د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغان ځوانانو اندیښنی

سهراب ویسا 31.08.2015 11:32

له کومی ورځی نه چې ښه او بد ما پيژندلي، نو دلته دننه په افغانستان کورنۍ جګړي وي او تر نن ورځی پوري دا جګړی دوام لری. د تیرو جګړو او ننیو جګړو ترمینځ توپیر فقط دومره دی چې نن سبا خلک په چاودنو او ځانمرګی بریدونو کې وژل کیږي او پخوا به خلک په مرمیو، راکیټونو او هوانونو وژل کیدل، لنډا دا چې له کله نه افغان ځوانانو دي دنیا ته په افغانستان کې سترګې پرانیستي له جنګ او جګړو نه پرته یې بل داسي شي ته لاره نه ده موندلي چې دوي ورسره پرمختګ وکړی، هو، له دي نه به سترګې نه پټه ؤ چې د طالیبانو د رژیم له نسکوریدو نه را په دیخوا ډیری داسي ځوانان شته چې په ډیرو برخو کې یې پرمختګ کړی اما بیا هم د دوي په چارو کې خنډونه شته.
ځوان نسل د څوگونو تضادونو،جگړو، شخړو. بي شمارو ستونزو سره لاس او ګریوان نسل دی، دې نسل ته نه د دولت له خوانه داسی ځانګړي پاملرنه کیږي چې دوي ته د لوړو زده کړو او کار زمینه برابره کړي او له دوي څخه دولت سمه ګټه پورته کړي، ځکه په افغانستان کې د ځوانانو تعداد د نورو هیوادونو په پرتله ډیر زیات دی، د افغانستان لپاره ځوان نسل ېوه لویه سرمایه ده که چیرته په دي سرمایه باندې پانګه اچونه د دولت له خوانه وشي بیا به لري نه وي چې دا ځوانان د خپل هیواد لپاره خدمت ونه کړي او خپل هیواد په پښو ونه دره وي، خو د افسوس ځای دا دی چې د دي ستري سرمایی لپاره افغان دولت تر نن ورځي پوري داسي هیڅ هم نه دي کړي چې دوي په پښو ودره وي او د دي سرمایی څخه سمه ګټه پورته کړي، او د دښمن په وړاندې ترې سپر جوړ کړي.
له بده مرغه زمونږ د ګران هیواد افغانستان په هره سیمه کې جنګ او جګړي دوام لري، په لرو پرتو سیمو کې زمونږ افغانان وروڼه یا په دښمنیو اخته دي او یا هم له ګاونډیو هیوادونو څخه د پردي پالو له خوا نه دي ته هڅه ول کیږي چې خپل هیواد کې نا امني رامینځ ته کړي، ېو او بل له مینځه یوسي، برعکس دښمنان له دي نسل څخه ګټه پورته کوي او افغانستان پرې وجاړه وي.
دي حالت ځوان نسل په مادي او ذهني برخوکي په کلکه متاثیر او ستړی کړی دی. دا بي له شکه له ستونزو ډکه چاره ده او پراخ کارغواړي چي ځوان نسل د منفي فکرونو، عقیدو، کينو، احساساتو، رواني فشارونو... له اسارت څخه وژغول شي. د افغانستان بری له تعصب د ځوانانو په ژغورلو کي دی. تعصب هم بالفعل او هم بالقوه يو لوی ړنگونکی خطر دی. او دا د دولت دنده ده چې ځوانانو ته ېوه سمه تګ لاره رامینځته کړي او له دي نسل څخه د افغانستان د راتلونکي سمه ګټه پورته کړي.
همدا شان د وروستيو لسيزو بلواگانو، انقلابونو، جگړو، يو په بل پسي بحرانونو... ځوان نسل له بي شمیره پوښتنو سره مخامخ کړی لکه ډیری وخت چې ما ته خپل ملګری او همصنفیان وایی چې“ څه بايد وکړو”او د “ولې”له پوښتنو سره مخامخ دي، په اصل کې زما په شمول درست ځوانان له همدي ډول پوښتنو سره مخامخ دي او ورته د ځواب ويلوغوښتنه کوي. اما داسي ېوه قوه دلته دننه په افغانستان کې نه لرو چې زمونږ د ځوانانو پوښتنو او غوښتنو ته مثبت ځواب راکړي. ځوان نسل د وروستيو لسيزو پيښي، جګړي، وژني، له ياده نه و باسي. د دوي او راتلونکو نسلونو بري به دا وي چي ددي پيښو په يادولو سره د هغوي د تکرار مخه و نيسي او خپل ذهنونه په پراخو مفکرو اخته کړي، داسي مفکوري چې دوي ورسره مشغول وساتل شي ترڅو د ژوند په چارو کې د بریا په لور روان شي، د بي ځایه ناستو څخه ډډه وکړي، او په داسي چارو کې مشغول شي چې هیواد ورسره پرمختګ وکړي، او په دي برخه کې دا د دولت دنده ده چې دوي ته زمینه برابره کړي، د دوي هر کار وستايي او ژوندی بڼه ورته ورکړي، ددي ترڅنګ زموږ دنده داده چي ځوان نسل ته د خپلو تيروتنو، خپلو خطاگانو، خپلو نیمگړتياو، خپلو ناکاميو او خپلو بي وسيو ... په ويلو سره هغوی ته د دی امکان ورکړو چی راتلونکي په سمه توگه ترسيم او زمونږ په شان تيروتني تکرار نه کړي.
په افغانستان کې ځوان نسل یوه لویه قوه ده چې دښمن ترې هر ډول ګټه پورته کولي شي، حتی داسي وسله ترې جوړه وي چې نور ځوانان پرې له مینځه یوسي، او همدا یواځینی لامل دی چې زمونږ هیواد کې امن، ثبات نه رامینځ ته کیږي. زمونږ ځوان نسل په بیړه قضاوت کولو کې او په سطحی څیړنو کې بوخت نسل دی، دوي د نورو د ملامتولو په کار کي خورا پياوړي دي. خو د هغه څه په ليدلو کي چي شاوخوا يي تيريږي بي وسي ښيي. ځکه دا هرڅه له دوي سره په همدي سيمه کي لوی شوي او ځوان نسل که وغواړي او یا یې ونه غواړي دا ستونزي د دوي په ذهن کې خنډ ګرځي او دوي دي ته اړ باسي ترڅو پخپلو کې ېو بل ملامت او په سیمه کې بې اتفاقي وزیږه وي. په افغانستان کې ځوانانو تر اوسه پوري ددي وس نه دی پيدا کړي چي د پيښو او تحولاتو تل ته ورننوځي او يو ريالستيک یا ریښتنی تحليل وړاندي کړي، دا ځکه چې دوي ته داسي زمینه برابره نه ده چې دوي خپله قوه وپيژني او په دي برخه کې دولت دوي ته زمینه برابره کړي، ترڅو په هره برخه کې له خپلو هلو ځلو څخه مثبته ګټه پورته کړي.