د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ریکا اوسام غونډې په افغانستان ، خومذبوحانه هڅې یې په پاکستان کې

محمد انور ولید 07.09.2015 11:38

دروان هجري لمریزکال د وږي له (۱۲مې تر ۱۳ مې ) نېټې پورې افغانستان د سیمه ییزو همکاریو(ریکا ) اود همدې میاشتې په ( ۱۴مه ) نېټه د مرسته کوونکو هېوادونو ( سام ) کوربه هېواد ؤ چې دواړه غونډې پرله پسې د افغانستان په زړه ( کابل ) کې جوړې شوې .
د ( ریکا ) په غونډه کې د ترکمنستان د ؤلسمشر په شمول د (۳۳) هېوادو استازو او (۴۵ ) نورو هېوادونو دونرانو ، مدني ټولنو ، سیاستوالو او اقتصادي کارپوهانو برخه اخیستې وه . دا غونډه د لندن د غونډې د بهیر په تړاو په کابل کې جوړه شوه . موخه یې دا وه چې د افغانستان د امنیت ، مواصلاتي لارو، اقتصادي وضعیت ، تولید او زراعت ، دځمکنیو زېرموپراستخراج ،خودکفایي کېدو اوکړو ژمنو له افغان چارواکو سره پرې خبرې وکړي .
د ریکا په غونډه کې افغان ؤلسمشر او نورو افغان چارواکو اوکارپوهانو د غونډې ګډونوالو ته په خطاب کې وویل : افغانستان باید په وچه کې د ټولو آسیایي هېوادونو تر مینځ په څلور لاري بدل شي . ځکه افغانستان به تر پېړیو پورې د سیمې د هېوادو تر مینځ د ترانزیتي ، اقتصادي ، کلتوري او سیاسي ودې په برخه کې د ارتباط پل وي . د افغانستان د ورېښمو . او لاجوردو مواصلاتي لارې ترپولو اوکرښو پورې باید ورغول شي چې په هغې سره خپله افغانستان هم باید د لاجوردو له لادې اروپايي هېوادو او عربې نړۍ ته لاره په کې ومومي اود چاه بهار بندر له لارې باید سمندر ته لاره پیدا کړي . د افغانستان ځمکنۍ زېرمې باید په فني او تخنیکي ډول را و ایستل شي اود دې کار له پاره افغانستان ته د پرمختللې تکنالوجي راوړل  اړین دي . آبګردان او د برښنایي تولید بندونه یې د برښنایي تولید او زراعت له پاره باید ورغول شي . ترڅو افغانستان په صنعتي او زراعتي شکل خود کفأ شي . له مرسته کوونکو څخه د مرستې غوښتلو پرځای باید د مرسته کوونکو هېوادونو له شریکانو وګڼل شي ، ځکه د افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا تضمین په کورني تولید ، صادراتو او شراکت کې دئ نه په چنده ټولولو کې . د ریکا ګډونوال دې پرګاونډي پاکستان باندې زور راوړي چې د افغانستان په امنیت او سوله کې صادقانه عملي ګامونه پورته کړي .
چین ، هند او د آسیا نورجنوبي اوجنوب شرقي هېوادونه چې د انرژۍتو ټولو ستر مصرفوونکي هېوادونه دي باید خپل اکمالات د منځنۍ آسیا له هېوادو څخه د افغانستان له لارې وکړي ، ځکه د افغانستان ترانزیتي لاره هم مصرفوونکو هېوادو ته ګټوره ده او هم افغانستان ته . او د مصرفوونکو آسیایي هېوادونو د اکمالاتو لارهم پر افغانستان باندې ده ، لازمه ده چې په ګډه د افغانستان ترانزیتي لارې ورغوي او د افغانستان له لارې شمالي ، جنوبي ، جنوب لوېدیځه ، جنوب ختیځه ، شمال شرقي او شمال لوېديځه آسیا د اقتصادي همکاریواو سیاسي کلتوري شریکو اړیکوپه تارد پېړیو له پاره سره وتړي .
د ریکا غونډې ګډون کوونکي هېوادونه کولی شي په افغانستان کې هم خپلې پانګونې وکړي ، ځکه چې افغانستان هم د شمال د پټرولیم د حوزې ، د لوګر د عینک د میسو کان ، د حاجیګک د اوسپنې کان او د بدخشان او پنجشېر د لاجوردو او زمرُدو په څېر ډېرې ځمکنۍ زېرمې لري .
که چېرې دا زېرمې په فني او مسلکي شکل را و ایستل شي نو هم به د څو تنو غلو او مافیایي کړیو د شخصي جیبونو ډکولو مخه پرې ونیول شي او دغه ملي شتمني به نه لوټ کېږي ، هم به د افغانستان ځواب ګویه مسؤوله اداره د اصلي ملي وارث په توګه پرې خود کفأ شي ، او هم به دونران او اړوند هېوادونه سمه ګټه ترې واخلي . چې دا بیا د ټولو په خیر ده .    
خو له افغانستان سره د مرسه کوونکو هېوادونو ( سام ) په غوڼده کې چې هغه هم د همدې میاشتې په (۱۴مه) نېټه د شنبې په ورځ په کابل کې جوړه شوه چې په دې غونډه کې د (۴۰ ) هېوادونو مشرانو او د (۶۰) هېوادونو دونرانو او پانګوالو برخه لرله . له افغان چارواکوڅخه د تېرو شوو مرستو د شفافیت او عدم شفافیت په اړه ځينې پوښتنې په کې را پورته شوې ، خو افغان ؤلسمشر د ملي وحدت د ټيم په اړه غونډې ته اطمینان ورکړ او زیاته یې کړه چې افغانستان نه غواړي یو منزوي هېواد وي ، د ملي وحدت حکومت د افغانستان د پر مختګ او ترقۍ له پاره سیاسي ارا دې ته ژمن دئ ، نوموړي زیاته کړه : موږ پرخپلو ژمنو باندې عمل کړی دئ . نوموړي د اداري فساد د مخنیوي په اړه دکابل بانک او ښارجوړولو ، دقضأیي او انتخاباتي سیستمونو د اصلاحاتوموضوع ته په اشارې سره د غونډې دګډونوالود باورترلاسه کولو په خاطرځینې توضیحات ورکړل ، خو دکورنیو تولیداتو د خرڅلاو له پاره د بازار موندلو ، د ځمکنیو زېرمود استخراج له پاره د مېکانېزم پروړاندې کولو ، تجارت ، مواصلاتي اوترانزیتي ستونزو او د ورېښمو اولاجوردو دلارې پراهمیت ، قدامت ، ارزښت ، امنیت او افغانستان ته د واروداتي ترورېزم د مخنیوي په اړه یې د ریکا غونډې له ګډونوالوسره خپل معلومات شریک کړل . او زیاته یې کړه چې افغانستان به د سویلي ، غربي ، شمالي ، شمال شرقي او شمال غربي آسیا او اروپا تر مینځ په ځلور لارې باندې بدل شي ، او دا لار به تر پېړیو پورې د یادې وچې هېوادونه په سیاسي ، تجارتي او فرهنګي لحاظ سره تړلي وساتي .
خو دې غونډې ته د پاکستان د لومړي وزیر ستر سلاکار سرتاج عزیز هم را غلی ؤ او پردې باندې یې ټیګار کاوه چې افغان حکومت دې له پاکستان سره خپل روابط په باوري شکل تاوده وساتي او هم دې پر پاکستان باندې خپل رسنیز تورونه لګول بند کړي . عزیز دا هم ویلي چې پاکستان له سره له افغان حکومت سره اړیکې رغول غواړي ، خوکابل یې پر ضد بیا وویل چې پاکستان دې  ددې کار له پاره د حقاني شبکه وټکوۍ .
ولې اصلي خبره داده چې پاکستان کله هم خپل تخریبي او ترورېستي کارونه د افغانستان پر ضد سره تنظیم کړي نو بیا خپل کارکوي او د هېچا نه اوري ، خوکله چې خپلې ګټې په خطر کې وویني نو بیا یا د خپلو پخوانیو دوستالنو څخه د نورو دامونو اېښودلو مشورې اخلي ، او یا هم په خپله له افغانستان سره د کاذبانه دوستۍ او همکاریۍ سترګکې وهي . چې په داسې حال کې هم دوی دوه کارونه کوي ، یو دا چې د افغان چارواکو نظر اخلي اونظر یې اړوي ، او بل داچې پر ضد یې د خنثی کولو له پاره خپل اقدامات کوي . تاسې وګورۍ د یوه حرفوي مجرم په صفت پاکستان له کلونو را هیسې د کرغېړنې کرښې دواړو غاړو ته خپلې نا قانونه تاڼې جوړوي ، توغندیز بریدونه کوي ، د شاه شهید ، پکتیکا ، او نورو سیمو په څېر پېښو سره  ډله ییزې وژنې کوې . کله یې چې پر ضد کوم نړیوال یاسیمه ییز ګام پورته شي ، نو بیا د سولې خبرې را پورته کړي ، ترڅو په څو څو ځله افغان چارواکو او او اولیأ امورو ته بازي ور باندې ورکړي ، وخت ور باندې تېرکړي او دوی یې پر ضد نور ې توطیْې جوړې کړي . هو ! د پاکستان سیاسي بېزنېس او تجارت همدغه دئ .
خو افغان چارواکو ته په کار ده چې پر پاکستان هېڅکله باور ونه کړي . ځکه پر پاکستان باندې باور د افغانستان بربادي او تباهي ده .
بل لور ته افغان چارواکي هېڅکله هم باید د سولې مدیریت بل چاته په لاس کې ور نه کړي . او د ریکا او سام له غونډو دې سمه پلانیزه ګټه پورته کړي ، د امنیت په اړه دي د ناټو ددفاع د وزیرانوپه غونډه کې د افغانستان د ملي اردو او ملي پو لیسو د تمویل ، تجهیز او ټرېنېنګ په اړه سم پلانیزه امنیتي او دفاعي پروپوزل او سترا تیژي جوړه کړي تر څو د بروکسل په وروستۍ غونډه کې د افغانستان له پاره مثبتې او غوښنې پایلې پرې تر لاسه کړي . هو ! د افغانانو یوازینۍ هیله همدغه ده . ځکه تر څو چې افغانستان په امنیتيۍ او اقتصادي لحاظ د ګاونډیانو په وړاندې پر خپلو پښو ونه درېږي . هېڅ استقرار به ونه مومي .