د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د خپلواکۍ مفهوم، ګټل، نمانځل او ساتل – لمړۍ برخه

محمد عارف رسولي 23.08.2015 16:36

د سرخبره
د اسد د میاشتې ۲۸ مه نیټه د ګران هیواد افغانستان د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو شپږ نویمه کلیزه خپلو درنو دوستانو، د هغوی درنو کورنیو او ټول پتمن افغان ولس ته د زړه له کومي مبارکي وایم. د هغې پتمنې سوبې او معرکې د شهیدانو، غازیانو او مجاهدینو پاک روح ته خوشالي او د سپیڅلو ارمانونو یې پوره کیدل غواړم. همدارنګه، له الله تعالی څخه غواړم چې موږ افغانان د خپلواکۍ په پوره مفهوم، دهغې د ګټلو او ساتلو په ټولو اړینو لارو چارو او رازونو پوره پوه شو ترڅو د خپل هیواد مکمله سیاسي، اقتصادي او کلتوري خپلواکي خوندي او تلپاتې کړو. آمین
تیر کال مې په همدې مناسبت خپلو دوستانو ته مبارکي وویله. زیاتو دا مبارکي راغبرګه کړه او یو کم شمیر بیا راته ولیکل د څه شي خپلواکي موږ خو استقلال نلرو. دا درده وونکې خبره وه. که څه هم ما د هیواد ستونزې ښې لیدلې خو په هغه ورځ یې راباندې بده اغیزه وکړه. که رښتیا ووایم زه دې خبرې په سوچ کې واچولم. پس له سوچه ماورته د خپل ضمیر مطابق ولیکل چې ستاسو تشویش هم په څه شیانو کې په ځای دي. خو که همداسې په پټه خوله یې تیره کړو زما په اند تر ګټې به مو زیات تاوان کړی وي. ما ځینې نور لاملونه ورته ولیکل چې کیدای شي په لاندې کرښو کې به ځینې تکرار شي.
له دې لیکنې موخه داده چې موږ د خپل ملت، سیاسیونو، مدني فعالانو او په تیره بیا د ځوانانو پام د پوره او تل پاته خپلواکۍ د ګټلو، ساتلو او نمانځلو مهمو ټکو، لارو چارو، ستونزو او رازونو ته را وګرځوو، ترڅو هغوي له خپل تاریخه، د خپل اوسني او تیرو نسلونو او نیکونو له لاسته راوړنو او هم له تیروتنو زده کړه وکړي. که دا کار په بریالی توګه وشي نو تریوې کچې اوسنی نسل به هم ورڅخه ګټه واخلی خو ترډېره به مو د خپل هیواد د راتلونکو زعیمانو، ملي مبارزینو او ټولو خلکو سره مرسته کړي وي چې په بیړنیو او ستونزمنو حالاتو کې سم ګامونه واخلي.
ستونزه څه ده؟
زموږ د هیواد، دولت، ټولنې، سیاسي قشر، تاریخ پوهانو او لیکوالانو یوه غمیزه داده چې تاریخي پیښې، جریانونه نه ثبتوو، نه یې ارزوو او کره کول او ټولنیزو افکارو ته یې انتقال خو لا پریږده. دا څو هفتې مخکې زموږ ځینو مشرانو لیکوالانو او سیاست پوهانو په دې یو نظر نه درلود چې د افغانستان پخوانی جمهور رئیس مرحوم داود خان کله چې په کریملین کې د سفاک بریژنیف د غوسې سره مخ شو ده ور ته څه ځواب ورکړ او داټول مجلس څنګه تیر شو او پایله یې څه شوه. د حیرانتیا خبره داده چې له هغې ورځې تراوسه ولې داسې یو مهم تاریخی بحث سم روښانه نشو. دا کیدای شي په مهمو ملي مسئلو کې د مسؤلو دولتي، مطبوعاتي او نورو کلیدي چارواکو بې پروايي، غداري، د خطر احساس او نور وي خو په یقین سره په سر کې یې دا راځي چې له پخوا موږ په ټولنه، ملت او په تیره په دولتي اډانه کې د بې پلانۍ، ملي او تاریخي پیښو او اسنادو ته نه پاملرنه  کړوي او خلک مو په تیاره کې ساتل کیږي.
اوس د خپل بحث اصلي منځ ټکي ته راځم چې ولې په مختلفو تاریخي پړاوونو کې زموږ د ملت د پوره او تلپاته خپلواکۍ ګټلو هڅې او بیشمیره تاریخي قربانۍ پرته له اړینو بریاوو پایته ورسیدې. يا په بله مانا ولې موږ سیاسي خپلواکي واخلو، خو د نورو له احتیاجه، لاسوهنو او ستونزو نه خلاصیږو. ولې زموږ د خپلواکۍ ټول اړخونه نه پوره کیږي. ولې بیا بیا زموږ په خپلواکۍ باندې بیا بیا تیری کیږي، خلک مو وژل کیږي او ملک مو  ورانیږي. د تل په څیر زموږ ځینې خلک به ملامتي زموږ په جغرافیایي موقعیت، د لویو طاقتونو د ستراتیژیکو ګټو په تقاطع کې واقع کیدل، ګاونډیان او نور لاملونه کاري وبولي. دا به هر یو په خپل ځای کې رول لري خو لکه څنګه چې تر دوهم نړیوال جنګ وروسته جاپاني نخبه ګانو پریکړه وکړه چې هغه څه چې نورو ورباندې کړي اوس د هغوی د بحث موضوع نه ده. دوی پریکړه وکړه چې هغه څه او تیروتنې چې هغوي له ځانه سره کړي باید ددوی ملي اجندا جوړه او ورڅخه زده کړه وکړي. کارپوهان مني چې د جاپانیانو دا تصمیم د هغوي د وروستیو بریاوو لامل و. له بده مرغه زموږ لپاره هم دا ټول بهرني لاملونه دي او کنترول یې د موږ په لاس کې نه دی. سمه او کره خبره داده چې موږ باید په هغو خپلو داخلي لاملونو او ستونزو چې د پاته راتلو سبب مو کیږي او لامل یې خپله موږ یو فکر وکړو او غم یې وخورو. باید له عقلانیت، هوښیارۍ، کلک ملي هوډ او نه ستړي کیدونکو ګډو ملي هڅو کار واخلو نو هغه سمولای شو. دلته تپوس دادی چې موږ څومره دې خبرو ته په خپل تیر تاریخ او اوسني وخت کې پاملرنه کړې؟ په دې ټکو سم ځان پوه کول او په سړه سینه ورڅخه کار اخیستل د ملتونو راتلونکی سرنوشت او تاریخ ټاکنه کوي.
ولې په دې هکله زموږ په لیکنو او کتابونو کې پوره روښانتیا نشته، په پوهنتونونو کې مو د تاریخ،  سیاسي علومو، ادبیاتو، ژورنالیزم، تعلیم تربیې او نورو پوهنځیو کې او په ټول پوهنیز نظام کې په دې اړه سم درس نه ورکول کیږی، ولې د موږ د علمومو اکادیمي په دې علمی کره څیړنې او لیکنې نه کوي او داسې نور. د دې نه پاملرنې په پایله کې زموږ سیاسیون، ډېر مشران، شنونکي او نور سم په دې ستونزو نه پوهیږي، عام خلک خو لاپریږده. که موږ دا سوالونه په خپلو علمي او اکادیمیکي بحثونو کې ښه څیړلې وای او سم ګډ ځوابونه مو ورته موندلي وای، په خپلو درسي پروګرامونو کې مو ځای ورکړی وای، په خپلو مجلو او لیکنو، هنري اثارو او نورو کې مو داخل کړی وای نو ډېرڅه به مو زده کړي وای او بیا بیا به زموږ خپلواکي نه تهدیدله او پخپلو پښو به ولاړ وای.
ځکه د خپلواکۍ ترګټلو وروسته د هغې د خوندیتوب، پیاوړتیا، د خلکو په زړونو کې دهغه په هکله مینه راپیدا کول، د ژوند په ټولو اړخونو لکه ښوونه او روزنه، اقتصاد، کلتور، ښه حکومتولۍ او نورو کې پوره پرمختګ کول خورا مهم دي. همدارنګه، هغه ننګونې، ښکیلاک ګر او دهغوي لاسپوڅي او نورې هغه ستونزې پیژندل چې خپلواکي ګواښي هم خورا اړین کار دي. له دې وراخوا هغه لرلید، پوهه، پلان، کړنلاره، وسیلې او انساني کدرونه د کومو په مټ چې یو ملت د خپلې خپلواکۍ څخه ننګه کولای شي هم خورا مهم دي.  
د خپلواکۍ او استقلال پيژندنه
خپلواکي داسې یو الهي نعمت دی چې په هردیڼ، کلتور او ټولنه کې یې درناوی شوی دی. د حضرت عمر (رض) د یوه قول مفهوم دی چې بشر او انسان چې په خلقت کې الله تعالی ازاد پیدا کړی خلک هم باید د هغوی د ازادۍ درناوی وکړي اود غلام کولو هڅې یې ونکړي.
انسانان له خپلواکۍ سره ځکه مینه لري چې زموږ په خلقت او فطرت کې اخښل شوې ده. انسان بیله ازادۍ خوشاله ژوند نشي کولای. اوس بشر پوه دی چې له ازادۍ پرته انسان، بشري ټولنې اوملتونه وده او پرمختګ نشي کولای او د ازادۍ په نشتون کې له رکود سره مخامخ کیږي.
 د استقلال لپاره زیات تعریفونه شته چې زه یې دلته ترنورو مهم رانقلوم. خپلواکي د یوه ملت، هیواد، یا یوه دولت هغه حالت دئ چې اوسیدونکي، نفوس او یا یوه برخه یې د ځان اداره، خپل اختیار او په خپله خاوره ترډېره حاکمیت لري. که څه هم په مطلق ډول هیڅ ملک هم که څومره طاقت هم ولري هرهغه څه چې غواړي تل نشي تر لاسه کولای ځکه کیدای شي د نورو قوي ملکونو له ګټو سره به ټکر لري. که یې ترلاسه کوي هم په مدار مدار، د ښو کړنلارو د پلي کیدو په مټ به یې ترلاسه کوي. قوي ملکونه له نورو سره د خپلو ملي ګټو د انډول توان لري او خوار ملکونه یې نه لري.
په دې ترتیب په نن زمانه کې کیدای شي یو څو د ګوتو په شمیر زبرځواک ملکونه به په پوره مانا خپلواکي او استقلال ولري. ګورو چې د ډيرو سیمه ایزو باقدرته ملکونو سیاستونه د نورو تابع دي او خپلې ګټې پکې ګوري. دا یو څرګند او تریخ واقعیت دی.
د ملتونو لپاره یو بل ډول نیمګړې داخلي ازادي یا خود مختاري هم شته چې هغه د یو بل نظارت کوونکې کوم زبرځواک له خوا ورکول کیږي خو ځانته په مهمو داخلي او ټولو خارجې امورو کې د مداخلې حق خوندي ساتي. دا ډول نیمه خودمختاري پخوا په نړۍ کې زیاته وه او هغه به په رسمي توګه اعلانیدله او دواړو خواوو به ورباندې هوکړه کوله. اوس د دې شکل او ماهیت تغیر کړی دي او ګورو چې څنګه د ملکونو ګټې ترپښو لاندې کیږي او د نورو د ګټو په اور کې سوځي.
له تاریخي لحاظه د استعماري ملکونو لپاره پخوا ستره مسئله دا وه چې د هغوي تر ښکیلاک لاندې خلک دې له نورو قوي ملکونو سره سیاسي معاهدې او اقتصادي پریکړې نه کوي. ستر لامل یې د نورو ترڅنګ دا و چې د زاړه ښکیلاک په لسیزو کې خورا مهم رول اقتصادي راکړې ورکړې او د ښکیلاک لاندې ملکونو طبیعي زیرمو درلود.  د څه وخت لپاره چې انګریزانو په افغانستان کې بربنډه نظامي مداخله درلوده که څه هم په پوره توګه یې زموږ خلک د نورو په شان تابع نکړل، زموږ په ډېرو داخلي مسایلو کې یې کم کار درلود او که به ېې لاسوهنه کوله، غیر مستقیمه به وه او ترډېره به یې د وویشه او کنترول کړه له تاکتیک څخه کار اخیسته. هغوي هڅه کوله، ترډیره د افغانستان په خارجې سیاست کنترول ولري. دهغه وخت استعماري طاقت بریتانیا او تزاري روسیې د خپلو تراستعمار لاندې سویلي او منځنۍ اسیا په منځ کې افغانستان د یوه تفاهم له مخې د حایل په توګه وکاراوه او تر ډېره یې په خپل حال پریښوده. د ښکیلاکګرو دې پالیسیو او کړنو ته په تاریخ کې ځینو مورخینو د سترو لوبو (Great Games) نوم ورکړی. ځینې پوهان په دې نظر دي چې دې مرحلې افغانستان له ټولنیزې ویښتیا، سیاسي، اقتصادي او کلتوري پرمختګ بیرته پاته کړ. داخبره سمه ده چې افغانان نړیوالو ته مستقل مزاجه، نه ایل کیدونکي ښکاريدل او دا په هغه وخت کې تر یوې کچې سمه هم وه. خو ځینې ټولنیز پوهان، پلټونکي او مورخان بیا وایي که څه هم دا دوره زموږ لپاره یوه څه سوله ایزه وه خو زیانونه هم له ځان سره زموږ لپاره لرل. ځکه خلک او دولت یو ډول اغفال شول، فکر یې وکړ چې موږ نو څوک نشي ایل کولای، خپلو ملي مسؤلیتونو ته ښه ځیر نشول، د زمانې له ستونزو او سیاستونو سره کم بلد شول، د دولت جوړونې، پرمختګ، ملي هوساینې، د نورې نړۍ سره له سیالي کولو بیرته پاته شول او د چا خبره د پیل په غوږ کې ویده پاته شول.  
د استقلال ساتلو پروسه او ستونزې
اوس زموږ ډېر خلک وایي چې موږ خپلواکي نلرو. که رښتیا ووایو زموږ د خپلواکۍ ټول اړخونه پوره نه دي او ډېرې ستونزې لرو. خو اصلي خبره داده چې څه باید وکړو. له ځانه باید وپوښتو چې ایا سمه ده چې هیڅ د استقلال د بیرته اخیستو معرکه یاده نکړو او ورباندې ونه ویاړو او که ووایو چې هیڅ خبره نشته موږ پوره استقلال لرو او هرڅه سم دي. سم قضاوت به داوي چې موږ منځنۍ او معقوله لاره غوره کړو. په کار ده د خپلواکۍ د ګټلو، ساتلو، پیاوړتیا، څرنګوالی او پوره ماهیت او مفهوم باندې ځان پوره پوه کړو. باید ومنو چې دا یوه پروسه او بهیر د استقلال د تکمیل او تلپاتې کیدو لپاره اړین دي ترڅو ځوان نسل وروزل شي، له خپله تاریخه، د ازادۍ له معرکو، سوبو، ملي قهرمانانو، ستونزو، تیروتنو او لاسته راوړنو ځان خبر کړی. ترڅو په خپلواکۍ کوم ملت ونه ویاړی، ملي ورځې ونه نمانځي، له تاریخه،، خامیو یې ځان خبر نکړي، لیکنې او برنامې ورباندې ونلري د هغه ملت له ځوانانو به څنګه د خپلواکۍ د ساتلو هیله ولرو؟ څنګه به هغوي ټولو باریکیو، سیاسي، نظامي، دیني، داخلي او بهرنیو ستونزو ته ځواب ووایي او په راتلونکي کې به څنګه په ملي کچه عقلانی چلن او پریکړې وکړي. همدارنګه، باید پوه وو چې د دهغې سترې معرکې شهیدان، قهرمانان، د هغې سوبې ټول غازیان او مجاهدین، زموږ نیکونه او زموږ تاریخ ټول له موږ غواړي چې نسل په نسل د هغوي روح ته دعا وکړو، دهغې حماسې، بیدرغه قربانۍ او هغه انګیرنې چې زموږ نیکونو ته یې توان ورکړ هیر نکړو او ژوندي یې وساتو. بیا هم وایو چې دا ټوله پروسه د خپلواکۍ د ټولو اړخونو د پوره کیدو لپاره اړینه ده.
که خپلواکي هرڅومره ښه الهي تحفه ده خو په همغه کچه پیچلې ښکارنده هم ده. ځکه د ملتونو د رښتینې او تلپاتې خپلواکۍ یوازې له قرباني ورکولو وراخوا ډېر نور څه هم له ملتونو غواړي چې پخواشینۍ سره ډېر ورباندې نه پوهیږي. اړینه ده چې موږ خپلواکي او د ګټلو او ساتلو اړین شرایط یې سم وپيژنو. دا سمه ده چې د تاریخ په اوږدو کې د خپلواکۍ ګټلو تل قرباني غوښتې، بیا به یې هم غواړي. خو د پوره خپلواک پاته کیدو لپاره ملتونو او مشرانو ته یې اړینه ده چې د خپلې زمانې له پیچلو ستونزو، ننګونو او غوښتنو څخه هم ځان خبر کړي، د سمو تګلارو له مخې ورنه ګټه پورته کړي. یوازې په قربانیو موږ نشو کولای چې تلپاته خپلواکي خوندي او وساتو. په بله مانا د جوش په ځای هوش ته، د احساساتو په ځای عقلانیت ته، د تشو خبرو به ځای عمل او اخلاص ته اړتیا ده.
د دې کار لاملونه خورا ډېر دي. په خواشینۍ سره ډېر شیطاني قوتونه شته چې ښه امکانات، زور، او د نورو لپاره شیطاني چالونه، تذویر او دامونه لری. د ځان لپاره خپلواکي غواړي خو د نورو خلکو خپلواکۍ ته درناوی نه کوي بلکه د هغو خپلواکي د خپلو شومو موخو او ګټو، خپلو ستراتیژیکو ځان غوښتنو لپاره قربانوي.
د هیوادونو خپلواکي هله خوندي کیږي، چې ملي هوساینه، ټولنیز عدالت، ښه حکومتولي ملي پوهاوی، سواد، له وطن سره مینه او د ملت د پرګنو یووالی چې ټول له یو بل سره تړلي دي خوندي شي. تر ظلم لاندې ملت باید دا پوهه، زیرکي، وحدت او له خپله تاریخه خبرتیا ولري ترڅو د پردیو د لاسوهنو، شومو موخو او دهغوي په ستونزو پوه وي او په ځان کې یې د مخنیوي وړتیا ومومي. که کوم ملت د خپلې خپلواکۍ د ساتلو لپاره دا کار ونکړي نو خپلواکي یې ترډیره خوندي نه پاته کیږي.
ولې زموږ ملي استقلال پوره نه دي؟
که دخپل تاریخ په اوږدو کې د هیواد د خپلواکۍ لپاره د خپل ملت بیشمیره ځان ښندنې او پایلې وارزوو، له خپلو تاریخي واقعیتونو سره د احساساتو په بنا نه بلکه عقلاني چلن وکړو، د اوسني نسل او خپلو تیرو اسلافو د قربانیو د نمانځلو ترڅنګ دهغوي سیاسي تیروتنو ته ښه ځیر شو او ورڅخه درسونه زده کړو، له ځانه په رښتیا وپوښتو چې ولې د استقلال له معرکې او د روسانو له ماتې وروسته زموږ د ملت قربانیو سمې پایلې نه درلودې، او اوس هم ځای نه نیسي او همدارنګه د نورو ورته ملتونو حالت ټول راته جوتوي چې د قربانیو ترڅنګ وړ ملي زعامت، په ملت او کدرونو کې سیاسي پوهه، له تاریخ څخه زده کړه او نور د قربانیو ترڅنګ اړین بریښي او بیله دې څوک خپله پوره خپلواکي ترډېره نشي ساتلای. زموږ د تاریخ یو تریخ واقعیت دادی چې بیشمیره ځان ښندنې مو په پای کې ضایع شي او اړینه پایله نشو ورڅخه اخیستلای. داځکه چې موږ خپلې تاریخي لاسته راوړنې او ناکامۍ، ستونزې او تاریخي پیښې په علمی او ملي کچه نه ارزوو او د خپلو راتلونکو کړو وړو او تګلارو د ټاکلو لپاره یې نه کاروو. پایله داشي چې موږ تاریخی تیروتنې بیا بیا تکراروو او پند ورڅخه نه اخلو.
که تاسو د له ټولو مطرح لوبغاړو او د ګوندونو له مشرانو چې اوس او په له څو لسیزو را دیخوا په سیاست کې لګیا دي دهغوی د هغوي د پاته راتلو په هکله وپوښتئ د فکري تړاو پرته به ورته خبرې واورئ. ځکه اوږدو شخړو، د نورو لاسوهنو، د ملي نهادونو ویجاړتوب، د کدرونو کمبود، بیوزلي او د برنامو نشتون او نه پلي کولو زموږ ټولنیزه وړتیا کمه کړې ده او ټول د رهبرۍ له بحران سره مخ دي. په ټولو کې د ستونزو او بریالیتوبونو د کمبود مشابهت ځکه شته ځکه د یوه ملت او ورته ټولنیز کلتور سیاسي ګروپونه که هرڅومره له یو بل سره نظریاتي اختلاف هم ولري کلتوري او رواني مشترکات لري او ورته عمل کوي او له مشابه ستونزو کړیږي. دا پورته ګروپونه هر یو په خپل وار وایي چې موږ ښه نیت درلود خو دې او هغه پرینښودو، شرایط سم نه ول، استعماري طاقتونو له موږ سره مرسته ونکړه او دوکه یې راسره وکړه، ګاونډیانو نامردي وکړه، خلک مو نه پوهیدل، په مادیاتو پسې لاړل، نورو وغولول او داسې نور به ووایي.
هغوي به زر یو څه خپلې لاسته راوړنې درته یادې کړي، خو په هیڅ صورت به یو هم د عمده او ستراتیژیکو غلطیو پړه ونه مني. دا به ونه وایي چې ایا زموږ د ملک حالت مخکې ښه و او که اوس او پای به یې څه وي. دا به ونه مني چې په خواشینۍ سره هغوي له لمړی سره کومه سمه علمي او ازمویل شوې برنامه نلرله. له خپل تاریخه، د ملت له تیرو معرکو، دهغو د پایلو، د ناکامیو، سوبو، او دهغو د لاملونو څخه خبر نه وو.
د پورته نیوکو یاد د دې لپاره نه و چې خدای مکړه د چا سپکاوی د وشي. بلکه هیله داده چې ملي او تاریخي حقایق را برسیره شي.  ښه ثبوت دادی چې له پورته ذکر شوو سیاسي لوبغاړو څخه هیچا هم تر اوسه د اوږدو کلونو په ترڅ کې هیڅ کومه ملي اجندا وړاندې نکړه، خپله ډله او ګوند یې په کومه داسې برنامه راټول نکړ چې د ملت ستونزې حل او هیواد له ناخوالو او د پردو له احتیاجه راوباسي. که د هغوی کارونو، کړنو او دهغوي په زعم د خلکو د بسیج کولو طرز او فکر ته ښه ځیر شئ نو یقین درته پیدا کیږي چې زموږ ډېرئ سیاسي  ګروپونه او نخبه ګان په خواشینۍ سره د دې ملک ستونزو او د پردو لاسوهنو ته ځواب نشي ویلای او ان چې په لاره یې هم نه دي روان. هغوی که څه هم په سییاست کې ښه ډوب دي خو د سیاست په ټولو اړینو چارو لکه د ګوندونو او ملت په رهبرۍ او له ستونزو یې په را ایستلو ښه نه پوهیږي.
پایله
په پای کې دهیواد د خپلواکۍ د کلیزې څخه هر کال ګټه پورته شي ترڅو د ملت تیرو د استقلال معرکو ته په ځیر وګورو، له لاسته راوړنو، له پاته راتلو او نورو زده کړه وکړو. باید له ملي ورځو څخه د ځوان نسل او عامه پوهاوي لپاره ګټه پورته شي ترڅو د هیواد د استقلال سره مینه ولري، په ارزش او ګتو یې پوه شي. که خدای مکړه د خپلواکۍ د خوندي کولو او تل پاتې کیدو لپاره کوم تهدید پیدا کیږي په کومه تګلاره او څه ډول به یې مقابله وکړي.
باید ومنو چې که د ازادۍ د ګټلو په وخت دهغې ساتل، د ملک ابادي، د ملي وحدت ټینګښت، ملي پرمختګ، ملي شتمنۍ ملي اقتصاد او ملي نهادونه له پامه ونه غورځوو. ځکه د ملي نهادنو ورانول اسانه خو بیا جوړول یې خورا ستونزمن کار دی.   
باید زموږ سیاسي قشر، مدني فعالان، دولت او نور هر یو او په ګډه له خپلو او نړیوالو تجربو زده کړه وکړي، د نوو علمي برنامو په پلي کولو سره ملک او ملت له دي حالت څخه راوباسي او د تلپاتې خپلواکۍ او استقلال د خوندیتوب او پرمختګ لپار شرایط برابر کړي.