د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نه زموږ ملي هویت منې،نه خپل ملي خیانت

قاضي اسدالله عزت 17.08.2015 12:14

نه زموږ ملي هویت منې،نه خپل ملي خیانت،که زه ولسمشر شوم تابه ورک کړم له وطنه!

ملي هویت په یو هېواد کې د ټولو قومونوالبته که په دین اومذهب ګډیا بېل وي، دګډ ژوندیواساس دی، ملي هویت هغه نوم دی چې د یوه هېواد ټول اقوام یې ترچترلاندي په ارامه فضاکې ژوند کولی شي،ملي هویت د یوې ټولني دیوه هېواد د ملا تیر بلل کېدای شي،دملاتیر،چې کمزوری شي، انسان له ټولو فعالیتونوڅخه لوېږي کله ،چې د هېواد ملي هویت په خطرکې شي هغه هېوادته بیا دهېواد په سترګه نشې کتل کېدای، په کومو هېوادونو کې چې د هویت بحران منځ ته راشي بیاد هغه هېواد جغرافیه،کلتور اودین  پرخپل ځای نه دی پاتې شوی له هربحران څخه د هویت بحران خطرناک دی او ترهرځواک د ملي هویت ځواک پياوړی دی اودهرې ټولنې یاهېواد له یومخې ورکې له پاره یې، دښمن هېوادونه په هغه ټولنه  کې خپل لاسپوڅي  کسان ګماري اوبیا دهغوي په مټ د هغوی ملي هویت له منځه وړي ترڅو خپلو دائمي موخوته ورسیږي.
له اوږدو مودو راهیسي حتا د ژوند له پيل  څخه ،انسانانوقبیلوي بڼه درلوده او هر قوم او قبیلې ځانته ځانګړی  هویت درلود، چې دټاکلي هویت په رڼاکې به یې د نورو ملتونو  او قبائیلو سره توپیر درلود.
 هویت او مليت د هر ولس هغه ذاتي ځانګړتیا ده چې د قومي ټولنې په منځ کې یې له نورو قومونو سره توپير ورباندې کیږي .،خو بد بختانه پر افغانانو باندي دګاونډيو هیوادو تر څنګ د سترو قدرتونو د يرغل په ترڅ کې  افغان ملت د نورو محرومیتونو ترڅنګ د هویت له امتیازه څخه هم محروم کړای شو چې ښايي ډیر پردي پال به یې په ارزښت باندي نه پوهیږي.
دڅو پېړۍ یو په تېرېدو سره قومونو قبېلوي ټولنو او حکومتونو پرمختګ وکړ او په پایله کې یې خپلواک او مستقل ملتونه رامنځته شول چې هر ملت ځانته ځانګړې جغرافیه،بیرغ، ځانګړی کلتور،دود او عنعنات ، ځانګړی سیاسی او پوځی ځواک او ځانګري هویت در لودنکي شول.
په معاصره پېړۍ کې سره له دې چې زیات شمیر خپلواک او مستقل هیوادونه رامنځته شول ،چې ددې هيوادونو  دجوړښټ اوپيدایښت ترڅنګ ژور سیاسي اونظامي اختلافات هم  پیل شول،علت یې همدا وه،چې هر ملت د یو ځآنګړي هویت،نشان،ځانګړې جغرافیې ،خاص کلتور اوعنعناتو لرونکی وو  اوپه همدې توګه به  هرنوي رامنځته شوي هیواد دخپل ملي او د یني مقدساتو ،په ځانګړې توګه له خپل خاص هویت څخه  په خپل ټول توان او ځواک سره دفاع کوله.
که تاریخ ته سر ورښکاره  وکړو نودا به راته جوته شې،چې په تیرو وختونوکې به دمختلیفو حکمتونواوهېوادونوترمنځ جکړې  زیاتې وې اودجګړې موخه به ډيری  وخت دجغرافیې په نیولوسره پای ته رسېدله ځکه خویې یو پربل هېواد باندې دجګړې اغیزې زیاتې نه وې،حتا ډیری وخت به داسې جګړې وشوې چې دیوقبلې به ډیر کم وکړي له جګړې څخه ژوندې ووتل،نور ټول به یې له منځه ولاړل،خوله جګړې وروسته به بیاهم هغه کم وکړي په دې باندې وتوانېدل،چې بیرته خپله قبېله په لنډوخت کې په پښو ودروي،ځکه چې ددوی عسکري ناکامي به دوي ته نور هم فکري پیاوړتیا ورکوله،خو کله چې به بیا دکوم ولس په کلتور،هویت،دیني اوملي مقدساتوباندې تیری وشو اوپه همدې مسائلوکې به يې ماتې وخوړه نو د هغه ولس بیا رغېدل،یوځای والی او غچ اخستل به ناشونی کار وو.
سره له دې چې په نړۍ کې زیات شمیر هیوادونه د غیر متجانسو اقوامو او ملتونو څخه جوړ شوي دي،ډيره به نادره وې چې داسې هيوادونه دې پيدا کړای شوچې  د یوې ژبي ویونکي، یو قوم او د یوه دین پيروانو څخه تشکل شوي وي، ولي بیا هم هغوی د خپلو هیوادنو د عمومي مصالحو او ملي ګټو لپاره د ښه ارامه،سوکاله،با امنه اوپرتجمل ژوند  دتیرولو له پاره په ټول هېواد کې چې معمولا ېوه ژبه او يو مليت اکثریت وجود لري د ځانګړي ملي هویت درلودونکي دي او د هماغه هويت په منلو راټول شوي وي.
دګاونډيو هېوادونو په شمول که یوتعداد ،که يو شمير نورو هېوادنو ته ځیرشو اوخپل هېواد ورسره پرتله کړو نو ژر به راته جوته شي چې زموږ هېواد(افغانستان) هم د مختلفو اقوامو او پرګڼو څخه جوړ یو هیواد دی چې د تاریخ په اوږدو کې یې د مختلفو اقوامو ترمنځ ګډ کلتور او عنعنات د رلودلي دي او په مشترک ډول یی کلونه کلونه د امن ، خوښۍ،ورور ولۍ،سوکالۍ او دهېواد دملي ګټو دساتلو اودملي فضاُ دجوړولو په موخه سره ګډ ژوند او مبارزه کړي ده چې ښه بيلګه يې مونږ د روسانو په مقابل کې د ټولو افغانانو يو موټي کيدل ښودلی شو .
دا يو ښکاره حقيقت دی چې ملت ویشنه هېواد وېشنې ته بیایې، کوم ملت چې ووېشل شي نو هېواد یې په اسانۍ سره ویشل کیږي ترکومې چې ملت واحد وي نو هېواد به هم هغه شان مستحکم او ځواکمن وي ملي هویت دیوه هېواد د ټولو ولسونو ګډ ارزښت وي د تاریخ په اوږدو کې ارزښتمندو او  په حقیقت پوهو ولسونو د خپل ملي هویت په سر خپل سرونه په نظرانه کې ورکړي،خو خپل ملي ارزښت یې ساتلی دی هغوی په دې حقیقت پوهېدل که مې ژوند له لاسه ورکړ فقط ځان مې له لاسه ورکړ که مې مال له لاسه ورکړ نو یوڅه مې له لاسه ورکړل که چېرته مې هویت له لاسه ورکړ نو پوی شه چې هرڅه مې له لاسه ورکړل هویت له لاسه ورکول د هرڅه له لاسه ورکول دي کله چې یو څوک هرڅه له لاسه ورکوي نو بیا ژوندڅه معنا؟
په هر هېواد کې دجنګ جګړې اودېته ورته نورو...پېښو منځته راتلل شونې خبره ده اودا ټول هغه څه دي چې په هر هېواد(قوي اوکمزوري) کې هروخت او هره ګړۍ یې امکان لري کنه وای نو هېوادونو به وسله وال پځونه نه درلودل، اردو ،پولیس اواستخباراتي پوځ به یې په ډیر تکلیف اولوړو مصارفو باندي  نه روزل دا یو حقیقت دی،چې زموږ هېواد افغانستان هم یو له هغو هېوادو څخه دی چې د څو لسیزو راهیسې د تپل شوې او پردۍ جګړې په اور کې سوځیږي اوموږ په خپل هېواد افغانستان کې دهرډول پېښو عيني شاهيدان يو دبيلګې په توګه ،په یوه ورځ کې د زرهاوو انسانان قتل کيدل،د خلکو په ناموسو تيری کول ،دخلکومالونه چور کول ،دانسانانو په سرو اوغوږونو باندي مېخونه ټک وهل او په سلهاوو داسې نور ظلمونه کيدل  خو ولس دا هرڅه وزغمل او ددې هېواد د ساتنې لپاره یې دهر دښمن په مقابل کې په نره ودريدل او لا تر اوسه پورې موږ هره ورځ د خپل ځيګر ټوټې قربانوو او په تش لاس په لوړ مرام د خپل هیواد ساتنه کوو..
ولې ددې ټولو ناخوالو ترڅنګ موبیا هم داسې  فکر نه کاوو چې د ملي هویت پېښه به هم زموږ په هېواد کې  رامنځته کیږي او دا خولا دچا په خیال کې هم نه ورګرځېدل،چې داسې یوحکومت به هم زموږپه هېواد کې چوړیږي چې دومره پردي پال او افغان ضد اشخاص به پکې ځای پرځای شوي وي ، چې زما هویت به له منځه وړي اوپه ډاګه به نارې وهي،چې موږ په پېژندپاڼه(تذکره)کې دافغان اواسلام کلمه نه غواړو..
له څه دپاسه  درېو کلنو راهیسې په پېژند پاڼو(تذکره)کې دافغان اواسلام کلمې دلیکلو  په سر جنجال دی ،چې سرچینه یې دپخواني ولسمشر حامدکرزي له دولت څخه اخستې ده اولا دوام لري،پخواني ولسمشر حامدکرزي  چې ځان یې تر نورو ټولو ښه افغان او ترهرچایې ځان ډېرملي ګاڼه ولي ترهرافغان کم وختی ځکه چې هغه کسان هم دده په نظام یا په بله معنا دده ترڅنګ ناست ول کوم،چې په پېژند پاڼه کې یې د افغان اواسلام کلمې دلیکلو مخالفت کاوه اودا چې حامدکرزي دهغو خلکو په څرګندونو باندې ځان کوڼ کړ اوچوپ پاتې شو،نو حامدکرزي د یو شمېر پرديپالو پرزور باندي باور پیدا کړ ولي دخپل میړني ولس په زور باندي یې باور نه درلود ځکه خویې له وېرې ونه شو کړی چې افغان او اسلام کلمه په تذکرو کې راوړي چې دا کار دده په وس پوره وو..
هغه کس،چې په نړۍ کې دویم مفکر باله او دانتخاباتو پر مهال يې له ولس څخه تر همدې نامه لاندې رایه ترلاسه کړه،د ولس د(۴۰)کلونو رژېدلي امیدونه یې په ګرمو خبرو اوکلکو وعدو باندې را تازه کړل  چې خلکو دنورو ټولو وعدو ترڅنګ ددې مسئلې  پرته له کوم فشاره د حل کولو تمه درلوده ولي بدبختانه،چې هغه سړي هم تراوسه غوږ کوڼ اوچوپه خوله پاتې دی.
دملي هویت مسئله دوه اونۍ مخکې  د وزیرانو د شورا په اجنډا کې شامله او د وزيرانو په شورا کې تر بحث لاندې ونيول شوه چې له بحث څخه وروسته پرېکړه وشوه ،چې  باید پېژند پاڼې چاپ شي(داسلام اوافغان کلمې)په نه شتون کې خو بدبختانه د وزیرانو په شورا کې هیڅ یوه وزیر هم دا ورته ونه ویل چې په پېژند پاڼه(تذکره)کې داسلام او افغان د کلمې د لیکلومسئله به څنګه شي دا خو زموږ هویت دی د هویت مسئله خو بایدروښانه ذکرشي ځکه دا خو مهمې کلمې دي!ولې بيا هم بد بختانه دغو محافظه کارو او د اقتدار په نشه مستو وزير صاحبانو د اسلام او افغان د کليمو په پيژندپاڼو کې ليکل خو لا پر ځای پريږده حتا يادونه يې لا هم ونه کړه کله چې یو څوک دخپل هویت په برخه کې داسې بې خبره اوبې پروا پاتې شي  نو دهغه وزیر،دهغه مشر نه به  د هېواد د ابادۍ اوسوکالۍ څه تمه ورلرلی شو؟
زموږ یوتعداد نالوستي افغانان ورورڼه  بیا داسې یو ضعیف دلیل  راوړي چې خیر ده که په پېژند پاڼه کې داسلام اوفغان کلمې نه  ذکرکیږي خو د پیژندپانې  د پاسه یې غټ لیکلي دي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت؟ همدا وروڼه باید پوه شي چې زموږ د هېواد نوم د افغانستان اسلامي جمهوریت دی(ددې هېواد دجغرافې نوم ،دافغانستان اسلامي جمهوریت دی)اود  ملت نوم افغان دی اوددین نوم مو اسلام دی نو په همدې  اساس زموږ ملي هویت افغان او دین مو اسلام دی ،چې باید دا دواړې کلمې(اسلام اوافغان)په پېژندپاڼو(تذکرو)کې ولیکل شي، مګر یو څو پردي پال اسلام ضد او افغان ضد اشخاص کوښښ کوي چې په پېژند پاڼو کې داسلام او افغان کلمې مخه ونیسي زه وایم چې که رښتیا هم دغه پردي پال  ددې دوکلمو(اسلام اوافغان)په پېژند پاڼو کې دنه لیکلو له پاره کوم دلیل لري نو را وړاندي دي شي او دافغانستان ملت ته دې خپل دلیل ووایې او قناعت دې ورکړي اوکه ددې له پاره کوم دلیل نه لري نو زه دافغانستان له شریف اونجیب ملت څخه دا هیله لرم،چې دا اسلام ضد او افغان ضد اشخاص مه پرېږدۍ،چې ستاسو پرهویت باندي معامله وکړي.
دافغانانو له پاره یوه خبره ډیره اړینه ده چې باید ورباندي پوه شي هغه داده،چې په پېژند پاڼه کې د افغان کلمې ترشا یوه لویه سیاسي انګیزه پرته ده که چیرته پردي پالو په پېژند پاڼوکې داسلام او افغان کلمې دنه لیکلومبارزه وګټله نو پوه شی چې دوی افغانستان وګاټه ځکه چې دغه پردي پال نن درسره افغان نه مني سبا درسره افغانستان نه مني کله چې له افغانانو څخه اسلام،افغان اوافغانستان  لیري کړې نو بیا یې دهغه وخت نوم زما نه دی زده که تاسو کوم نوم لری....
ولي زه په دې عقیده یم چې انشاءالله باغیوره افغانان به هیچا ته هم دا اجازه ور نکړي چې بې هویته تذکرې په افغانانو باندي وویشي. او انشاء الله په خپل ټول ځواک سره به  له خپل ملي هویت څخه دفاع وکړي،او دا ټولو افغانانو ته روښانه ده چې په اساسي قانون کې د افغان مسله بیخي واضحه ذکر شوې ده ولي بدبختانه زموږ اوسنی دوه سری حکومت د اساسي قانون د پښو لاندې کولو په صورت کې منځته راغلی دی نو ځکه خو اساسي قانون ورته د احترام وړ هم ندی .
افغان ولسمشر او افغان ولسکشر ته ځانګړې مشوره!!!
دواړو جنابانو دافغانستان اوافغانانو تاریخ یوځل له ځان سره مطالعه کړئ،البته که ډیر يې  نه شئ مطالعه کولی(دغه لنډ۱۰۰کاله)خو ضرور وګورۍ ترڅومخکې له دې،چې دافغانانو پرهویت باندي معامله وکړئ په دې پوه شی،چې (تر څو چې يو افغان وي تل به دا افغانستان وي )افغانان هغه خلګ دي،چې په توره اوډال یې دتوپ اوټانګ ځواب ویلی دی،اوزه په دې باوري یم،چې انشاءالله ویاړلي افغانان به په پېژند پاڼوکې داسلام اوافغان کلمې دلیکلو له پاره ترخپله وسه پورې هڅه کوي اوددې دواړو کلیمو په نشتون کې به تذکرې نه اخلي.