د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پينځه زره کاله ویده

توریالی ملیار 20.08.2015 14:02

تاسو به وایئ چې دا دی دروغجن پينځه زره کاله و ګوره او خوب، خو دروغ نه وایم ریښتا درته وایم په لدړو لدړو خلک دي چې پسي ویده دي او پسې ویده، دغه خوب هغه افریقايي خوب هم نه دی چې ما د شابدین معلم څخه په ښوونځي کې لوستی و، هغه خوب بل ډول و هغه بیده شوی ژر واژه خو دا خوبونه سړی مړژواندی کوي او د مړه او ژوندي هیڅ پته یې نه لګیږي.

یو وخت داسې هم وو چې دغه خلک ویښ وو نور ویده یې له خوبه را پوتره کول‎، نورو ته یې لارښوونې کولې او نور یې بیداره ساتل خو هغه وخت ډير وړاندې وو ډير پخوا دومره پخوا چې یادول یې اوس یو خوب او یو خیال دی.
هغه وخت یو سپينږیری و، یو ویښ او بیداره سپينږیري یو ځواکمن او هوښيار سپينږیری داسې سپينږیری چې خپل نازولي اولادونه یې ډير ورته ګران وو، د خپلو اولادونو لپاره به یې تل خدای (ج) ته زارۍ کولې چې خدایه دوی مې په تاسپارلي، ته یې راته وساتې، ته یې راته ډير او وپنځوې، ته یې مېنې دومره ابادې کړې چې دښتې او مېرې پرې ډکې شي، هغه به تل خدای ته دا زارۍ کولې او ویل به یې:
دا وګړي ډير کړې خدایه لوه خدایه لویه خدایه!!

خدای یې سوال قبول کړ اولادونه یې ډير شول او مېنې یې ابادې شوې، دومره ابادې چې د ځمکې د مخ خورا پریمانه برخه پرې ډکه شوه، بابا مړ شو خو اولادونه ډيریدل او پنځیدل، مګر اولادونه د پلار په شان نه وو، پلار ویښ خو اولادونه خوبولي وو، دوی له همغه وخته وغزیدل، پریوتل او ویده شول... دوی د پورته کیدو هوډ ونه کړ ګرځيدا ورته تکلیف او کمی مالومیده دوی همداسې خوبولي خوښ وو، دوی وې هوساینه په استراحت، خوب او پریوتلو کې ده، دوی له همغې ورځې ویده دي نه څه اوري نه څه ویني، نه څه وايي او نه څه کوي.

دغه ویده کله نا کله له خوبه راپاڅي مګر اوږد مهال نه د لږ وخت لپاره، د دوی پاڅیدل هم د نورو انسانانو په څير نه دي دوی بیخي بل ډول راپورته شي قهر جن، له غضب او غصې ډک، وغورمبیږي، غاښونه وچیچي او یوپر بل منګولې خښې کړي، لاسونه په وینو سره کړي، ځانونه یو د بل په غوښو ماړه کړي، په خپلو کې سره ستړي شي، ستومانه شي،ټپيان شي، شهیدا شي، قهرمانان شي او غازیان شي دومره خپلو کې سره ټوټه ټوټه کړي چې ځمکه یې په ځایولو حیرانه وي... عجیبه خو لا دا چې د دوی هر مړی شهید او هر قاتل غازي وي.