د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نړیوالو پاکستان دخپل سترا تیژیک عُمق له پاره جوړکړی

محمد انور ولید 18.08.2015 13:31

له نن نه (۶۸ ) کاله مخکې بریتانوي استعمار وروسته له هغه د پاکستان په نامه د لوی هندوستان او لوی افغانستان په اصلي خاوره کې د پاکستان په نوم یو ناخلفه نوزادهېواد داسې جوړکړ چې لومړی یې په هندوستان او افغانستان کې د خپل موجودیت په اوږدوکې کټ مټ لکه همدا اوس چې په سیمه او نړۍکې وینو ـ یو څه دوستان پیداکړل چې شمېر یې تر ( یو نیم دوو سوو ) تنو ډېرنه ؤ . دوی هر یوه ته یې د خانۍ ، نوابۍ او اربابۍ پېځوانونه پر پزو  ور وځړول . د وخت حکومتونه هم د همدغو نوابانواو اربابانو له کورنیو څخه ټاکل کېدل . ځکه هغوی به یې پټ په خپلو سیموکې د خاموش اکثریت پرضد تمویلول ، اکمالول او پیاوړي کول . هر یوه خان ، نواب ، ارباب ، قاجار او شاه زاده ته یې په خپلو سیموکې څه نسبي آزادي هم ورکړې وه . ولې بیا هم د استعمار ترڅپېړه لاندې سیمو خبیرو او ویښ ضمیره خلکو د خپلې راتلونکې او برخلیک ټاکلو په خاطر داسې سیمه ییزخوځښتونه د بریتانوي استعمار پر ضد پیل کړل چې  ټوله آسیا ، اروپا او افریقا یې سره و جړقوله .
له دې استعماري ضد خوځښتونو سره سم په ټوله سیمه کې د انګرېزانود استعماري ماشین د فعالیت مخه ډپ شوه . ځکه یوې خوا ته هندوستان خپله آزادي ترې واخیستله او بل لورته د تزاري روس ستر خنډ مخې ته ور ته پروت ؤ . خو بریتانوي ځواکونو او سیاستوالو بیا خپل غچ د سیمې له آزادي غوښتونکو څخه داسې واخیست چې لومړی یې د فکر ، بیان ، قلم او علم خاوندان او ملي خلک په خپلو سیموکې د ناپوهو خلکو په ذهن کې پوچ او پردي پالي ور معرفي کړل ، او اصلي ملي خایْنان دوی په څنګ کې ور سره ونیول او ریښتیني ملي خلک یې ور باندې د ملي خایْنینو په نوم د عامو ؤلسونو او د سیمې د پوهانواو سیاستوالو تر مینځ ډنډوره کړل . د قوم ، ژبې ، لږه کیو ډېرکیو ، مذهب او نورو توطیؤ په نومونو سره یې په سیمه کې بې باوري را مینځ ته کړه او د ملي وحدت کړۍ یې سره وشلولې . د استعمار پر دسیسو باندې پوه خلک یې په ژوند او مرګ د عامه ؤلسونو له مینځه وايستل . او پرځای یې لومړی خپل لاسپوڅي په سیمه کې د اوږد مهال پاتې کېدو او ځمکنیو زېرموغلاکولو په خاطر د واک پرګدیو ورکښېنول او بیا یې د دې سیمو اصل بچیان د ناپوهو خلکو او خپلو مزدورانو په زور له خپلو سیمو څخه پرې وشړل او یا یې مړه کړل . وروسته یې په عامه ؤلسونوکې خرافات او خرابات دواړه څنګ پر څنګ د پر مختګ د مخنیوي په خاطر په سنتي دود باندې تدیدیل کړل .   
چا چې له نورې نړۍ سره د خپل ځان ، خپلې خاورې ، خپل نظام او خپلو خلکو په خاطر اړیکې ونيولې ، هغوی له استعمار څخه ځانونه ګوښه او ورسول . ځکه هغوی ته خپل ځان ، خپله خاوره ، خپل نظام ، خپل قانون او خپل خلک ګران وو . له انګرېزانو څخه یې خپله آزادي تر لاسه کړه . خو هغه عناصرچې د انګرېزانو تر بشپړې قوماندې او سانسور لاندې وو ، د هغوی پر مټ یې د بنګال ، کشمیر او پنجاب په څېر قبایْلي سیمې ور ته پورته کړې . هندوستان یې په کورنۍ اختلافي تبه باندې ونیو او د پنجاب تر مشرۍ لاندې یې د غربي او شرقي پاکستان په نوم یو داسې له فساد او فتنو څخه ډک هېواد په رسمیت ور باندې ومانه چې په هغو کې د انګرېزانو هدف یوازي د مسلمه امت ټوټې کېدل وو او دي . ځکه د پاکستان په جوړېدو سره د سیمې مسلمانان په درېیو برخو سره ووېشل شول : یوه برخه د شرقي پاکستان یا بنګال ( اوسني بنګله دېش ) مسلمانان ، بله برخه د غربې پاکستان مسلمانان ، او درېیمه برخه یې په خپله په هندوستان کې د اقلیتونو په نوم پاتې شول . خو داپه اصل کې د سره بېل یې کړه ـ اېل یې کړه ، د فورمول له مخې یوه انګرېزي توطیْه وه .
انګرېزانو دا کار د نورو هېوادو د نیواک او اشغال له پاره وکړ . ځکه د انګرېزانو سترا تيژیک عمق یوازې په هندوستان ـ او له هندوستان څخه په بېلو شویو هېوادو پورې نه ؤ محصور . بلکي دا عُمق د افغانستان په شمول د دې هېواد له ځمکني کانال څخه منځنۍ آسیا ، منځني ختیځ ، عربي نړۍ او افریقایي هېوا دوته هم ور غځېدلی ؤ . خو له نېکه مرغه چې په هغه وختونوکې مېړنیو افغانانو د انګرېزانو دا شوم آرمان هم ورخاورې ایري کړی ؤ  . ځکه هغه وخت انګرېزانو دری ځلې پر افغانستان باندې پوځي یرغل وکړ خو دری وارې له شرمېدلې ماتې سره مخ او د وروستي ځل له پاره یې له ټولې آسیا څخه استعماري پښه ور ټوله شوه .
ولې د سترا تیژیک عُمق د خوب تعبیر او آرمان یې دادي نن ريښتیا شو . ځکه چې انګرېزانو د نورو غربیانو په ملاتړ لومړی د مجاهدینو نسبي ملاتړته دوام ورکړ ، ور پسې یې ګام په ګام د پاکستان د استخباراتو او پوځ په لاس د مجاهدینو دیني ، ملي یووالی ، پوځي او اقتصادي زور له مینځه وېوړ . ور پسې له ټولې نړۍ سره یوځای د څلورم ځل له پاره بیا د امریکا په مشرۍ آسیا ته د بیو لوژ ‌یکي وسلو او ترورېزم ختمولو په نومو نو را غلل ، لومړی یې عراق او افغانستان لوټه لوټه او در په درکړل ، ور پسې یې په منځنۍ آسیا کې د اقتصادي کمپنیو جالونه وغوړول ، د عراق ( ۰۰۰ ۵۰  ) کلن  ژوندی تاریخ او د تېلو زېرمې یې ور لوټ کړې ، کله چې عراقي چارواکو امنیتي تړون ور سره ونه مانه ، نو بیا یې په وړاندې د مخه ور ته جوړه کړې د بهار عرب ډرامه را پورته کړه . لومړی یې په افغانستان ، پاکستان او منځنۍ آسیا کې د حزب تحریر آوازې خورې شوې . ور پسې دداعش یا خلافت اسلامي په نامه یې یوه ډله په صهیونېستي ملاتړ سره جوړه کړه ، خو لومړی یې په ايران کې د سبز پوشانو په نوم یو تحریک را پورته او د احمدې نژاد د تخت او بخت څېره یې په حسن روحاني باندې بدله کړه ، وروسته له هغه یې د بهار عرب په نامه داسې څپه پرې را پورته کړه چې د امریکې د بهرنیو چارو وزیره هم د نندارې له پاره آن هلته ورغله او له نږدې څخه یې د خپل دې ساخته ګي بهیر ننداره وکړه . ځکه هغه مهال آغلې کلېنټن خپله وویل چې دا د نه منلو یوکار دئ چې تر سره شو ، ځکه زموږ دومره یقین نه ؤ چې داسې ژر به داسې غټ کار وشي .
ریښتیا هم چې د عربو بهار په ډېر لږ وخت کې د ټول خلیج عربي هېوادونه ، منځنی ختیځ او د افریقې شمال شرقي هېوادونه ټول سره و جړقول . کله چې عراقي چارواکو امنیتي تړون ور سره ونه مانه ، نو بیا یې په وړاندې د بهار عرب ډرامه را  پیل کړه ، د سوریې او عراق تر مینځ یې یوه سیمه دداعش یا خلافت اسلامي په نامه لاندې کړه چې دادي اوس یې ټوله سیمه تر خپلې شعاع لاندې راوستې ده .
په ایران کې د احمدي نژاد پر ځای حسن روحاني نصب او دادي اوس یې اتومي پروګرام هم د ( ۵+۱) له خوا په رسمیت و پېژندل شو . ایران له امریکې سره د خپل هسته یي پروګرام پر سر جوړ جاړی وکړ ، خو په بدل کې یې امریکې پر ایران یاندې د یمن او سوریې په څېر عربي هېوادونه وپلورل .
د یمن د رژیم تخته چپه شوه خو تر اوسه پورې کورنۍ جګړه په کې روانه ده . په مصرکې له هغې ورځې را په ایسته کله چې ( ۴۴ ) کاله پخوا صهیونېستي رژیم د مصر پوځي قووت (۸۰۰ ) ټانکونه په یوه ذروي حمله کې ورختم کړل ، او د لومړی ځل له پاره انتخاباتي رژیم په کې مینځته راغۍ ، چې په سرکې یې د لسګونوکالو نظامي واک ګدۍ پرځمکه پرې راو پرځوله ، خو وروسته د یوکال نه بېرته پخوانیو پوځیانو اوعیسوي لږه کیو د سعودي د ملک عبدالله د پیسو په زورکودتا پرې وکړه ، او د مصري مسلمانانو (۸۰ ) کلنې خود جوشه هلې ځلې یې د افغانستان د مجاهدینو په څېر له خاورو سره پرې خاورې کړې .
سوډان په دوو برخو سره ووېشل شو ، ( بې تېلو شمالي ـ او د تېلو لرونکي جنوبي سوډان ) . خو د لېبیا تر نیمې پېړۍ د ډېر وخت قذافي ډوله حکومت ځکه ړنګ شوچې قذافي په سیمه او اعرابوکې دیوه واحد پولي پروګرام د جوړېدو تکل کاوه . او هم یې د خپلو تېلو په زور د اتومي پروګرام جوړولو هڅه لرله .
په منځني ختیځ کې هم عمده تغیرات را غلل . د فلسطین د خود ګردانه ادارې پروسه بیا را پورته شوه . پاکستان ته پټ دستور ورکړشو چې د طالب ، ترورېست او القاعده پروژه نوره زړه شوه ، اوس باید توراو سپین سره بېل او د امارت او خلافت په نومونو وروسته له دېنه تر سپینو او تورو جنډو لاندې دوام ورکړو . ددې خبرې کره ثبوت دادئ چې د مجاهدینو او طالبانود جوړېدو او ړنګولوپرمهال څوڅوکرته د انګلیس او امریکې استخباراتو د پاکستان سر چارواکي او امنیتي او استخباراتي مسؤولین د مثلحتونو او پروژو عملي کولو له پاره د تاریخ په هر پړاو کې ورغوښتي او دا پټې پروژې به پاکستاني چارواکو له امریکې څخه د پوځي او مالي ملاتړ په بدل کې لومړی په اجاره ترې اخیستې ، او بیا به یې په افغانستان او ټوله سیمه کې عملي کولې . ځکه د انګلیس او امریکې عاملین په پاکستان کې جوړېدل ، پوځي ټرېنېنګونه ورکول کېدل ، اکمالات یې کېدل او بیا افغانستان او نورې نړۍ ته د تخریب له پاره لېږل کېدل .
په سیمه او نړۍ کې د خپلو غټو پروژو د راز پټ ساتلو په خاطر د پاکستان ځينې سر چارواکي لکه جنرال ضیاءوالحق او بېنظیر بوټو هم د امریکې له امر څخه د سرغړاوي او تمرُد په خاطرله مینځه ولاړل . ولې پاکستاني استخباراتو بیا د خپلو استخباراتو ځینې مشران لکه کرنیل امام ( سید امیر ) او جنرال شجاع پاشاه چې غوښتل یې د پاکستان د استخباراتو رازونه افشاء کړي د مخه یې خپله ووژل . همداسې د طالبانوځیني مشران لکه ملا بورجان ، ملامشر ، ملا احسان الله ، ملارباني ( حاجي معاون ) ، ملابرادر ، استاد یاسر ، د طالبانو مشر ملا عمر او نور هم د پاکستاني چارواکو او ( آی اس آی ) له اوامرو څخه د سرغړاوي او د خپلو رازونو پټولو په صورت کې له مینځه یووړل شول . او دا لړۍ به همداسې روانه وي . دا ځکه چې په افغانستان ، سیمه او نړۍ کې د ټولو پټو استعماري پروژو د عملي کېدو استخباراتي سوچ بم په پاکستان کې دئ ، خو د قوماندې اصلي مرکزونه یې د ناټو دسر مشریزې ټلوالې له ( اېم آی ــ ۶ ) او ( سي آی اې ) سره دي . ځکه چې ددغه سیمه ییز او نړیوال عُمق د پروژو د لنډ مهال ، منځ مهال او اوږد مهال سترا تیژیک پلانونه ډېر پخوا لومړی هلته طرحه شوي او جوړ شوي . د پاکستان جوړېدل هم ددې پلانونو یوه برخه ده . او د پاکستان له خاورې نړیوال د سیمې هېوادونه په ډېره آسانۍ سره په خپلوکې سره وېشلی شي او دا لړۍ یې همدا اوس په سوډان کې عملي کړې ، په عراق ، سوریه او یمن کې روانه ده ، اوکراین ترآزمون لاندې دئ ، خپله پاکستان د تجزیې پر پوله ولاړ دئ ، خو تر څنګ یې بې هویته پاکستان بیا هم د خپل سترا تيژیک عُمق پلان عملي کول په افغانستان کې لټوي تر څو د خپلو خلکو پام له خپلو پوځي او سیاسي تېروتنو بلې خواته پرې واړوي . ځکه خوکله پر سر حدونو باندې پوځي تېري کوي ، کله د افغانستان د سیندونو د اوبو دعواوې کوي ، کله د ډېورنډ دکرښې د په رسمیت پېژندلو خبره را پورته کړي ، کله منځنۍ آسیا ته د افغانستان په خاوره کې خوشي ترانزیتي بې محصوله لارې غواړي ، کله افغان مالونه ایسارکړي ، کله په افغان پوځي مقرریوکې ( ۳۵٪ ) د خپلې خوښې ونډه غواړي ، کله طالبان برمته او زموږ په وړاندې یې جنګوي ، کله د د افغان تجارتي مالونو پر وارداتو او صادراتو بندیزونه ولګوي ، کله وایي په افغان حکومت کې د ې طالبان واک ولري ، کله وایي چې له هند سره به روابط ډېر نه نږدې کوۍ ، او کله وایي چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد نه استعمالوۍ . یعنې له دې خبرې نه د پاکستان هدف دا کېدلی شي چې امریکا او هند کوم وخت د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد کار وا نه خلي . خو په اصل کې دوی د خپل سترا تيزيک عمق خبره په شف شف سره کوي او په خلاصه خوله شفتالو نه شي ویلی . لکه پاپي د نړیوالې غدۍ تر څنګ یې دوی هم پر ځمکه باندې سولوي . خو دا ارمان به ګور ته ور سره یوسي . پاکستان چې اصلاً د نړیوال سترا تیژیک عمق له پاره جوړ شوی ، اوس غواړي چې خپل عمق پرافغانستان او افغانانو باندې تطبیق کړي . ولې افغانان داسې خلک دي چې د نړۍډېرې  امپراتورۍ یې په خوب پیدې کړې ، خو دا هېواد لا هم تر اوسه پورې ژوندی دئ .
افغان حکومت او ټولو هېواد والوته په کار ده چې خپل اصلي دښمن دې وپېژني . او په خپل ملي یووالي سره دې وروسته له دې څخه د خپلو کورنیو او بهرنیو دښمنانو کږې خولې په ملي سوک ور سمې کړي . هغه کوپړۍ دې نورې ور ماتې کړي چې تل د افغانستان په اړه په کې ناسم تصورات ، اټکلونه او سترا تیژۍ پرتې دي .
ژوندی او سر لوړی دې وي بشپړ خپلواک افغانستان .
مړه دې وي د یو موټی افغانستان کورني او بهرني دښمنان .
مړه دې وي د افغانستان د ملي شتمنیو او ملي ارزښتونو غله .
رپانده دې وي د مسلمان افغانستان د خپلواکۍ بیرغ .
ژوندي دې وي باتور افغانان .