د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سیاست د اعمالود سینګار توکي دي

محمد نقیب تره خیل 10.09.2015 12:22

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

سیاست د اعمالود سینګار توکي دي خبرې د انسان د فکري قوت متاع عمل دخبرو محصول او نیت بیا د دواړو مبدا ده. یا په بله وینا عمل د خبرو جسم اونیت یی روح دی.یانې عمل څه د نیت تصویر ونه ښئی هاغه نو بیا د مداري توبره ده چي د وخت او لیدونکو د ذوق مطابق څیزونه ترې راوځي . الله ج بنده ته د نیت په بنیاد اجرورکوی او د اعمالو له رویه مقام .د علم کسب او هنر استادان هم خپلو زده کونکو او کارکونکو ته د عمل د نتیجې له مخې درجې او مذد ورکوی، خو سیاست چې تیاتر ته ورته حواس پارونکی او فکر غافلونکي صنف دی.د تیاتر د ممثل په څېر نیت اوعمل یی په ټکر کېدی.نیت یی د جسماني خوندونو څکل او د خلکو جېبونه تشول دی لیکن عمل یی مقطعي د لیدونکو خوښ ساتل وي.د قران مجید د النصف سورت په ۲-۳ آیت کې راغلي اي مومنانو ولی هغه څه وایاست چې پخپله یی نکوی؟د الله په وړاندی تر ټولو متنفر هغه کس دی. څه چې وایی خو کوی یی نه،معنوی عالمانو هم منلې چې د ځان اصلاح د بل اصلاح ده.نو اړینه ده څه سیاستوال ړومبی اصلاح له ځانه پیل کړي،پخپله دې حرص تکبر او بخل وغندي.امانت او متانت کار دې اوسي،باید پخپلو شتو قناعت وکړی، دروغ او غیبت ونه وائی،د فردي نوښت او د ټولنېزې همکارۍ رو حیه د ولري .د زیا اېستو لامله دومره غني وی چې له اړمنو سره مرسته وکاندي. ابن میمون په بشر کې د ریښتینوالۍ صفت پدې پورې تړلې چې پخپلو حقوقو کې د نورو حقوق ولټوي. خو له بده مرغه سیاسیون په خوله حسنات اظهاره وی،په لاس او پښو د هغو سرچپه کړنه کوی. بیا خپلو فاسد اعمالوته د هېواد،قوم ژبي او دین ته د خدمت نوم ورکوي .تر اوسه خو یوه سیاستوال هم د خپلو مثمرو اعمالو بېلګه بشر ته په مخکې نده ايښي چې غله یی کره لې وی،تار یی اوبدلې وي، سړک،ویاله او ښونځۍ یی جوړه کړې وي.ښکرور دروغ یی لا دادی څه د ولس ګېډه د بزګرانو په تڼاکو مړیږي اود هېواد دفاع د پرګنو په وینو،خو دهغوی د زیا او قربانیو ویاړونه پر ځانو پورې تړي.بل داچې پورتني توکې ذاتاً له سیاست سره توپیر لري.تو پیر یی ښکاره او څرګند دي.د سیاست انتخاب د انسان په واک کېده، د ادلون بدلون راوستل په کې آسانه او ننګینه کړنه نده.خو د هېواد،قوم، ژبې او تر ډېره حده د دین انتخاب د هغه په واکې نده.د کره ثبوت لپاره به ځان وښیم. زه په پښتنې کورنۍ زېږدلی یم. زما خوښه وه او کنه پښتو ژبې خپل ویونکي کړم او هم یی د پښتو مبارک قومیت راکړی، همدارنګه افغانستان افغان نومولې ېم.او دین شکر دی په اسلام مشرف کړیم. په ريښتنې ډول پدې کې د تغیر راوستو یوه زره چانس ماته نه وه او نه هم شته.سره لدي چې بلجیم په ظاهره خپل قانوني تبعه منلی یم خو په باطن کې مې نه هغوی بلجمي ګڼي او نه هم زه ځان بلجمي بولم او د سیاسي تړاو خوښه مې څه پخپل اختیار کې وه او ده، تر اوسه شکر دی تري پاک پاتې ېم
له کولتوري او ټولنیزوبنسټونو سره د سیاست تړاوو ته دا پوښتنه سیخیږی که قوم،ژبې هېواد او دین ته خدمت کول سیاست وی،نو ځان کورنۍ او کلی چې د هېواد او قوم اجزاوې دي، ورته خدمت کول هم سیاست دی؟که ځواب هو وي،نو ټول بشر به سیاسی وی.او که ځواب نه وي،بیا ولې د واکمنۍ وږو د سیاست نوم په کې ټومبلي؟ همدا ډول که د هېواد په ټیټه کچه فرد، کورني او بانډه د خپلو د هراړخیزوحقوقو غوښتنه او لاسته راوړنه کوي هاغه سیاست ندی؟ برعکس که په لویه کچه وی بیا هغه سیاست دي. څنګه چې عامل درونی او آنګېزه بېروني حکم دی حرص کبر اوبخل د انسان ذهن دونیایی برتري ته لېواله کړی هغه ته هلې ځلې یی سیاست ،او سیاست یی انساني او ټولنیز خدمت نومولې. انسان چې د غریزو مجموعه ده نو ځکه دعقل پرځاي د حواسو منی همدا وجه ده چې سیاستوال انګېزیی اعمال کوی. تاریخ بشري ټولنې ته په پټه خوله ګویا دی چې فرعونیانو قیصرانو امپراطورانو پاچایانو په چل،ول ،زور او ظلم سره ځانونه پدې پلمو واکمن کړي وه چې موږ دخدای له ذاته یاستو،پر ځمکه د خدای سیوري یو.او موږباید تاسوته د ژوند چارې وښیو.ترهغه څه تر دوی لا حریصو بخیلو او چل ولي کسانو دوی له واکه شړل واک به یی له نبېرې سره وه. د زماني په اوږدو کې د بشر بې شمیره قربانیو په پخوانۍ فاسد دود کې دومره توپیر راوستی چې پخوا واکمنۍ د يوې کورنۍ میراثي حق منل شوی وه خو اوس د څو کورنیو په نوبت دی. سیاستوال که د زړه خبره په ژبه ووایی څه واکمني غواړم ترڅو اعلی وخورم، وڅکم او واغوندم،د رعایت د یو تن دیو کال عاید په یوه ورځ کې واخلم د اولادو او لمسیانو مې راتلونکی ژوند ډادمن کړم.دا غږ به دبم چاو دنه وی، ترهغه څه د لری اورېدونکي ورسیږي د بانډ ملګرو به یی وختي ستونی خپک کړی وي. نو ځکه فردي منفعت د ټولنیز خدمت په ګاڼه سینګاره وی. که څوک رانه وپوښتي چې نور انسانان د سیاستوالو په فاسدو اعمالو نه پوهېږي؟ زه وایم څه بې له شکه اکثریت پري پو هیږی.اوشوپنهاورلا دمخه دا پو ښتنه ځواب کړی انسان د ژوند یرغمل او د نفس غلام دی. د فرعون ډاکتر سینوه چې د انسان خوشباوریو خوابدی کړی وه وئېلی دی. په نړۍ کې هر شی بدلیږی ېوازې د بشریت حماقت دي چې نه بدلېږی. زر کاله پخوا هم غولېدلي نن هم غولیږي او لس زره کاله وروسته به هم. پښتانه وایی اوبو وړی د ژغورنۍ په تمه خځلې ته هم لاس اچوی.په نس وږی او په تن لوڅ انسان دي لا پوک کس له ځانه اعلی نه ګڼي دومره سوچ دې وکړی چې د ټول بشر بدن له غو ښو او هډکو څخه جوړ دی او هغه له حجرونه،حجرې له مالیکول نه بیا هاغه له اتوم نه، او آتوم پخپله انرژی ده.دا څه زه هېڅ اوهاغه هر څه لري علت یی دادی چې ما خپله قوه نده کاره ولې او هغه کړي. که څوک وایی سیاست یانی څه؟ زه وایم: سیاست د نورو د شتو،ځای او مقام د نیولو لپاره جګړه ده.د نه قانع کېدونکو ښاغلیو د باور او قناعت لپاره د سیاست د لویو شداتو وینا وی ورله اوروم.ماکیاولی سیاست کونکو ته وایی:پر ځان تمه لرونکی ملګري را ټول کړي،زورورو ته سر ټيټ کړي او وې غولوې،دشاتو د مچې په څېر شات ورکړي او نیش یی ووهې.او نیچه لا په اور تیل شیندی. خپلو هم لارو ته هدایت کوی د دې لپاره چې ډېر ښه واوسې په بده لار روان شئ. خدای دي وکړي چې انسان د اعمالو د نتیجې په ثبوت په انساني کهول ځان وروپېژني نه په شعار.

پاي
محمد نقیب تره خیل بلجیم ۳۱/۸/۲۰۱۵