د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په کالايس کې د کډوالو په وړاندې نظامي عمليات تر سره کيږي.

یاسر الهاشمی 18.08.2015 12:05

د اروپايي ټولنې د سرحدونو امنيتي سرتيري کالايس ته راځي تر څو انګلستان ته د ناقانونه کډوالو د تګ مخنيوي وکړي او دوی بيرته خپلو هيوادونو ته وليږدوي.
د اروپايي ټولنې د سرحدونو د محافظتي سرتيرو يوه قطعه د فرانسې هيواد کالايس سيمې ته راځي تر څو په کالايس کې د ميشتو کډوالو وضعيت و څيړي او هغه کډوال چې هغوی د پناه غوښتنې وړتيا و نه لري بيرته خپلو هيوادونو ته وليږدوي.
ټولنه وروستې له هغې د امنيتې قطعې د ليږلو پريکړه وکړه چې فرانسوي چارواکي له دغه ټولنې څخه په سيمه کې د کډوالو د ستونزو د حل په موخه د مرستې غوښتنه وکړه. دغه قطعه چې د اروپايي ټولنې د سرحدونو د ساتونکو (Frontex) غړي دي په نژدې ورځو کې به کالايس ته ورسيږي او د پناه غوښتنې پروسې به وڅيړي.
د دې ترڅنګ دغه امنيتي قطعه به پرينږدي چې کډوال په غير قانوني ډول د اورګاډو او لويو ګاډو په وسيله انګلستان ته داخل شي. خو، هغه کډوال چې د پناه غوښتنې وړ وګڼل شي د هغې په اړه به وروسته تصميم ونيول شي. کیدای شي چې ځينو ته يې په انګلستان کې او ځينو نورو ته يې هم په فرانسه کې پناه ورکړل شي.
د اروپايي ټولنې د کورنيو چارو مسؤول ښاغلی (Dimitris Avramopoulos) د روان کال د آګست په شپږمه، د خپلې انګليسي او فرانسوي سيالانو سره خبرې اترې وکړي، دوی د کالايس د بحران د حل په برخه کې د اروپايي ټولنې پر مؤثريت هم بحث وکړې.
د اروپايي ټولنې د کورنيو چارو مسؤول ښاغلی ((Dimitris Avramopoulos ویلي چې کالايس ته تلونکي امنيتي قطعه به د فرانټيکس پورې مربوط د وارسا محافظتي نماينده ګي څخه فرانسې ته وليږل شي. ترڅو د فرانسوي چارواکو سره د کډوالو په راجستر کولو کې مرسته وکړي او همدارنګه هغه کډوال چې د پناه غوښتنې وړ و نه ګڼل شي بيرته خپلو هيوادونو ته وليږدوي.
انګليسي چارواکو د اروپايي ټولنې له دې پريکړې څخه تود هرکلی کړی او ويلې چې کالايس ته د دغه امنيتي قطعې راتګ به په سيمه کې د ناقانونه کډوالۍ په وړاندې يو مثبت ګام وي. خو، انګلستان په خپله خاوره کې داسې امنيتي قطعو ته ضرورت نه لري.
د اروپايي ټولنې سرمنشي آغلی (Cecilia Malmstrom) د دغه ټولنې د کورنيو چارو مسووؤل د خبرو په تائيد ويلې چې اروپايې ټولنه د فرانسوي چارواکو سره د مرسته لپاره تیار او اماده ده.
ميرمن (Cecilia Malmstrom) وويلي چې زموږ امنيتي قطعه به د پناه غوښتونې درخواستونه ته رسيده ګي وکړي. ټول هغه کډوال چې د پناه غوښتنې وړ و نه ګڼل شي د هغې د ليږد په اړه بیا تصميم و نيسي.