د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لوی افغان

سمیع الدین افغاني 12.09.2015 14:25

لوی افغان
رموږه هویت زموږ عزت دی وطن
زمونږه لوړشان او شوکت دی وطن

دا مـو د پلارو او دنیکو وطن دی
دا د اصیلـــو شاه ځلمو وطن دی

مونږ ته تاریخ زموږعزت ګران دی
په موږ هـــویت افغانیت ګران دی

مونږه نـــور مـــه ځـــوروئ
جنګ ته مـــو مـــه هڅوئ

په خپل عزت او اصلیت ویاړو
پـــه افـــغـــانیت ویـــاړو

دغـــه د ګـــوتو پـــه شمیر
د پـــردي پالـــو په څیر

پـــردي صفته کـــړۍ
دا بــــــد طلعته کـــړۍ

پدې حساسه او نازکه شیبه
دوئ د پـــردو پـــه لمسه

زموږ تاریخ زموږ هویت لوټوي
زموږ یووالی او وحدت لوټوي

دلته پښتون اوتـــاجـــک
یـــا هـــزاره او اوزبیک

زمونږ ترکمن او پشه یي توکمونه
ټـــول سره میشت قـــومـــونه

د یـــو افـــغـــان بچي دي
د اوږد تاریخ اود زمان بچي دي

دا بې هـــویته بـــې خبره څیرې
میشت لـــه بهره څیـــرې

زمـــوږ هویت کتمانـــول غواړي
موږ ته په سپک نظر کتل غواړي

سر به ژوندی کله تر کوره ویسي
دوئ به دا بد ارمان تر ګور ویسي

ای دغفلت پـــه خوب ویده اغیاره
یوځل نظر کـــړه د تارخ هنداره

دلته مغل دلته چنګیز ناکام شول
دلته سکندره دلته انګریز بدنام شول

سور لښکر هم په ګونډو شوی دلته
استعمارهـــم پـــه منډو شوی دلته

دا وطن ګـــران افغانستان یادیـــږي
ټول پـــه نامه د لوی افغان یادیږي
----------------------------
سمیع الدین افغاني
۱۲ -۹ -۲۰۱۵
م ۰ کال