د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پروت په خاورو کې يو گل وو

محمد طاهر کاڼی 13.09.2015 12:47

د خزان تورو بادونو
د ژوندون د جل وهلې
هستۍ پاڼې رژولې
چاپيريال وو په منگولو
کې کېوتی د جنگونو
له هر لوري د گوليو
واکمني وه چلېدله
د باروتو په لوگو کې
د وطن يوه کوڅه کې
پروت په خاورو کې يو گل وو .
د ژوندون د وچې دښتې
په سپېرو او ماتو شونډو
لگېدل سوي بادونه
د ويرونو په موسم کې
نه باران د پسرليو
نه د پرخو سباوون وو
تنکی مخ يې مړاوي شوی
وچې پاڼې، وچې شونډې
يې له درده رپېدلې
د هستۍ په وچه سيمه
يې لمبو لمن نيولې
سوې سوې تويدله .
د هوا لمن وه ډکه
له اهونو، فريادونو
د ابليس په پاچاهۍ کې
ورځ د تورې بلا خوله کې
وه پرته، ټپي ټپي وه
ژوند د تورې بلا خوله کې
پروت د وینو په سره کټ وو
د دېبانو خرمستي وه
د باروتو په لوگو کې
د وطن يوه کوڅه کې
پروت په خاورو کې يو گل وو .
د هيبت په دغه سيمه
د وحشت په دې نړۍ کې
چا توبه نه پېژندله
د جگړې ځناوران وو
د انسان وينو ته تږي
د گل څنگ ته داسې تېر شول
لکه سترگې چې ړندې وې
شاوخوا د دې دېبانو
له پښو نه به اوچت شول
طاعوني خوني اورونه
خو د گل په مړاوي پاڼو
د جگړې سوي بادونه
تېرېدل راتېرېدل به
چا د گل ومړاوي مخ ته
د زړه سوي نظر ونه کړ
چا یې اوښکې د تنکي مخ
په دسمال ورپاکې نه کړې
چا يې لاس په سر د مينې
يو ځلي هم راکش نه کړ
چا له خړو سپېرو خاورو
لږ راپورته غوندې نه کړ
چا په غېږه کې ونه نيو
يو سرود د عاطفې يې
غوږ کې چا ورته ونه وی
چې ته گل د دې چمن يې
ته بچی د دې خوتن يې
ته ماشوم د دې وطن يې .
د جگړې په سرو لمبو کې
د باروتو په لوگو کې
د وطن يوه کوڅه کې
پروت په خاورو کې يو گل وو .

روسيه-وولگينسکي
د ۱۳۹۴ ل کال د وږي ۱۹
د ۲۰۱۵ ز کال د سيپټمبر ۱۰