د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اسلامی ژوند یوه بیلګه

قاضی طارق 01.09.2015 16:39

د سیرت کتابونو د عبدالله بن وداعه نه یو روایت نقل کړیدی وایی چې :
وداعه وایی چې ما د سعید بن المسیب سره ناسته ولاړه درلوده ، کله چې زما ښځه وفات شوه نو یو څه ډېر وخت مې د سعید رضی الله سره لیدل ونه شول نو چې کله زه هغه ته راغلم پوښتنه یې رانه وکړه چې چیرته وی ؟
نوما ورته و ویل چې ښځه مې مړه شوه د هغې سره مصروف ووم ، نوهغه راته و ویل مونږ به دې هم خبر کړی وای چې درغلی وای ، بیا نو ما د تللو اراده وکړه سعید راته و ویل :
د بلې کومې ښځې درک دې کړیدی ؟
ما ورته و ویل خدای دې پر تا رحم وکړی ما سره څوک نکاح کوی زه له دوه یا درې درهمو نه زیات څه نه لرم ..
نو سعید راته و ویل چې زه تیار یم چې خپله لور په نکاح درکړم .
نو ما ورته و ویل چې ایا ته رښتیا هم داسې کوی ?
هغه وویل چې هو !
د خدای حمد او په رسول الله صلی الله علیه وسلم یې درود و وایه او ماته یې خپله لور په دوه او یا درې درهمه په نکاح راکړه ...
له دې ځایه پورته شوم زړه مې له خوښې نه ټوپونه وهل او هیڅ نه پوهېدم چې څه وکړم ، خپل کورته راغلم او په دې فکر ووم چې اوس به له چانه پور اخلم او نور مصارف به له کومه کوم ، په دې فکر کولو کې د ماښام د لمانځه وخت شو ، لمونځ مې وکړ او خپل کورته راستون شوم ، زه روژه وم روژ ماتی ته کښېناستم چې څه ډوډۍ او زیتون وو، په دغه وخت کې چا دروازه و ټکوله پوښتنه مې وکړه څوک یې ؟
راته ویې ویل : سعید یم .
ټول انسانان مې له نظره تیر کړ چې دا به کوم سعید وی همدې نتیجې ته ورسیدم چې حتما سعید بن المسیب دې حیران شوم چې دا خو پوره څلوېښت کاله کېږی چې د خپل کور او جومات نه بل خوا نه دې تللی دلته به په دې ماښام د څه لپاره راغلې وی ، نو زه را و وتم ګورم چې رښتيا هم سعید دې ما سره دا فکر پیدا شو چې لکه چې د خپل نظر څخه بیرته ګرځیدلی دې او ماته د لور د راکولو نه پښېمانه شویدې ...
نو ما ورته و ویل چې : ای ابو محمده ماته به دې څوک رالیږلی وی زه به هلته درغلی ووم !
نو سعید راته و ویل : نه ته حق لرې چې زه درته راشم نو ما ورته و ویل چې څه خدمت دې وایه !
سعید راته و ویل : ته یو کونډ شوې سړی یې او ازدواج دې وکړ نو ماته دا ښه ښکاره نه شوه چې ته دا شپه یوازې تېره کړی دا زما لور چی هغې بلې خوا ته د هغه تر شا په خپلو جامو کې ولاړه وه ، ستا ښځه او ستا امانت دې نو هغه یې له دروازې نه دننه کړه او په خپله بیرته ولاړ.
وداعه وایې چې زه کورته راننوتم ګورم چې تر ټولو ښکلی ، حسینه ، جمیله او د حیا نه ډکه پېغله ده چې د خدای د کتاب حافظه او د رسول الله د سنتو عالمه او د مېړه په حقونو ښه خبرداره ده .
وایې چې د سعید ابن المسیب د لور پوښتنه خلیفه عبدالملک بن مروان هم د خپل زوی ولید لپاره کړیوه خو سعید دهغه غو ښتنه نه وه منلې .