د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کډوالۍ نوي کړنلارې په انګلستان کې د سختو سياستونو ښکارندوی دی.

یاسر الهاشمی 16.08.2015 13:30

انګليسي چارواکي باور لري چې د کډوالۍ د نه کنټرول په صورت کې د انګلستان اوسيدونکي ته ضرر متوجه شي او خلک به ذهنا ناارامه شي، لکه څرنګه چې اوسمهال د امريکا په متحده ايالتونو کې د فدرال او ايالتي ادارو ترمنځ د کډوالو په سر اختلاف راپورته شوی، دمتحده ايالتونو اوسيدونکي د دغه اختلافاتو له امله ډير زيات پريشانه دي.
د انګلستان لومړی وزیر، ډيويډ کامرون او د کورنيو چارو وزيره تيريسا می د کډوالۍ پوليسو سره په ليدنه کې د انګلستان د کډوالۍ د کړنلارو په اړه خبرې اترې وکړې او هغوی ته سپارښتنه وکړه چې د کړنلارو په پلي کیدو کې له جديت او قاطعيت څخه کار واخلي.
د کورونو د خاوندانو او ناقانونه کرايه اخيستونکو په برخه کې نوي وضع شوي اصول، چې د هغې پر اساس د کورونو خاوندانو ته اجازه ورکړ شوی تر څو د محکمې د پريکړې څخه پرته ناقانونه کرايه اخيستونکي له کورونو څخه بهر کړي، دا را په ګوته کوي چې د انګلستان د محافظه کار ګوند د ناقانونه کډوالۍ په وړاندې ډير زيات حساس دی.
دغه اصول د محافظه کار ګوند د هغه سياست برخه چې غواړي ناقانونه کډوال پرې وځپي او د ناقانونه کډوالو لپاره يو ناخوشايند محيط رامنځ ته کړي تر څو دوی پخپله له انګلستان څخه بهر شي. د دې ترڅنګ د محافظه کار ګوند غواړي چې په انګلستان کې د ناقانونه کډوالو لپاره د ژوندانه شرايط سخت کړي تر څو په ناقانونه لارو راتلونکي کډوال په خپل راتګ پښيمانه شي.
له دې وراخوا، د انګلستان حکومت له عامه او خصوصي ادارو او خلکو څخه غوښتي چې د کډوالۍ له اصولو څخه دې څارنه وکړي او کډوال دې وڅاري. دغه کار به له حکومت سره مرسته وکړي تر څو ټول هغه اشخاص چې پرته له معتبرو اسنادو څخه په انګلستان کې اوسيږي له هيواده بهر کړي.
په ورته وخت کې د انګلستان حکومت د کورونو خاوندانو ته خبر داری ورکړی چې د کډوالۍ د قانون د نقض په صورت کې به د حکومت له سخت چلند سره مخامخ شي، حکومت به پر قانون ماتونکو سختې جزاګانې تطبیق کړي.
يوه نوی موضوع چې ډيره جالبه ده او هغه دا چې د انګلستان د کډوالۍ د کړنلارې له مخې ډاکټران نشي کولای چې ناقانونه کډوال معالجه کړي، که چيرې کوم ډاکټر ناقانونه کډوال په قصدي توګه معالجه کړي، يعنې پر دې باندې علم ولري چې دغه شخص په غير قانوني ډول انګلستان کې اوسيږي، نو ډاکټر به هم نقدي جريمه شي.
محافظه کاران پدې خبرې باندې پوهيږي چې د ټاکنو په وخت کې د ترسره کړيو ژمنو د نه ترسره کولو په صورت کې به خپل محبوبيت له لاسه ورکړي، دوی مامور دي چې د کډوالو په وړاندې له سخت چلند څخه کار واخلي ترڅو د کډوالو شميره تر لسګونو زرو پورې راټيټه کړي.