د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ټپي سرتیری

توریالی ملیار 26.08.2015 11:46

زموږ سرتیری د جګړې په ډګر کې سخت تږی دی ژبه یې په خوله کې وچه ده خو د څکلو اوبه یې مشر په بازار کې پلورلې، زما دغه ستړی سر تیری سخت وږی او نهر دی خو یوه مړۍ ډوډۍ یې هم لیلام شوې، زما د ولس د دغه غازي په ټوټه ټوټه بوټونو کې ټپي او په وینو سرې پښې نه بندېږي خو بوټونه یې د ضمیر پښې ایبلو په نورو خرڅ کړي، زما دغه عسکر د ولس ژغورلو لپاره خپل سر په لاس کې نیولی خو د سر خولی یې قراردادي د وسپنې په بیه پلورلې، زما د ټپي پوځي له بدن سرې وینې بهیږي خو خواخوږي مشر یې درمل په خپل جیب کې اچولی، زما دغه سرتیری ټپي دی امبولانس او موټر ته اړتیا لري خو موټر کې یې مشر له خپلو ماشومانو او میرمنو سره په مېلو او چکر وتلی، زما پوځي مرمۍ او کارتوس غواړي خو مشر یې د ساز او سرودونو په درز وغرپ کې د خړ پړ عسکر غږ نشي اورېدلی، زما د سرتیري ماشومه لور له خپل پلار سره په ټلفون د ناز خبرې غواړي خو یوازې د پلار واخ واخ یې تر غوږ کیږي، زما د در په در ولس د هیلو غوټۍ مړاوې کېږي خو د تندې اوبه یې د مجلسونو د لیونایانو مستي ماتوي، زما د پوځي او عسکر موټر نه خوځيږي ځکه د تېلو ټانکۍ یې د خیټې ډکولو لپاره تشه شوې، زما سرتیری د ولس لپاره خپله ځواني قربانوي خو مشر دی له خپل ځانه ځاروي.

د ولس د دفاع ځوان او زړور سرتیری له سختې او مرګونې ازموینې سره لاس و ګریوان دی، دغه مینه ناک ژڼی له خپلو خلکو څخه د دفاع لپاره په ټپي او ټوټه- ټوټه بدن او خپلو سرو لاسونو لا د دښمن پر وړاندې ماشه را کاږي، لا ځان ځواکمن بولي، لا یې په لږ پاتې وینه کې د وطن مینه نغښتې، لا یې په سوي ځکر د دښمن د ماتیدو هېلې شته، لا په دښمن د واخ او اخ چیغې وهي، لا د وطن یا کفن نارې زمزمه کوي- خو افسوس چې نه یې څوک دغه مرګونی حال ویني او نه یې هم څوک غږ اوري.

زما ټپي ټپي سر تیریه!
ما ډېرې چیغې وکړې خو د بې وسۍ او مجبورۍ غږ مې چا وانه ورېد، ما په بګرام کې ستا د کولپ شوې جنګي الوتکې کلۍ له چا وا نه شوای اخیستلای او ما ستا په برګه څرخکۍ کې سپور وزیر او کیل را کوز نه شوای کړای- یوازې دعا درته کوم.

الله دې مل شه!!!
زما اتله غازي!!!