د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان او ترکمنستان نوي اقتصادي خپلوي

محمد داود نیازی 29.08.2015 16:16

 د وږي د میاشتي په  پینځمه نيټه  د ترکمنستان هيواد ولسمشر کابل ته په  يو رسمي سفر راغلو  چې ورسره جوښت  د ښار واټونه بند ، ښونځي تړلي د کابل ښار اوسیدونکي له ګڼو ستونز و سره مخ شول . د دې سفر پرمهال ترکمن ولسمشر له خپل سیال  محمد اشرف غني  او نور چارواکو سره لیده کاته وکړل . د لیدو تر څنګه د دواړو خواو ترمنځ یوشمیر  مهم  اقتصادي تړونونه هم لاسلیک شول  . په دغو تړونونو کې د ترکمنستان هيواد له خوا  افغانستان  ته د وارداتي بريښنا د پنځه برابر کیدا ،د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ  د سوداګرۍ د کچې لوړ والی ، ،د طبعي ګازو د وارداتو ډیرښت  ، د ترکمنستان  له خوا د ګازو پایپ لاین تر اقینې بندر ه   جوړول ، د افغانستان، آذربایجان، ترکیې او ترکمنستان تر منځ د ورېښمو د لارې بیا ژوندي کول  او د ټاپي پروژې د عملي کولوپه  چارو خبرې، شاملې وې . که پورتنیو موضوعات ته وګورو  نو  په څرګند ډول وینو چې دا اړیکي تر ډيره بریده د  ترکمنستان هيواد په ګټه دي. د اوسنیو اړیکو له مخې موږ کولی شو د راتلونکي په اړه قضاوت وکړو . همدا اوس مهال  افغانستان   هر کال ترکمنستان ته د 40 میلونو ډالرو په شاوخوا کې د وارداتي بريښنا پیسې ورکوي که  بريښنا  پینځه برابره شي نو دا مقدار به 200 میلونو ډالرو ته لوړ شي په پنیځو کالو کې ترې يو ملیارد ډالر جوړيږي . له بلې خوا زموږ خپلې سرچینې کولی شي چې تر دیرش زرو میګا واټو  بريښا تولید کړي . د ټول هيواد لپاره اته زرو میګا واټو بريښنا ته اړتیا  په یادو پيسو کولو شو چې د بريښنا بند جوړ کړو . بل لوی زیان د اسعارو له لاسه ورکول دي چې د افغانیو بهرنۍ ارزښت ورسره ټيټيږي .
په همدې ډول د سوداګرۍ په برخه کې موږ  له ترکمنستان څخه هر کال د  460 ميلونه ډالر و په ارزښت  واردات لرو او صادراتو مو پینځ نیم میلونه ډالره دي  چې دا هم لویه خلا ده که دا مقدار پورته ځي نو مانا دا چې د وارداتو کچه لوړيږي ځکه په هيواد کې خو شته سوداګرو،صنعت ګرو ،پانګوالو  سره مرسته نه کيږي  تر څو کورني تولیدات ولرو . کوم هيواد چې کورني تولیدات ونلري نو څه شی به صادر کړي  .
د دې ترڅنګ د اقينې تر بندره   د ګازو د نلیکې  جوړول هم  د ترکمنستان په ګټه دي . هغوی به موږ ته ګاز صادروي  موږ به پرې د لنډ مهال لپاره خپلې ستونزې حل کړو خو د اوږد مهال لپاره موږ  پلان نه لرو دا په داسې حال کې ده  موږ په پخله  1.5تريليونه متره مکعب ګاز او 95 ميليون بيرله تيل لرو خو  کار پرې نه کوو همداسې پاتې دي . په يوه برخه کې چې د ټرانزیټ برخه ده  موږ هم  کولو شو   ګټه  ترې واخلو ځکه د وريښمو لار او د ټاپي پروژه چې دا پروژه زموږ لپاره ډیره ګټوره ، په دې پروژه کې به هر   کال افغانستان  200  میلونه ډالره 500 کیوبک متره ګاز تر لاسه کوي او هم به  12000 افغانانو د کار کولو زمینه برابره شي . خو په عمومي ډول په دې پروژه کې هم د ترکمنستان ګټه  له موږ څخه ډيره ده  ځکه دوی هم ګاز صادروي او د افغانستان لار  ورته له نورو  لارو  نژدې  ده  او زموږ لپاره هم ښه  ګټوره ده . مانا دا چې په پورتینو پروژ کې يوازې د ټاپي پرژوه  د دواړو خواو په ګټه ده او پاتې نورې زموږ نه د ترکمنستان په ګټه دي .
ځکه که پورتنی پروژې عملي شي نو موږ به د بريښنا ،سوداګرۍ،ګازو او نورو برخو کې په ترکمنستان هيواد تکیه شو خپله اقتصادي خپلواکي به ونلرو هيواد به هماغه مصرفي اقتصاد ولري یوازې د وارداتو د راوړلو هيواد به مو بدل شوی وي .
په خامتا دوطن کړه فخر ملنګ جانه
د پردو پشمینه ډکه له پیغور وي