د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دهویت بې هویته تذکرې

حضرت خان منګل 29.08.2015 15:10

دتابعیت مفهوم په لرغوني یوناني سیاست کې ریښې لري. تبعه دیو ملت هغه غړي ته ویل کیږي، چې یولړ مسوولیتونه او حقونه لري. تابعیت د وګړي(فرد) او دولت ترمینځ اړیکې جوړوي. ، تبعه هغه څوک دی، چې په ټولنه کې یولړ ځاګړي حقونه او تکلیفونه لري، نو د یو هېواد تبعه(Citizen) له بهرني او یا هم له دایمي اوسېدونکي(Permanent Residents) څخه توپیر لري، چې بیا د اوسېدونکي او تعبه د حق او تکلیف تر منځ هم یو شمیر غټ او واړه توپیرونه موجود دي. تر ټولو اساسي حق، چې تبعه يې لري هغه دکار او ژوند کولو حق دی ، چې په څینو وختونو کې هغه بهرنیان، چې یو هېواد ته د سیلانیانو په توګه تللي وي د کار کولو حق نه لري، خو که د قانون په چوکاټ کې له میزبان هېواد څخه د کار اجازه لیک تر لاسه کړی وي، د یوې ټاکلې مودې لپاره د کار حق لري. تبعه کولی شي، چې رایه وکاروي ، ټاکنو ته ځان ونوموي ، پوځي او نظامي څانګو کې دنده ترسره کړي، چې ډېری وختونه یی بهرنیان نه لري. د سیاسي علومو، له نظره: تابعیت یوازې حقوقي نه، بلکې روحي او رواني اړخ هم لري، یانې هر تبعه باید هیواد ته دوفاداری او خدمت روحیه ولري او دفاع ته یی حاضر وي.

تابعیت دملي هویت ښکارندوی دی نه دقومي او ځایي هغه
د لېبرال دموکراسي پلویان وایی، چې تابعیت د وګړي لپاره دهویت یوه برخه هم ده. یو وګړي، کیدای شي قومي، څایی او نړیوالې ځانګړنې ولري، خو تابعیت (Citizenship) یوازې او یوازې دملي هویت څرګندويي کوي او نورهویتونه باید غیر سیاسي پاتې شي. د دې تیورۍ له مخې وګړیز(خصوصي) او ټولنیز( عامه )ژوند سره توپیر لري، خصوصي برخې لکه جنډر،قوم او ځای ... دعامه ژوند سره تړاونه لري، چې دغه برخې وګړي له یو بل څخه بېلوي اود دویمې کچې ارزښت لري، خو هغه څه، چې دټولو ترمنځ په بنسټیز ډول ګډ دي، هغه وګړي دي. یانې وګړی او دتبعه اړین توکي بلل کیږي- نه قوم او ځای. تر ۱۹۶۰ کال پورې دغه نظر آن دلږکیو له لورې لکه ښځو، قوم، ځای..... چې عمومي او دیوملت عام هویت دې ورته ولیکل شي، کلک ملاتړ کیده. دوی نه غوښتل، چې ځان ته بېل تابعیت او بېل هویت ورکړي. یانې لږکیو غوښتل، چې موږ له هیچا کم نه یو او ځان ته بېل هویت نه، بلکې پرته له توپیر څخه ملي هویت غواړو. له بده مرغه ، موږ بیا سرچپه عمل کوو؛ د ملي هویت د پلوي پر ځای وایو، چې ماته دې د ملي هویت کلمه نه کارول کیږي، چې دا په خپله د خپل حق نه غوښتل دي اوله حق څخه ځان محرومول دي.
ځانګړی تابعیت (Differentiated Citizenship)
دغه نظر چې ټولو ته باید یوډول تابعیت ورکړل شي وروسته له ننګونو سره مخ شو او دځانګړي تابعیت مفهوم رامینځ ته شو.Iris Marion Young ایرس ماریون یانګ دDifferentiated Citizenshipیا ځانګړي تابعیت اصطلاح رامینځ ته کړه، چې ځینو لږکیو(ښځو،قومونو، ځای...) ته باید ځانګړی تابعیت ورکړل شي، چې د دوی هغه څانګړنې په پام کې ونیول شي. د دغې نظریی له مخې دهیواد ټولو وګړو ته یو ډول تابعیت ورکول دلږکیو حقونه تر پښو لاندې کوي. لږکیوته باید ځانګړي حقونه ورکړل شي لکه ښځو ، قومونو.... ته .
دڅوکلتورونو تیوریستان ( Multiculturalism theorists ) بیا نه یوازې دغه ځانګړنې مني، بلکې وایي، چې دغه کلتوري یا قومي ځانګړنې باید په ټولنیز ژوند کې هم ومنل شي. دوی وایي، ددې لپاره، چې د تابعیت، کلتوري او قومي ځانګړنو ستونزه سره هواره شي، باید ملی او قومي توپیرونه دواړه په پام کې ونیول شي. د دغې نظرېې له مخې آن حقوقي معافیت ورته په پام کې نیول شوی، لکه دمسلمانانو لپاره دمال دحلالولو معافیت، یا دسکانو لپاره دهلمیت(د موټر سایکل خولۍ) نه په سر کولو معافیت اویا دمسلمانانو نجونولپاره دښوونڅي ځانګړي لباس معافیت، په سیاسي ډګر کې ددوی دموجودیت حق.
خو اوسمهال، په ډیرو پرمختللو هیوادونو کې هم چاته ځانګړی تابعیت نه دی ورکړل شوی. ددې نظریی نیوکګران وایی ،چې ځانګړی تابعیت د دې پرځای، چې خلک سره یوځای کړي، نور يې هم سره ویشي. دډیرکیو حقونه تر پښولاندې کيږي. دوی وایی، چې قومي هویت ته زیاته پاملرنه او په رسمي او سیاسي ډګر کې په رسمیت پیژندنه ملي او مدني یووالی له مینځه وړي،
چې دا ډول ټولنې په طبیعی توګه ماتې او نیمګړې وي. داسې ټولنې اورګانیکې بڼې لري؛ غښتلې ټولنې له ګډو ټولنیزو ارزښتونو څخه جوړې وي، سیاسي تجربو ښودلې چې داسې ټولنې کمزوری حکومت لري او سیاسي ګډون یی ډیر کم وي.
لیبرالان وایی چې دغه نظر په خپله دلیبرا ل تیورۍ خلاف نظر دی ، لیبرال تیوري په فرد او سیاسي تبعه فکر کوي نه دا ،چې افراد په بیلابیلو قومونو او لږکیو سره وویشي. دحقوقي معافیت ورکول د ډیرکیو او دټولنې پرخلاف حقونو ته قانونیت ورکول دي.
افغانستان او دهویت بې هویته تذکرې
افغانستان اوس نوې لیبرال ډموکراسي تجربه کوي، خو دلیبرال ډموکراسی غوښتنې پرخلاف دملي هویت چې ټولو افغانانو ته په کې یو ډول تبعه ووبل شي نه پلي کوي. لومړی ټینګار پر دې و، چې هم دې افغان ولیکل شي او هم دې قوم ولیکل شي، خو فکر کوم دقوم لیکلو په اړه داروپایی اتحادیی فنډ نه ورکولو مسسله راپورته شوه، چې هغوی ویل دا کار دملګرو ملتونو دنړیوال کنواینسون مخالف کار دی، چې کولی شي د یو چاه ژوند ته ګواښونه رامنځته کړي.
دافغانستان په نوي تابعیت تدکروکې دهویت موضوع دبیلابیلوقومونوله خواه په څانګړي توګه دتاجکوروڼوله خواډیره دهویت موضوع نه ده بلکې تر ډیره دافغانستان دنوم او دافغان کلمې سره دعقدې مسله ده. دافغان کلمې به نه لیکلو به موږ له خپلو خلکو سره ستره جفا کړې وي او دا بیا پوره تابعیت نه ګڼل کیږي، دبیلګې په توګه کچیرې کوم افغان اویا بل پناه غوښتونکي ته ددې لپاره چې دی لودیځوال نه دی او دقومي هویت لپاره یی په سټیزنشیپ کې اویا دتابعیت په تذکره کې ورته دهغه هیواد ملی هویت کلمه ذکر نه شي، نو کیدای شي، چې دی بیا دغه کار تعصب وګني، چې دخپلو اتباعو په پرتله یی ورسره توپیري چلند کړی. یانې که څوک دانګلستان او یا امریکا تابعیت تر لاسه کوي اوبیا ددې لپاره، چې دی مسلمان دی او یا بل کوم هویت لپاره ورته ............ امریکن او یا برتش ونه لیکي نو غبرګون به یی څه وي. همدا شان کچیرې دافغان کلیمه او یا زموږ ملي هویت څانګړو ډلو لپاره موږ ونه لیکو دهغوي حق مو نه دی ادا کړی بلکې دهغوی سره مو جفا کړې. فرض کړی، چې د افغان کلمې لیکل اختیاري شي، ځینو ته ولیکل شي او څینو ته ونه لیکل شي، کیدای شي هغه خلک چې دتابعیت په تذکره کې یی افغان نه وي لیکل شوی، څنګه ارزول کیږي؟ یانې چې ددې هیواد اصیل بچی نه دی، بلکې مهاجر او یا د دویمې کچې تبعه دی؟ بیا هغه خلک، چې په تذکره کې دافغان کلمه نه غواړي، هغوی له خپل ځان سره ظلم کوي او ځان ته پوره تابعیت نه غواړي.
. که موخه داوي، چې له پښتونه یی توپیروشی اوخپل موجودیت دیوه ډیرکي په توګه ثابت کړي نوبیا، خولای ورته توان لري څکه ډېری پښتانه اوس په دري ژبه خبرې کوي اوکله، چې موږپه تذکروکې دقوم خبره مطرح کړو، نوهغه پښتانه چې دري ژبې شوي دي هغو به په خپلوتذکروکې پښتون ولیکي، پدې توګه هغه اوښتي او ورکشوي پښتانه به بیا پیداشي اوپښتون قوم به په غوڅ اکثریت جوړشي- البته په قانوني اومستنده توګه.
دقومي هویت دثبت مسله دافغانستان دکوچنیو قومونو له لورې نه ده مطرح شوې، چې ډیری يې دحق غوښتنې او یا هغه دنوي اصطلا ح ځانګړي تابعیت مفهوم ولري. بلکې دا موضوع دهغه قوم څخه رامینځته شوې، چې نن ورخ په افغانستان کې ترټولو ډیر په واک کې دي او ژبه یی هم رسمي او۹۰ سلنه کارول کیږي. دا غوښتنه له ډیرې بدې عقدې او دیو ډیر اوږد، غیر افغاني او پردي پلان یوه برخه ده، چې په اوږده مهال کې د دې وطن ماتیدل او ورانیدل غواړي. زه، د یو پښتون په توګه هیڅ تاجک ،ازبک، هزار...... ورور له ځان کم نه ګڼم او کله هم نه غواړم، چې ورته دتابعیت پوره حق ورنه کړم. زه وایم ټولو قومونو ته دتابیعت پوره حق ورکول منطقي او انساني خبره ده.
ډیری کسان استدلال کوي، چې دافغانستان دتابعیت په تدکره کې ( دافغانستان اسلامی جمهوري دولت) لیکل شوی ، نو اړتیا نه لیدل کیږي چې افغان دې بیا وکښل شي. دغو کسانو ته زه وایم:
• دافغانستان اسلامی جمهوري دولت ، هر وخت بدلیدلی شي ، امارت اسلامی افغانستان، دافغانستان دخلق دموکراتیک جمهوریت ...... مګر زموږ ملي هویت تل افغانیت دی چې تلپاتی دی.
• دافغانسان اسلامی جمهوری دولت ، دیو موټر دهویت له کارت نه نیولې .............. تر یو کوچني مدیریت پورې لیکل شوی، نو د تذکرې توپیر له نورو هویت کارتونو څځه څه دی؟
• دتذکرې هغه معنا او مفهوم یانی څه؟
• دنړی ټولو هیوادونو دتابعیت په تذکرو کې دهغه هیواد نوم لکیل شوی ، مګر دهغه هیواد ملت ذکر کول ډیر اړین دي.
• په هر هیوادکې چې څوک تابعیت ترلاسه کوي دهغه قومي، دیني او آن دملت هویت ته یی پام نه کوي ، ورته لیکي، چې امریکن اویا برتش .
• د ملت په ذکر کولو دچاه قوم نه ورکیږي که زه ځان ته افغان ولیکم، نو بیا هم مسلمان یم ، افغان یم او پښتون یم . همداسې دیوچاه قوم تاجک او یا هزاره دی، خو ملت یا نشنلیتی یی یا افغان دی او یا مریکن دی او یا برتش دی .

برما دراخین ایالت او دروهینګا مسلمانان د تابعیت په تذکرو کې بنګالي هویت نه غواړي، بلکې برمایي هویت غواړي
د برما حکومت غواړي د هغو خلکو هویت معلوم کړي، چې په برما کې ژوند کوي، خو هویت يې معلوم نه دی. دروهینګا دمسلمانانو ستونزه دا ده، چې اکثره يې تر اوسه په توکمیزو نښتو کې ښکیل دي. دافغانستان پر خلاف، چې ټولو ته دافغان کلمه او یا بې له توپیره ټولو ته یو ملي هویت ورکړي
دبرما حکومت له روهنیګا مسلمانانو غواړي، چې دوی ځانونه روهینګا په ځای چې دبرما خاوره ده بنګالي وبولي، نو بیا به تابعیت ورکړي. کنه نو همداسې بې هویته به ژوند کوي.
خو ډېری ځایي مسلمانان نه غواړي، چې هلته ځانونه دبنګالي په نوم ثبت کړي او د روهینگا شناخت سره پاتې کیدل غواړي.
یوڅه موده مخکې په برما کې سختې شخړې رامینځ شوې او بیا حکومت پریکړه وکړه، چې دتابعیت لړی بیا پیل کړي ، دوی ته لومړی د سپین کارت white Card او بیا بل رنګه کارت ورکوي. که څوک ځان دبنګالي په نوم ثبت کړي، نو هغه ته به بیا تابعیت ورکوي.
خو دافغانانو پرخلاف هغوی نه غواړي، چې ځان دبنګالي به نوم ثبت کړي ، غواړي چې دروهینګا په نوم ثبت شي. دوی وایی چې موږ له بنګله دیش څخه نه یو راغلي، بلکې ددې خاورې اصلي اوسیدونکې یو.
زموږ څینې وروڼه ځان لومړی یوڅه ثبتوي او بیا افغان او یا هیڅ افغان، چې ملي هویت دې نه غواړي، نو اوس ظلم پر چا کیږي پردوی او که پربل چا . که افغان دولت دبرما په څیر ووایي چې تا جک له تاجکستان ، ازبک له ازبکستان ، ترکمن له ترکمنستان ، عرب ، له عربستان .......... راغلي نو دوی ته باید لومړی یو هویت ورکړل شي او بیا دافغان کلمه ورته ورکارول شي ،یوازې پښتانه افغانان دي او دوی ته باید افغان ولیکل شي او نورو ټولو قومونو ته، چې له کومه ځایه راغلي، لکه دبرما دراخین ایالت په څېر، چې دولت یی لومړی بنګالي هویت غواړي، بیا نو دپناه په څیر تابعیت ورکوو. نو غبرګون به څنګه وي؟
تابعیت ملي هویت دی اوتذکرې باید دملي هویت څرګندونه وکړي ، ځایی ، قومي، سمتي او ژبني هویتونه خصوصي برخې دي او باید عامه ژوندانه ته رادننه نه شي. ټول هغه خلک چې دکلونو راهیسې په دې خاوره کې اوسیږي په یوه سترګه وکتل شي او بې له توپیر ټولو ته پوره تابعیت او حقونه ورکړل شی. هر وګړي ته افغان ولیکل شي نه پښتون ، تاجک ، هزاره ، ازبک..... موږ باید ملي مشترکات ولرو او دیو غښتلي ملت په توګه ټول سره یو شو نه دا، چې سره بیل او مات ملت جوړ کړو.

دآباد او واحد افغانستان په هیله