د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

جنګ تولید

تابع الله 07.09.2015 12:28

کونړ چپه دره---------------د جنګ مینه، خلوص او تولید
یوه دردونکی او تازه پیښه
د ۱۳۹۴-۶-۱۴نیټه د جمعی مبارکه ورځ تیره شوی وه په کلیوالی حساب جمعی شپه د نورو په حساب د خالی شپه وه د جګړی مفتیانو دمرګ فتوای لګولی وی مرګ جایز ګرځول شوی وه جنګیالی د شپی لخوا اماده وه سهار ختو ته نږدی د ټوپکو نښی یی د فتواګرو په جواز یو پر بل ټینګی کړی جګړه پیل شوه جګړه د ۳۵کیلو مترو په اږدوالی د لوی سرک په امتداد او پرتو غرونو په لړۍ کی دوام وموند جګړه خو سخته وي اود جګړی د طبیعت مطابق سخته، درنه وه د جنګیالیو مرګ خو جایز شوی وه هو مرګ ژوبله وشوله د جنګیالو زړونه یخ شو یقینی خبره ده چی ډیر به پښیمانه وه د چا د زخمونو د ګنډولو ځای نه وه د چا د زخمونو درمل کونکی نه پوهیدل ټول بی تابه وه ټول زخمیان او مړی افغانان وه کونډه ،یتیم او د واده پاتی ناوی هم افغانان وه هیڅ څوک پردی نه وه په سلګونو کورنۍ او لسګونی کلی په غم اخته شول ----------------خو د جګړه کونکو مرګ خو د جګړی سره تړلی کیسه وه د هغه کمکیو ماشومانو او مور چی سرپرست یی مزدورۍ پسی د کوره مسافر وه مور یی په مینه خپلو بچیانو ته د سهر چای تیاروه د کروندی منځ کی د یو وړ کورګی په نغری کی د سوی لرګیو په سکروټو خپلو بچیو ته وږی هم پخول چی د جګړی د سیمی یو کیلو متر اخوا د مردکیو د سمت نه لری د سهار په ارمتیا کی کور په یو ړوند توغندی ولګیده د زخمی ماشوم حسنا له قوله ( حسنا نوم هم خایسته وه یا ښکلی وه یا یی معصومیت مظلومیت ښکلا زړونه دردول ) نور نه یم پوه شوی مور می راته وږی پخول او چایجوش هم په نغری باندی وه تیره ورځ ناوخته مو خور د اختر لپاره د جلااباده کلی ته راغلی وه خو ناوخته وه په لار کی پروت د ماما کور کی پاتی شوی وه سهار زمونږ کورته راتله خوشاله وه خور مو راغلی ده دا خبری مو ترمنځ روانی وی یوی وړی خور می زانګو زنګوله چی پکی پروت ماشوم ارامه کړی دوه واړه ورونه او څلور خویندی د مور سره کوټه کی موجود وه نور پوه نه شوم یو درز اواز سره می د مور دا اواز غبرګ تر غوږو شو چی یا الله نور دوړی وی زما په خپو کی لا دم وه مور می د ناستی پر ځای پرته ولیده او کړکی ته می منډه کړه چی څه چل وشو خو د کړکۍ په لرګی می د لاسه تللی وینه هم ولیده نوره پوه نه شوم اوس دلته یم هغه وړه خور خو هم له مونږ سره هغه ډاکټرانو کوټه کی وه هغه څه شوه (هغه وړه ماشومه د پټۍ کولو وخت کی اجل داعی ته لبیک ووایه )او د خپلی مور دوه ورونو او یو ی خور سره یوځای شوه دوی پوره پنځه مړی پوره شول هغه هدیره کی قبر ویستونکو ته خبر وشو چی د پنځم قبر بندوبست وکړۍ حسنا سترګوڅخه پداسی حال کی اوخکی روانی وی چی د زخمونو وینه یی لا هم بنده نه وه ویل یی مور می څنګه نه راځی ،او نور واړه څنګه دی چیرته دی (بهانه مو ورته وکړه هغه هغه بل واټ کی پراته دی او ځینی ښه وه کور ته یی لیګلی دی )خو حسنا سترګی ترڅنګ پرتی زخمی خور په بدن نښتی وی زړه یی ټکان خوړلی وه نامعلوم برخلیک حال یی حس کړی وه زړه یی تش وه دونیا ورته بدرنګه ښکاریده پدی پوهیده څنګه پدی سخت وخت کی یی مور ترڅنګ نشته نظر او فکر یی د تریدلی هوسۍ په شان لری او نږدی کتنه او لیدنه کوله او هغی بلی وړی خور چی د زخمونو له وجی پټو سترګو یی خبری کولی داسی معلومیده لکه چی د هر څه خبره وی د مور غوښتنه یی نه کوله یواځی ویل یی حسنا ته ځمه خو حسنا یی ترڅنګ وه دا قیصه نوره هم دردونکی ده څه به نه وایم خو که حسنا او بشرا د روغتون څخه کور ته لاړشی نو مور ،خویندی او ورونه به چیرته ووینی د مور اواز به چاته وکړي او څوک به ځواب ورکړي.