د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نیمګړي خپلواکي او د ارګ بې تفاوتي

احمدجان تڼی 19.08.2015 23:11

د کابل ارګ د زمری اته ویشتمه یا د دوی په خبره د خپلواکی ورځ ونمانځله . په دی غونډه کی د کابل د ارګ مشر استاد اشرف غنی وینا وکړه . خو په دی وینا کی نوموړی د محکومو افغانانو ( د پنجاپ تر استعمار لاندی په ملتان ، دیر ، سوات ، چترال، باجوړ، دیره جات، ګوادر، کوټه او نورو سیمو کې خلکو ) د حقوقو د تامین او د خپل هیواد سره د دوی د بیرته یوځای کیدوته کومه ایشاره ونکړه.
دا یوازی استاد اشرف غنی نه دی چی د پنجاپ تر استعمار لاندی افغانانو حقوق څخه یی سترګی پټی کړې بلکی دده څخه وړاندی ښاغلی حامد کرزی تر امان الله خان پوری ددی افغانانو او ددی خاوری د افغانستان سره د یو کولو له پاره کومه ایشاره نه ده کړي. او نه یی په دی لاره کی ګوم عملی ګام پورته کړی دی.
د کابل ارګ تر ډیرې اندازی د انګریزانو او پنجاپیانو د استعماری موخو سره سم حرکت کړی او په دی ډول یی لویو ملی ګټوته یی شا کړي ده او د افغانستان په خپلواکی یی د انګریزانو او پنجاپیانو سره معامله کړیده.
په داسی حال کې چی پنجاپ د افغانستان اکثریت خاوره د خپل استعمار او نیواک لاندی ساتی چی له دی امله د افغانستان خپلواکی تر پوښتنی لاندی راځي. یعنی په دی مانا ، په داسې حال کی چی د هیواد اکثریت نفوس او خاوره ازاده نه وی د خپلواکی نمانځل کومه مانا نلري.
ددی په اړخ کی یو شمیر کتونکی وایی چی د پنجاپ واکمنان هڅه کوی چی د افغانستان ( عبدالرحمن خان میراث ) مشرانو ته په مختلفو ډګرونو ( سیاسی ، اقتصادی ، پوځي او اداری ) کی لارښوونی ، یا په بل عبارت سره امرونه وکړي.
د کابل ارګ د پخوا په شان د خپلواکی د ورځې د نمانځلو له امله ټول هغه پښتانه ( افغانان) چی د پنجاپی استعمار لاندی ژوند کوي د یاده وایستل . د هغه افغانانو شمیر چی د پنجاپی استعمار لاندی ژوند کوي د هغه افغانانو په نسبت زیات او خاوره یی پراخه ده چی دوی ځانته خپلواک وايی.
نوموړو پښتنو افغانانو د انګریزانو او پنجاپیانو په وړاندی په میړانه مبارزه کړي ده او دا بهیر روان دی. د بنجاپی استعمارتر نیواک لاندی پښتنو ( افغانان ) هره ورځ د خپلی ازادی د تر لاسه کولو د پاره په سلګونو تلفات ورکوی د دوی کورونه او د اوسیدو سیمی ورانیږی مګر د پنجاپ مرییتوب نه منی.
تر ټولو مهمه او اړینه دا وه چی د خپلواکی د ورځی د نمانځلو له امله د کابل دربار ، چارواکو او سیاستوالو د افغانستان هغو خلکو ته چی د استعمار او نیواک لاندی ژوند کوي یو ښکاره پیام ورکړی وای او د دوی د خپلواکی غوښتونکو مبارزو ملاتړ یی څرګند کړی وای.
دا د کابل د اولسمشر ښاغلی اشرف غنی دنده وه چی د پنجاپی استعمار او نیواک لاندی خلکو ته یی ډاډ ورکړی وای چی دوی به په ټولو امکاناتو سره هڅه وکړي چی د پنجاپی استعمار نیواک څخه د پښتنو د ازادی له پاره په ټولو امکاناتو سره هڅه کوي تر څو دوی د یوه خپلواک ژوند درلودلو سره خپل پلرنی هیواد سره یوځای شی.
د کابل ارګ او واکمنانو دا ډول نمانځنه او د خپل هیواد د اکثریت اولس هیرول ، د خپلواکی د پاره د مبارزینو د مایوسی سبب شوی دی او کیږي.
د محکوم او د پنجاپ تر واک او نیواک لاندی افغانستان په وړاندی د کابل ارګ مبهم سیاست او ناغیړی د افغانستان هیواد ته په لوی زیان تمام شوی دی.
په تیرو یوسل او دیرشو کلونو کی د کابل ارګ هیڅکله دا عملی ادعا ونکړه چی دوی به د افغانستان د هغه خاورې د خپلواکی د پاره مبارزه او جګړه وکړي چی د انګریزانو او یا د پنجاپیانو تر واک لاندی ده.
د کابل اوسنی اداری د پخوا په شان د خپلواکی څلی مخی ته د ګلوګیډی کیښوده او په ارګ کی یی یوه غونډه له دی امله جوړه کړه چی یو شمیر امنیتی کارکونکو ته پکی مډالونه ورکړل شول.
تر ټولو مهمه خبره داده چی په دی نمانځلو کی یوازی د امیرامان الله خان ستاینه کیده . هر چیری د امان الله عکسونه ځړوند و. ددی څخه ښکاریده چی نوی نسل د خپلواکی د جګړی په هکله لږ معلومات لری .
په داسی حال کی چی د ازادی په جګړه د هیواد خلکو غوڅه برخه اخیستی او په زرګونو کسان په دی لاره کی شهیدان شوی دی چی په دوی کی اکثریت د وزیرستان خلک دی.
د افغانستان په ازادی جګړه کی د وزیرستان د خلکو رول قاطع او ټاکونکی و. مګر له بده مرغه د کابل واکمنانو د هیواد د خپلواکی له پاره مبارزه د کابل په دربار کی په یوه وګړی پوری محدوده ګڼي.
ا ځینی کسان داسی هم شته چی د ازادی له پاره مبارزه د ځینو کسانو له خوا په د اخبار په یو څو ګڼو پوری تړي . چی هغه اخبار د خلکو ذهنیتونه راویښ کړل. په داسی حال کی چی د یوه هیواد د نفوسو نهه نوي سلنه بیسواده واوسی په هغه هیواد کی به اخبار څنګه خلک ازادی ته راوبولی؟
که چیری اوسنیو شرایطو ته وګورو چی په سلوکی د دیرشو او شلو ترمنځ خلک باسواده دی خو بیا اخبارونه او مجلی لوستونکی نه لری په اوسنی مهال کی یو اخبار هم په یوه ښار کی سراسری نه دی. اوس هم اخبارونه نشی کولی د خلکو د ذهنیت په روښان کولو کی کومه اغیزه ولری.
درباری تاریخپوهان ددی په ځای چی د خلکو پراخه غوښتنه او تکل په نظر کی ونیسی د پیښو او پرمختګونو سرچینه د کابل دربار بولی. په داسی حال کی چی خلک د تاریخ جوړونکی او د سترو بدلونو راوستونکی دی.
کله چی امیر عبدالرحمن خان ( د امیر امان الله خان نیکه) د افغانستان زیاته برخه انګریزانوته وسپارله. په همدی مهال کی د افغانستان د ازادی له پاره لوی مجاهد ملا پاونده کابل ته راغی چی ددی ناوړه کار څخه لاس واخلی .
مګر امیر عبدالرحمن خان د پرنګیانو سره تر سره کړی معاهده فسخه نکړه او په مقابل کی یی ملاپاونده ته زړه ماتونکی ځواب ورکړ.
ملا پاونده ورته وویل چی ټول اولس د جهاد له پاره تیار دی او خلک دا توان لری چی پرنګیانو ته ماتی ورکړی او بشپړه خپلواکی تر لاسه کړی مګر عبدالرحمن خان ورسره ونه منله . که څه هم ملاپاونده مات زړه وزیرستان ته ستون شو. مګر جهاد ته یی د پرنګی استعمار په ضد دوام ورکړ.
د ازاد او متحد افغانستان د جوړیدو له پاره ملا پاونده نه ستړی کیدونکی ټول عمر مبارزه اوجګړه وکړه او د ژوند تر اخیره پوری استعمار ته تسلیم نه شو.
د پرنګیانو په ضد دری اصلی جبهی ( د فرعی جبهو په اړخ کی ) پرانستل شوی د ننګرهارپه جبهه کی د کابل قواوو د بی کفایته کوماندانانو له امله ماتی وخوړه . خو د کندهار په جبهه کی د کابل پوځونو دفاعی بڼه غوره کړه.
کله چی د انګریزانو په ضد د کابل دربار جګړه اعلانوله په هغه مهال ملا پاونده وفات شوی و، د جنګیالو مشرتوب د ملاهمزالله خان سره و. ملاهمزالله د کابل د دربار د اعلان کلک ملاتړوکړ او ټول مجاهدین د همزه الله خان تر مشری لاندی د وزیرستان ، ژوب او ګومل خلک سره متحد شول او په دی لاره کی په میړانه وجنګیدل
.چی د هغوی څخه ځینی مشران یی عبدالله جان ، اختر جان ،انګور خان ، عصمت خان ، شیرمحمدخان ، سلیم خان، میجر اجمیرخان مندوخیل او میجر مشوخان شیرانی او جرنیل یارمحمد خان مبارزی په قصدی توګه د یاده ایستل کیږي.
ببرک خان ځدارڼ د افغانستان د خپلواکی نومیالی اتل په قصدی توګه د یاده ایستل کیږی. ببرک خان ځدراڼ د نورو مشرانو سره یو ځای د جنوبی خلکو او مبارزینو مشرتوب په غاړه واخیست او په انګریزانو یی مرګونی ګوزارونه وکړل.

چی دوی ټول وزیرستان ، ګومل ژوب او نورې د پرنګی د پوځونو څخه پاک او په سیمه کی د انګریزی پوځونو ماتی یقینی شوی وه.
د افغانستان د ازادی له پاره شپږو زرو څخه زیات وزیر ، مسید ، داوړ او نورو خلکو د شهادت جامونه وڅښل دوی تر دیره غازی خان پوری ټوله سیمه په خپلو وینو رنګ کړه او دا سیمه یی د پرنګي د استعمار څخه خلاصه کړه.
برسیره په پورتنیو قومونو په همدی جګړه کی د لویی پکتیا خلکو ځدراڼ ، منګل ، تڼی ، ګربز، غلجیو قومونو پراخه برخه واخیسته.نوموړو قومونو د کابل د اردو عسکرو له پاره د بریتانوی هند سره د سرحد څخه د تیریدو زمینه برابره کړه . دولتی پوځونه د سرحد څخه تیر او ټل ته ورسیدل.
په دی هکله چی د افغانستان ازادی چا ګټلی ده؟
د ازادی د ورځي په مراسمو کی د حبیب الله خادم رسول الله خبره د یادونی وړ ده چی خلکو ته یی په خطاب کی ویلی و: خپلواکی نه ما ګټلی ده او نه امان الله خان. خپلواکی تاسو ګټلی ده ورځی خپلی ساتیری وکړې
د ازادی په لاره کی خلکو قربانی ورکړی مګر د امان الله خان دربار هم د ازادی او د خلکو د سرښندونو سره جفا وکړه د انګریز په ضد جګړه یی ودروله، ده د ازادی له پاره مبارزین او پوځ پرینښودل چی ټول اشغال شوی خاوره د پرنګی له واکه ازاده کړي ، څومره خاوره( تر دیره غازی خان پوري ) او ازاده شوی خاوره یی بیرته پرنګي ته وسپارله.
هغه وخت تیر شوی دی اوس نوي شرایط دي .
دا شرایط د ازادی او خپلواکی د تر لاسه کولو دپاره نوي پلانونه غواړی .
په تیرو پنځه نوي کلونو کی کابل سیاستوالو او دربار تر اوسه دا روښانه کړی نه ده چی افغانستان کوم دی؟
د افغانستان تاریخی او طبعی حدود کوم دي؟
خو ایا زموږ سیاستوالو او تاریخ پوهانو زموږ خپلواکی تعریف کړی ده ؟
او خلکو ته یی په دی هکله پوره معلومات ورکړي دي؟
ښکاره ده چی په دی هکله د خلکو معلومات نیمګړی دی او دا د سیاستوالو او تاریخ پوهانو ناغیړي ده.
مګر موږ باید واقعیتونو ته ځیر شو او دا پوښتنې باید د افغانستان د سیاستوالو او تاریخ پوهانو څخه وکړو چی :
• چی د افغانستان اصلی او طبعی حدود تر کومو سیمو پوری دی.؟
• افغان اولس څوک دی او چیرې اوسیږی؟
• په اوسنی سیاسی نکشه کی د افغانانو څومره نفوس او ځمکه خوندی ده او نوره چیری ده؟
( یو شمیر رسنی او چارواکی وایی چی د ډیورینډ د کرښی د هغه خوا د پاکستان د خاوری څخه په افغانستان ډزی کیږي. چی دا په خپله د افغانستان په وړاندی یو خیانت فکر کیږي)
• ایا په تیرو شپږ نوي کلونو کی موږ د خپلی خاورې د بشپړتیا له پاره کوم ګام پورته کړی دی؟
( په تیرو دیارلسو کلونو کی ارګ پڼجاپ دی ته وهڅوه چی قبایل وڅپي او تر کنترول لاندی یی راولی او هلته خپل پوځونه ځای په ځای کړي)
• که دا خلک چی په اوسنی ( د افغانستان ) نکشه کی اوسیږی د خپلواکی ورځ ونمانځي نو هغه چی ددی نکشې څخه د باندی دی او د بل د واک لاندې دی دوی څه وکړي؟
• ایا د افغانستان سیاستوال او مشران ، د طبعی حدودو تر منځ د هیواد د جوړیدو له پاره کوم پروګرام لری ؟
• زموږ د اوسنی نکشی څخه د باندی خاوره چا لاندی کړي ده؟
راځي د خپل هیواد تاریخ ته په انتقادی توګه وګورو .
هغه پښتونخوا چی زرګونو کاله مخکی موجوده وه او بابا هوتک اته سوه کاله مخکی چی د چنګیزی یرغلګرو په وړاندی خلک ددی خاوری څخه د دفاع له پاره ځوانان راټولول او یا هغه پښتونخوا چی احمدشاه بابا ورته د ډیلی تخت هیراوه ، دواړو یو حدود درلودل . یعنی داموسین ، اباسین ،کشمیر، ګوادر تر منځ پښتونخوا.
اعلحضرت احمدشاه بابا د پښتونخوا خاوره خپلی طبعی حدودو کی سره متحده او د هغه ځایه چی دی خاوری ته تهدید و ، هغه یی خنثی کړل.
مګر د پښتونخوا زیاتره خاوره د انګریزانو له خوا اشغال او د دی هیواد له وجود څخه بیله کړل شوه او د دی خاوری اشغال د پنجاپ له خوا تر ننه روان دی.
باید ووایو چی د کابل فساد دربار واکمنانو تر ننه پوری د ملي ګټو په ځای شخصی او د کورنی ګټی مهمی ګڼلي او په دی ډول یی هیواد د تباهی سره مخامخ کړي دی.
یوه پوښتنه موجوده ده .
ښاغلی امان الله خان د افغانستان خاوره په کومو حدودو کی فکر کاوه؟
• ایا دده له پاره افغانستان هغه و چی د نیکه ( عبدالرحمن خان )څخه ورته پاتي و؟
• او یا دده له پاره افغانستان حدود ، هغه حدود و چی احمدشاه بابا له خوا ورته د پښتونخوا ( اموسین ، اباسین ، کشمیر ، ګوادر او نور )خطاب ورته کیده؟
بله پوښتنه دا ده :
امان الله د چا له پاره ازادی او خپلواکی غوښته ؟
• د هغی خاوری له پاره چی د نیکه څخه ورته په میراث پاتی وه ؟
• یا د ټولی افغان خاوری له پاره چی په زرګونو کلونو د یوه هیواد په توګه پاتی وه او یو اولس په کی ژوند کوي؟
کله چی ده د افغانستان د ازادی له پاره جګړه پيل کوله نوموړی د ځانه له پاره کوم نږدی او لیری اهداف وټاکل؟
په دی کی هیڅ شک نه شته چی د افغان ـ انګریز په دریمه جګړه کی د انګریزي د وزیر و ، مسیدو، داوړو ، بیټینو ، مروتو، غلجیو او نورو قومونو د افغانستان د قومونو لکه د منګلو ، ځدراڼو ، ټڼیو او نورو په اړخ کی د انګریزی استعمار په وړاندي لوی پاڅون وکړ او تر دیره غازی خان پوری انګریزی پوځونه په شا شول . انګریزانو یوازی د پنجاپ د دفاع له پاره تیاری نیوله . د پاتی خاوری زیاته برخه ازاده او پیښاور هم د داخلی او بهرنی تهدید لاندی و .
که څه هم افغانی قوتونو په ځينو فرعی جبهو کی پرمختګ وکړ خو په ننګرهار جبهه کی یی ماتی وخوړه او د کندهار به جبهه کی دفاعی حالت غوره کړ.
مګر د مرکزی جبهی کوماندان علحضرت محمدنادرخان د هغه پوځی نبوغ له امله چی درلود د خلکو او پوځ تر منځ ژوره همغږی رامنځته کړي وه.
په هند کی هم خلک د انګریز په ضد پاڅون ته تیار شوی و، افغانی پوځونه او خلک د کوهاټ د سیمی خواته د حرکت له پاره تیاریدل چی کابل ورته د بیرته ستیندو او د دیورینډ د کرښی دی خواته د را اوښتلو امر وشو.
یو ټکی چی باید ورته اشاره وکړو چی د امیر امان الله خان له خوا د ازادی له پاره د جګړی اعلان درناوی وړ ، خو بیا د هغه وروستۍ تیروتنې ( ګټلی جګړه یی بایلوده ) د انتقاد وړ دی.
د کابل د هغه وخت دربار یو ځل بیا انګریزی استعمار ته د تباهی څخه نجات ورکړ. د کابل دربار دا ډول خدمتونه په ډیرو حساسو شیبو کی پنجابی استعمار ته هم څوڅو ځلې کړي دي او پنجاپی استعمار یی هم د تباهی څخه ساتلی دی.
که څه هم امان الله خان خپل پوځونه بیرته عبدالرحمن خانی افغانستان ته په شا کړل خو د ازادی له پاره جګړی دوام وموند. انګریزانو د پشتنو څخه د غچ د اخیستلو د پاره یی ډیر بی رحمانه عملیات پیل کړل خو خلک تسلیم نه شول او دی جګړی تر حاجی میرزالی خان او یا ترننه پوری دوام موندلی دي.
په کی هیځ شک نه شته چی په دی جګړه کی ملی اتلان لکه ببرک خان ځدراڼ ، همزلله خان او یارمحمد خان وزیر اونورو په لسګونو مشرانو په اړخ کی غوڅ رول ادا کړ. د دوی او د میړنیو مجاهدینو د کار او سرښندنی نتیجه وه چی انګریز په جنوبی محاذ کی ماتی وخوړه.
خو ددی اتلانو او نورو زړورو مجاهدینو نوم څوک نه اخلی. ما د ببرک خان ځدران ، ملاپاونده د همزالله خان، یارمحمد خان وزیر ، او نورو عکسونه په ډیرو مراسمو کی ونه لیدل ، سبب څه دی؟
په افغانستان کی تر ډیره بریده دا دود دی چی هغه کسانو چی هیواد ته یی تباهی راوړی وی اتلان ورته ویل کیږی او هر چیری یی عکسونه ټومبل کیږی او هغوی چی ازادی او خپلواکی را وړي وي د نوم ورکو کسانو په شان یی د یاده ایستل کیږی.
ایا حاجی میرزالی خان چی د ازادی جګړی له پاره یی تر دی ورستیو پوری دوام ورکړ، او انګریز یی د خاوری څخه وایست ، داو د بنو په لویه جرګه کی دیوریند کرښه ړنګه اعلان شوه . د یاده وباسو.
که چیری امان الله خان د دیوریند د هغه خوا خاوره خپله بللی ، نو بیا یی عسکرو ته د بیرته راتګ امر ولی ورکړ ، ده ته حق و چی افغانی عسکر هملته د ځای په ځای کیدو او د ازادی خاوری د پراخیدو امر کړی وای.
هلته یی رسما دولتی مامورین د کارونو د تنظیم له پاره ټاکلی وای.
یعنی نوموړی د نیمایی څخه زیات افغانستان چی د انګریزانو له خوا اشغال شوی و ،د انګریزی اشغال لاندی پاتی شو.
دلته پوښتنه پیدا کیږی چی ولی امان الله خان د انګریز له خوا د انګریز له خوا د ټول افغانستان د اشغال د ختمولو دپاره مبارزه ونکړه او یوازی یی د نیکه په میراث ( د امیر عبدالرحمن څخه ورپاتي افغانستان یی ) بسوالی وکړ؟ ولی د افغانستان خپلواکه شوی برخه ( د وزیرستان څخه تر دیره غازی خان پوری د ټل په ګډون) یی بیرته انګریزانو ته وسپارله.
د هغه ورځی څخه تر ننه پوری د کابل ټول واکمنان ( د طالبانو په ګډون ) د افغانستان د خپلواکی جشن نیولی دی او په دی مناسبت یی مختلف مراسم په ځای کړي دی. خو تر تر ټولو جالبه خبره داده چی:
د امان لله څخه نیولی تر استاد اشرف غنی پوری د کابل یو واکمن هم د اشغال شوی افغانستان ( لومړی د انګریز او وروسته د پنجاپ ) د برخلیک په هکله کومه څرګندونه نه ده کړي.
د کابل ارګ ته اړینه وه او ده : چی د اشغال شوی افغانستان په هکله د پنحاپ استعماری – تروریستی اداری څخه پوښتنه وکړي.
د کابل دربارونو ( د استاد اشرف غنی د دربار په ګډون ) دا نه وایی چی د اشغال شوی خاوری د ازادی له پاره څه پروګرامونه لری ؟ او په دی مناسبت د اشغال لاندی خلکو د ازادی او یووالی د پاره د مبارزو سره ملاتړ کوی .
د دیورینډ مسله:
د افغانستان خاوره د مختلفو تجاوزونو او د کابل د فاسد دربار د ناغیړیو په پایله کی په څو ټوټو کی د افغانستان څخه بیله کړل شوی ده چی دری ټوټي یی د پنجاپ تر اشغال لاندی او یوه ټوټه یی اوسنی (؟) افغانستان دی.
د افغانستان دولت رسمی سیاست دا دی چی د دیوریند کرښه په رسمیت نه پیژنی د دیوریند تړون د یوی لویی جرګی په ترځ کی په کابل او د بلی لویی جرګی په ترځ کی د بنو په ښار کی لغوه اعلان شو.
خو پنجاب ددی کرښی د رسمی کولو د پاره د افغانستان او په مجموع کی د پښتنو په ضد پراخه جګړه روانه کړی ده په دی جګړه کی د پنجاپ سره ایران او د کابل متعصبه کړۍ هم مرسته کوی او پنجاب هم وکولی شول چی د تورمثلث د نورو دوه کنجونو په مرسته امریکا او لویدیز هم د پښتنو په ضد وجنګوي.
تر څو پښتانه کمزوری او د یوه متحد هیواد غوښتنه ونکړي.
اوس راځو اساسی مسلې ته :
افغانستان یو لرغونی هیواد دی چی په زرګونو کلونو کی یی په ځانګړی جغرافیا کی خپل حاکمیت ساتلی او دلته خلکو د یوه اولس په توګه ژوند کړی دی.
تر اوسه په دقیقه توګه د افغانستان نکشه نه ده رسم شوی چی په هغه کی د افغانستان طبعی حدود معلوم وي.
زموږ ځینی ځوان افغانان د افغانستان نکشه د اعلحضرت احمدشاه بابا نکشه په ګوته کوي .
لومړی باید د افغانستان تاریخپوهان، جغرافیا پوهان، سیاست پوهان ، ټولنپوهان ، اقتصاد پوهان ،وګړپوهان د افغانستان نکشه معلومه او رسم کړی او دا په ډاګه کړی چی افغانان څوک دی چیری اوسیږی ؟
دوهمه مهمه مسله ، د اشغال شوی خاوری د ازادی او د اوسنی افغانستان سره بیرته د یوځای کولو مسله ده. ددی هدف د ترلاسه کولو دپاره باید:
• سیاسی لاری او چاری وسنجول شی چی څنګه کیدای شی دی هدف ته د افغانستان خلک ورسیږی؟
• پوځی لاری چاری ، په دی کی شک نه شته که چیری سیاسی هلی ځلی نتیجی ته ونه رسیږی او یا مقابل لوری سیاسی غوښتنو ته غاړه کینږدی او د پوځی امکاناتو څخه کار اخلی باید څه ډول ځواب ورکړل شی؟
• د رسنیو دندی باید د داسی لوړی ملی مسلی هکله معلومی شی چی دوی باید خپل پروګرامونه څه ډول عیار کړی؟
• د افغانستان هغه خاوره کی پنجاپی اشغال لاندی ده هلته د خلکو د ازادی له پاره د مبارزو څخه کلک ملاتړ
په دی ورځو کی نواز شریف په وزیرستان کی یو کال او څو میاشتی کیږی چی د خلکو د ځپلو د پاره منظم عملیات مخته بیایی. حامد کرزی او استاد اشرف غنی ددی په ځای چی ددی عملیاتو مخالفت وکړی او نواز شریف ته ووایی چی دا زموږ خاوره ده ته د خپل پوځ د پښتنو خاوری وباسه . د پنجاپ د پوځ عملیات تاییدوی .
نوازشریف په وزیرستان کی عملیات ددی له پاره نه و پلان کړی چی هلته د تروریستان ا‌ډې له منځه یووسی . هغه عملیات د وزیرستان د ځپلو او تباه کولو د پاره پلان کړی و.
هغه تروریستان په امنه توګه د پنجاپ لویو ښارونو ته ولیږدول او وروسته یی په سیمه عملیات پیل کړل. پنجاپی پوځ په زرګونو وزیر ، مسید، داوړ او نور خلک ووژل او یا یی ټپیان کړل. نږدی اته سوه زره خلک بی کوره شول. کلی او ښارونه په کنډوالو واوښتل.
دا هغه عملیات و چی د کابل د اداری په موافقه د پنجاب پوځ له خوا تر سره او اوس هم روان دي.
باید ووایو د اخلاقی او سیاسی اړخ له مخی څوک چی د یوی خاوری ادعا ولری او د هغه ځای اولس خپل اولس وبولی په هغه صورت کی اشغال ګر پوځ ته دا اجازه نه ورکوی چی هلته عملیات وکړی بلکی په کلکه تری غوښتل کیږی چی د سیمی څخه ووزی.
د کابل اداره او رسنی د دیوریند د ها خوا خاوری او خلکو په هکله یو نظر او یوه پالیسی نه لری.
په تیرو دیارلسو کلونو کی د ښاغلی حامد کرزی او استاد اشرف غنی ادارو د پنجاپ له خوا د اشغال شوی افغانستان د ازادولو په هکله یو ټکی هم نه دی یاد شوی . په داسی حال کی چی د اشغال شوی افغانستان( پښتونخوا) خاوره د اوسنی افغانستان څخه زیاته ده.
د بلی خوا که چیری د کابل اداره د دیوریند منحوسه کرښه په رسمیت نه پیژنی باید :
• باید د هغه خاوری چی د کابل اداره یی ادعا کوی باید حدود یی معلوم کړی
• هغه خلکو ته چی د پنجاپ له خوا په اشغال شوی خاوره کی ژوند کوی د هغه خلکو سره د ( عبدالرحمن خان په میراث کې پاتی شوی افغانستان ) ژوند کوی برابر حقوق ورکړل شی.
• په پارلمان کی باید د دوی له پاره د دوی د نفوس او خاوری په اندازه څوکی تشی پریښودل شی.
• په دولت کی باید د ورته برخه ورکړل شی.
• دوی ته باید د افغانستان تذکری وویشل شی
• په نړیواله او سیمه ایزه سویه دا موضوع په منظم ډول سره تعقیب شی
• باید د افغانستان د اشغال شوی خاوری خپلواکه کول او بیرته د اصلی هیواد سره یو ځای کول د یوه ملی هدف په توګه وټاکل شی .
دلته یو ملت افغان ( پښتون او نور ) چی د اموسین او د اباسین تر پوری غاړی او ګوادر پوری اوسیږی . دا یو واقعیت دی په دی واقعیت باندی هڅوک سترګی نه شی پټولی او نه سودا پری کولی شی .
ددی ملت ( پښتون ) په هکله د کابل ارګ، پرنګي او پنجاپیانو تر منځ هر ډول پټې او جوتی معاملی د اعتبار وړ نه دی . دا ملت یو عینی واقعیت دی په معاملو سره دا واقعیت نه بدلیږی .
د استاد اشرف غنی دا پالیسی چی د پنجاپ سره په سوله او دوستی کی ژوند وکړي په بشپړه توګه ناسمه ده دا ځکه چی د افغانستان خاوره د پنجاپ په نیواک کی ده د نیواک لاندی او د نیواکګر تر منځ په دوستی او سوله کی ژوند ناممکن دی.
پښتانه حق لری چی د نړی د نورو ملتونو په شان مستقل او متحد هیواد ولری . خپل برخلیک په خپله وټاکي . خپلواکی خلکو ګټلی ده ، خلک یی ساتی او دا نیمګړي خپلواکی به خلک بشپړوی
کله چی پنجاپی استعمار ماتی وخوری او پښتنی سیمی د پنجاپ د اشغال ګر پوځ څخه تشی او د هغه د ملکی ادارو ټغرور ټول شی او ټول پښتانه په یوه ټغر سره راټول شی په هغه مهال کی کیدای شی ووایو چی افغانستان ازاد شو. او د افغانستان خپلواکی به بشپړه شی .