د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په کالیفورنیا کې د افغانستان د ازادۍ د ۹۶ کلیزې نمانځنه

صاحبزاده مطيع الله 15.09.2015 13:05

تیر ماښام د امریکې د متحده ایالاتو د کالیفورنیا ایالت د فریمانټ په ښار کې د ګران هیواد افغانستان د ازادۍ د بیرته اخیستلو شپږنویمه کالیزه په تودو مراسمو ونمانځل شوه .
غونډه د کالیفورنیا ایالت د افغاني کلتوري ټولنې له خوا راغوښتل شوې وه چې په کې په دغه ایالت کې د اوسیدونکو افغانانو په ګڼ شمیر سپین ږیرو او ځوانانو ګډون کړی وو.
په غونډه کې په لاس انجلس کې د افغانستان د اسلامی جمهوریت د کونسل هارون حبیبي سربیره د روس د سرو لښکرو په مقابل کې د جهاد یو سرلښکر مولوي عبدالشکور ، د کابل پوهنتون د اقتصاد د پوهنځي پخواني رئیس ډاکټر محمد کاظم ، ډاکټر محمد حسن کاکړ ، ډاکټر عبدالرحمن زماني او په کالیفورنیا کې استوګن د کوزې پښتونخوا د پښتنو د څو تنو په مشرۍ د عوامي نیشنل پارټۍ د سند ایالت پخواني جنرل سکرټري ښاغلي بشیر جان ګډون کړی وو .
غونډه د مازدیګر په پنځو بجو د قرآن عظیم الشآن د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت پیل شوه او بیا په کالیفورنیا کې د افغاني کلتوري ټولنې رئیس نصیر یاسیني د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست او د هیواد د ازادۍ د ورځې مبارکي وویله تر هغه وروسته ښاغلي هارون حبیبي خبرې وکړې ښاغلي حبیبي هم هیوادوالو ته د ازادۍ د کلیزې مبارکي وویله او د ازادۍ په جنګ او جهاد کې یې د افغانانو د سرښندنو او فداکاریو یادونه او ستاینه وکړه تر دې وروسته د څو تنو افغاني هنرمندانو له خوا ملي او محلي موسیقي و غږول شوه .
د غوندې دوه برخې ډیرې زړه راښکونکې وې چې یوه یې د ډاکټر عبدالرحمن زماني له خوا یوه جوړه شوي کمپوټري ننداره Slide Show وه چې د ګران هیواد افغانستان د تیرې یوې پیړۍ تاریخ یې د انځورونو په ملاتړ په ډیره ښکلې بڼه د کمپیوټر په سلایډونو کې ځای په ځای کړی وو او په ډیر ښکلي اواز یې د هغې شرحه او تفصیل وړاندي کاوه ، ډاکټر زماني په تیره پیړۍ کې د جنګ په میدانونو کې د افغانانو بریا او د سولې او سیاست په ډګرونو کې د افغاناتو د پاتې راتلو ډیر ښه انځور د غوندې ګډونوالو ته وړاندې کړ چې د ټولو د خوښۍ او ستایلو وړ وګرځید ، د غونډې بله په زړه پورې برخه د شعرونو برخه وه چې په هغې کې د ځوان شاعر تیمورشاه مست خیل د (څه ولیکم) تر سرلیک لاندې شعر ډیر جذاب او په زړه پورې وو چې زه یې د قدرمن شاعر په اجازه درنو لوستونکو ته رانقلوم :
په توره شپه به څه نغمې د لمر خاته ولیکم
د ترخه ژوند به درته ګرانه څه خواږه ولیکم
ډیر مو ستایلي دي جانانه محلونه پردي
نن به یو څه درته په باب د خپل کاله ولیکم
هر یو د ځان سندرې وایي د جانان بې خبر
ازبک تاجک که درته حال د پښتانه ولیکم
نه کوم غمخور د ملت شته نه کوم خواخوږی د قام
الهي چاته مې دردونه د خوږ زړه ولیکم
د غلامۍ زنځیر په لاس د ازادۍ خوبونه
نوره مې څه درته قصه د ژوندانه ولیکم
دا چې هر یو په ما ګمان د لیوني کړي ربه
چاته مې راز د خپل شلیدلي ګریوانه ولیکم
دا مې لوټي زه ورته ګورمه په غټو غټو
یمه حیران ورته ساحِر که نوم د غله ولیکم
د ازادۍ ناوې چې خال د چا د وینو ایښی
هغه افغان یم درته زیات له دې نه څه ولیکم
په غونډه کې د ځوان افغان کول په استازيتوب کریم یاسیني او پیغلي شایسته زماني د افغانستان د تاریخ په لرې او نږدې مهمو واقعاتو رڼا واچوله او خپل همزولی کول یې د افغاني تاریخ له دغو پیښو سره اشنا کړ.
غونډه د شپې په لسو بجو پای ته ورسیده .