د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پردیو جاسوس هیڅکله ملي اتل نشي جوړېدای

سرلوڅ مرادزی 10.09.2015 09:26

دغه لیکنه په ۲۰۰۷ کال په ځینو بریښناپاڼو کې خپره شوې ده:
دې ورځو کې د کابل اریانا تلویزیون د احمدشا مسعود د مړیني د شپږم کال په پلمه د څو لنډغرو او ډاکوانو په غوښتنه چې د دموکراسۍ او روښانفکرۍ ماسکونه هم ځړیدلي پر مخ لري، لندن او امریکا کې د یوې غونډې د جوړېدو خبر خپروي. خبر کې په پوره بېشرمۍ او سپین سترګۍ ، مسعود د ملی اتل او د شهیدانو د شهید په نوم یادوي!
دا چې د اریانا تلویزیون ولې دا خبر دومره په مزه خپروي یو لامل کېدلای شي دا وي چې د نظار شورا ځېنو ډاکوانو به دې تلویزیون ته لاره کړې وي او موخه به یی دا وي چې د دې تلویزون د خیرنیتۍ او بې پریوالي هڅې په اوبو لاهو کړي!
پوښتنه پیداکیږي ایا ریښتیا د یو څو لنډغرو او ډاکوانو په خوله، څوک چې د پردیو هېوادو پیژندل شوي جاسوس وي او د هېواد هره تړه، بانډه، کوڅه او دېره یې د جنایتو او خیانتو د یادګار څلی وي، ملي اتل ګڼل کېدای شي؟
ځواب ښکاره دی هېڅکله نه!
راځۍ چې د دغه ګوډاګي اتل، د اتلولۍ کېسه له اصلي ځایه راپیل کړو:
نصیراله بابر د پاکستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د مجاهدینو او طالبانو روزندوی او سمبالونکی، د وطن نومې مجلې سره په یوه مرکه کې وایی:
«دا ټیک ده چې په ۱۹۷۳ کال کې انجنر حبیب الرحمان بیا حکمتیار، احمدشا مسعود او روسته رباني او نور دلته راغلل. هغوی ته موږ تریننګ شروع کړ...نو د نهضت لومړنیو مجاهدینو ته له اکتوبر ۱۹۷۳ نه تر ۱۹۷۷ پورې ما تریننګ ورکولو، په هغه وخت کې د دوی قیادت دلته و، دوی به د کابل له کالج او یونیورسټي څخه هلکان راوستل او مونږ به تریننګ ورکولو او بیا به مو خپلو خپلو ولایتونو ته لیږل، ترڅو دوی هلته نورو ته درس ورکړي. مونږ دلته دوی هریوه ته بېل بېل کارونه سپارل. رباني به شبنامې او داسې نور شیان لیکل او حکمتیار د ارتباط کارونه کول.
لیکن د داود په وخت کي مونږ داسې وکړل چې غوښتل مو داود ته یو درس ورکړو. مونږ احمدشا مسعود پنجشېر ته ولېږه. مونږ په پنجشېر کې په مسعود باندې عملیات وکړل ( ۱۹۷۵ کې ) ترڅو معلومه کړو چې دا کسان څومره تریننګ شوي دي. هغو عملیاتو داود ته پوره تاوان اړولی و
... بیا په ۱۹۷۸ کال کې دوی ما ته راغلل او ویل یی چې پيسې هم نشته او بل شی هم نشته، مونږ په ډېر بد حال یو ...نو ما دا وکړل چې اول مې شاه ایران ته پيغام ولیږه چې مونږ دا خلک تریننګ کړی دي، ته له دوی سره مرسته وکړه ... بیا ما دوی امریکا ته بوتلل. زه خو له صوبه سرحد څخه وتلی نه شوم، نو بیا زما یو دوست و په اسلام اباد کې، هغه هم کور جوړولو او ما هم، نو ما به دا مجاهدین د هغه کور ته ورلیږل، خو په شفر کې به مې خبره ورته کوله، ورته ویل به مې چې ګلکار درغی، نو ګلبدین به مې ورته یادوو او چې به مې ورته ویل چې د بجلي والا (برقي) درغی نو احمدشا مسعود به ورغی. د امریکا سفارت په می ۱۹۷۹ کې له دوی سره کمک شروع کړ. ما ورته وویل چې تاسو خپله اجندا او پروګرام جوړ کړۍ او ماته یی وویل چې ته هم خپل پروګرام دوی ته ورکړه.
.... د ۱۹۷۷ نه پس مسعود فرانسې ته لاړ. فرانسویانو پخپل لاس کې ونېو او سبقونه یی ورته پیل کړل. هغې نه پس مسعود د فرانس پروټکټ ( تحت الحمایه ) شو. بیا د فرانس پواسطه په افغانستان کې فعال شو. فرانس له روسانو سره هم تفاهم درلود. هغوی روسانو ته وویل چې تاسو مسعود مه وژنۍ، هغه به تاسو سره مفاهمت کوي ...او مسعود د سالنګ لاره د روسانو پر مخ پرانېستې پریښي وه»
ب . ګروموف روسي جنرال د احمدشا مسعود سره د هغه وخت د روسي د اړیکو په اړه داسې وایی:
«په ۱۹۸۲ کل کې موږ خپل لوی مقصد ته ورسېدو: له احمدشا سره مو داسې ټینګې اړیکې پيداکړې چې ان له افغانستان څخه د شوروی پوځونو د وتلو تر وخته په خپل حال پاتې شوې .. په ۱۹۸۲ کال کې د څلوېښتم لښکر د استازو او شخصآ د مسعود له خوا یو تړون لاسلیک شو. د هغې له مخې مسعود ژمنه کړې وه، په جنوبي سالنګ کې به چې د ده د بې رقیبه بادارۍ سیمه وه، پر شوروی پوځي کتارونو یرغل ته اجازه نه ورکوي. ب ګروموف د خپل کتاب ( سرې لښکرې په افغانستان کې ) په یوه برخه کې لیکي: احمدشا مجبور شو چې مصر ته ولاړ شي. له دوونیمو کالو زیات مسعود په منځني ختیځ کې واوسید او په غالب ګمان به یی همدلته د پارتېزاني جګړې مهارتونه هم زده کړی وي»
له یاد شویو دواړو سرچینو څخه بېلګې ښۍ چې احمدشا مسعود په هېواد کې دننه د هېواد د پرمختګ او د ټولنې د سوکالۍ لپاره کومه ملي او وطنې مبارزه نه ده کړې، بلکې لکه څنکه چې سندونه ښۍ د نورو هېوادو لخوا او د دغو هېوادو د ستراتېژیکي موخو او اندیښنو د پلي کولو لپاره کارېدلی دی.
له بېلا بېلو جاسوسي کړیو سره د مسعود د اړیکو په اړه خو نن سبا په لسګونو مستندې لېکنې او کتابونه کښل شوي چې لوستونکي هغه په اسانه ترلاسه کولای شي.
د ملي ګټو او ولسي ښيګڼو پرځای د نورو هېوادو د ګټو او د هغو د شومو پلانو د پلي کولو لپاره د مسعود هلې ځلې هغه وخت لاجوته او ښکاره شوې کله چې اسلامي جمعیت او د نظار شورا د واک پر ګدۍ منګلې ښخې کړي. دوی تر هر څه دمخه ملي اردو تس نس کړه او ددې لوی ملي ضد ګام د نندارې لپاره یی جنرال حمید ګل او د پاکستان د هغه وخت نور واکمنان کابل ته میلمانه کړل. لږ روسته د پاکستان پخواني لومړي وزیر نواز شریف دا خبره د خپلو لویو خدمتو په لړ کې د پاکستان پارلمان ته واوروله. هغه پارلمان ته وویل ما ولې ګرموۍ، ما خو د کابل پیاوړې او غښتلې اردو له منځه وړې، ما خو پاکستان د افغانانو له ګواښه د تل لپاره وژغوره!
او یا که د هغه وخت د نظارشورا د واک یو څو نورې بېلګې راواخلو:
د کابل ښار وران شو او ۷۰ زره کابلیان شهېدان شول ! ملي موزیم او ملی ارشیف چور او به نورو هېوادو وپلورل شو. دولتي ـ ملی شتمنۍ او د خلکو شخصي شتمنۍ لوټ شوې، درې ـ څلور ځلې د کابل شهزاده سرای تالان شو او د کونډو رنډو په همدغو پيسو اوس په کابل او د هېواد په ځېنو ښارو کې لوړې دنګې ماڼۍ او د سرو زرو مارکیټونه جوړ شول.
نظارشورا له هزاره ګانو، ازبکو، ګلبدین او د ببرک کارمل له بانډ سره په وارو وارو اتلاف وکړ او بیا یی دا اتلافونه مات کړل او په دغو جګړو کې یی د هېواد هرڅه د نیستۍ ګړنګ ته وروغورځول. خو ددې ټولو جګړو مشر سمبالونکی اولار اچونکی خپله مسعود وو . ایا دا ټولې ورانۍ او ویجاړۍ زموږ د ځېنو ګاونډيانولکه پاکستان، ایران، روسې او نورو غوښتنه نه وه ؟ ایا مسعود او د هغه د جرم شریکانو دا هر څه د نورو د خوښۍ لپاره ونه کړل؟
اوس د هېواد او افغان ملت په وړاندې د دومره جنایتونو او خیانتونو سره بیا هم مونږ هومره تېروځو چې د دغه ناورین د لومړي درجه مسول د نوم د یادولو په وخت کې د هغه سره د ملي اتل لقب هم ورغاړې کړو؟ ایا دا د تاریخ سرچپه تفسیر نه دی؟ د افغانستان روستۍ لویی جرګې هم د دغو وطن پلورو دا شان وړاندیز په ډاګه رد کړ. مګر له بده مرغه ځېنې کسان اوس هم په داسې کونجاړې شخوند وهي!
زه د مسعود او د هغه له توکم سره کومه شخصي تربګنې نه لرم. په دې باور هم نه یم چې د ملي اتل نوم دې یوازې د کوم ټاکلي توکم سړي ته ورکړل شی. د ملي اتل د لقب سره باید لوبې ونه شي. دا چې افغانان وزیر محمداکبرخان ته د ملي اتل لقب ورکوي، لامل یی دادې چې هغه له هېواده د پردیو ـ پرنګیانو په ایستلو کې جهاد وکړ او پرنګی میکناټن يي په تومانچه له منځه یووړ. مګر ویل کیږی چې ښاغلي رباني بیا همغه د وزیر محمد اکبرخان تومانچه کوم پاکستاني جنرال ته چې د انګریز کوم ګوډاګې به وي د سوغات په توګه ورکړې. زه د خبرې د سموالې او ناسموالي په اړه له دوستانو هېله کوم چې په موضوع رڼا واچوي .اوس شننه لوستونکو ته پریږدم څوک چې پرنګیان له هېواده باسي لکه وزیرمحمداکبرخان او یا څوک چې د انګریزانو او د هغه د ګوډاګیانو ـ پاکستانیانو په خدمت کې وي لکه مسعود او رباني دواړه دې یو شان ونمانځل شي؟
بله بېلګه غازي امان ا له خان د هېواد خپلواکي له انګریزانو څخه د خپل ملت په مټ وګټله ، مګر بچه سقاو د انګریزانو پلاس کابل کې پر تخت کېنول شو. بچه سقاو د خپل ۹ میاشتې واکمنۍ په وخت کې د امان اله خان د لسو کالو د واکمنۍ ټولې بریاوې یو په بل پسې له منځه یووړې او هېواد یی په کنډواله بدل کړ. ایا دوی دواړه د ملت په وړاندې یو شان وبلل شي؟ که یو غازي، ملي اتل او د اسیا شمله وکڼل شي او دا بل بچه سقاو بیا غل، داړه مار او د انګریزانو ګوډاګی!
ګورۍ تاریخ څنګه تکراریږي. دوهم سقاو هم چې مسعود او رباني دي له لومړي سقاو څخه هرڅه په میراث وړي او ټکې په ټکې سره یو شان دندې ترسره کوی، خو په بېلو بېلو وختونو کې
د مسعود پلویان او لارویان د سکتاریستي او ملی تنګنظریو په ګرداو کې دومره ډوب شوي چې نږدې دي نن سبا د پروان مېنې اوسېدونکی رحیم پنجشېري ته هم د ملي اتل د لقب وړاندیز وکړي!
زه دوی ته وایم چې ولې د مسعود ــ رباني او سقاو پر ځای د محمدولي خان په ګام پل نه ږدي. محمدولي خان چې د غازي امان اله خان لخوا د افغانستان د ګرځنده او ځاګړي سفیر پتوګه اروپا او امریکا ته واستول شو ( د ۱۲۹۸ ش کال د وري ۲۱ ) له هغې روسته په ۱۳۰۱ ل کال د بهرنیو چارو وزیر او په ۱۳۰۲ ل کال د حربې وزیر او په ۱۳۰۶ ل کال اروپا ته د غازي امان اله خان د سفر په مهال د سلطنت د مقام وکیل او د انګریزانو په ضد د هېوادپالنې فعال غړی و.
او یا د افغانستان د تاریخ د بل میړني میر مسجدي خان په لار پل نه ږدي!
زه د پخوانیو طالبانو په کړنو او اندیښنو په ټینګه نېوکه کوم، مګر هغوی د خپلو ټولو بدیو سره سره یو نیم ښه کار هم کړی: لومړی داچې هغوی د هېواد لوی شیاد او د افغانستان د تاریخ یوه کرغېړنه څېره مسعود له منځه وړې او بله دا چې هغوی د دوهم شاشجاع ببرک کارمل مړی او خاورې یی د امو د سین د ماهیانو خوراک کړې دي.
په لړزه له کټه پریوځي له خوبه
چې د چا تر غوږ زما د تورې شرنګ دی
لا تر اوسه یی ماغزه په کرارنه دي
چا چې ما سره وهلی سر په څنګ دی
که افغانان او په تېره بیا پښتانه هر څونه لیوني شي، کله چې د هېواد د شتون او ننګ پوښتنه رامنځته کېږي د ټولو ځواب یو دی!
درست پښتون له کندهاره تر اټکه
سره یو د ننګ په کار پټ او اشکار
اخځونه :
په وطن پیغام بریښپاڼه کې د نصیرا لله بابر له مرکې څخه
سرې لښکرې په افغانستان کې له کتاب څخه : د ب . ګروموف لیکنه
د مشروطیت غورځنګ په افغانستان کې له کتاب څخه : د پوهاند علامه حبیبي لیکنه
پای