د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

راځۍ ټولو ته د منلو وړ برښنايي تذکرې جوړې کړو

محمد انور ولید 09.09.2015 12:31

په افغانستان کې خویوځل محمد ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال په (۱۳۳۳) هجري لمریز کال کې د تابعیت تذکرې وېشل شوې وې ، بیا د داؤد خان د واکمنۍ پر مهال په (۱۳۵۳) هجري لمریزکال کې تذکرې ټول افغانستان ته ور کړل شوې ، خو هغه سر شمېرنې هم ځکه نیمګړې وې چې د افغانستان په سُنتي هېوادکې نږدې د نیم افغانستان د نفوسو شمېرې ته ځکه شا ور اړول شوې ښځو ته په ټولیز شکل تذکرې نه وې ورکړل شوې . په لیرې پرتو سیموکې د نوزادانو او مړو تذکرې هم چا نه دي شمارلې چې څو مړه او څو نوي تولد شوي وو . ولې د جهاد پر مهال بیا ځينې مرسته کوونکو بهرنیو کمېټو لکه د سوېډن کمېټې او نورو د خپلو سروې یَرانو په لاس دا سروې تر یوه بریده بشپړه کړې وه .
هغوی به خپله د هرکلي د موجوده جوړو او ړنګو شووکورونو، مهاجرو ، شته خلکو ، شهیدانو ، کوڼدو ، یتیمانو، فعالو اوغیر فعالو ځمکو ، نرانو او ښځو ټول آمار او ارقام په خپلو خاصوفورمونوکې لیکل او خپلو اړوندوکمېټو ته به یې سپارل . په هغوسروې ګانوکې د هرکلي اوهرې ؤلسوالۍ ټول آمار او ارقام د هر څه په اړه موجود دي . هغوی ښایي په خپلو دېتا بېسونوکې هغه سروې ګانې اوس هم له ځان سره ساتلې وي .
ددوی د مرستو یو ستر هدف خپلوځانو ته همدغه د افغان نفوسو د احوالو معلومول وو . ځکه د افغانستان جهاد بهرنیانو او استخباراتي کړیو ته یو ښه فرصت او یو تر ټولو ښه او ارزانه چانس ؤ ، دوی باید د مرستو په پلمه له دې تشې نه ستره ګټه ترلاسه کړی وای ، چې همداسې وشول . خوځینو بهرنیو مرستندویه کمېټو دغه ډول سروې ګانې ټولې په خپلو استخباراتي صبغو سره په افغانستان کې د خپل راتلونکي منافقت او شرارت له پاره تر سره کړې دي .
روسانو هم یوه سروې په (۱۹۶۱ ) زیودیز کال کې د خپل استخباراتي سازمان ( K .G. B. ) په لاس تر سره کړې وه چې په هغې کې یې پښتانه ( ٪۶۲) او نور ټول لږه کيقامونه ( ۳۸٪) ښوولي دي .
وروسته له هغې چې کومې سروې ګانې د انټر نېټي اښتنو پوښتنو او تلېفوني مکالمو له لارې په پخوانیو اداروکې د ناستوکسانو له خوا تر سره شوې هغه ټولې کاذبې او درواغجنې ځکه دي چې د افغانستان د نفوسو د احوالو په اړه هېڅ ډول ريښتیني آمار ، ارقام او اسناد له ځانه سره نه پخوا درلودل ـ او نه یې همدا اوس لري .
ځینو تصویري رسنیو هم دې کار ته ملا تړلې او د هرې ؤلسوالۍ مساحت ، پیداوار ، د خلکو شمېره او ژبه هره ورځ څوڅو ځلې لیدونکو او اورېدونکو ته ښیي . چې دا هم یو ډول اجمالي سروې ده . دغه سروې ښیي چې په ډاګه دځینو اداري واحدونوڅخه د درغلیو ښکاره بوی را وځي . ځکه چې دځینو ولایتونو د ټول ولایت د نفوسو شمېر دځینو نورو ولایتونو د ؤلسوالیو له شېر سره هم نه برابرېږي ، خو بیا هم هغه ولایتونه اوکلي په لوی لاس پرڅو ؤلسوالیو باندې د خپلو استازو د شمېر زیاتولو په خاطر وېشل شوي ترڅو د هرې رأ یې خپلولو له پاره د اکثریت رأیې ګټلو له پاره په پارلمان کې خپل استازي ولري .
همدا اوس موږ په خپلو سترګو وینو چې ځینې ولایتونه د یوې وړې ؤلسوالۍ نصاب او واجده شرایْط نه شي پوره کولی . خوکلي یې په ؤلسوالیو ـ او ؤلسوالي یې په ولایت ورته اړولې ده ، چې دا کار هم دکاري ، متعهد او ژمن ټیم د نه موجودیت له تشې څخه پر استفادې سره د ځینو خاصو فرمانونو او مصلحتونو له امله تر سره شوی دئ .
که چېرې موږ لږ خپل فکري تمرکز پردې ټکي باندې را وڅرخوو چې په افغانستان کې د ملي یووالي د ټوټه کېدو له پاره د اکثریت پر ضد ولې د لږه کیو د بېلتون پالنې نیالګي ته په لوی لاس دا څو کاله سر پر سر اوبه ور کول کېږي ، خو د اکثریت د ونې ښاخونه او رېښې بیا پرې کوي او له بېخه یې باسي چې علت او رېښه یې هم د همدغه وچ تعصب له کبله ده .
پردۍ جګړې خو پر اکثریت باندې تل ور تپل شوې او تحمیل دي ، خو پردې سر بېره د سیمې او نړۍ تر ټولو ستر درواغجن یوازې پرمسلمان باندې ترهګر ـ او یوازې پر افغان باندې وحشي نومونه هم ږدي ، منافقین یې د کاریکاتورونو په څېره کې د خپلو رسنیو له لارې د پیغمبر (ص) د کاریکاتور په څېرخپروي او د عوام الناسو ذهنیتونه ور باندې مغشوشوي او هغوی باور ور باندې کوي .
اوس یې د ټول افغانستان د بې هویته کولو هغه پروژه د خپلو مزدورانو په لاس پیل کړې چې طرحه او ډیزاین یې آن څوکاله وړاندې د سره بېل یې کړه ، اېل یې کړه د انګرېزي فورمول له مخې جوړ شوي دي . د اسلام ، افغانیت او واحد افغانستان دغه سامېري ډوله داخلي دښمنانو د افغانانو له جهادي ، اسلامي ، افغاني او ملي ارزښتونو څخه پرسؤ استفادې یوازې قوم ، سمت ، ژبې او مذهب ته دافغانستان د بهرنیو دښمنانو په اشارو سره لمن ووهله . اوس غواړي چې له دې لارې ټول افغانستان د قرآني ارشاداتو او ملي نوامیسو پرخلاف پرته له دیني اوقومي اصالت څخه نړیوالو ته بې دینه او بې هوبته ور وپېژني . ځکه خو یې په تذکروکې د افغان او اسلام کلمې چورلټې ترې ایستلې دي .
دوی غواړي چې په راتلونکی کې د افغانستان پرملي وحدت ضربه وارده کړي . نو هلته به د افغان دښمنه کړیو او ملتونو زړونه اوبه ور باندې وڅښي ، او د زرګونو او پېړیو تنده به پرې ماته کړي . دوی به د محمد (ص) دین او د افغانستان او افغان نوم هم کټ مټ هماغه شان ترخپلو پښو لاندې کړي لکه سامریانو چې د موسی (ع) په دین کې عُقیدوي فتنه بني اسراأیلو ته ور واچوله . بیا خو به په ټوله سیمه او نړۍ کې افغان او افغانستان هم څوک په رسمیت نه پېژني . ځکه دوی خوب لیدلی چې په افغانستان کې د محمدي دین او افغانستان نوم د هویت پر همدې بې هویته تذکرې سره په رسمي ډول د افغانستان د موجوده حکومت له آدرس څخه له مینځه تلای او ورکېدای شي . د بدنامۍ او ملامتۍ پړه به یې هم د اوسني حکومت پر غاړه وي او ګټه به دوی په کې وکړي . خوکله چې د هویت د تذکرې په نامه دا ډول ملي نومونه له مینځه ولاړ شي ، نو بیا به د سیمې او نړۍ خلک افغانان په کوم نوم سره پېژني ؟ ځکه ددې نوم له اخیستو سره خو نیمه پېړۍ وړاندې تضادونه او بدبینۍ په هېواد کې د ننه او له هېواد څخه بهر موجودې وې . خو چې د ورکېدو له پاره یې رسمي سند هم تر لاسه کړي ، نو بیا به په سیمه او نړۍ کې زموږ د هېواد نوم څه وي ؟ په داسې حال کې چې بې نومه هېواد خو په ټوله نړۍکې تر اوسه پورې هېچا هم نه دئ لیدلی . نود (۶۰۰۰ ) کلن هېواد بچیان څه ډول خپل نوم او آدرس لیرې کولی او د بې آدرسۍ تاریخي کثافات دانۍ ته غورځولی شي ؟ آیا د افغانیت او اسلام د مبین دین د نومونو لیرې کولو په دې سناریو ا وجعلي پروژه کې یوازې د یوه یا څوتنوپلورل شویوعمل او نظر شرط دئ چې عملي شي که څه ؟ تر اوسه پورې خوکه هرڅومره افغانان په دغه پردۍ تپل شوې جګړه کې وژل شوي ، نو پرځای یې د همدې جګړې په اوږدوکې په هره کورنۍ کې په لسګونو او شلګونو نور بچیان زیږېدلي او هغوی اوس پلرونه او میندې جوړ شوي دي . لنډه دا چې یو قوم په جګړو او نومونو بدلولو باندې نه ورکېږي او نه هم وژل کېږي ، بلکې لا پسې را ژوندی کېږي او په راډیکالي شکل پخېږي ، پنځېږي او غښتلی کېږي . ځکه همدا اوس چې د ټول هېواد په کچه ددغه بې هویته تذکرو پر ضد کوم غبرګونونه په برقي او چاپي رسنیوکې روان دي په هغو کې (۸۴٪) خلک د افغان او اسلام کلمې غواړي ، پاتې ( ۱۶٪ ) یې هغه خلک دي چې یا یې نوم او دین تراوسه پورې تاریخي اړخ نه دئ موندلی ، او یا هم وچ متعصبین دي . مګر بیا هم هغوی په اقلیت کې دي ـ نه په اکثریت کې . خو دین ، قوم او ناموس ته یې تل د افغاني اکثریت له خوا په درنه سترګه کتل شوي دي . نو دوی بیا ولې پر دې باندې ټینګار او بیړه کوي چې ژر تر ژره له فساد او فتنو ډکه تذکره جوړه کړي . خو زه وایم چې په تذکرو کې دې د ملیت او دین کلمې ور زیاتې شي ، ترځو هم د ( لِتعَارَفوا ) قرآني اصل په کې مراعات شي او هم ټولو ته د منلو وړ وي .
څرنګه چې دا مهال د ملي وحد ت حکومت یوه مسؤوله مرجع ده ، نو باید ژر تر ژره ددې ډول توطیؤ مخه و نیسي او د اساسي قانون د ملي وثیقې پر هغو مواداتو باندې دې عمل وکړي چې په هغو کې د ملیت او اسلامیت دواړه کلمې درج او د ټول افغانستان استازو په لویه جرګه کې منلې ، پارلمان تسوید او تصویب کړې او د عدلیې وزارت له خوا په رسمي جریده کې نشر شوې او ؤلسمشر توشېح او منظورکړې دي .
افغانستان باید یو تر ټولو خوندي ملي آرشیف ولري اویوازې د افغانستان د مخابراتي سیستم پردېتا بېس باندې تکیه ونه کړي ، ځکه څه اعتبار او تضمین شته چې دا سر شمېرنې او احصأ یوي ملي معلومات به تل ترتله د افغانستان په تکنالوجیکي دېتابېس کې موجود وې ؟ معلوماتي تکنالوجي خو یو وخت خپله حافظه هم له لاسه ورکولی شي او هم یې نور ترې غلا کولی شي . چېرې نه چې زموږ دغه ملي امانت پردیو تکنالوجیکي حافظو ته ور انتقال شي . ځکه د معلوماتي تکنالوجۍ تر ټولو ستر دېتابېسونه او د حافظو آرشیفونه له هغو هېوادو سره دي چې دا تکنالوجي یې اختراع کړې ، نننۍ کچې ته یې رسولې او ذروي طاقتونه لري .
ښایي دولت پر دې باندې له سره غور وکړي . که نه نو په لوی لاس به د پرښنایي بې هویته پېژند پاڼو په پلمه له ملي یووالي څخه تړانګې وباسي . ځکه زموږ د ملت او حکومت اړ او محتاج حالت ، بېوزلي ، پردي مداخلې اونړیوال حضور ټول په افغانستان کې موجود دي ، چې ددې ټولومهارکول او په اوسنیو شرایْطوکې د ټولو ملي منافعو خوندي ساتل له امکان څخه وتلې خبره ده . نو باید په ډېر احتیاط سره پرته له څه ضرر ه ملي ګامونه پورته شي . ځکه برښنایي پېژندپاڼې یوه ملي مسْله ده ، او په ملي مسایْلو کې ډېره وړه اشتباه که هغه په عمدي يا قصدي توګه وي یا په سهوې سره ، خو پایلې یې په ډېرو سترو نه جبیره کېدونکواو نه بښونکو زیانونو او قربانیو ورکولو سره تمامېدای شي .