د خوږیاڼو قوم د سراسري شورا اعلامیه
10.09.2015 12:31په دې وروستیو کې د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو په پچیراګام ولسوالۍ کې داعش وسله والې ډلې لسګونه ملکي وګړي،چې په کې ماشومان او مېرمنې هم شامل دي دي په شهادت رسولي،همدا راز یې د دوی څاروي هم لمنځه وړي او لسګونه کورونو ته یې اورونه اچولي دي .
د تېر اونۍ راپدیخوا د یادې ولسوالۍ په پچیر سیمه کې داعش وسله والې ډلې د ۷ او ۴ کلونو ترمنځ څلور ماشومان او درې مېرمنې په شهادت رسولي،همدا راز یې له ۱۵ برمته شویو ملکي وګړو څخه څلور تنه په ډېر بې رحمه ډول په شهادت رسولي دي .
دغه ډلې د خپل ظلم د روان بهیر په ترڅ کې اته نور ملکي وګړي په یاده سیمه کې په ډزو سره په شهادت رسولي او د دوی کورونه یې سوزولي او څاروې هم ورته لمنځه وړي .
د خوږیاڼو قوم سراسري شورا په پچیر سیمه کې د څلورو ماشومانو او درې مېرمنو په ګډون د ۱۹ ملکي وګړو وژنه په کلکو ټکو سره غندي .
په داسې حال کې چې دغه شورا شهیدانو ته د جنت الفردوس غوښتنه کوي او دغه پېښه د خوږیاڼو قوم لپاره سترغم بولي، پر داعش وسله والې او د حکومت په هرې مخالفې ډلې غږ کوي،چې په خوږیاڼو ولسوالیو کې خپل ظلمونو ته د پای ټکی کیږدي
دغه شورا له حکومت څخه هم په جدي ډول غواړي،چې د خوږیاڼو د نورو ولسوالیو ترڅنګ پچیر اګام په ځانګړې ډول پچیر سیمه کې د روان ظلم مخنیوی وکړي .
درنښت
د خوږیاڼو قوم سراسري شورا
په درنښت
د اړیکوشمېري: ۰۷۷۷۱۳۲۳۲۰ - ۰۷۸۴۱۴۷۴۸۳
Shahid.qayal@gmail.com بریښنالیک: