د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

داعيانو ته!

کامران ملِک 25.08.2015 11:57

لیکنه: کامران ملِک، د اسلامي نړیوال پوهنتون، د اسلامي بانکداری د ماسټری درجی محصل


یوه ویشتمه پیړۍ چې د چیلنجونو او مشکلاتو څخه ډکه پیړۍ ده، او دغه چیلنجونه ترټولو زیات داعیانو ته راجع دي، ځني یې موږ لاندې ذکر کوو
:
• خارجي چیلنجونه چې د غرب او کفارو له خوا مسلمانانو ته متوجه دي.
• داخلي چیلنجونه چې په داخل کې د مختلفو طبقو او قشرونو لخوا متوجه دي چې لدې
جملې څخه د نیشنلیزم( قوم پرستۍ)، سیکولریزم او نورو مختلفو نومونو داعیانو ته متوجه دي.
ترټولو ستر چیلنیج د غرب او کفارو لخوا متوجه دی ځکه هغوی نه صرف دا چې له بهر څخه په مسلمانانو او خصوصا په داعيانو ګذار کوي بلکه په داخل کې هم خپل خلک د داعي پر ضد د استعمالولو هڅه کوي او په داخل کې اهل ایمان او داعیان د نورو مسلمانانو سره په مشکلاتو او بحثونو اخته کول غواړی ځکه تفرقه واچوه او حکومت وکړه د هغوی شعار دی.
پورته جیلنحونه داعیانو ته ځکه زیات متوجه دي، ځکه دوۍ سره نړی ته د اسلام د امن او سولی پیغام رسولو او د انسان د ژوند اصلي هدف د ترلاسه کولو برنامه ده.
لکه څرنګه چې دا ښکاره حقیقت دی چې انسان الله جل جلاله د یو هدف لپاره پیدا کړی او هغه هدف د الله بندګي او عبادت، هغه ته تابع کیدل او د هغه شیانو منل چې هغه ج د رسولانو به واسطه رالیږلي منل او ددغه سوالونو ځواب پیدا کول چې له کوم ځایه او ولی راغلي یو او چیرته په ځو؟. دا ټول شیان له خپلو تفصیلاتو سره یوځای او د پوره فهم په رڼا کې عملي کول د اسلام مبارک دین اساسي هدف دی.
پورته ټول ذکر شوي شیان الله جل جلاله د انسان ټول ژوند ته راجع کړي که هغه د هغه اقتصادي چاری وی، که اخلاقي، کورني او یا قضایې او سیاسي چاری وي. اسلام دی ټولو اړخونو ته شامل دی چې غواړي دا ټول د الله د قانون او رالیږل شوو اصول مطابق ترسره شي. ددی چارو ترسره کولو لپاره افرادو ته ضرورت دی چې هغه ته داعي وایې.
داعی او دعوت یو بل ته مصدر دی، داعي هغه چاته وای څوک چې د الله بندګان خپل پرودګار ته رابلي او دی ته یې رابلي چې څرنګه پورته ذکر شوي شیان، بندګان د الله د قانون مطابق ترسره کړي ترڅو د هغوی دنیا او اخرت دواړه روښانه شي. دغه داعي یا دعوت کوونکې باید د دقیق فهم، ژور ایمان، الله جل جلاله سره د ځواکمن تړاو خاوند او د غوره اخلاقو خاوند او نمونه وي. دعوت کوونکی له ګڼ شمیر خلکو(دعوت کړل شوو) سره مخ کیږي لکه سرداران، عام خلک، سیاستمداران، منافقین او ګناه هګاران دې ټولو سره باید داعي د یو خاص ډول چلند درلودونکې وي. له دعوت څخه مقصد لکه څرنګه مو چې پورته وویلی الله لور ته بلنه ده چې پدې هکله ګڼ شمیر ایات او احادیث شته، موږ صرف په یو یا دوو اکتفاء کوو. الله تعالی فرمایې: ای محمده! ووایه چې دا زما لیاره ده چې په ښه بصیرت او پوهې سره زه او زما پیروان د الله په لور بلنه کوو.(یوسف ۱۰۸ ایت).
په بل ځای کې الله جل جلاله فرمايې: ای رسوله! ستا د رب له طرفه چې په تا کوم کلام نازل شوی دی هغه خلکو ته رسوه او که چرته ته داسی ونکړی لکه چې تا د هغه پیغام د سره اونه رسولو او الله به تا د خلکو د حملو نه خوندي ساتی.(المائدة ۶۷) او د بشریت ستر لارښود محمد صلی الله علیه وسلم هم پدې هکله داسې وایې: زما پیغام نورو ته ورسوی که څه هم یو ایت وی.
نو د دعوت لپاره خپله دعوت کوونکې، دعوت کړل شوی شخص او هغه تګلاری، اصالیب او وسایل چې تری د دعوت لپاره استفاده کیدای شي خورا مهم دی.
نو پس دعوت کوونکي ددی لپاره چې دغه اصول په یاد ولري، باید ترټولو لمړی دعوت کړل شوی سم وپیژني او د هغوی ناروغي او دارو په درسته توګه تشخیص کړي ځکه داعی د ډاکټر مثال لري او ډاکټر مریض دارو خوړلو ته تشویقوي او د ناوغتیا سره د مقاومت طرز العمل ورته ښایې.
اوس د داعي ځني نورو اوصافو په هکله خبره کوو کوم چې د مشهورو علماوو او څیرو لخوا په تفاسیرو او د محمد صلی الله علیه وسلم وسلمد سیرت او د خپلو شخصي تجاربو څخه اخستل شوي او کامیاب لارې دی چې په یویشتمه پیړۍ کې تری داعیان ښه ګټه پورته کولای شي.
۱.سید ابولاعلی مودودي: د شلمې پېړۍ په هغو نامتو روڼ آندو او اسلامپوهانو کې راځي، چا چې په خپل شپېته کلن پوهنیز، ادبي، دیني، ملي او ټولنیز ژوند په هر هړخ باندې رڼا اچولې، او څېړنیزه لیکنې یې پکې کړي دي.
مولانا مودودي یو عبقري، د ډول ډول صلاحیتونو څښتن، د معاصرو اسلامي غورځنگونو لارښود او سرچینه او د اسلام سم او ژور پوه او عالم ؤ. ده ته څښتن تعالی داسې وړتياوې ورکړي وې چې د اسلامی غورځنگ د لارښوونې لپاره داسې پالېسۍ او لارې جوړې کړي، چې دگوتو په شمېر کلونو کې لوړو درجو ته ورسېږي..
مولانا مودودي په خپل عمر کې له سلو زیات کتابونه او تفهیم القران تفسیر چې د نړی له مشهورو او زیات لوستونکي تفسیر له جملی څخه دی لیکلی، موږ دلته د هغه د تفسیر ځني برخی د داعیانو لپاره مهمی دي رانقل کړي.
الف: (تفهیم القران، الاعراف،۲۰۱ ایت تفیسر)
داعي به خلک په حکمت سره خپلی لاری ته رابولي او داعي باید نرم خوی، صبرناک او عالي ظرفه وي. خپلو ملګرو سره شفیق، خپل ولس سره رحیم او مخالفینو سره حلیم وي. داعي باید د خپلو ملګرو کمزوریانې او د مخالفینو سختی برداشت کړي.
کوم وخت چې مخالفینو سره په بحث او هغوی ته په ځواب لټولو کې ګوري هماغه دی د حق دعوت په خپراوي کې مصرف کړی، که ده ته د ځواب ورکولو او یا بحث کولو وسوسه پیدا کیږي نو پوه دی شي چې دا دشیطان کار دی نو زر دی الله ته پناه یوسي. شیطان غواړي دا د مخالفینو سره په بحث کې اخته او له خپل کار یی واړوي او بحثونو او ځواب ورکولو ته یی اماده کړی. لکه ورته وایی دی خبری ته دی ولی ځواب ورنکړ او دی ته ولی نه…
داعی باید په هیڅ صورت کې له ناپوهانو سره په بحث او مجادله کې ځان اخته نکړی که هغه هر څومره کوښښ هم څه وکړي، داعي باید همیشه له احتیاط څخه کار واخلي ځکه دده دعوت هغو خلکو ته دی کوم چې په معقوله طریقه په خبره پوهیږی. له ټولو بهتره خبره دا ده چې خپل دعوت د قران په ویلو او خلک قران ته په رابللو کې تیر کړي. همدغه قران د دعوت او تبلیغ یوه وسیله وګرځوي او خلک پری سمی لاری ته راوبلي، کومه چې تر ټولو غوره لاره ده.
ب: (تفهیم القران، بنی اسرائیل، ۵۳ ایت نه تر ۵۴ ایتونو تفیسر)
د ایمان خاوندان باید د خپلو مخالفینو سره په بحث کې د مبالغی، تیزو خبرو او غلو څخه ځان وساتي، مخالفین که هرڅومره نامناسبه خبری وکړي، دی باید په هر حالت کې ناحقه خبرې، او په غصه کې راتللو سره د بیهوده خبری ځواب په بیهوده طریقې سره ورنکړي. ددوی ځواب باید ارامتیا سره، په حق ولاړ او د دعوت مطابق وي.
که ورته د مخالفینو ځواب ورکولو په وخت کې غصه ورشي او یا جذبات یې راوپایریږی نو دی دی پوه شي چې شیطان هڅه کوي ترڅو ددعوت کار خرابه کړي او غواړي چې دی هم د مخالفینو په څیر د اصلاح کار پریږدي او په جنګ او فساد کې مشغول شي کوم چې مخالفین دی مصروفول غواړي.
د اهل ایمان له خولی دا خبره باید هم کله ونشي چې یواځی موږ جنتي یو او فلانی کس یا ډله دوزخي ده، دا خبره کیدای شي د انساني اصولو مطابق وي خو په الهی اصولو کې ددی فیصلی اختیار صرف له الله جل جلاله سره دی، هغه جل جلاله د هرچا په ظاهر او باطن بهتر پوهیږي..
ج: (تفهیم القران، نحل، ۱۲۵ ایت نه تر ۱۲۸ ایتونو تفیسر)
ﭘﻪ ﺩﻋﻮﺕ ﮐﯥ ﺑﺎﯾﺪ ﺩﻭﻩ ﺷﯿﺎﻧﻮ ﺗﻪ ﭘﻪ ﻏﻮﺭ ﺳﺮﻩ ﻭﮐﺘﻞ ﺷﻲ ﯾﻮ ﺣﮑﻤﺖ ﺍﻭ ﺑﻞ ځﻮﺍﮐﻤﻦ ﯾﺎ ﻋﻤﺪﻩ ﻧﺼﯿﺤﺖ . ﺩ ﺣﮑﻤﺖ ﻣﻌﻨﯽ ﺍﻭ ﻣﻔﻬﻮﻡ ﺩﺍ ﺩﯼ ﭼﯥ ﺩ ﺑﯥ ﻋﻠﻤﻪ ﺧﻠﮑﻮ ﻏﻮﻧﺪﯤ ﺑﯥ ﻟﻪ ﭘﻮﻫﯥ ﺑﺎﯾﺪ ﺩﻋﻮﺕ ﻭ ﻧﮑړﺍﯼ ﺷﻲ ﺑﻠﮑﯥ ﺩ ﭘﻮﻫﯥ ﺳﺮﻩ ﺳﺮﻩ ﺩ ﻣﻘﺎﺑﻞ ﻟﻮﺭﻱ ﺍﺳﺘﻌﺪﺍﺩ ﺍﻭ ﺣﺎﻟﺖ ﺗﻪ ﭘﻪ ﮐﺘﻮ ﺳﺮﻩ ﺩ ﺧﺒﺮﯤ ﺩ ﻣﻮﻗﻊ ﺍﻭ ﺣﺎﻟﺖ ﻟﯿﺪﻧﯥ ﺍﻭ ﺩﺭﮎ څﺨﻪ ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ ﺩﻋﻮﺕ ﮐړﺍﯼ ﺷﻲ . ﻫﺮ ډﻭﻝ ﺧﻠﮏ ﺑﺎﯾﺪ ﻟﻪ ﯾﻮﯤ ﺯﺍﻭﯾﯥ څﺨﻪ ﻭﻧﻪ ﮐﺘﻼﯼ ﺷﻲ . ﺩ ﻫﺮﯤ ډﻟﯥ ﺳﺮﻩ ﭼﯥ ﻣﺨﺎﻣﺦ ﮐﯿږﯤ ﺍﻭﻝ ﯾﯽ ﺩ ﻧﺎﺭﻭﻏۍ ﺗﺸﺨﯿﺺ ﺍﻭ ﭘﯿﮋﻧﺪﻧﻪ ﻭﮐړﻩ ﺍﻭ ﺑﯿﺎ ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ ﻟﻪ ﻫﻐﯥ ﭘﻪ ﺩﺍﺳﯥ ﺩﻻﯾﻠﻮ ﺳﺮﻩ ﺩ ﻫﻐﯥ ﻧﺎﺭﻭﻏۍ ﻋﻼﺝ ﻭﮐړﻩ ﭼﯥ ﺩ ﺫﻫﻦ ﺍﻭ ﺯړﻩ څﺨﻪ ﯾﯽ ﺟړﺭﯤ ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ ﻭﻻړﯤ ﺷﻲ . ﻋﻤﺪﻩ ﺍﻭ ﯾﺎ ځوﺍﮐﻤﻦ ﻧﺼﯿﺤﺖ ﭘﺮ ﺩﻭﻭ ﺧﺒﺮﻭ ﻣﺸﺘﻤﻞ ﺩﯼ،
ﺍﻭﻝ ﺩﺍ ﭼﯥ ﭘﻪ ﺩﯤ ﺻﺮﻑ ﺍﮐﺘﻔﺎ ﻭ ﻧﺸﻲ ﭼﯥ ﻣﻘﺎﺑﻞ ﻟﻮﺭﯼ ﭘﻪ ﺩﻻﯾﻠﻮ ﺳﺮﻩ ﻗﺎﻧﻊ ﮐړﺍﯼ ﺷﻲ ﺑﻠﮑﯥ ﺩ ﻫﻐﯥ ﺳﺮﻩ ﺳﺮﻩ ﺩ ﺟﺬﺑﯥ ﺍﻭ ﺷﻮﻕ ﺩ ﭘﯿﺪﺍ ﮐﻮﻟﻮ ﮐﻮښښ ﻫﻢ ﻭﮐړﺉ . ﺩ ﺑﺪۍ ﺍﻭ ګﻤﺮﺍﻫۍ ﺍﺑﻄﺎﻝ ﺛﺒﻮﺕ ﯾﻮﺍﺯﯤ ﭘﻪ ﻋﻘﻠﻲ ﺩﻻﯾﻠﻮ ﻣﻪ ﮐﻮﺉ ﺑﻠﮑﻪ ﺩ ﻫﻐﯥ ﺳﺮﻩ ﺩ ﻫﻐﯥ ﮐﺮﮐﯥ ﺍﻭ ﻧﻔﺮﺕ ﺩ ﭘﯿﺪﺍ ﮐﻮﻟﻮ ﮐﻮښښ ﻭﮐړﺉ ﭼﯥ ﺍﻧﺴﺎﻥ ﯾﯽ ﭘﻪ ﻓﻄﺮﻱ ﺗﻮګﻪ ﺩ ګﻨﺎﻩ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﻟﺮﻱ ﺍﻭ ﺩﻫﻐﯥ ﺩ ﻧﺎﻭړﻩ ﺍﻏﯿﺰﻭ ﺍﻭ ﻧﺘﺎﯾﺠﻮ څﺨﻪ ﯾﯽ ﺑﺎ ﺧﺒﺮ ﮐړﺉ .
ﺩ ﻧﯿﮏ ﻋﻤﻞ ﺍﻭ ﻫﺪﺍﯾﺖ ﺩ ښﯿګڼﻮ ﭘﻪ ﺑﯿﺎﻧﻮﻟﻮ ﯾﻮﺍﺯﯤ ﺍﮐﺘﻔﺎ ﻣﻪ ﮐﻮﺉ ﺑﻠﮑﻪ ﺩ ﻫﻐﯥ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﺩ ﺷﻮﻕ ﺍﻭ ﺭﻏﺒﺖ ﺩ ﭘﯿﺪﺍ ﮐﻮﻟﻮ ﮐﻮښښ ﻭﮐړﺉ . ﺍﻭ ﺩﻭﯾﻤﻪ ﺧﺒﺮﻩ ﺩﺍ ﺩﻩ ﭼﯥ ﻧﺼﯿﺤﺖ ﺑﺎﯾﺪ ﺩ ﺯړﻩ ﺳﻮﻱ ﭘﻪ ﻧﯿﺖ ﻭﺷﻲ ﭘﺪﺍﺳﯥ ﺗﻮګﻪ ﭼﯥ ﺩ ﺍﻭﺭﯾﺪﻭﻧﮑﻲ ﭘﻪ ﺯړﻩ ﮐﯥ ﺩﺍ ﺧﺒﺮﻩ ﺭﺍ ﺗﺎﻭ ﻧﻪ ﺷﻲ ﭼﯥ ﻧﺼﻴﺤﺖ ﮐﻮﻭﻧﮑﯽ ﻫﻐﻪ ﺗﻪ ﭘﻪ ﺣﻘﺎﺭﺕ ﺳﺮﻩ ګﻮﺭﻱ ﺑﻠﮑﻪ ﭘﺪﺍﺳﯥ ﺗﻮګﻪ ﺑﺎﯾﺪ ﻭﻱ ﭼﯥ ﺍﻭﺭﯾﺪﻭﻧﮑﯽ ﺩ ﻟﺬﺕ ﺍﻭﺍﺣﺴﺎﺱ ﻭﮐړﻱ . ﺍﻭ ﺩﺍ ﻭﻭﺍﯾﯽ ﭼﯥ ﻧﺼﯿﺤﺖ ﮐﻮﻭﻧﮑﯽ ﺩﺩﻩ ﺩ ﺍﺻﻼﺡ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﺑﯥ ﺗﺎﺑﻪ ﺩﯼ ﺍﻭ ﭘﻪ ﺩﯤ ﺣﻘﯿﻘﺖ ﮐﯥ ﺩﻫﻐﻪ ﮐﺎﻣﯿﺎﺑﻲ ﺩﻩ .
ﯾﻌﻨﯽ ﺩﺩﯤ ﻧﺼﯿﺤﺖ ﻫﺪﻑ ﺑﺎﯾﺪ ﺩ ﺑﯥ ځﺎﯾﻪ ﻣﻨﺎﻗﺸﻮ، ﻣﻨﺎﻇﺮﻭ ﺍﻭ ﺫﻫﻦ ﺁﺯﻣﺎﯾﻨﻪ ﻧﻪ ﻭﻱ، ﭘﻪ ﺩﯤ ﮐﯥ ﺑﺎﯾﺪ ﮐﺞ ﺑﺤﺜﯽ، ﺍﻟﺰﺍﻡ ﻟګﻮﻧﯥ ﺍﻭﻃﻌﻨﯥ ﻭﺭﮐﻮﻝ ﻧﻪ ﻭﻱ، ﺩﺩﯤ ﻫﺪﻑ ﺩ ﻣﻘﺎﺑﻞ ﻟﻮﺭﻱ ﭼﭗ ﮐﻮﻝ ﻧﻪ ﻭﻱ ﺑﻠﮑﻪ ﭘﺪﯤ ﮐﯥ ﺑﺎﯾﺪ ﺩ ﺧﺒﺮﻭ ﺧﻮږﻭﺍﻟﯽ ﻭﻱ، ﺩ ﺍﺧﻼﻗﻮ ﺩ ښﻪ ﻭﺍﻟﻲ ﺍﻭﺝ ﺗﻪ ﺭﺳﯿﺪﻝ ﻭﻱ،ﻣﻌﻘﻮﻝ ﺍﻭ ﺯړﻩ ﺭﺍ ښﮑﻮﻭﻧﮑﻲ ﺩﻻﯾﻞ ﻭﻱ،ﭼﯥ ﭘﻪ ﻣﻘﺎﺑﻞ ﻟﻮﺭﻱ ﮐﯥ ﺿﺪ ﺍﻭ ﻋﻨﺎﺩ ﺭﺍ ﭘﯿﺪﺍ ﻧﻪ ﮐړﻱ . ﭘﻪ ﺳﻤﯥ ﺍﻭ ﻧﯿﻐﯥ ﻃﺮﯾﻘﯥ ﺳﺮﻩ ﺑﺎﯾﺪ ﺩ ﭘﻮﻩ ﮐﻮﻟﻮ ﻫڅـﻪ ﻭﮐړﺍﯼ ﺷﻲ . ﮐﻪ ﭼﯿﺮﺗﻪ ﺩﺍ ﻣﺤﺴﻮﺱ ﺷﻮﻩ ﭼﯥ ﺩ ﮐﺞ ﺑﺤﺜۍ ﻟﻮﺭﻱ ﺗﻪ ﻣﯿﻼﻥ ﻟﺮﻱ ﻧﻮ ﺑﯿﺎ ﯾﯽ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﺣﺎﻟﺖ ﭘﺮﯾږﺩﺉ ﺩﺍﺳﯥ ﻧﻪ ﭼﯥ ﺩ ګﻤﺮﺍﻫۍ ﻟﻮﺭﻱ ﺗﻪ ﻧﻮﺭ ﻫﻢ ﻻړ ﻧﻪ ﺷﻲ .
ﯾﻌﻨﯽ څﻮﮎ ﭼﯥ ﺩ ﺍﻟﻠﻪ تعالی ﻟﻪ ﻭﯾﺮﯤ ﻟﻪ ﻫﺮﯤ ﻧﺎ ﻣﺸﺮﻭﻉ ﻻﺭﯤ څﺨﻪ ځﺎﻥ ﺳﺎﺗﻲ ﻫﻐﻪ ﺗﻞ ښﻪ ﺭﻓﺘﺎﺭ ﻏﻮﺭﻩ ﮐﻮﻱ ﮐﻪ ﺧﻠﮏ ﻭﺭﺳﺮﻩ څﻮﻣﺮﻩ ﺑﺪﻱ ﻫﻢ ﻭﮐړﻱ ﻧﻮ ﻫﻐﻪ ﺩﺩﯤ ﭘﺮ ځﺎﯼ ﭼﯥ ﭘﻪ ﺑﺪﯼ ﺳﺮﻩ ځﻮﺍﺏ ﻭﺭﮐړﻱ ﭘﻪ ﺑﺪﻝ ﮐﯥ ﻭﺭﺳﺮﻩ ﻧﯿﮑﻲ کوي.
ددی ترڅنګ د مولانا ژوند داسی زیات تجارب شته چې د صبر، زغم او حکمت نمونی دي. مولانا په داسې زیاتو مجالسو کې برخه اخستی چې پری رد شوی خو مولانا ځواب له صبر کار اخستی. یو ځل مولانا ته چا کړل چې مولانا ته ولی ددی خلکو ځواب نه ورکوی، مولانا ډیر جالب ځواب ورکړ چې زما قلم به هیڅکله د مسلمان پر ضد استعمال نشي. ددی په څیر نور مثالونه هم د مولانا په ژوند کې شته کوم چې داعي او د ایمان خاوند د هغه له کتابونو څخه په استفاده نور هم زده کولای شي.
۲.لورن بوت: د انګلستان د پخواني وزیر اعظم خینه او مشهوره ژورنالیسته ده او څه د پاسه ۴ کاله دمخه مسلمانه شوی چې اوس د اسلام یوه ستره داعي ده، نوموړی د فلسطین او سوریه مسلمانانو لپاره یوه خیریه اداره (پیس ټریل نومیږی) موسسه جوړه کړی کومه چې هغوی سره مرسته کوي جوړه کړی، ددی ترڅنګ نوموړی مسلمانو میرمنو ته د دعوت سلسله هم پرمخ وړی.
نوموړی د فلسطین خلکو د اخلاقو، صبر او دعوت څخه متاثره کیدلو وروسته مسلمانه شوی. نوموړی سره می د هغی د اسلام راوړلو په هکله مرکه کړی، زما ددی سوال په ځواب کې چې د اسلام لپاره د کار کولو ښې لارې چارې کومې دي داسې ځواب ورکړ: ځه به څه تاسي ته ښي لاري وښايم سره لدي چي زما ٣ کاله د مسلمانيدو کيږي خو بيا هم ځه به يو څه وواييم او الله دي له ما دغه کلمات قبول کړي، ځما مشوره به دا وي چي مسلمانان دي پخپلو کارونو او معاملاتو کي ځان ښه او بهتره کړي او مقابل جانب ته بده خبره ونکړي که څه هم د غصې په حالت کې وي. يوه ورځ ما د اسراييلو په ټويټر اکونټ باندي يو څه نا مناسبه الفاظ پوسټ کړه، کوم چي بايد ما نه وي کړي نو يو مسلمان عالم راته ووييل: لورن اسلام خو موږ ته دا ښايي چي هيچا ته به بده خبره نکوو که هغه زموږ دشمن هم وي او ته بايد حتي د خپل دشمن سره هم په احترامانه توګه برخورد وکړی. نو ما له ځان سره کړل چې اسلام څومره ښه او عميق دين دی چي دښمن ته هم د بدو الفاظو استعمال نه تشويقوي. اسلام غواړي چي ځمونږ اخلاق ښه او غوره کړي، او محمد صلی الله علیه وسلم هم ويلي: ځه دلته صرف ددی لپاره راغلي يم چې د خلکو اخلاق سم کړم.
دا او دی ته ورته نور هم داسې ښه مثالونه شته چې داعي ته د موجوده چیلنجونو سره د درست برخورد کولو لاری چاری ښایې.
لنډا دا چې داعي لکه څرنګه مو چې وویل د یو طبیب او ډاکټر حیثیت لري، ډاکټر هیڅکله په مریض نه غصه کیږي او ورسره له ترحم او نرمی کار اخلي ځکه هغه پوهیږي چې نوموړی زما مینی او مرستی ته ضرورت لري ترڅو یې درسته تداوي وشي. داعي د خبرو ترڅنګ د خپل عمل او کزدار له لاری هم دعوت کولای شي او خلک له بدو منع او ښو ته دعوت کولای شي. نو ځکه باید داعي د غوره سیرت او صبر خاوند وي او له همدغه لارو خلک خپلی لاری ته راوبلي ځکه خلک له داسې چا کرکه کوي چې د ښه سیرت خاوند نه وي.