د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د روحیات پوهانو "لږ نظریات" د ماشوم په هکله

افغان تحرک 09.09.2015 10:25

دروحیات پیژندونکی او د روحیات پوهانو د یوې نوې څېړنې نتیجه

د اصطلاحاتو لږ توضیحات او تشریحات:

روحیات پیژندنه او یا ارواپوهنه او یا روانشناسی چه ورته Psychologie, Psychology یعنی: د روحیات علم هم ویل کیږی، همدا علم ته وایو چه " د علمی طرق له لاری او پر اساس څخه د تول ژوند موجودات، بلخصوص "د انسان د ذهن رفتار" مطالعه کوی. په دیره لنده توګه د لږ اغماض (سترګی پتول) سره نوبیا کولای شو چه دا علم ته د "روح مطالعه" او یا Study of Sou ووایو.

شاید دلته کوم څوک پوښتنه کړی چه مثلا څه رنګه امکان لری چه "د انسان د ذهن رفتار مطالعه شی". ایا دا کار ممکن دی؟ واضع دی چه "د انسان د ذهن رفتار مطالعه" تر نن صبا پوری هم یو دیر مغلق او مشکل کار ښایی او په دی ساحه کی د انسان تولو ذهنی رفتارونه مطالعه نه دی شوی، مګر سره له دی نه مثلا د دقیق او ښه اوږدمحالو مشاهدات او څیړنې پر اساس "د انسان د ذهن رفتار" په مختلفو ساحاتو باندی ترمطالعه او څیړنې لاندی اخیستل شوی دی.

پخوا د روحیات پوهان خپل "د کار ساحه" یوازی د "ذهنی فعالیت" مطالعات توضیح کړی دی، مګر له تیری پیړی را په دی خوا او بلخصوص په اخری څو لسیزو کی، زیادتره د روحیات علم (Psychology) خپل "د کار ساحه" د "رفتار، رویه او کردار او د هغوی ذهنی او روحی ارتباطاتو مطالعات" تعریفوی.

اوس دا څېړنه او یا د څېړنې نتیجه چه دلته د یوه اوږده نقل قول په توګه وړاندیږی، په خپل ماهیت کی کوم نوې څېړنې نه دی، له دی کبله چه یوازی په اخری لسیزو کی څو، څو ځلې داسی څېړنې، په همدغه ساحه باندی صورت اخیستی دی، مګر هغه شی چه دا ځله دا څېړنې معتبر کړی دی، دا د همهغه څېړنې د "مشاهده کیفیت" دی: دا څېړنې یو اوږدمحاله څېړنې دی چه د کلنو ، کلنو "سترګولیدلی حال" ، یعنی د کلنو ، کلنو سرګذشتونه او یا هم د کلنو ، کلنو تجربیات پکښی شامل او دخیل دی.

بیوګرافییکی علمی تحقیقات یو داسی علمی مشاهدات ته ویل کیږی چه د انسانانو بیوګرافی او یا "د ژوند واقعات" بلخصوص د ماشومتوب په وخت کی، تر مشاهده، مطالعه او څیړنې لاندی راځی. مثلا د یو معین ګروپ بیوګرافی او یا "د ژوند واقعات" په یوه مشخص زمان، مثلا یو لسیز، دوه لسیزتر مشاهده، مطالعه او څیړنې لاندی راځی. دا داسی اوږدمحاله بیوګرافییکی علمی تحقیقات مزیت او یا ښه والی او کیفیت په دی کی دی، چه د یو وضعیت تاثیرات، په شمول افرادو کی، په یوه اوږده موده او یا په طولانی وخت کی تر مشاهده، مطالعه او څیړنې لاندی راځی. او په دی اساس د ښه "اوږدمحالی څیړنې" نتیجه د "لندمحالی څیړنې" او یا هم "مقطعی څیړنې" څخه دقیق تر او ثابت تره محسوبیږی.

په ب، ب، سی کی کوم با درکه افغان یوه څیړنه نشر کړی دی، او په شین چوکات کی لیکلی دی چه "شرېک یی کړی". دلته یو تکرار احسن او د کار د اسانتیا لپاره داسی نقل قول صورت اخلی:

"سخت چلند ښايي ماشومان په رواني ناروغيو اخته کړي

د یوې نوې څېړنې په پایله کې ویل شوی هغه کسان چې په وړکوالي ورسره مور او پلار سخت چلند کوي ښايي د ژوند په اوږدو کې په رواني ناروغیو اخته شي.

د لندن پوهنتون د څېړونکو په وینا له ماشومانو سره د سخت چلند منفي اغېزه دومره ده لکه د یوه چا نژدي خپلوان یا ملګری چې ومري او د ده پر ذهن منفي اغېز وکړي.

دغه څېړنه پر ۲۰۰۰ کسانو چې په ۱۹۴۶ کال په بریتانیا کې زیږدلي دي ترسره شوې ده.

د دغو کسانو روغتیايي حالت د ژوند په درېيمه، څلورمه لسیزه او له ۶۰ نه تر ۶۴ کلونو عمر کې څارل شوی او له هغوی غوښتل شوي چې د عمر په لومړیو ۱۶ کلونو کې خپل عمر وارزوي.

د بېلګې په توګه له هغوی نه پوښتنې شوې چې د مور او پلار مینه او اړیکه ورسره څنګه وه؟ څومره یې په خپلو چارو کې ازادي لرله او پلار او مور یې ورسره څومره سخت چلند کاوه؟

د مغزو په نمو او ودې کې د کوچینوالي ژوند ډېر مهم ګڼل کېږي خو دا لومړی ځل دی چې د ماشومتوب د دومره ډېرو کلونو په اوږدو کې له ماشومانو سره د مور او پلار چلن ارزول کېږي.

که څه هم د ماشومان په لویولو کې د مور پر رول ډېر ټینګار کېږي خو بېلا بېلې څېړنې وايي د ماشومانو په لویولو کې د پلار رول هم باید له پامه و نه غورځول شي.

ډاکټر می استفورد چې په یادې څېړنې کې يې ونډه لرلې وايي ټولې میندې او پلرونه تر یوه حده له خپلو ماشومانو سره سخت چلند کوي او کنترولوي یې خو مهمه دا ده چې ماشومان څه فکر کوي چې آیا د هغوی پر شخصيت برید کېږي او که نه، ستانه او پالنه یې کېږي.

نوموړی ډاکټر وايي هرڅومره ډېر چې مور او پلار خپل ماشومان درک کړي او زړه سوی پرې ولري همدومره ډېر د خپلو بچیانو خبرې اوري، په مینه او دوستې ورسره خبرې کوي.

د څېړونکو په وینا له ماشومانو سره سخت چلند د هغوی ازادي ترې اخلي او د هغوی د یوه پیاوړي او خپلواک شخصیت مخه نیسي، ځکه دغسې ماشومان نه شي کولی له خپل فکر نه کار واخلي او له خپلو تېروتنو زده کړه وکړي.

ډاکتران وايي دغه منفي اغېزه پر ماشومانو د ژوند تر ډېرو کلونو پاتې کېږي.

ډاکټر استفورد وايي هغه ماشومان چې مور او پلار ورسره ښې اړیکې لري او خبرو ته یې غوږ نیسي د ژوند په لومړیو، مینځنیو او وروستیو کلونو کې له رواني پلوه ښه او له خپل ژونده راضي وي.

دې څیړنې دا هم په ډاګه کړې چې هغه کسان چې په کوچینوالي ورسره مور او پلار سخت چلند کړی له نورو خلکو سره په اړیکو کې او راتلوونکې کې له ستونزو سره مخامخ شوي دي."
د نقل قول پای.

کله چه متخصصین وایی چه د ماشومانو او کوچنیانو په مقابل خشونت او سخت چلند ماشومان په رواني ناروغيو داسی اخته کوی چه منفی تاثیرات یی او دغه منفي اغېزه پر ماشومانو د ژوند تر ډېرو کلونو، په ځوانی، په پیری او حتی تر عمر پای ته، پاتې کېږي، مونږ یوازی په "رواني ناروغيو اخته کول او یا په رواني ناروغيو اخته کیدل او د خشونت او یا سخت چلند" د ارتباطاتو په هکله یو علمی تاکید وینو، اوس چه دا خشونتونه او یا سخت چلند زمونږ په تولنه کی په څو دوله دی او یا کوم ، کوم رنګونه لری، او یا دا چه دا روانی ناروغيو کوم یو دی و یا په څو دوله دی او یا کوم ، کوم رنګونه لری دا زمونږ وظیفه ده چه پیدا یی کړو!


د سولی، امنیت، ثبات، ترقی او رفاه په هیله

و من الله التوفیق