د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پاسنی کاکا:لنډه کیسه

محمدعیان«عیان» 31.08.2015 23:01

دهغه په خوله نن قچه(کچه)ګوته نه ننوتله اوداسویلولړې یې راخورې کړې وې. په سپیمو(سپیږمو)به یې زرزربادونه ایستل اولاکله کله به یې خپله کوزنۍ شونډه په پاسنوغاښونو وچیچله اوبیابه یې بل اوسیلی وښکو(وایستو).
ماچې هرڅومره زارۍ ورته وکړې چې ډوډۍ وخوري اودیسترخان(دسترخوان)ته رانیژدې شي،خوده به یواځې همداویل چې: نه مې تیریږي،زړه مې بنددی،ته خپله ډوډۍ وخوره!
زه په ډوډۍ لګیاوم خوړله مې اوددې اندیښنه هم راسره نه وه چې دهغه برخه به وخورم.ځکه چې هغه به همیشه په خپله معلومه کاسه اوپه نښه شوي قاب کې ځان ته ډوډۍ راوړه اوپه خپل توبیت(طبیعت)به یې خوړله. په یوه دیسترخان به دمیلمنوسره ناست و،خودهغه کاسې اوقاب ته چالاس نه شوورنیژدې کولای. دهغه ډوډۍ مې ددیسترخان کونج ته ورنیژدې کړه اوده هم ورته په یوه سترګه دبڼولاندې وکتل.
خدای پوهیږي چې پاسنی کاکا به نن په څه دومره خپه وي ،خودنن ورځې خپکان یې دنوروورځودمرورتوب نه څه ناڅه غوندې فرق لاره.هغه به مخکې هم کله کله خپه واو ډوډۍ به یې نه خوړله،مګرخپله کاسه به یې دمیلمنوله دیسترخان نه واخستله اوخپلې وړې کوټې ته به یې یوړله. وړکۍ کوټه یې دکوردلویې دروازې خولې ته نیژدې پرته وه اوچې کاسه به یې له دیسترخان نه پورته کړه نودځان سره به یې وویل: نه یې خورم،بیلکل داډوډۍ نه خورم. ماته څوک په دې کورکې دسړي نظرنه کوي نوپه ډوډۍ به یې څه وکړم؟
دکورلوي واړه په دې پوهیدل چې یوسات دوه وروسته یې هغه په خپله کوټه کې خوري اومرورتیایې هم سمیږي نو ځکه به یې هیڅ ځان پې نه پوهاوه. لیکین نن یې راته تبه بیخي خټه او بل ډول ښکاره شوه.داسې معلومیدوچې رښتیا یې زړه ډیرزیات خپه دی.
ماپه کرارکراردلاسه کړاوپوښته مې ترې وکړه چې پاسنی کاکاډیرپه قاریې خدای دې وکړي چې کومه بده پیښه نه وي درپیښه شوې.هغه راته وویل پریده چې یوسات خپل زړه وخورم،ټوله زماګونا(ګناه)ده،زه ګرم یم اوزه په خپله ملامت یم .همدازه دخنځیرزوي یم چې دې کورته راتلم اودلته مې مزدوري نیوله .بیایې دمزدورۍ کلیمه دځان سره تکرارکړه:
مزدوري،دڅه شي مزدوري،کومه مزدوري؟یواځې په ګیده کیناستل اودغټ مزدورغوندې کارکول.زماڅه مزدوري ده، یواځې ډوډۍ خورم،خیټه ډکوم اوشپه تیروم.داڅوارلس پنځلس کاله مې وشول چې ماته خویوه پیسه هم چانه ده راکړې اونه راته چا داویلي چې ستادمیاشتې یاکال څوروپۍ تنخواه ده.تردې دمه خولاراته داهم چانه دي ویلی چې ددې ټولوکلونوبه دې څومره مزدوري جمعه شوي وي.
هو .زه یواځې دخیټې مزدوریم.دې ته زمونږپه کلي کې په خیټه مزدوري وایي...هو...په خیټه.
زمازړه ټینګ نه شواوبیامې ترې پوښتنه وکړه. پاسنی کاکا ولې پیسې خوبه دې په کارنه وي،لکه چې په همدې ټکي خپه یې؟
نه... نه.زه په پيسوپسې نه ګرځم اونه مې په پیسوایمان راوړی،خوپه دې باره کې یواځې دایوڅوغرتې وې چې وه مې ویشتې.هغه لږپه ژړه غوني شان اوازوویل:خبره بل چیرې ده.
مابیاورغبرګه کړه چې خبره چیرې ده،ولې یې راته سپینه سپینه نه وایې؟
په داسې حال کې چې دتندي دواړه اړخونه یې دخپل ښي لاس په ګوتوټینګ نیولي وو،دځان سره وبوڼیدواوبیایې لږپه زوره غوندې وویل:چې نه مې پریدې اوخامخامې ګړوې نوبس دومره درته ویلی شم چې نن دټولوورځونه ډیرخپه یم. ځکه ډیرخپه یم چې نیکي(نیک محمد)راته په غیږه کې دومره زورراکړچې هډوکومې ټقا(ټکا)وکړه.
ما په خنداخندااوملنډوشانته ورته وویل چې په غیږکې یې زوردرکړخوښه کاروشو،ایله دې ستړي اندامونه دمه شول.
نه باباددمه کیدوخبره نه وه.داکارزمادپاره یوخبرداری (آلارم)اوګواښ ؤ...ګواښ...پوهیږې که نه؟
پاسنی کاکاپه دې کې دګواښ څه دي،خویوه ټوکه ټکاله به یې درسره کړې وي.سړیه زمادې سوداکړه چې خدای خبرپه پاسني کاکا به نیکي د...صیب زوي کومه سخته پټکه مټکه اویابه یې ورته څومره ډیرقهراوکنځلې کړې وي؟داخویوه ټوکه وه اوتیره شوه.ته چې زړه ښکته پورته نه کړې اونه په دومره وړووړوخبروپسې وګرځې.
ــ نه نه، وړه خبره نه ده.تاته خوبه وړه معلومیږي،ځکه چې ته داصلي موضوع نه خبر نه یې،خوماته ډیره غټه ده. بیایې تکرارکړه: ډیره غټه....اوددې خبرې نه وروسته یې لاس له تندي نه راکوزکړ.لومړی یې دخپلې چپې سترګې نه رابیدلې اوښکه پاکه کړه اوبیا یې دخپلې رنګۍ ږیرې په ګرولوپیل وکړ.وروورویې اوښکې دومره زیاتې شوې چې د خپل خړکي واسکټ نه یې دپوزې خیرن دوسمال راوایستواو زرزریې پې پاکې کړې چې وروسته یې په کې پوزه هم ورسوڼ کړه.
په اخیرکې زماهم یقین راغې چې په پاسني کاکاحتماً کومه بده پیښه راغلې اودنیکي زورورکول ارومروکومه بله مانا (معنا)لري.
زماهم نورزړه تنګ شواوورته ومې ویل پاسنی کاکا سم مې په خبره پوه کړه!
هغه هم نوره په زړه کې ددې خبرې دساتلواوسیله(حوصله ) نه لرله.یوبالښت یې دبل دپاسه کیښودواوډډه یې ورته ووهله .په مایې زیاته ټینګه وکړه چې ګوره داخبره به بل چاته نه کوې.ماپوره ډاډورکړاولاله پخوانه یې هم په ماډیر باورؤ .ځکه چې هیڅکله مې بل چاته دهغه خبره نه وه کړې.
*****
زه او...صیب دیوې سیمې یو.زه اوس په یوه لیلیه ښونځي کې وم اودجمعې په شپه به ددوی کره راتلم.دپاسني کاکا سره مې زیاته علاقه وه اوزه هم ده ته ډیرګران وم.هغه ډیرپاک نفسه شاړی(پشه یي)وچې ډیر کلونه پخواد...صیب کاله ته راغلی ؤ.دکاله ښځودهغه نه ستر(مخپټی)نه کاوه.دبازارد سودادپیسونه هم هغه کله کومه ټنګه غیران نه وپټ کړی.د کوربرکونج ته به تیریدواوټولوپې ډیرباوردرلود.ښځه یې نه وه کړې ،خوهیڅکله یې د...صیب تورسروته کاږه هم نه وو کتلي.هغه ته ددې کاله ټولې ښځې لکه خویندې اومیندې وې.
پاسنی کاکا ډیر ښه سړی واودمیلمنویې هم ډیرقدرکاوه،خو کله کله چې به سمه ډوډۍ ورته پاتې نه شوه نودمیلمنونه «پسي شا»به دځان سره لږلږګوریدو. دیووخت مونځ یې نه قضأکاوه اولاکله کله به یې دمانځه نه وروسته د...صیب په بچواوکور دمونه اودوعاګانې چوف کولې. دکاله لویووړوبه خپلې مښودې(مستعملې)جامې ده ته ورکولې.که داجامې به دده په ځان کې برابرې وې اویانه،خوده به خپل دلرګي لوي زاړه صندوق ته ورغورځولې اوکلونه کلونه به په هغه صندوق کې پرتې وې.
که کوم ناشناسړی به ورکره نوی راغی نوده به داسې ښودله چې په دې کورکې مزدورنه؛بلکې د...صیب څه خپلوان غوندې دی.ریشتیاخبره خودا وه چې د...صیب په ټول ال اومال ډیرخپه کیدواوزیات پام یې پې کاوه.
*****
کله چې ماورته ډاډورکړچې ستاخبره به بل چاته نه کوم نو هغه په غبرګوبالښتونوباندې دډډې وهلونه وروسته راته داسې وویل:هغه وخت چې زه د...صیب دکلي دمخ نه تیریدم اودده دمشرزوي سترګې په ماولګیدې نوغږیې راباندې وکړ چې پاسنی کاکا چیرې دې دخیره تکل کړی دی؟که په کار پسې راوتلی یې نومونږهم تاغوندې سړي ته اړیو.راځه زمونږپه کورکې کارشروع کړه اوښه په زړه پورې تنخابه درکوو.زه هم په همدې کارپسې راوتلی وم ،خونیت مې کوم ډیر لرې ځای ته کړی ؤ.دنصیب تقدیرخبره وه دصیب دمشر زوي په دې دوه درې خبروراوګرځیدم اومخامخ ددوی کور ته راغلو.
کورته درسیدوسره سم مې په یوه داسې سړي سترګې ولګیدې چې دعمر په لحاظ به په هغه وخت کې دومره ولکه زه چې همدااوس یم .هغه دصیب زوي په غیږه کې داسې ټینګ نیولی وچې ان پوښتۍ یې ورله ماتې کړې وې.په هغه وخت کې یې دډیر دردنه ساه نه شوه ایستلی اولګیاوخپل زاړه ماړه کالي یې راټولول.خپل ټکه ټوکه کالي یې په سپین خیرن لکه دڅپوټي غوندې څادرکې وتړل اوپه ستمونو ستمونو(په زوره دتنفس ایستلو)لومړی په زنګنوشواوبیا یې له ځمکې نه ځان جګ کړ.ماهم ورمنډه وکړه چې پیټی ورسره پورته کړم،خوزه چې څوپورې وررسیدم هغه په خپله جګ شو.
څوورځې وروسته په موضوع پوه شوم چې هغه سپین ږیری ددوی اتلس کاله مزدورؤچې اوس یې په دغسې وضعیت رخصت کړ.نه یې مزدوري ورکړه اونه یې ورته کومه اب وابروپریښوده.په وهلووهلویې تنګ کړی واوله کوره یې په بیشرمۍ وویست.خدای پوهیږي چې هغه غریب به چیرې تللی وي اوڅه به یې کړي وي،خودهغه ځای ما ونیواونن ...بس نوره یې خبره په خوله کې وچه شوه.لږ وروسته یې غاړه تازه کړه،په مخ راتوی شوې اوښې یې بیاپاکې کړې اوپه ژړغوني اوازیې وویل: نن زماهم هماغه حال شو،کټ مټ هماغه حال.زه هم نن دصیب کشرزوي په غیږه کې دومره ټینګ ونیولم چې هډوکومې ټکاوکړه اوبیایې په ځمکه لکه دمارغوندې کوړۍ کوړۍ وغورځولم.زه په دې ښه سم پوه شوم چې زماهم نوره ځواني تیره اودصیب کورنۍ راباندې تنګه شوې ده.ماته هم اوس انې بانې لټوي چې څنګه مې له کاره وباسي اوپه څه ډول مې وشړي.
زه لامخکې په ځان پوه شوی یم اواوس خوښه سم دم پوهیږم چې زه به هم دهغه بل سپین ږیري په شان له دې کوره په بدرنګ شړل کیږم.تراوسه چې پاتې یم علت(لامل) یې دادی چې زما په مټوکې لا څه ناڅه زورشته او دوی به ترهغې پورې ماورووروتنګوي چې نوردکاره ووځم او خذمت یې ونه شم کړای.
ماخوداکوربیخي خپل ګاڼه اوفکرمې کاوه چې زما ځناځه به له همدې کوره وځي،خو... نوره یې بیاغاړه بنده ،لاړې (لیاړې)یې په خوله کې وچې شوې اور ڼې رڼې اوښې یې بیا په مخ راوبهیدې.
ماورته په ډیر اطمیناني اوازوویل: اوی بابا!پاسنی کاکا ته هم بیخي لکه دیولیوني سړي په شان دهغه بل سپین ږیري سره ځان سموې!ته خوبیلکل ددې کورحقداراوددې کورنۍ دیوه غړي په شان درسره ګوزاره کیږي. ته هماغسې یې لکه څنګه چې دې مخکې فکرکاوه.ته به یې په همدې کور کې خورې اوهمدلته به مرې.داستاکوردی اوبیلکل دې خپل کوردی.په دومره وړووړوخبروپسې مه ګرځه!خدای خبرچې دصیب دکشري زوي چې دهغه شپږم اووم زوي دی تاسره څه ټوکه موکه کړې وي ،خوتابیا دومره زړې خبرې را سپړلي اوزړه ته دې نیولي دي.
داخبرې مې یواځې دده دزړه دښه کولودپاره وکړې،خوپه دې زه هم ښه پوه شوم چې پاسني کاکا موضوع سمه درک کړې ده اویوه ورځ به دهماغه سپین ږیري مزدورپه څیر په وهلوټکولودکوره وایستل شي.
*****
پاسنی کاکا له ونې لنډ،مۍ وریژي ږیره یې درلوده او په اوړي کې به یې خپله مښودې(زړه غوندې)شنه لونګۍ له سرنه، نه کوځوله. په ژمي کې به یې دماشومانوهغه پکول ډوله خولۍ په سرکوله چې غوږونه به یې هم په کې پټیدل. د ژمي په رارسیدوسره به یې دومره کالي واغوستل چې په ځان به یې هغه دچاخبره دبړستنوبرباره جوړه کړه.بیابه یې ددغوټولوبربارودپاسه خپله ډیره پخوانۍ زړه وړینه ګنډۍ (چپنه)واغوستله اودبازارپه سوداپسې دتلو په وخت کې به یې ملاټینګه وتړله.دهماغې ورځې نه په پاسني کاکامشهور شوچې د...صیب زوي ورته په اوله ورځ داغږ وکړ.تردې ساعته پورې دهغه نوم نه زمازده واونه دکوردنوروخلکو، خوهرچابه ورته دپاسني کاکا غږکاوه.
دصیب کور،کورنه و؛بلکې یولوي دتفریح ځای اوباغ و.د پراخې کرنیزې ځمکې نه یې پوخ سیمټي دیوال چاپیرکړی و اوپه منځ کې یې ورته ښکلې ودانۍ جوړې کړې وې.تاو راتاوترې رنګارنګ میوه لرونکې اوبې میووونې اوشنې شنې باخچې(باغچې)پرتې وې.دپالیزمالیزبرخه هم همدلته پوره کیده.دپاسني کاکا په مرسته به دکاله نورومزدورانود کورپه باخچوکې پیاز، ګندنه،هوږه،الوګان(کچالان)،باتینګړ (ټماټرـ سره بانجان)،پالک،ټیپر(شلغم)اوداسې نورکرل.
کاله ته په غیردپاسني کاکا نه بل نارینه مزدوردننه نه شو ورننوتلی اوکوردمیلمنو دحجرې(بیټک) نه جداو.دکورپه باره کې پاسني کاکا ته هم پوره معلومات نه و،خويواځې دومره پوهیدوچې بې جوړې ښایسته اوپه ټولوضروري شیانواو وسایلوښه سمبال کوردی.
دې کورته به دصیب میلمانه سوداګران، دده دلاریوموټروانان نورمعتبره کسان،دزامنویاران دوستان، خپل خپلوان اوداسې نوربې شمیره میلمانه راتلل. په کورکې به هره ورځ قورمې اوپولاوونه باندې وو.په حجره کې به د میلمنواوکوربنوترمینځ دسوداګرۍ خبرې وې.یابه دځمکواو باغونودحاصلاتو،دټراکټورونو،لاریواوځینې نورې غټې غټې خبرې وې.
پاسني کاکا په دې خبروکې ځان نه شریکاوه اوغوږیې ورته هم نه نیوه.هغه ته به یواځې کله کله په زړه کې ور ګرځیدل چې خبرومبروته خویې غوږنه نیسي اونه د سوداګرۍ دپیسوپه غم کې دی،خوچې دومره قدرې کارشوی وی چې ... صیب ورته کورودان کړی وای(کوژدن،واده یې ورته کړی وای).په نوروغټوغټوخبروکې یې ځکه چروت نه شووهلی چې ان پلارنیکه یې هم یوکورښی(وړه ټوټه) ځمکه نه درلوده،پریږده لا داخبرې چې په سوداګرۍ او...کې فکروکړي.
*****
دانقلاب په دریمه ورځ کورته ورغلم اوومې لیدل چې د پاسني کاکاچروت خراپ غوندې ؤ.هغه خبرې چې ده په دې دری ورځوکې په کورکې اوریدلې وې ،دی یې هم ښه وارخطا کړی ؤ.دانقلاب نوم پې چندان ښه نه لګیږي.ماته ځان داسې ښیي چې ددې خبروسره علاقه نه لري،خوڅه چې ورته زه وایم دزړه په غوږونویې اوري.زه هم زرزر لګیایم هغه ته دانقلاب ګټې په ډیره ساده ژبه راسپړم اوهڅه کوم چې دانقلاب په مزووپوهیږي.
ماورته وویل چې پاسنی کاکااوس به دخیره دخپلې ځمکې خاوندشې،واده به وکړې،کوربه دې شي اوربه دې شي اود پردیودپټکواومزدوریونه به خلاص شې.داانقلاب ستا او ستاغوندې خلکودپاره بریالی شوی دی.داانقلاب که دوشمنانو یې په کرارپریښودونودخوارانومزدورانو ډیر په ګټه دی. زمونږدهیوادټول غریبانان مزدوران به دخپلوبرخوخاوندان شي.ټول شته اونعمتونه یې نورپه تا اوستاغوندې دکلونو کلونوارمانجنوزیارایستونکوپورې اړه لري.
په پاسني کاکا باندې زماخبرې ښې ولګیدې اوپه ژور چروت کې لاهوشو.په چروت اوخیال کې یې ځان ته کور ودان کړ،دخپلې ځمکې خاوندشو،اولادونه یې شول،کوراو کلی یې شواود...صیب دمزدورۍ اودزامنوپه غیږه کې د زورورکولونه خلاص شو،خویره داخیال یې یواځې یوڅو لحظې ؤ.دبل چادځمکوقبضه کول ورته ګونا(ګناه)ښکاره شوه اودخپل اوسني ژوند بدلون ورته ناممکن.
*****
څوورځې وروسته چې بیا د...صیب کورته ورغلم نوپاسنی کاکاد...صیب کورنۍ تیریستلی اودځان سره یې یوځای د کرښې نه اخواته اړولی ؤ.
«پای»