د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان اقتصاد او شته خنډونه

خیال محمد خپلواک 20.08.2015 12:04

اقلیم او د ځمکې لوړوالی او ژور والي د تاریخ په اوږدو کې د هیواد په سیاسي او اقتصادي و ضعې ژور اثر لرلي. افغانستان وچ او نیمه وچ اقلیم او زیږه او کلکه اراضي لري چې د خورو ورو درو، اسمان څکالو غرونو، دښتو، غونډیو او څړځایونو درلودنکې دی. د هیواد پینڅه اتیا سلنه اراضي په غرونو او دایمي څرځایونو پوښل شوې ده چې له جملي یې دوه برخې د هیڅ یا ډير کم نباتي پوښښ درلودونکې ده.
د افغانستان د اراضي په شکل او جوړښت کې په لویه کچه توپیر لیدل کیږي، د افغانستان جغرافیاوی جوړښت د یوه ځای څخه بل ځای ته حتی په ډیره کمه فاصله کې ډير توپیر لري. افغانستان په ختیځو سیمو کې شني درې، په شمالی سیمو کې همواره او شنه څړ ځایونه، په مرکزي سیمو کې اسمان څکالي او لوړ غرونه او په جنوب لویدیځو او لویدیځو سیمو کې دښتي او نیمه دښتي سیمي لري.
لنډه دا چې افغانستان ېو غرنۍ هیواد دی او د دي هیواد اکثره وګړې په بزګري ، مالداري بوخت دې. بله مهمه خبره دا چې د افغانستان اکثریت خلک د تعلیم او نوی ټیکنالوژی څخه شاته پاتې او د دی بدبختیو یواځینی لامل کورنۍ جګړي وي چې زمونږ د ګران هیواد افغانستان خلک یې وځپل او په هره برخه کې شاته پاتي شول.
اوس مهال د افغانستان د کرهڼی سکتور د ودي په حال کې دی او ۸۵ سلنه اوسیدونکی د زراعت په سکتور کې په کار بوخت دي اما بیا هم افغانستان هر کال دوه میلونه ټنه غنم له نورو هیوادونو څخه را وارده وي، همداسي که په هره برخه کې که وکتل شي نو د بهرنیو توکو را وارده ول زمونږ په هیواد کې یو دود ګرځیدلي چې له دې سره زمونږ د هیواد تولیدات نه په بازار کې ځای لري او نه یې څوک خوښه وي، دا د دولت دنده ده چې خپل کورنۍ تولیداتو ته پخپل هیواد کې بازار جوړ کړی او خلک دي ته تشویق کړي چې له کورنیو تولیداتو څخه استفاده وکړي ترڅو زمونږ د هیواد اقتصاد پیاوړي شي.
لکه څنګه چې مخکې مو یادونه وکړه چې د افغانستان ۸۵ سلنه وکړي د زراعت په سکتور کې په کار بوخت دي نو دولت ته په کار ده چې دي سکتور ته خاصه توجه وکړو، ځکه د ېو هیواد بنسټ په اقصاد ټینګ ولاړ وي، که پیاوړي اقتصاد ولرو نو بیا به لري نه وي چې زمونږ د هیواد وګړي به له پرمختګ څخه شاته پاتې شي. هیواد هغه مهال پرمختګ کوي چې وګړي یې په کار بوخت وي، په هره برخه کې پیاوړي او روځلي کسان ولري، که زمونږ د هیواد تکړه تجاران همدا شان پیسي له هیواد څخه د باندي و باسي او د نورو هیوادونو توکې افغانستان ته را وارد کړي نو له دي سره به زمونږ د هیواد اقتصاد ضعیف شي او د افغانیو ارزښت به هم له لاسه ورکړو. ځکه دلته دننه په هیواد کې مونږ داسي زیرمه یا د پيسو کان نه لرو چې پیسي تري و ځیږیږي او خلک یې له پيسو څخه ګټه پورته کړي.
راځي چې په سر کې د افغانستان بانکي نظام باندی و غږیږو او وګورو چې دي هیواد کې بانکې نظام له کوم ځای څخه په کار پیل کړي او اوس مهال بانکی نظام په افغانستان کې له څه ډول خنډونو سره مخ دی.
افغانستان یو اسلامی هیواد دی چی سود یا ربا کول د پیسو له طریقه پیسو سره حرام او د اسلامي شریعت خلاف کار گڼل کیږي نو له همدې امله د شلمي پیړي تر لومړنی پوري هیڅ رسمي بانک په افغانستان کی شتون نه درلود او شاهي مال په شاهي خزانو کی ساتل کیده، خلکو به خپله پانګه پخپله ساتله او ځینو ښارونو کی به د اعتماد وړ کورنیو له خوا امانت ځایونه جوړیدل، پرته له سود او گټی د خلکو امانت ساتنه یی کوله، په ټولنه کی چی یو تعداد صرافانو شتون درلوده د سود خور او دوزخي په نوم به سپک ورته کتل کیدل. کله چی انگلیسان افغانستان ته داخل شول یو شیمر هندي صرافانو په هند او افغانستان کی فعالیت درلوده د وخت ارزښت لرونکو پیسو لکه اشرفی سکه (عربی طلا )،هندی روپی،انگلیسي پوند او داسی نور د تجارت موخو لپاره تبادله کیدل.
بیا د وخت دولت په ۱۳۰۷ ه ش کال کی یوه موسسه د سهامی شرکت په نوم تا سیس کړه،چی د افغانی ارز ښت د خارجی اسعارو په مقابل کی وساتي، دا لومړنی شرکت و چی پانګه اچونه باندی يې تمرکز وکړ، او په ۱۳۰۹ ه ش کال کی پانګه ئی ۵ ملیونو افغانیو ته رسیده، وروسته بیا دغه سهامی شرکت په بانک تبدیل شو.د بانکوالی عصري تاریخي بهیر په افغانستان کې د ۱۳۱۱ ه ش کال څخه وروسته دهیواد ملی سوداگر عبدالمجید خان زابلي په زیار او مرسته پیل شو.له دی څخه مخکی کریډټی معاملات او د اسعارو تبادله د خارجی صرافانو په واسطه چی په کابل او قندهار ښارونو کی فعالیتونه درلودل ، حتی د دولت لپاره خارجی اسعار به هم له همدغو صرافانو په مرسته اماده کیدل.
دهیواد ملی شخصیت او سوداگر عبدالمجید خان زابلی لمړي ځل لپاره په ۱۳۱۲ ه ش کال کی لمړني بانک جوړیدو ډبره په افغانستان کی کیښوده،چی دافغان ملی بانک( Afghan National Bank) په نوم ونومول شو، ټوله سرمایه يي ۹.۶ملیون افغانی وه چی د خصوصی سکتور ونډه پکی ۷۲٪ فیصده او د دولت ونډه پکی ۲۸ ٪ فیصده وه.
د افغان ملی بانک ترڅو پوری چی دافغانستان بانک تاسیس شوی نه و د مرکزی بانک دنده ئی هم سرته رسوله،د دولت لپاره ئی خارجی اسعار رانیول او د لمړي ځل لپاره ۱۳۱۴ ه ش کال کی د بانک له طریقه بانکی نوټونه جاری شول.
کله چی د افغانستان بانک په ۱۳۱۸ ه ش کال کی تاسیس شو د تاسیس کیدو سر ه سم د افغانستان مرکزي بانک په حیث وپیژندل شو، د هماغه وخت راهسی د افغانستان بانک د مرکزي بانک ټولي د ندي په غاړه لري.
د افغانستان بانک لومړنی سرمایه ۱۲۰ ملیون افغانی وه چی ۷۵٪ فیصده سرمایه د دولت لخوا تهیه او پاتی ۲۵٪ فیصده د ملی بانک لخوا ورکړل شوه. د افغانستان بانک د هیواد مرکزی بانک په حیث دنده لري چی بانکې نوټونه خپور کړي، په دوران کی یی واچوي او د افغانیو ارزښت د خارجي اسعارو په مقابل کی وساتي، دولت ته قرض ورکړي، پرمختیایی پروژي تمویل کړي او حسابونه تصفیه کړي. د افغانستان بانک ټولی دندي د اساس نامی په بنسټ تنظیم کیدل تر هغه پوری چی په ۱۳۵۴ ه ش کال کی د بانکداری قانون نافذ شو او د قانون نافذ کیدو وروسته ټولي دندي د قانون په اساس ترسره کیدلی.
د افغانستان بانک د جوړیدو وروسته ځینی نور سوداګریز بانکونه هم مینځ ته راغلل لکه پښتنی سوداګریز بانک،ګروي او تعمیراتی بانک،کرهڼی پرمختیایي بانک،صنعتی پرمختیایي بانک او صادراتو پرمختیایي بانک، نومونه د یادولو وړ دي. د بانکونو پرمختګ او ترقی لسیزه ۱۳۴۲-۱۳۳۰ ه ش کالونه و چی بانکداری نظام په کی ډیره وده او پرمختګ وکړ.
کله چې روسانو په افغانستان یرغل وکړ او کورنۍ جګړي د بیلا بیلو پردیپالو له خوانه په افغانستان کې پیل شوي، له دي جګړو سره د هیواد اکثریت تولیداتي سکتورونه ویجاړ شول او بیا په ځانګړي توګه د بانکداری سکتور هم ډیرزیات زیانمن شو. د پیسو پړسوپ یا د پیسو بې ارزښته کیدلو لړۍ په افغانستان کې رامینځته شوه، ځکه چې هغه مهال نه په افغانستان کې حکومت ؤ او نه داسي حکومتی وکړي مونږ لرل چې د افغانستان اقتصاد په پام کې ونیسي او زړه پري وسوزه وي ترڅو خپل هیواد له پرديپالو څخه وژغوري، همغه ؤ پینځه زریز افغانیګی او لس زریز افغانیګي بانکی نوټونه چاپ شول او د دي ترڅنګ لس افغانیګی، شل افغانیګی، پنځوس افغانیګي او سل افغانیګي بانکی نوټونه له چلښت (دوران) څخه وغورځیدل، د افغانیو پړسوپ یا بې ارزښته کیدلو لړۍ دومره لوړه شوه چې د افغانیو لیږد رالیږد په لوړ حجم سره کیده ارزښت یی د خارجی اسعارو په مقابل کې له لاسه ورکړ.
کله چې د حامد کرزی حکومت مینځ ته راغی او په ۱۳۸۲ ه ش کال کې د بانکداری نوی قانون تصویب شو یو ځل بیا سوداګریز بانکونو د افغانستان بانک څخه چې د هیواد مرکزي بانک ګڼل کیږي او اوس مهال د افغانستان بانک د هیواد مرکزي بانک دی دفعالیت جوازونه ترلاسه کړل او په فعالیتونو یې پيل وکړ، له دي سره په هیواد کې بانکي نظام یو ځل بیا و غوړیده او بانکې سکتور په افغانستان کې وده وکړه. د افغانستان بانک وشو کولای چې د نوی افغانیو چاپ کیدو سره د پيسو پړسوپ یا بې ارزښت والی بحران مهار کړی او د لمړی ځل لپاره پینځه کلن ستراټژیک پلان له ۱۳۸۸ څخه تر ۱۳۹۲ ه ش کاله پوری جوړ کړه. په افغانستان کې د بانکي سکتور دا پرمختګونه د یادوني وړ دي او باید د تل لپاره همداسي وساتل شي ځکه دا د افغانستان د اقتصاد د پرمختګ لپاره یواځنی لاره ده او له همدي لاري څخه زمونږ اقتصادی چاري په ښه ډول سره پرمختګ کولی شي، د افغانستان بانک چې ېو مرکزي بانک دی او د دي لاس لاندي چې نور تجارتی بانکونه کار کوي باید ډیر پام پري وساتي ترڅو له بحران سره مخ نه شي. لکه څنګه چې کابل بانک له بحران سره مخ شو، که چیرته سالم مدیریت شتون درلوده نو داسی یوه ستره سرمایه به هیڅکله دړی وړی نه کیدله، د رسنیو له لاری به تاسو ډیر څه د کابل بانک په اړه اوریدلی او لیدلی وي خو کابل بانک داسي یو بانک ؤ چې نړیوال شهرت یی ترلاسه کړی ؤ، اما د افسوس ځای دی چې د ناسم مدیریت له کبله زمونږ د هیواد اقتصادی نظام یی ولړزه وه او تر نن ورځی پوري بیرته پښو ونه دریده، ځکه خو یوځل بیا د افغانیو بې ارزښته کیدل د بهرنیو اسعارو په مقابل کې پیل شول.
د پیسو پړسوپ یا بې ارښتي لړۍ ېوځل بیا دوام پیدا کړي، که د کرزی له حکومت څخه تر غني حکومت پوري د افغانیو ارزښت د خارجی اسعارو په مقابل کې مقایسه کړو نو دي پایلی ته رسیږو چې ېوځل بیا افغانی بې ارزښته کیږي او د افغانستان بانک چې همدا یې دنده ده ترڅو د افغانیو ارزښت د نورو خارجی اسعارو په مقابل کې په ېو مناسب قیمت کې وساتي نه یې شي ساتلی، ځکه چې په هیواد کې د بهرنیو توکو وارده ولو لړی دوامداره ده او د دي توکو په وارده ولو کې له ډالرو او نورو خارجي اسعارو څخه کار اخیستل کیږي نو ځکه خو بهرنی اسعار کمیږي او په بازار کې یې قیمت هم لوړیږي نو د افغانیو ارزښت د بهرنیو اسعارو په مقابل کې ټیټ راځي، ځکه خو د ډالرو قیمت نن سبا په بازار کې 63 افغانیو ته رسیدلی دی.
که چیرته زمونږ دولت کورنیو تولیداتو ته پام را وګرځه وي او په بهرنیو تولیداتو مالیه زیاته کړي له یوي خوا به زمونږ د ګران هیواد تولیدات باکیفیته شي او له بلی خوا به دننه په هیواد کې بازار پیدا کړی، د امکان ترحده به په بهرنیو مارکیټونو کې افغانی تولیدات د پام وړ ځایونه ولري، خو د افسوس ځای دا دی چې زمونږ د هیواد لوړ پوړی چارواکی په نورو بدبختیو کې ګیر پاتی شوي حتی د دي په فکر کې هم نه دي چې افغانستان نن سبا ډیر کورنۍ تولیدات لري او دي تولیداتو ته پاملرنه وشي.
خپل اصلی مطلب ته به راشو، اوس مهال په افغانستان کې 14 خصوصی او 3 دولتي بانکونه فعالیت لري د يو راپور له مخي چې د افغانستان د بانکونو اتحادیی ریس ښاغلی خلیل صدیق ویلی ( د افغانستان څلور سلنه وکړی بانکداری سیستم ته لاس رسی لري او هغه امانتونه چی د افغانستان خصوصی او دولتی بانکونو کی د پیریدونکو لخوا ایښودل شويدی ارزښت یی پنځه بلیونه ډالرو ته رسیږي) دا باید هیر نه کړو چې زمونږ په هیواد کې د بانکداری سکتور د پام وړ پرختګ کړی او نړیوالو معیارونو سره برابر خدمات خپلو پیرودونکو لپاره وړاندي کړي.
اوس پوښتنه دا ده چې بانکداری سکتور ته ولی د خلکو لاس رسی کم او دا سکتور له څه ډول خنډونو سره مخ دی؟
لومړی دا چي افغانستان یو وروسته پاتي هیواد دی او اکثره وګړی یی د سواد له رڼا څخه بې برخي پاتي دي، د نفوس زیاته برخه د فقر کرښي لاندی ژوند تیره وي سپما نشي کولای، حتی د ژوند لمړنی اړتیاوی هم نشي پوره کولي، نو دا ډول ستونزي چې د هیواد په کچه شتون ولري، نو بیا به څنګه بانکی سکتور له خنډ سره نه مخ کیږي، بله مهمه خبره چې د یادوني وړ ده هغه دا چې ځینی کسان شته چې هم مالداره دي او هم ښي پیسي لري اما بیا هم خپلي پيسی په بانکونو کې نه ساتي ځکه چي دوی بانکي نظام ته د سود نظام وايی، په دي برخه کې کافی معلومات نه لري. ځکه خو د هیواد بانکی سکتور له خنډ سره مخ کیږي. بله مهمه خبره دا ده چې د هیواد 85 سلنه وګړي په زراعت کې بوخت دي. د زراعت څخه ترلاسه شوی عاید دوامداره نه وي نو دوامداره سپما هم نشي کولي، له دی سره نور هغه پانګوال چې تولیداتي کارخاني لري هغوی هم له بیلابیلو ستونزو سره مخ دي، ځکه چې تولید شوي توکې یې په بازار کې څوک نه خوښه وي او نه ورته دولت پاملرنه کوي، نه هم سپما کولي شي. ېو بل مهم ټکي چې باید یادونه یې وشي هغه ثبات دی، په افغانستان کې بې ثباتي، نا امنی ډیره ده، فساد خپلو لوړو څکو ته رسیدلي ځکه خو یې اقتصادي نظام او همدا شان بانکي سکتور یې له خنډ سره مخ کړي. د دي ترڅنګ سوداګریزو بانکونو باندې د مرکزې بانک لخوا دوامداره څارنه نشته، همدا وجه وه چې کابل بانک د مالی بحران ښکار شو، د خلکو اعتماد په بانکی سکتور کم شو، بله دا چي د افغانستان سوداګریز بانکونه په لوړه کچه پانکه نه لري چې پانګوني زیربنایی پروژو لپاره پانګه اچونه وکړي او اوږد مهال پورونه ورکړي. دا ټول هغه لاملونه دي چې بانکي سکتور یې له خنډ سره مخ کړي.