د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زیاولک شهید شو

توریالی ملیار 18.08.2015 12:06

څلورم ټولګی مو وو، واړه وو خولا پوهیدو چې زیاولک د مشرانو لپاره څومره ارزښت درلود او د مجاهدو لپاره څومره مهم و، د مرګ په ورځ یې ښوونځي کې نه شوخي وه نه مستي، یو یو لا په ټولګي کې خبر شو، د زیاولک د شهادت له کلیمي سره به پرې د ټوغکي مرض ولګید او د نورو په څير به یې ورمیږ کوږ شو- ښوونکي یو پر بل پسې ټولګیو ته راغلل، هغه وخت لا د ښوونځي ودانۍ نه وه ټولګیو یوازې د ونو سیورو ته پنا وړې وه- زموږ ښوونکی د ونې ډډې ته ودرید په ډوب غږ یې وویل نن زموږ لپاره تر ټولو بده ورځ ده!! تر ټولو د غم او ستر ویر.. نن ستر مجاهد او د افغانستان خواخوږی شهید شوی- بیا نو ګونډه شو- تبت یدا سورت یې ښه په قیل و قال ووې پسې ټولو د دعا لاسونه پورته کړل- دعا ډيره اوږده شوه کله عربي کله پښتو الهم هلک المشرکین والدهرین، والکموسنتین والخقیین و ل پرچمیین .... دعا په په ژړا واوښته - د زیاولک وړوکي فاتحه په ټولګي کې واخیستل شوه، ټولو ساړه اسویلي وایستل، چا په لمنو او چا په دسمالونو خپلې پوزې او سترګې پاکې کړې، ښوونکي چې سترګې یې له اوښکو ډکې وې په دعا یې تنده ماته نه شوه او دغه شعر دی که نثر مسجع، په ترنم یې پسې ضمضمه کړ: ته چې پيدا شوې خلکو خندل تا به ژړل- خدای دې په داسې مرګ اخته کړه چې خلک ژاړي او ته خاندې....په غریو کې یې غږ راباندې وکړ و باسئ کتابونه!
دوې درۍ ورځې لا نه وې وتلې ښوونځي ته د زیاولک عکسونه را ورسیدل، د قلم اخیستو وس مو لا نه و خو د افغانستان د جهاد د علمبردار عکسونه مو په ډیره تلوسه راونیول...
خبر مې یې لا تر اوسه نه دی هیر شوی: د کور انګړ کې ناست وو، شکنه مو له تروو سره وهلې وه، شنه چای ته مو لا شروع نه وه کړې، ما د شرینیو په قاب کې د ځان لپاره یوه لویه شرینۍ په نښه کوله چې رادیو کې خبر راغی، هغه طیاره چې ضیالحق هم پکې وو، لویدلې ده دا چې په طیاره کې څوک ژوندي پاته دي که نه وروسته به یې په اړه خبر درکړو.
ښه دی دریو لسیزو دربدریو کې خو مو ټولنه دومره د پاکستان په رمز او راز پوه شوه چې پکتیا کې یې د حمید ګل په مړینه ډولونه وغړبول، هغه حمید ګل چې فقید رییس جمهور برهان الدین رباني د پوځ جوړولو لپاره کابل ته ورسره راوستلی و- د داسې پوځ جوړولو لپاره چې حمید لا مخکې ټوټه ټوټه کړی و-
هم مې ووژني په خپله هم په ما باندې ژړا کا څه ښه یار دی ښه یې مینه وژل هسې شیون هسې