د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ولسمشر غني سوله؛ لس میاشتې شاتګ

نظرمحمد مطمئن 15.08.2015 14:16

امریکا، ناټو، آیساف ، افغان حکومت او په افغان حکومت کې دننه پخواني مجاهدین او پخواني کمونسټان  هڅه کوي چې د طالبانو د ۱۴ کلنې جګړې  ټوله لاسته راوړنه په پاکستان پورې وتړي، او پاکستان د همدې امتیاز په تمه دی.

پخواني مجاهدین له دي امله چې د امریکا په زور يې د طالب حکومت نسکور کړ، کمونسټان له دي امله چې د پخوانیو مجاهدینو جګړه هم پاکستان پورې د طالب جګړې سره یوځای وتړل شي، افغان حکومت او امریکا له دي امله چې د ناټو ماتې پټه شي، هڅې کوي چې د طالب جګړه د پاکستان جګړه وګڼي.

که پاکستان رښتیا هم جګړه کوي، او طالبان روزي، نو بیا د کومو لاملونو له مخې د تروریزم ضد جګړې پر سر امریکا د پاکستان سره په تیرو ۱۴ کلونو کې په میلیاردونو ډالر مرستې وکړي؟

که پاکستان رښتیا هم  د طالبانو د جګړې مشرې پر غاړه لري، بیا ولي په تیرو ۱۴ کلونو کې افغان حکومت ورسره د یوه دښمن هیواد په ډول چلند خپل نه کړای شوای؟

که پاکستان رښتیا هم د همدې اوسنیو افغان مشرانو دښمن وي، بیا ولي يې د خپل کمپاینو په وخت کې د پاکستان پیسې په ورین تندې ومنلي؟ ولي د پاکستان د پوځیانو او استخباراتو سره خوږې او ترخې د شربتونو ډکې پيالې شرنګوې؟  ولي ورسره امنيتې تفاهم لیک لاسلیک کوي؟ ولي يې په تیرو ۱۴ کلونو کې ورسره امنيتې معلومات شریکول؟ او بلاخره ولي يې په ننګرهار کې د طالبانو پر ضد مشترک عملیات وکړل؟ او داچې پاکستان د افغانستان خاوره لاندې کوي خو افغان حکومت پرې سترګې پټوې. آیا د دوو هیوادونو دښمنې همدې ته وایې؟ او که په پټه يې یارانه او ملګري ده خو د افغان ولس په سترګو کې خاورې شیندي.

که د پخوانیو مجاهدینو داخبره سمه وي چې طالبان د پاکستان د ګټو له پاره جګړه کوي، بیا خو د پخوانیو کمونسټانو داخبره هم سمه ده چې هغوی وایې مجاهدینو د پاکستان د ګټو له پاره له کمونسټ دولت سره جګړه کوله، آیا مجاهدین پر دي ژورو خبرو پوهیږي؟ اوس چې د ولسمشر غني حکومت کې  ملکي او پوځي امنيت، د بهرنیانو سره د امنیت تګلاره ، دفاع او کورنيو چارو وزارت د همهغه پخوانیو کمونسټانو په واک ده، هغوی به خامخا کوشش کوي چې د روسانو او دهغوی له پلویانو سره د جهاد مقدسه مبارزه په پاکستان پوري وتړی، او دهمدي له پاره اسانه طریقه داده چې دوی وتوانیږي د همدي کم بصیرته او په چوکیو مینو پخوانیو مجاهدینو په خوله د طالب جګړه د پاکستان د ګټو له پاره ونوموي، بیا به په اتومات ډول نوی نسلونه پريکړه کوی چې د مجاهدینو جګړه له کمونسټانو او روسانو سره د پاکستان د ګټو له پاره وه، د امریکا د ګټو له پاره وه، ځکه خو امریکايې پوځونه بلاخره همدې پخوانیو مجاهدینو افغانستان ته راوستل.

آیا همدا د مجاهد په نوم کسان  یا دپخوانیو مجاهدینو زامن چې  په اردو، پولیسو، محلي پولیسو او  نورو ادارو کې دي، دوی پوهیږي چې د چا د ګټو له پاره جګړه کوي؟  د چا د ګټو له پاره کارول کيږي؟  د ولسمشر غني له پاره؟ د ډاکټر عبدالله له پاره؟  د پخواني ولسمشر کرزي له پاره،د ښاغلي حکمتیار د ارمانونو له پاره؟ د استاد سیاف د ارمانونو له پاره، د خلیلي او محقق د ارمانونو له پاره، د استادرباني او احمدشاه مسعود د ارمانونو له پاره؟  او که د پخوانیو روس پلوه اوسنیو امریکاپلوه کمونسټانو عبدالرشید دوستم،  دفاع وزیر او داخله وزیر په قومانده د امریکا د ګټو له پاره په جګړه بوخت دي.

که لږ په روښانه ډول وویل شي د پخوانیو مجاهدینو زامن د پخوانیو کمونسټانو په چوپړ کې، او پخواني روس پلوه کمونسټان د امریکا په چوپړ کې، دلته هغه د ډاکټر نجیب الله خبره سمه راځي چې وايې خواره دي شي هغه منیځه چې د مینخې کالي مینځي.

د غني سوله: د پاکستان سره دوستي او دښمني

له نږدې لس میاشتي ځنډ وروسته ولسمشر اشرف غني په ناڅاپي ډول د پاکستان ضد څرګندونې د روان کال د اګست پر اتمه نیټه وکړي. سمدستي ورڅخه د حکومت لوړ پوړو چارواکو، مدني ټولنو او د افغانستان بېلابېلو قومونو ملاتړ وکړ.

تر دي چې د پاکستان د ازا دۍ د ورځي څخه یوه ورځ مخکې د اګسټ پر ۱۳  کابل میښتو حکومت پلوه علماو په پاکستان کې جهاد فرض عین وباله.

همهاله د ولسمشر د وینا په ورځ افغان کابينې ته په خبرو کې اجرایوي رئیس هم پر پاکستان نیوکې وکړي، لازم نه ګڼم چې د ولسشر غني او اجرایوي رئیس خبرې دلته رانقل کړم، یواځي لینکونه یې درسره شریکوم  د ولسمشر غني وینا   د اجرايوي رئیس عبدالله وینا

داچې ولسمشر پاکستان ته د دښمن نوم  ووایه، داچې پاکستان يې د افغانستان سره په نیابتې جګړه کې ښکېل وګاڼه، داچې وايې پاکستان له خوا څخه د جنګ پېغام را استول کيږي، داچې وایې پاکستان منځګړی نه بلکه دښمن دی، داچې وایې پاکستان په خپله خاوره کې د مخالفینو د فعالیت مخه نه نيسي، داچې وايې د سولې د خبرو ابتکار به نور د افغانانو سره وي، د پاکستان لاس به لنډ کړم، او نور له پاکستان څخه نه غواړي چې طالبانو ورسره د سولې خبرو ته کینوي

دا چې  افغان حکومت وايې په کابل کې په وروستیو بریدونو کې د پاکستان د پوځ او استخباراتو لاس و،  او هغه انفجاري مواد چې په بریدونو کې کارول شوي دا د هیوادونو په انحصار کي دي، پرته له هیوادونو څخه نور چاسره نه وي

دا ټولې خبرې داسي بريښې چې د کومو ځانګړو موخو له پاره ولسمشر غني وکړي، او ځينې څیړونکې فکر کوي چې د همدي خبرو اړوند به له پاکستان سره ممکن مخکې له مخکې تفاهم شوی وي، ځکه چې یواځي احساسات و،  یواځي خبرې وي،  ددي له پاره چې که پاکستان د افغان حکومت غوښتنې ونه مني ولسمشر غني  کومه سره کرښه کش نه کړه، بلکه ددي ورهاخوايې وویل چې پاکستان ته به لوړ پوړی هئیت استوي.

لومړي: داچې په کابل کې د شاه شهید برید چې لاهم څرګند نه دی چې د کومو استخباراتو کار به و، هلته چې تر ۴۰۰ زیات افغانان پکې ژوبل شول، او نږدې ۲۰ تنه پکې ووژل شول، او نږدې ۲ ميلیون ډالره مالي زیان يې واړاو، دغې پېښې د افغانانو سخت غبرګونونه راوپارول، له دولت څخه يې وغوښتل چې د پېښې عاملین په ګوته کړي، که په ټکسي کې سړی سپور شي، که په بس موټر او یا هم کراچې وال او یا سېمه کې نږدې دوکاندار سره خبرې وشي هغوی ټول وايې چې دا برید د بهرنیانو له خوا تر سره شوې.

د همدې فشار کمولو له امله ولسمشر بیا هم وتوانید چې د خلکو ذهنتونه بل لورته واړوي، د پاکستان سره د دښمنې خبره ، رښتیا هم لکه چې په تیرو وختونو کې يې د خلکو ذهنونه په خیالي سوله مشغول ساتلي و، داځل هم وتوانیدی چې د شاه شهید له پېښې څخه د خلکو ذهنتونه بل لورته واړوي، او هغه دده په ظاهره د پاکستان ضد څو جملې چې په عمل کې به يې هېڅکله هم ونه ونیو.

دوېم: د طالبانو پرله پسې حملې د کابل زړه کې، او په ځانګړې ډول د قصبې سېمه کې چې ویل کيږي بریدګر د افغان ځواکونو په رنجر موټر کې ننوتي د بهرنیانو په ګډون يې افغان قراردادي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله واړوله، د علومو اکاډمي برید، د هوایې ډکر په خوله کې برید، هغه څه وو چې د افغان حکومت ضعف څرګندوي، له همدې امله به وه چې ولسمشر غني ظاهرا د پاکستان ضد خبرې وکړي، تر څو خپلې امنیتې او دفاعي ناکامۍ  پټې او رسنۍ بل لورته کش کاږي.

درېم: داچې د پاکستان په خوښه به يې د پاکستان ضد څرګندوني کړي وي تر څو پاکستان ته بیا دا زمینه مساعده شي چې طالبانو ته ووايې چې د افغان حکومت ډیر زیات فشار دی، باید تاسي له افغان حکومت سره مذاکراتو ته کښينې، ولي افغانان پوهیږي او تجربو ثابته کړي  چې د فشار  لاندي خبري هیڅ وخت نتیجه نه ورکوي.

څلورم: ډیره مهم مسئله ده، هغه د هویت پاڼو (برېښنايې تذکرو) د وېش خبره ده چې غني يې په وار  وار د پېل کیدو وعده کړي، او کله خو به يې اجرايوي رئیس پړ ګاڼه چې په مخ کې يې خنډ دی، ولي کله چې له ډاکټر عبدالله سره ناستې وشوې، هغه وعده کړي چې زه په خپله تذکره کې د افغان پر نوم لیکلو ویاړم، ځوانو مدني بنسټونو ګوت څنډنه کړي وه چې که په ژمنه شوې نیټه د تذکرو د وېش لړۍ پېل نه شي نو لاریونونه به وکړي، داچې ولسمشر غني لا هم ژمن نه دی چې د تذکرو لړۍ شروع شي، له دي کبله به وه چې د ځوانانو ذهنونه بل لورته واړوي او په  ظاهرا د پاکستان ضد خبرې وکړي.

یو بل مهم سوال چې پيداکیږي، د پاکستان د ازادۍ د ورځې سره همهاله لوړ پوړي افغان هئیت  (بهرنیو چارو او دفاع وزیران او د ملي امنیت مشر) پاکستان ته لیږل کیږي، آیا په پټه خو به دوی د چوده اګست ۱۴ اکست د پاکستان د ازادۍ د ورځې مبارکي ته نه وي ورغلي، وبه ګورو چې د ۱۳ اګست د پاکستان د صدراعظم او سرتاج عزیز سره د دوی د خبرو لاسته راوړنه کومه ده؟ رښتیا به هم پاکستان داځل پر خپلو ژمنو چې د امنیت اړوند به له کابل سره مرسته کوي، وفا وکړي یا نه؟

د بهرنیو چارو خبرپاڼه چې د هئیت له بیرته راتګ وروسته خپره شوې، هیڅ نوي څه پکې نشته، داسي ښکاري چې د افغان هیئت دغه سفر بې نتیجې و، او دا یو بل شرم دی چې پاکستان د هیئت ورتګ ته هیڅ ډول اهیمت ورنه کړ.

او که موږ له ولسمشر نه پوښتنه وکړو چې عملي کوم څه د فشار په لاس کې لرئ چې د پاکستان د لاسوهنې د بندیدو له پاره يې وکاروئ؟  ځواب يې دوی ځکه نه لري چې له ولس سره يې فاصله نیولي، ځواب دادی چې د افغان ولس هیلو ته مثبت ځواب ویل، او رښتونې سوله مخامخ له طالبانو سره خبرې او دبهرنیو پوځیانو وتلو ته لاره هوارول دي.

د سولې اړوند تر ټولو مهمه خبره چې زما خوښه شوه د ولسمشر غني لاندي جملي دي:

(( موږ په دې پوهیږو چې له سولې سره څوک مخالفت کوي او ولې یې کوي؟ هر هغه څوک چې په جرمونو، د پوډرو په کاروبار او په ظلمونو کې یې لاس دی، او هر هغه څوک چې د پردیو لپاره د افغانستان د تباه کولو نیت لري، د سولې دښمن دی. دغسې کسان له سولې ویره لري، ځکه له قانونه ویره لري او له اباد او باثبات افغانستانه په ویره کې دي. تجربې ثابته کړې ده چې کله هم سولې ته امید زیات شي، د سولې په مخالفانو اور بل شي  ))

تر دي ځایه بالکل هر څه د اوسني ګډ حکومت  او کرزي د حکومت پر چارواکو صدق کوي، او رښتیا هم چې هم دغه کړۍ د سولې مخالفت کوي.

ولي وروستۍ جملې يې طالبانو ته ځانګړي شوې (( او بیا نو وحشیانه حملو ته زور ورکړي خو دغسې حملې به مونږ نه د سولې له مقدس مقصده منصرف کړي او نه به مو دې ته وهڅوي چې جګړه مارو او شرپسندو ته امتیاز ورکړو. مونږ به سوله له هغه چا سره کوو چې د انسانیت ، اسلامیت او افغانیت په معنا پوهیږي او خپل وطن د پردو د ګټو لپاره نه ړنګوي))

د کرزي او پاکستان دښمني

زه باوري یم چې پخواني ولسمشر کرزې له پاکستان سره په پټه ډیرې ښې اړيکې درلودلي، او زه باوري یم چې په د بن لومړۍ غونډه کې د ښاغلي کرزي په انتخاب کې هم د پاکستان نفوذ مهم و،  او په اسلام آباد کې د امریکا او نورو هیوادونو سفیرانو سره د ناستو ترتیبولو کې ،  مخکې د امریکا له حملې همدا پاکستان و چې له کرزي سره يې ددغو ملاقاتونو په کولو کې مرسته کوله.

په ۲۰۱۲ ز کال کې همدا کرزی و چې د لومړي ځل له پاره يې د پاکستان سره د سرحدونواداره  (باډرمنجمنټ) هوکړه وکړه. همده پاکستان ته پر سرحد د ازغزن تار او يا خندق کېندلو اجازه ورکړه. آیا دښمنې همداسي وي؟

د همدې کرزي په وخت کې په ګوښته کې پاکستان د افغانستان سرحد کې تیری وکړی، د همده وخت کې پر کونړ توغندي وېشتل کيدل او دهمده وخت کې په کندهار او ننګرهار کې د پاکستان د خوښې والیان ټاکل کېدل. آیا دښمنې همدېته وايې؟

کله چې امریکا، بریتانیا د ۲۰۱۴ کال ولسمشریزو ټاکنو له پاره د کرزي د کورنۍ او دده د خوښې د کاندید رد وکړ، پاکستان چې د امریکا او بریتانیا د ګټو خوندي ساتلو له پاره په سېمه کې د همدې هیوادونو په مرسته نفوذې هیواد دی، دوی هم د کرزي سره روابط د امریکا او بریتانیا پر تګلارو سم کړل، همهغه و چې کرزي يې په وروستیو وختونو کې ډیر زیات مخالفت پېل کړ، خو يواځي په خوله، په عمل کې يې هیڅ نه کولای شوای او نه یې هم وکړل.

ولسمشر کرزي هیڅکله ونه غوښتل چې د رښتوني سولې له پاره چمتووالی وښيې او د سولې د هرې کوچنۍ او لويې هڅې مخنیوي يې په ډیر مهارت سره کاو، تر ټولو مهه يې په قطر کې د طالبانو د استازي دفتر د خلاصیدو مخنیوی بللای شو، داسي ناتاید شوې  راپورونه هم شته ځينې هغه د طالبانو د سولې استازې چې په پټه کابل یا کندهار ته د کرزي په وخت کې راتلل هغوی هم د کرزي د حکومت له خوا پاکستان ته لاس تړلې سپارل شوې.

د کرزي د حکومت  دښمني له پاکستان سره  يوه بله عجیبه بېلګه داوه چې د ایران او پاکستان بلوچو ته منلی مشر عبدالمالک ریګې ویل کیږي په کندهار کې ونیول شو او ایران ته وسپارل شو، داچې ایران الوتکه اړ کړله چې د ایران په خاوره کې ناسته وکړي او بیا ریګې ونیسي دغه دعوه هغه هیواد چې پرواز  ایران يې ورڅخه د پرواز دعوه کړي وه، او هغه هوایې شرکت چې ایران يې نوم یاد کړی و، د هوایې شرکت او یاد شوې هیواد له خوا رد شوې وه.

په دغه کار سره د پاکستان بیلتون غوښتونکې بلوچانو هم پر افغانستان خپل باور د لاسه ورکړ، او له هغه وروسته يې د خپلو مشرانو او جنګیالیو تګ راتګ له افغانستان او په ځانګړې ډول کندهار ته کم کړ.

بلوچو من حیث قوم بده وګڼله چې د ایران سره د بلوچو په وهلو او پرځولو کې افغان حکومت مرسته کوي، همداسي ممکن ده چې کله يې له پاکستان سره ګټې شریکې شي همدا کار به وکړي، همدغه فشار چې افغان حکومت د پاکستان پر وړاندي کاراو، هغه يې  د کرزي په ورستیو وختونو او اوس وخت کې له لاسه وتلی دی.

پاکستاني طالبان چې ویل کيږ د هند لاس هم پکې شته، افغان حکومت د فشار په ډول نه بلکه د هند د ګټو له پاره دغه کار کړی و، ځکه کرزي له هند سره ډیرې نږدې اړېکې لرلي، همدا لامل وو چې زموږ بې ګناه افغانان يې په ګوښته او کونړ کې قربانیان و.

د حامد کرزي ننګه د ولسمشر غني په ظاهره پاکستان ضد خبرو څخه ملاتړ، هغه څه دي چې هم د کرزي څرګندونو او هم د غني څرګندونو ته افغان ولس د شک په سترګه ګوري.

لاهم د کرزي په څنګ، د غني په څنګ او عبدالله په څنګ کې ډیری داسي څیرې شته چې د پاکستان ګټو ته ژمن دي، او پر دي به هم په لیکنه کې وروسته بحث وګورئ

د پاکستان جاسوسان ، د غني او عبدالله پلویان

ویل کيږی چې  د پخوانی ولسمشر کرز ي په و وخت کې په ارګ  کې د پاکستان د جاسوسانو خبرې کېدلي، چې باید جاسوسان په نښه شي، هغه وخت کې رحیم وردګ د دفاع وزیر و، وایې چې کرزي  رحیم وردګ ته مخ واړاوو  ویې ویل چې : زما څنګ کې ناست وزیر دفاع جیب کې اوس هم پاکستانۍ کالدارې دي، اینه جاسوس رحیم وردګ

ویل کيږي چې د حاجي صاحب دین محمد خاص خبرې له د پاکستان له کومې ادارې  سره ثبت شوې وي، بیا کرزي وروغوښت چې ولي يې داکار کړی، حاجي صاحب دین محمد په ډیر ساده ډول سره ورته داسي ځواب ورکړی وو، دوه وروڼه او يو ځوی یې راته وواژه، ځان پري نه وژنم، دا مې مجبوریت دی

افغان حکومت چې د پاکستان د جاسوسانو خبره کوي، ډیره عجیبه ښکاري، سمه ده چې د ډاکټر عبدالله عبدالله هدف به زاخیلوال وي، ځکه یوځل په افغان کابینه کې هغه وخت چې ډاکټر عبدالله د بهرنیو چارو وزیر و، د زاخیلوال او عبدالله ترمنځ لفظې شخړه شوې وه، او بیا چې دی اجرایوې رئیس شو،زاخیلوال لا هم د ماليې سرپرست وزیر و، د اجرایوي ریاست له پاره يې غوښتل شوې پیسې ناقانونه وګڼلي او اجرايوي ریاست ته يې د پیسو د ورکړي مخه ونیوله نو ځکه به د عبدالله هدف د پاکستان له جاسوسانو څخه زاخیلوال وي، خو بل لورته يې میرویس یاسیني ته پام نه دی، هغه چې د ډاکټر عبدالله تر ټولو نږدې ملګري او دوست دی، هغه چې په ۲۰۰۹ ز کال او د ۲۰۱۴ ز کال انتخاباتی کمپاین له پاره يې د پاکستان نغدي مرسته د ډاکټر صاحب عبدالله له پاره ترلاسه کړه.

دا ډول د کابل په هغه بریدونو کې چې ولسمشر  غني، ډاکټر عبدالله او ملي امنیت پکې د پاکستان لاس لرل ذکر کړي، میرویس یاسیني له پاکستاني مشهور ټلویزون سره په خبرو کې د پاکستان هر ډول لاس لرل رد کړی.

د ولسمشر غني د کمپاین ملګري څوک و؟ آیاد پاکستان خواخوږې پکې نه و؟ اوس چې ورسره ملګري دي آیا داسي لږ کسان دی چې د پاکستان خواخوږي لري؟

ديته په کتلو سره چې د ولسمشر غني او اجرايوي رئیس په ډلو کې ډیر مهم د پاکستان خواخوږي کسان شته، بیا ددوی له خوا دغسې څرګندوني شکونه پیداکوي، که رښتیا هم دوی پاکستان خپل دښمن ګڼې يا يې لوبغاړی ګڼي، په کار داده چې لومړی خپله ډله چاڼ کړي، سمه ده د کمپاین په وخت کې به يې ورته اړتیا درلودله، اوس خو به اړتیا نه لري، ولي يې همدا کسان ځان سره ساتلي دي

د غني سوله : لس میاشتي په شاتګ

غني په وازه خوله نارې وهلي چې د سولې کیلۍ د پاکستان سره ده، پاکستان ژمنه راسره کړي چې سوله راولي، طالبان مذاکراتو ته کینوی، یوځل خو يې په کوچني اختر کې د وفات شوې ملامحمد عمر مجاهد څخه مننه وکړه، د مرې غونډه يې  د امریکا، چین او ملګرو ملتونو باندی هم  هرکلی وکړ، د دوېمي ناستي زیری یې ورکړ او له دي سره سره يې د اوربند خبرې کولي.

له طالبانو سره له مخامخ خبرو څخه يې انکار کاو، په دي معنی چې که طالبان د پاکستان په خوښه او دهغوي تر چتر لاندي خبرې کوي، افغان حکومت چمتو دی، ولي د طالبانو سره مخامخ خبرې کول د طالبانو په رسمیت پېژندل او یا هم طالبانو ته مشروعیت ورکول دي.

کله چې طالبانو د سولې خبرو ته چمتووالي نیوی، هغه وخت افغان حکومت په لوی لاس طالبان د پاکستان غیږې ته ور ټېل وهل.

اوس چې طالبانو خپل نوی مشر ټاکلی، دابه ورته اسانه  کله وي چې خپل نظامي ځواکونه په اسانې سره ډیر ژر د سولې د مذاکراتو ملاتړ ته چمتو کړي، اوس چې طالبان نه شي کولای سمدلاسه خبرو ته ننوځي ، افغان حکومت  وایې چې له طالبانو سره مخامخ خبرو ته چتو یو،  او د پاکستان منځګړيتوب نه منو، داسي ښکاري لکه په لوی لاس چې د سولې د خبرو د مخنیوي له پاره هڅې کيږي، کله چې طالبان چمتو وي، حکومت او نړیواله ټولنه ستونزه لري، کله چې طالبان ستونزه ولري بیا دوی همدا د ناستو او مذاکراتو خبره کوي.

۲۰۱۶ ز کال ډیر نږدې دی، ۲۰۱۵ مخ په ختمیدو دی، که د سولې مذاکرات تر ۹ میاشتو پورې کومه نتیجه ورنه کړي، بیا به ستونزمنه وي چې دغه خبرې دي نتیجه ورکړي، او لږ ترلږه طالبان تر ژمې مخکې به ممکن نه وي چې د سولې خبرو ته کښيني.

پلان خو داو چې د مرې د غونډې وروسته دوېمه ناسته کې که طالبان غوښتنې لري، او په پاکستان کې خبرو ته نه حاضريږي، نو افغان حکومت او نړیوال به دا ومني چې د طالبانو د قطر سیاسي دفتر په رسميت وپېژني او هلته به په قطر کې دوېم وار خبرې وشي، چې  دا يو ښه او مناسب او پرځای کار به وو، ولي د پاکستان له خوا د ملامحمد عمر د مرګ رسنیز کېدل،بېلابېلو فشارونو او د طالبانو د وېش هڅو بالاخره د سیاسي کمیسون مشر سید محمد طیب آغا هم استعفی ته اړ کړ.

ماته خو د ولسمشر غني خبرې داسي معلومیږي لکه چې د عطاء نور په اړه يې کړې وي، یواځي خبرې وي، عمل نه و، لکه چې د هرات د کانونو د استخراج د بندیدو خبرې يې کړي وي، لکه چې د سولې شعار يې يواځي په خوله و، لکه چې د اقتصادي ودې خبرې يې کړي وي، لکه چې  د دندو د ډیروالي خبرې يې کړي وي، لکه چې د سهامي شرکت د نه جوړيدو خبرې يې کړي وي، لکه چې په واک کې په فساد ککړو د نه شاملیدو خبرې يې کړي وي، لکه چې  د شپږو میاشتو د ازموینې خبرې يې کړي وي، لکه چې دا که ونه توانیږي نو استعفی به ورکوي، ملت ته به ځواب وايې، ماته يې د پاکستان ضد خبرې هم همداسي ښکاري، په عمل کې به هیڅ هم نه وي.

په کار خو داوه چې د هئیت تر راګرځيدو وروسته دوی څرګندونې کړي وای، او بل داچې  ډیری څیړونکي په دی نظر دي چې پرته د پاکستان په اعتماد کې اخستل او د سولې پروسې څخه د رښتونې ملاتړنه کول،  د سولې خبرې نتیجه نه ورکوی، او داچې يواځي ټوله خبره او ټول واک د طالبانو پاکستان ته ورکول شي هغه هم نتیجه نه ورکوي، نو په کار داوه چې د پاکستان څخه ولسمشر غوښتي وای چې د سولې ملاتړ وکړي او طالبانو پر سر امتیازات پاکستان ته ورنه کړي.

د ولسمشر غني او اجرائيوي رئیس د ۸ اګسټ څرګندونو لویه لاسته راوړنه به داوي چې د سولې پروسه لس میاشتې بیرته شاته ټېل وهي، هغه لاسته راوړنه چې دوی يې په تیرو لسو میاشتو کې دعوه کوله هغه به له لاسه ورکړو.

پاکستان د امریکا او بریتانیا ستراتیژیک ملګری هیواد دی، افغانستان ته امریکا د خپل غلام په سترګه ګوري، په دي معنی چې د افغان حکومت مشران د امریکا په مستقیم داخلت واک ته رسيدلي نو بیا به د پاکستان په ضد د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله خبري څومره د باور وړ وي.

ددي پر ځای چې د پاکستان ضد څرګندوني کوي، د انګور آډې کې د پاکستان د سرحدي قرارګاوو او ودانیو جوړولو مخنیوی دي وکړي، په ګوښته کې دي د پاکستان د تاسیساتو د پرمختګ مخنیوي وکړي، په کونړ باندي د پاکستان د توغندیو د ويښتلو مخه دي ونیسي، په سرحدونو کې د خندق کیندلو مانع دي شي، او په کار وه چې امنيتي تفاهم لیک يې لغوه اعلان کړی وای.

داچې افغان حکومت  له پاکستان سره د  تفاهماتو خبره کوي، په سوله او امنیت کې د پاکستان د ژمنو خبره کوی، افغان ولس حق لري چې هغه تفاهمات چې پاکستان له افغان حکومت سره کړي هغه دي ملت ته وښيې، فکر کوم هر څه يواځي د خوشباوري تر حده دي، لیکلي څه نشته.

د ارګ دننه اختلافات چې لا هم د سولې اړوند مشخص تګلاره نه لري، او ګڼ د نظر او عمل اختلاافات لیدل کيږي، دوستم د جګړې اور ته لمن وهي، ډاکټر عبدالله طالبان جنایتکار او د خبرو وړ نه ګڼي، نوی مشر يې د لوی مجرم په نوم یادوی،  محقق او عطاء هم ملیشې جوړوي، د سولې  خبرې او پاکستان اړوند پالیسي ښکاري چې ولسمشر غني ته د امنیت شورا له خوا ترتیب کيږي.

داچې ولسمشر د سولې اړوند خپل سلاکار قطب الدین هلال ټاکلی، ولي هغه د سولې اړوند ناستو کې نه دی لیدل شوی، بلکه دهغه دنده د ولسمشر سیاسي سلاکار ډاکټر اکرم خپلواک پر مخ وړي، همداسي د افغان حکومت د سولې ټوله پروسه کې بوخت کسان د روابطو پر بناء کار کوي.

د داعش مسئله هم هغه څه دي چې لا هم افغان ولس پرې شکونه لري، او داسي بريښې لکه په لوی لاس چې په افغانستان کې د جګړې  د اوږدیدو هڅې کيږي، هیچا ته حق نه ورکول کيږي چې له داعش سره  د ۱۰۰ پاتې برمته ننګرهاریانو په پلوي ږغ اوچت کړي، هغوی چې ۱۱ تنه يې ورڅخه په بمونو والوزول او ووژل،  په داسي حال کې چې د ۳۱ هزاره وګړو اړوند په میلیونو ډالر لګښت وشو، تر ۶۰ زیات افغانان ووژل شول، پراخ عملیات وشول.

پاکستان دعوه لري چې د ولسمشر غني  د نظر په انحراف کې د ملي امینت رول دي، او ملي امنیت د تاجکستان او ازبکستان له استخباراتو څخه متاثره دی، دا ډول د هند له استخباراتو (را) سره نږدې اړیکې لري، همدا ډول پاکستان دعوه لري چې پاکستانی ملا فضل الله په افغانستان کې دی او له دي ځایه د پاکستان پر ضد عملیات کوي، هغوی وایې پاکستانی طالب بیت الله محسود افغانستان کې ونیول شو،  شاهدالله شاهد افغانستان کي ووژل شو، د بلوچو د BLA  مشر د هلمند ګرمسیر کي ووژل شو، دا ډول پاکستاني چارواکي فکر کوي چې افغان پارلمان او کابینه کې ځينې پاکستان ضد کسان دی چې غني يې مجبوره کړ دغه ډول څرګندوني وکړي.

د سولې له پاره څه کول په کار دي

طالبان، افغان حکومت، پاکستان، ایران، هند، امریکا، چین ، روسیه باید پر دي ځان وپوهوی چې د افغانستان جګړه د هیچا په ګټه هم نه ده، که امریکا، افغان حکومت او پاکستان غواړي چې طالب ووېشل شي، او بیا طالب پر طالب ووژني خپله ماتې او شکست په دې ډول پټ کړي، هغه څه دي چې لږ امکان به ولري، که افغان حکومت فکر کوي چې طالب به پاکستان په زور د ګډ حکومت لمني ته واچوي، یا به په کور کینول شي، هغه خوب دی چې ۱۴ کاله يې دوی ويني، که پاکستان فکر کوي چې د تیر جهاد په ډول به بیا هم د طالبانو څخه ناسمه ګټه پورته کړي، یووېښتمه پيړۍ ده، تیروتنو ته هر څوک متوجه وي، که طالب فکر کوي چې د جنګ او زور د لاري به افغان حکومت نسکور کړی، د ډاکټر نجیب الله  د حکومت د نسکوریدو له پاره د احمدشاه مسعود ، دوستم په ټوله کې د نظار شورا او پرچم ګوند ائتلاف ترخه تجربه مخې ته لرو.

په کار ده چې افغان حکومت د پاکستان پر ځای پر خپلو افغانانو اتکاء وکړي، یو درېمګړې بې طرفه ثالث بالخیر ګروپ ته د سولې د مذاکراتو واک او صلاحیت ورکړی، او د سولې له پاره قرباني ورکړي، د طالبانو  دقطر دفتر په رسميت وپېژندل شي، تر څو مخامخ خبرو ته زمینه برابره شي، او په دي برخه کې د چین هیواد رول له پامه غورځول هم نه دي په کار.

د سولې د مذاکراتو له پاره په کار ده چې دواړه  لوري حکومت او طالبان انعطاف پذيري وکړي، که خدای مه کړه راتلونکو ۹ میاشتو کې کوم پرمختګ ونه شي بیا به د یوې بلې لسیزې له پاره جګړې ته ننوځو.