د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

فشارونه باید مقطع‌يي نه وي

عبدالغني (هاشمي) 24.08.2015 16:20

په یوه حساس او برخلیک ټاکونکي وخت کې، چې د افغان دولت او وسله والو طالبانو استازیو ترمنځ د سولې خبرو اترو دویم پړاو پیلېدونکی وو، د پاکستان دولت له خوا د ملا محمد عمر د مړینې افشا کول، د هغه پرځای د نوي مشر ټاکل کېدل او په ټول افغانستان کې د وسله والو طالبانو د جګړه ییزو عملیاتو پراختیا او چټکتیا او د شاه شهید په ګډون د خونړیو امنیتي پېښو ترسره کول؛ د سولې د خبرو اترو دویم پړاو له خنډ، ځنډ، بن بست، آن ناکامۍ سره مخ کړ.
دغو لاملونو او پېښو، چې د اسنادو او شواهدو له مخې ډېری په پاکستان کې پلان شوي وو او پکې د پاکستان زغرده لاسوهنه وه، افغان مشران دې ته اړ کړل، چې په افغانستان کې د پاکستان څرګندو لاسوهنو پروړاندې خبرې له لفافو او ډيپلوماسۍ وباسي، جدي غبرګون وښيي او په دې اړه روښانه دریځ غوره کړي.
له دغو پېښو او بدلونونو، په ځانګړي ډول شاه شهید بوږنوونکې او خونړۍ پېښې وروسته د روان لمریز ۱۳۹۴کال د زمري پر نولسمه نېټه افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوې مطبوعاتي ناستې په ترڅ کې په روښانو ټکو پاکستان په افغانستان کې په نااعلان شوې جګړې تورن کړ او د افغانستان سیاسي او امنیتي وضعیت او په افغانستان کې د جګړې پراختیا او پیاوړتیا ترشا د پاکستان پراخې او څرګندې لاسوهنې یې وغندلې.
همدا راز د همدې ورځې په سهار اجرائیه رییس ښاغلي عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا په نوبتي غونډه کې په دې اړه کلک او جدي غبرګون وښود او ویې ویل، چې پاکستان د افغانستان پروړاندې په خپلو کړنو او ژمنو کې رښتینی نه دی او تل دوه مخې سیاست او چلند غوره کوي.
که څه هم پاکستان د ولسمشر او اجرائیه رییس ددغو څرګندونو او غبرګونونو پروړاندې داسې کوم څرګند او جدي غبرګون ونه ښود، چې ددغو غبرګونونو او څرګندونو جوت ځواب وي، خو د افغانستان د دواړو مشرانو غبرګونونو او څرګندونو د افغانستان پروړاندې د پاکستان نارښتینی سیاست او دریځ له لفافو او ډيپلوماسۍ راوویست، په ډاګه یې کړ او په دې توګه یې د ملي وحدت حکومت د واکمنۍ پرمهال د لومړي ځل لپاره د دواړو هېوادونو د اړیکو په ډګر کې یو نوی او متفاوت پړاو پرانست.
دغو مسایلو ددې اړتیا لاپسې ډېره کړه، چې افغانستان باید د پاکستان پرواندې روښانه او ډاګیزه کړنلاره او سټراټیژي غوره کړي. زما په اند ددواړو مشرانو غبرګونونه او څرګندونې د پاکستان پروړاندې د افغانستان عمومي ذهنیت او ټول ملت له دریځ او غبرګون څخه سرچینه اخستې وه، ځکه نو ویلای شو، چې په داسې حساس وخت کې د دواړو مشرانو دا غبرګون او غوڅ دریځ یو پرځای، پروخت، ګټور او د ټول افغان ملت له هیلو او ارادو سره سم دریځ او غبرګون وو.
د همدغه غوڅ دریځ، غبرګونونو او څرګندونو پربنسټ دا اړتیا رامنځته شوه، چې افغانستان باید په دوو برخو کې خپل دریځونه او سټراټیژي روښانه کړي:
لومړی دا چې په ملي کچه او په ټولیز ډول باید د جګړې او په ځانګړي ډول وسله والو طالبانو عملیاتو او هغو مراجعو او هېوادونو پرضد ملي روحیې ته پیاوړتیا او وده ورکړل شي او ملاتړ یې وشي، چې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول جګړه پراخوي.
دویم دا چې له موقع څخه پرګټې اخستنې افغانستان باید داسې پراخ نړیوال ملاتړ ترلاسه کړي، چې له امله یې پر پاکستان دومره فشار ډېر شي، ترڅو دې ته اړ شي، چې خپلو لاسوهنو ته د پای ټکی کېږدي او په رښتینې توګه په افغانستان کې سولې، امنیت او ټیکاو ته غاړه کېږدي.
هغه څه چې په لومړۍ مسئلې پورې تړاو نیسي، اوسمهال زموږ د بحث هدف نه دی او هغه څه چې په دویمې مسئلې پورې اړوند دي، په دې برخه کې دوې مهمې مسئلې او لاسته راوړنې د یادولو وړ دي:
یوه دا چې له همدغو پېښو، دریځونو او بدلونونو وروسته د امریکا متحده ایالتونو اعلان وکړ، هغه پانګه (یو ملیارډ ډالر) یې چې پاکستان ته د ترهګرۍ پرضد مبارزې په موخه ځانګړې کړې وه، تر نامعلوم وخت پورې وځنډوله او بله مهمه مسئله هم د افغان دولت له خوا په افغانستان کې د پاکستان څرګندو لاسوهنو په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت دی.
زما په اند دا دواړه حالتونه او اقدامات په اوسني وضعیت کې د افغانستان په ګټه دي، خو مهمه او بنسټیزه مسئله داده، چې دا دریځونه او اقدامات د تېر په څېر مقطع‌يي او موسمي نه وي او په دوامداره توګه تعقیب او ورته پراختیا ورکړل شي. که دا اقدامات او کړنې مقطع‌يي او موسمي وي، نو په بشپړ باور سره به یې اغېزې او اثرات هم مقطع‌يي او موسمي وي او پر ټولیز وضعیت به د پام وړ او بنسټیز اغيز ونه کړي.
 زما په اند هغه څه چې په دې اړه افغان دولت او نورو سمیه ییزو او نړیوالو اړونده مراجعو او سرچینو ته ورګرځي، دا منابع باید دا مسایل او تصمیمونه په جدي او دوامداره توګه وڅاري او تر جدي تعقیب او څېړنې لاندې یې ونیسي او د تېر په څېر یې په نیمه لار کې خوشې نه کړي، له دې پرته به بیا هم پاکستان په افغانستان کې خپلو لاسوهنو او سیاسي لوبو ته دوام ورکړي.
اوس نو دا د افغان دولت پورې اړه لري، چې په لومړي ګام کې ملګري ملتونه په دویم ګام کې امریکا او په درېیم ګام کې ټول اړوند ځواکمن نړیوال هېوادونه دې ته باوري او ګروهمن کړي، چې پر پاکستان خپل سیاسي او اقتصادي فشارونه زیات کړي، څو په افغانستان کې له خپلو څرګندو لاسوهنو لاس واخلي او د سولې او ټیکاو راوستلو ته په رښتینې ټوګه غاړه کېږدي.
له بله پلوه اوس دا مسئله نږدې ټولې نړۍ ته روښانه شوې، چې پاکستان د خپلو ځانګړو اهدافو د ترلاسه کولو په موخه په دومداره توګه په افغانستان کې په بېلابېلو ډولونو خپلو هدفي لاسوهنو ته ادامه ورکوي او په اصطلاح په نااعلان شوې جګړه اخته دی، ځکه نو افغان دولت ته ښايي، چې د افغانستان او پاکستان مسئلې نړیوال کولو په موخه د ځانګړو اسنادو او شواهدو له مخې خپل شکایتونه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړي او د اړینو کړنو غوښتنه دې ترېنه وکړي.
موږ په دې اند یو، که پر پاکستان په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه بېلابېل فشارونه زیات نه شي او دا فشارونه په دومداره توګه یعنې ترهغه مهاله چې پاکستان په رښتیني ډول په افغانستان کې خپلو لاسوهنو ته د پای ټکی کېنه ږدي، تعقیب نه شي؛ پاکستان به له بېلابېلو تشو او امکاناتو څخه پر ګتې اخستنې په افغانستان کې خپلو تخریبي کړنو ته دوام ورکړي.
که څه هم په داسې شرایطو او اوضاعو کې چې مونږ پکې قرار لرو، داسې یوه دریځ او حالت ته رسېدل به د افغانستان لپاره آسانه نه وي، خو داسې فکر کېږي، پرته له دې چې افغان دولت په ټولیزه او نړیواله کچه او په ځانګي ډول له پاکستان سره په اړیکو، سیاست او ډیپلوماسۍ کې سنجول شوی، دقیق، هر اړخیز او ځواکمن سیاست او روښانه دریځ او سټراټیژي غوره نه کړي، افغانستان به د ستونزو له دغو ګردابونو ونه وځي او لا به پکې ډوب شي.
البته په دې لیکنه کې زموږ هدف د پاکستان پرضد او د هغه هېواد پروړاندې ناوړه دریځ نیولو ته د افغانستان خلکو او دولت او همداراز نړیوالو مراجعو هڅونه او له هغه هېواد سره د اړیکو خرابول نه دي؛ خو له پاکستان سره زموږ د اړیکو د تېرو تجربو له مخې ویلای شو، چې دا اړیکې له هغې څخه ډېرې پېچلې دي، چې ډېری یې په اړه فکر کوي. د شواهدو پربنسټ زموږ دې ګاونډي هېواد لا زموږ پروړاندې له دوه مخي سیاست څخه لاس نه دی اخستی، ځکه نو له دغه هېواد سره په اړیکو کې باید په ډېر دقت او هوښیارۍ سره عمل وشي.
زما له آنده د سیمه ییزو او نړیوالو فشارونو ایجاد او په دوامداره توګه ددغو فشارونو ساتنه او تعقیب، یو له هغو ګټورو او اغېزمنو لارو او اوزارو څخه دی، چې د پاکستان حکومت او په هغه هېواد کې شته جکړه مارې شبکې او تاسیسات په افغانستان کې د سولې، ټیکاو او امن راوستلو لپاره اړ ایستلی شي او سمې لارې ته یې راوستلای شي.