام وکړي؟ بې له شکه چې دولت د یوه ټولنیز – سیاسي نظام په توګه.
موږ په دې اند یو، چې دولت باید په لومړي ګام کې د دغو مسایلو په اړه اړینې، جدي او پراخې څېړنې وکړي او په دویم ګام کې یې په اړه چټک او پیاړوي ګامونه پورته کړي، که نه نو عواقب به یې نه یوازې د دولت لپاره، بلکې د ټول ملت او هېواد لپاره خطرناک او تباه کوونکي وي.
که دا هم نه کېږي، نو دولت باید د عامه ذهنیت د روښانولو لپاره او ددغو مسایلو د لا پراخېدا د مخینوي په موخه د دغو راولاړو شوو مسایلو او اندېښنو د مخنیوي لپاره لږ تر لږه په دې تړاو د رسنیو، غونډو، ناستو او نورو امکاناتو له لارې ملت ته اړین او کره معلومات وړاندې کړي، تر څو په دې توګه له یو لوري داسې مسایلو ته د لمن وهلو مخه ونیول شي او له بل لوري زموږ ربړېدلي هېواد وال د روحي کړاو له ځوره وژغورل شي.
 په هر حال، پر وخت اقدام او غبرګون د شایعاتو د مخنیوي او ردولو یو له مهمو لارو څخه دی او دولت مکلف دی دا چاره پرخپل وخت ترسره کړي.