زما زخمي وطنه
29.08.2015 15:23
حفیظ الله خالد
زما زخمي وطنه
زما زخمي زخمي وطـنه پــه تا څه وشولو؟
په اور د جنګ وسوې چمنه په تا څه وشولو؟
ته خواغیارو لره سیمی کی د سترگوخاروئ
ای د میرویــس نیـکه مد فنه په تا څه وشولو؟
چا درته ټیت کتلی نـــشو پدی درســت نړئ کی
اوس دی ریښې باسي له تنه په تا څه وشولو؟
تاسره ډیری ناکـردی خپـــلو بچیانو وکړئ
ګیله به څه کړی له دښمنه په تا څه وشولو؟
ستا له هیـبته به پنجاب په نیمه شـپه لړزید
ځکه یی وران کړلې ګلشنه په تا څه وشولو؟
تا راټول کړي افغانان خپــلی لمنی کی وو
نن ســرګردانه بی وطـنه په تا څه وشولو؟
هر یو وګړی دی په خپل کورکی بسیاوسره
اوس د بچي مري بی کفنه په تا څه وشولو؟
خالده بس کړه دا ترخی خاطری مه یادوه
د خپل ولس د توری شپی خبری مه یادوه
اوبه چی تلې وي ویالې کی بیابه هم لاړسي
د دی ولس به په پنجاب هم د بدل وار سي
* **
ح خالد
۴ / ۸ /۲۰۱۵ / ویانا