د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د انساني قاچاقبرانو په وړاندې د بريتانيې او فرانسې ګډه مبارزه

یاسر الهاشمی 26.08.2015 11:43

د فرانسې حکومت د دغه هيواد رسنيو ته ويلې چې د راتلونکي پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۵/۰۸/۲۷) به د بريتانيې حکومت سره د ناقانونه کډوالۍ په وړاندې د مبارزې په برخه کې يو تړون لاسليک کړې.
د ټليګراف د خبرې ويبپاڼې د راپور پر اساس اټکل شوی ده چې د بريتانیې او فرانسې چارواکي د کالايس د کډوالۍ د بحران په اړه يو ځلې بيا خبرې اترې وکړي تر څو په سيمه کې امنيت خوندي کړي او ناقانونه کډوال بيرته خپلو هيوادونو ته وليږدوي.
د بریتانيي د کورنيو چارو وزيره تيريسا می (Theresa May) به د خپلې فرانسوي سيال د ليدلو په موخه کالايس ته سفر کوي، ويل شوی ده چې تيريسا می به د فرانسې د کورنيو چارو وزير سربيره د فرانسې هيواد له نورو وزيرانو سره هم وګوري.
د بريتانيې د کورنيو چارو وزارت په دې برخه کې د نورو جزئياتو له ورکړې څخه ډ ډه کړی او ويلې چې نور جزئيات به د فرانسوي چارواکو سره له کتنې وروسته خپره کړي.
په ورته وخت کې د فرانسې د کورنيو چارو د وزير وياند د ټيليګراف ويبپاڼې خبريال ته ويلې چې دغه تړون د هغه (۵۰۰۰) کډوالو په اړه لاسليک کيږي چې د کالايس په ځنګل کې په دې نيت شپې او ورځې سبا کوي تر څو په ناقانونه توګه انګلستان ته ولاړ شي.
نوموړی زياته کړه:
(( که څه هم په کالايس کې د ميشتو ناقانونه کډوالو په برخه کې د بريتانيي او فرانسې هيوادونو ترمنځ تر دې وړاندې نور تړونونه هم شوي چې د هغې له مخې د بريتانيې حکومت په ميليونونو پونډ د امنيتي ديوالونو، محافظتي حوزو او نورو امنيتي تدابيرو په برخه کې مصرفې کړي.
خو، ترسره شوي کړنې د دغه پديدې په وړاندې د مبارزې لپاره کافي نه ده، د ناقانونه کډوالۍ په وړاندې مبارزه زموږ (بريتانيا او فرانسې) نورو ګډو هڅو ته اړتيا لري او همدا لامل ده چې د فرانسې د کورنيو چارو وزير برنارد کازينيو (Bernard Cazeneuve) د راتلونکي پنجشنبې په ورځ د خپلې انګليسي سيالې تيريسا می (Theresa May) سره ګوري.
د دواړه هيوادونو د کورنيو چارو وزيران به په کالايس کې د يورو تونل ته څیرمه وګوري او په ګډه سره به يو تړون لاسليک کړي چې د هغې له مخې به دواړه هيوادونو په سيمه کې کلک امنيتي تدابير ونيسې، د ناقانونه کډوالۍ او د قاچاقبرانو د شبکو د له منځه وړلو په برخه کې به ګډه جګړه کوي او د دې تر څنګ په سيمه کې به د زيانمن کډوالو سره مرسته هم وکړي.))