د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دنظام په وړاندی څوستربنیادی خن‌‌‌‌‌‌ډونه

محمد شفيع ظاهر 04.09.2015 12:17

دموجوده نظام په وړاندی ستراو بنیادي عاملونه چې د دولت سیاسی تحرک یی تر فشار لاندی ساتلئ لمړئ ددولت په وړاندی دمقاومت ‌‌‌‌‌‌ډلی او دوهم ددولت په دننه کی سیاسی جوړجاړی او مصلحتونه دی چه دولت تراوسه ندئ توانیدلئ چه له دی مصلحتونو د بریالئ را ووځي
داعش ژوندی انسانان سوزوی اوکباب کوی یی او ولس ته ګواښ کوی چه که له دوی نه بیعت ونکړی نو وبه سوزول شی
خپلو شومو موخو ته د رسیدو په خاطر ناپوهي ته پراخوالی ورکوي او د ښوونځیو دروازي د زده کوونکو پر مخ تړي. دواکسین مخه نیسی ښوونکي او زدکوونکي واجب القتل بولی
خو دولت او امریکا ورته ایدیا لوژیکی بڼه ورکوی
بل خوا طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی ورځ تر بلی پیاوړی کیږی په لسګونو ولسوالئ یی تر خپلی ولکی لاندی راوستی او ددولت واک یی تر تر ښارونو پوری محدود کړئ

بل طرف ته دننه په دولت کی د هغو سیاسی ډلو حضوراوګډون چه په حکومت کې دغنی سره د ملی وحدت په نامه دافغانستان په سیاسی اقتدار کې شریک دي ، که څه هم دا ډلې همسایه هیوادونو د سیاسی مثلث له خوا تقویه کیږی ، خو قدرت ته د رسیدو لپاره ئې د لودیځ لمن هم نیولی ده ، او دافغانستان د جهاد وارثان هم ځان بولی ،او دافغانستان ادارې ددې ډلو په کړۍ کې داسې ښکیل شوې دی چې په هر حرکت او موقف کې ئې اثر ډیر روښانه لیدلی شو
تل ملی اوسوله ایزتحرکات ترفشار لاندی راولی چه همدا ‌‌‌‌‌‌ډله موجوده نظام ته ته لوی ګواښ دئ او خپلو شخصی هدفونو ته درسیدو لپاره ددولت له امکاناتو او واکونو نه په ګټی اخیستو سره دنظام لمنی ته اور اچوی
چه څرګند مثال یی دافغان دکلیمی دلری کولو په بهانه دخپلو شخصی ګټو لپاره ولس په قومی او ژبني تعصب اخته او دهمدی ولس نه دخپل سپر په توګه دنظام په ضد کار اخلی
دافغان دکلیمی سره مخالفت کیدای شی دغنی ددولت لپاره په ستر ناورین بدل او د ملی وحدت دحکومت عمر رالن‌‌‌‌‌‌ډ کړی که غنی دی موضوع ته دحل لار ونشی موندلی کیدای شی هغه ملت چه اشرف غنی یی په خپل مټ تر ارګ ورسو بیرته له ارګه را وباسی دملی وحدت حکومت باید نور دملت دصبر ازمویلو ته دپای ټکئ کیږدی او داکثریت دی مشروع غوښتنی ته دی ددانتخاباتی شخړو او جنجالو په څير قومی اوژبنئ جامه نه وراغوندی دملت سره پکړو ژمنو د وفا وکړی نه داچه ملت ته نوری ستونزی هم را ولاړی کړی نور نو څه باندی یوکال دنوی دلت پوره شو خو تر اوسه هم دچوکیود تقسیم دمصلحتونو او جوړجاړیو لړی نده بشپړه شوی په خپلو ژمنو او او پروګرامونو یی عمل مخه یی ‌‌‌‌‌‌ډب کړئ او نوی اداره نه ده توانیدلی چه د دولت او ملت تر منځ هغه فاصله چه په تیره لسیزه کی رامنځ ته شوی وه رالن‌‌‌‌‌‌ډه کړی بلکی دا فاصله نوره هم اوږده او ملت یی دتیری اداری په ارمان کړئ
ددولت په وړاندی اوسنئ ستر ګواښ چه دشته نظام دبربادئ سبب به شی په برقی تذکرو کی دافغان دکلیمی نه شتون او نه لیکل دی کیداشی چه دا ګواښ ملی وحدت دحکومت لپاره په ستر ناورین بدل او د ملی وحدت دحکومت عمر رالن‌‌‌‌‌‌ډ کړی که دملی وحدت حکومت دب موضوع ته دحل لار ونشی موندلی کیدای شی ملت نور دحکومت د دی بیغوري له وجه او دخپلو ملی ارزښتونو دساتلو او لاس ته راوړلو په خاطر دمخالیفینو پرلیکو ورګ‌‌‌‌‌‌ډ شی دملی وحدت حکومت باید نور دملت صبر ازمویلو ته دپای ټکئ کیږدی او داکثریت دی مشروع غوښتنی ته دی ددانتخاباتی شخړو او جنجالو په څير قومی اوژبنئ جامه نه وراغوندی او ددی ستر او په حقیقت بدلیدونکی ناورین مخه د ‌‌‌‌‌‌ډب ګړي