د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دکابل ښار په جنوب کې دغفلت په خوب ویده خلک

محمد عارف رسولي 11.09.2015 10:38

د غفلت خوب او ستونزې یې؟
انسانان د ستړیا لیرې کولو لپاره خوب ته اړتیا لري. دا خوب موږ ته اړین او ګټور دی. خو په انسانانو، قومونو، سیمو او ټولنو یو بل ډول خوب هم ورځي چې د غفلت خوب ورته وایي، دا یوه ټولنیزه ستونزه او کرختیا ده چې په خواشینۍ سره د زمانې په تیریدو سره د پيچلو ټولنيزو جوړښتونو، کلتوري ښکارندو، بهرنيو لاسوهنو، شخړو او مفسدو مشرانو له ترکيب څخه په یو قوم او سیمه کې رامنځ ته کيږي.  دا یو د ځانځانۍ او ناهیلۍ حالت دی چې خلک د هغه په جریان کې په ظاهره بیده نه وي خو احساس، معنویات، ارزښتونه، مسؤلیت منل، اوږدمهاله سوچ،  دسبا فکر او ګډ کار ته یې ملا ماته وي. د غفلت خوب او د ښو مشرانو نشتون یو بل سره مرسته کوي. په ویدو ټولنو کې ښه مشران نشي رامنځته کیدای او ځان غوښتونکي او د کمې وړتیا مشران بیا ټولنه نه ویښولای شي او نه یې غواړي.

ویښ ولسونه او قومونه له يو بل څخه زده کړه کوي. قومي او کلتوري تنوع، سياحت او نور کلتوري راکړې ورکړې دې زده کړو ته وده ورکوي. يو عام متل دی چې خربوزه له خربوزې رنګ اخلي، چې اوسې په خوی به دهغو شې، او يا با ما نشيني ما شوي با ديگ نشيني سياه شوي او نورې ورته له مفهومه ډکې خبرې په دې ورته ټینګار کوي.

له بده مرغه دا پورته یاد شوي د غفلت په خوب ویده خلک ترډېره د زده کړې لپاره نه تیاريږي او تر ډېره د غفلت او بې پروايۍ به خوب کې بيده وي. کله چې  کوم قوم، ګروپ او سيمه په غفلت کې ډوب شي بيا زر نه بيدا ريږي. نه زر له چا زده کړه کوي، نه خپلو ناخوالو، بدبختيو او کميو ته ځير کيږي او دخپلو پاته راتلو لپاره بانې لټوي او سر يې نه خلاصیږي. لمړۍ خو په دوی کې غوره کدرونه نه راپورته کیږي ځکه ویښ کدرونه په ويښه ټولنه کې رامنځته کیږ او یوازې د پوهنتون فارغانو ته غوره او ویښ کدرونه نه نشو ویلای. غوره روڼ اندي کدرونه هغه لوستي، د ټولنیز درد لرونکي،  بدلون غوښتونکي او د پیچلو ښکارندو د ژور تحلیل لرونکي خلک دي چې ګډو او ملي ګټو ته ژمن واوسي. دا کدرونه له مشرانو سره د خپلو ځاني غوښتنو په هکله نه بلکه د عامه او ملي ګټو په اړه ژمنتیا لري او د ښو رهبرانو په وده او بریاليتوب کې زیاته ونډه لري. ځکه د ښو کدرونو په نشتون کې ځان غوښتونکې، غوړه مالان او نا اهله په نامه تعلیم لرونکي خلک د رهبرانو په شاوخوا راټولیږي، د رښتیا په ځای درواغ ورته وایي او له خلکو یې لیرې کوي. په داسې ټولنو کې خلک ناهيلي، ويشلي، کرکجن او بیوزله وي. هلته خلک پوهې، ښو خدمتونو، نوښتونو او رښتینولۍ ته کم اهمیت ورکوي او په ځای ېې بیا مال او دولت مهم بولي. نو له دې کبله په داسې ټولنو کې زیات عادي مشران له سترو لرلیدونو او موخو بیرته پاته کیږي.

د غفلت په خوب ویده قومونو کې بله ستونزه داوي چې د هغوي د یو شمیر شته رښتینو مدني فعالانو، روڼ اندو او خير غوښتونکو کسانو سياسي او مسلکي درايت کم او سره ويشلي وي او څوک يې خبره نه اوري. په پای کې هرڅوک په خپلو وړو موخو پسې لاړ شي او یو یې هم ستر ایدیالونه نلری. که کله هم په داسې خلکو کې څه ويښتيا راپیدا کیږي نو بیا خو یې په موثر پلان او پايلو لرونکو غوښتنو نشي بدلولای.

د کابل ښار د جنوب خلکو د غفلت خوب
اوس راځو د کابل ښار په جنوب کې د غفلت په خوب ویدو خلکوته. موږ ویده خلک بیله زیاتو څیړنو او لیرې سفرونو د خپل هیواد په پلازمینه کابل ښار کې پیژندلای شو. موږ د دې خلکو د غفلت ژوندي مثالونه لرو او د هغوي د مشرانو د زراندوزۍ، ځان غوښتنې ښې نمونې  او نښې کتلاي شو. که تاسو د کابل په سهیل کې د کمپنۍ او ارغندۍ ساحه او په دغه ساحه کې د وردګو، غزني او قندهار په سمت دغزیدلي سړک حالت، د دې سړک دواړې خواوې؛ همدارنګه، د بالاحصار، ټانک لوګر او قلاچې لخو د  لوګر او پکتیا په لور غځیدلی سړک او دواړې خواوې یې وګوری او بیا یې د همدې کابل ښار د خير خانې د کوتل ور اخوا او احمد شاه بابا مینې د ساحو سره پرتله کړی، د غفلت په خوب د ويدو قومونو ښه انځور درته  په نظر راځي.

تاسو ويني چې د ښار په ختیځه خوا  او په تیره بیا د خیرخانې د کوتل وراخوا دوه لينه سړکونو، لوړپوړیو ودانيو، تجارتي مرکزونو او کا وبار او پرمختګ سر راپورته کړی خو د کابل ښار به ټول جنوب کې او د یاد شوو دواړو ملي لويو لارو د پیل په ښاري ساحه په دواړو خواو کې دودونه، ګردونه، خاورې او مړاوي خلک او د غفلت په خوب وېده قومونه  ليدل کيږي. دلته تاسو د خلکو او دهغوي د مشرانو د ویښتیا، د خپلو ستونزو په هکله د هغوي د فکر او حل لارو موندلو په هکله یو څه سوچ کولای شی.

دلته هيڅوک نه له ځانه او نه له چارواکو، نه له په نامه مشرانو او نه له بله تپوس کوي چې دا ولې او څوک مسؤل دي؟ دا دغفلت خوب د بيچلو ټولنيزو، سياسي، کلتوري او نورو له کبله چې لسيزې يې دوام کړی په دې پرګنو راغلی او له دې خلکو یې د سياسي شعور او د کار او مثبت فکر توان او وړتيا اخیستي ده.

له ځينو گوتو به شمار رښتينو او هيواد پالو شخصيتونو پرته ددې ساحو مشران بيا په معنوي لحاظ بيده خو دخپلو ګتو د خوندي کولو په کار کې بيا هوشيار دي. دلته هغوي يوازې او یوازې د ځمکو په غصب او نوو جايدادونو په راخپلولو باندې لګیا دي. چارواکي دوی او هغوی چارواکو ته څه نه وایي. هيڅوک نه له ځانه او نه له چارواکو پوښتنه کوي چې دا ولې دلته کوم پلان نه پلی کيږي او ولې دا سړکونه نه پراخيږي تر څو پانګونه را جلب، کار او ثروت ایجاد، بیوزلي ورکه او ټولې سيمې ته د بدلون فکر پيدا شي او ښيرازي او خوشالي رامنځته شي.  

په اوسني حالت کې په دې ټوله سیمه کې کومه د یادونې وړ پانګونه نه کیږي، د چاپیریال حالت یې ډیر خراب دی. که دا د خلکو او چارواکو بې غوري همداسې دوام وکړي، دا نا انډولي به ورځ تربلې زیاتیږي، او ساحه به ورځ تربلې وروسته پاته کیږي او لا نور به هم د پانګونې وړتیا له لاسه ورکوي او پانګه به نورو ځایونو ته ځي او خلک به د تل لپاره بیوزله پاته کیږي. دا په غفلت کې ویده قومونه به داسې وخت راویښ شي چې هرفرصت یې له لاسه ورتلی وي. بیا به هغوي له نظام او نوروو خلکو ناهیلي شي، کرکې او عقدې به یې نور هم له تمدنه لیرې او له پښو وغورځوي.  

دلته څوک مسؤليت لري ؟

کابل ښاروالي، د ټولګتو وزارت، د ښاري پراختيا وزارت، ولسمشر چې په ټاکنيز کمپاين کې ېې د دې ساحو د پرمختګ خاصه وعده ورکړې وه او تر ټولو زيات خپله خلک، مشران او وکيلان يې. دلته مدني ټولنې، ځوانان، انجنیران، مهندسان او هغه خلک چې د پانګونې په شرایطو ښه پوهیږي اړ دي چې په مشرانو او په دولت زور واچوي ترڅو د دې سیمې د پرمختګ لپاره سم پلان جوړ او پیل کړي.

څه کول په کاردي؟

اړينه ده چې د تولنې خير غوښتو نکي مشران، ليکوالان، مدني فعالان، ديني عالمان او قومي مشران مسؤليت ومني تر څو يو بل ته لاس ورکړي او خپلې پرګنې له خوبه راويښې کړي. هغوی بايد په خپلو ټولنو کې د بدلون تنده، د بدلون لرليد، موخې او لومړيتوبونه ځانته وټاکي. همدارنګه هغوی ته اړينه ده چې د هغو مشرانو تر څنګ ودريږي څوک چې عامه ګټو او ملي ارزښتونو ته ژمن وي. هغه مشران پریږدي چې یوازې د خپلو ګټو په هکله فکر کوي.
 
هغوي باید له دولت څخه په کلکه وغواړي تر څو دهیواد په پرمختګ کې د سیمو ترمنځ انډول او ټولنیز عدالت ته ژمن شي، د غوره ښاري پلان په پایله کې د نورو ترڅنګ دې دواړو سړکونو ته پراختیا او د هغوي په دواړو خواوو کې د پانګونې او پرمختګ لپاره زمینه برابره کړي. د دې سیمې مالداره او مطرح کسان هم باید پوه شي چې که دلته د پانګونې سم شرایط رامنځته شي، د زیاتې پانګونې شرایط به ورته برابر، خلکو ته به کار پیدا او هغوی به هم د رښتیني رهبرانو په توګه به خپلو ټولنو کې ځای ومومي او د هیواد تاریخ به ورباندې وویاړي.

په دې هیله چې زموږ ټول خلک راویښ او خپل مسؤلیتونه وپيژني تر څو خپل هیواد د پردو له احتیاجه خلاص کړو!