د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مدني فعالیتونو او څرنګوالی یې

محمد عارف رسولي 13.08.2015 13:58

سریزه
په دې لیکنه کې موخه داده چې په هیوادکې په مدني ټولنو او مدني فعالیتونو یوڅه رڼا واچول شي ترڅو که ممکنه وي زموږ د ځوان نسل او مدني فعالانو پوهه په دې هکله زیاته شي او له خپلو فعالیتونو څخه د خپلو ټولنو او د ټول هیواد په کچه سمه ګټه پورته کړي.
په هیواد کې د مدني فعالیتونو حالت
په وروستیو کلونو کې د هیواد په ښاري سیمو کې د ټولنیزو فعالیتونو، ټولنیزې ويښتیا، د ټولنو جوړولو، د رسنیو د ودې او ازادۍ له کبله تر یوې کچې سمه زمینه برابره شوه. په نسبي امن لرونکو اوپه تیره ښاري ساحو کې قومي شوراګانې، مدني ټولنې او نهادونه جوړ او په کار یې پیل وکړ. دې بهیر د ځیڼو ځوانانو په روزنه، د مدني خوځښتونو په معرفي، د یو څه ټولنیزو فعالیتونو په کولو، په ښه حکومتولۍ، د فساد په وړاندې مبارزه، د بشري حقونو په مراعات او نورو باندې څه ناڅه کاروکړ او د مدني فکر او مدني خوځښت بنسټ کیښودل شو. خو باید پوه شو چې تر اوسه د دې بهیر د پوخوالي، د ملي فکر، ملي روحیې او ملي ګټو ته د ژمنتیا لپاره لا لوی واټن په مخ کې پروت دی. دا فعالیتونه تر ډېره د خپلو خپلو ګټو د خونديتوب لپاره کاریږی او ګډو ملي او ټولنیزو ارمانونو ته د رسیدو لپاره لا ورڅخه ګټه کمه اخیستله کیږي. د ځینو سیموخلکو له دې موکې د ځان په ګټه کار واخیسته مګر ځنیې نورو بیا د ډول ډول لاملونو له کبله ورڅخه لازمه ګټه پورته نکړه.  
له بلې خوا ګورو چې تراوسه په هیواد کې د دې خوځښت د ښه مدیریت لپاره کوم قانون، لوایح اومقررات نه دي جوړ شوي او پلي کول خو يې لاپریږده. همدارنګه ګورو چې ځینې بهرنۍ کړۍ له هر څه څخه د ګټې اخیستو په تمه دي او لاسوهنه یې دوام لري نو هڅه کوي له دې خوځښتونو د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره کار واخلي . ځینې قومي ټیکه داران او ځان غوښتونکي بیا هڅه کوي ترڅو دا ټولنې د پیسو او ناوړه تبلیغاتو په مټ تر خپل نفوذ لاندې راولي او په قومي، سمتي او ژبنیو کرکو کې ورنه کار اخلي.
ځینې نورې په نامه مدني ټولنې او قومي شوراګانې د کوم غوره لرلید، علمي موخو، اصولو او کاري پلان په نشتون کې لګیا دي د پرو او جمبو په جوړولو سره هڅه کوي په همغه دودیزه توګه خلک رهبري کوي، نه کومه اجندا لري، نه کوم نوي فکر او سوچ لري ترڅو د خلکو ژوند ښه کړي، او په یو څو غونډو او ناندریو بسنه کوي.  تل یوبل ته ګوته نیسي، یو بل په غلطیو تورنوي، نن دلته له یوه کس سره او سبا هلته له بل چا سره یوځای کیږی او بیا ناهیلي کیږی. کلونه تیرشي خو داسې ټولنې کومه لاسته راوړنه نه لري.
هغوي د خپلو ناکامیو په لاملونو نه پوهیږي ځکه په داسې ټولنو کې د ستونزو په ریښه اي لاملونو سوچ نه کیږي او نه څوک په ځان نیوکه مني. دوي نه پوهیږي چې په کلیوالي موجوده عنعنوي شرایطو کې د رهبري کولو دودونه او چارې د زمانې په تیریدو سره ټاکل شوې وي خو په ښاري سیمو کې چې د رسنیو نفوذ، له راز راز خلکو سره تماس، تعلیم، او د نورو لاملونو اغیزې خورا زیاتې دي د رهبرۍ لپاره بیل شرایط غواړي.
د دې نه پرمختګ سترلامل دا دی چې د داسې ټولنو مشران او مخور خلک د مدني حرکت له اصولو سره یا اشنا نه دي او یا یې د ځان په ګټه نه بولي. خو په یقین سره دا کار نه ددوي او نه هم د عام ولس په ګټه دی. ځکه شرایط او د نورو بریالیو حرکتونو په شتون کې هغوي په دودیزه توګه نور خلک نشي رهبري کولای او پاته راځي خو دوي نه پوهیږي.
زموږ د هیواد ډېر کسان داسې دي چې د ټولنیز درد، احساس او د خلکو د ژوند د ښه کول لپاره د مبارزې په ترڅ کې نه دي راپورته شوې بلکه د جنګي او مافیایي اقتصاد د ودې په پروسه کې شتمن شوي دي. هغوي په مدني فعالیت، دهغو په اوږد مهاله ګټو نه پوهیږي او نه ورسره مینه لري. دا خلک ترډېره د خپل نفوذ زیاتول او په راتلونکو ټاکنو کې د ځان او یا بل خپل کس لپاره کار او کمپاین وي.

مدني ټولنې اومدني فعالیت څه ته وایي؟
مدني فعالیتونه او مدني ټولنې د تمدن او مدنیت څخه اخیستل شوې دي. تمدن د اقامت غوره کولو او په یوځای کې مقیمیدلو او سکونت اختیارولو ته وایي. اسم مکان یې مدینه ، جمع یې مدن او مداین دي . په معنی دښار او ښارونو. اوس به راشو د تمدن عام اصطلاحی تعریف ته. تمدن په ښاری اخلاقو ځان سمبالول او یا دبربریت او نه انسانې اخلاقو لرلو شرایط د ټولنیزو قوانینو او اخلاقو د شتون حالت ته انتقال کړي. ټولنیز اخلاق او قوانین حکم کوي چې په ټولنه کې باید د ټولو خلکو حقوق، وجایب او مسؤلیتونه د ټولنیزو مدونو قوانینو په چوکاټ کې خوندي او له تجاوز څخه  مصؤن وي. د دې قوانینو له چوکاټه بهر هیڅ څوک د بل چا حق نشي محدودولای.  
پورته مو وویل چې مدنیت، تمدن، مدنی ارزښتونه خپلول،  مدني ټولنې جوړول او مدنی فعالیتونه کول ټول د انساني اخلاقو او ټولنیزو قوانینو په بنا تکیه کوي. که ټولنیز اخلاق او قوانین نه وي او یا نه مراعات کیږي نو هلته مدني ټولنه که وي هم راکده او غیر فعاله ده او د کوم رښتیني مدني فعالیت تمه نشي کیدلاي. باید پوه شو چې ټولنیز اخلاق او قوانین په بیلو بیلو ټولنو کې کیدای شي سره توپیر و لري ځکه دا تر ډېرې کچې د ټولنو په ځانګړو دیني روایاتو، کلتور او تاریخ پورې اړه لري او د زماني په تیریدو پکې بدلون راځي. خو د ټولنو قوانین ځینې ګډې موخې لري چې هغه د خلکو سوکالي او بریا ده.
اصلي خبره او د منځ ټکي دادی چې مدني ټولنه او مدني فعالیت د ټولنیزو اخلاقو او قوانینو په نشتون او یا نه پلي کولو کې منځته نه راځي. کیدای شي ځینې دا ګروپونه ځانته مدني ټولنې ووایي، ځانته یو څه امتیازات واخلي، په ښکاره ځان متمدن او مهذب وښیي ځکه نن سبا یې نوم د خلکو په خولو کې دی خو په رښتیا سره هغوي مدني ټولنې نه دي او نه کوم مدني فعالیت لري.
د مدني ټولنو بنسټ ایښودونکي، ریښتیني مشران او رهبران د خپلې ټولنې د ناخوالو، بیعدالتیو، بیوزلۍ، بیسوادۍ، جهالت او وروسته پاته والي په هکله ټولنیز درد لري. د ټاکلې لرلید او ګډو موخو په لرلو سره د پورته ناخوالو په وړاندې مبارزه کوي او د خپلې ټولنې ګټې ترخپلو ګټو لوړې ګڼې. هغوي هڅه کوي چې په ټولنه کې د ستونزو، دهغو د لاملونو، حل لارو او لمړیتوبونو په هکله د خلکو پوهاوی زیات شي، خلک ګډ کار، یو بل منلو او د شخړو په حل کې برلاسه شي.
مدني ټولنې تل د ټاکلي پلان له مخې د ټاکلو ګډو موخو د لاسته راوړلو لپاره کار کوي. هغوي خپلې لاسته راوړنې او پاته راتلل ارزوي، ورڅخه زده کړه کوي او د راتلونکي پلان لپاره ورڅخه ګټه پورته کوي.
د مدني ټولنو ځانګړتیاوې
    •    د مدني ټولنې او مدني فعالیت یوه ځانګړنه داده چې په هغه کې به خشونت نه وي، ټولې ستونزې او مسئلې به په سړه سینه د ازاد بحث په ترڅ کې ارزول کیږي او که اتفاق نه وي نو په اکثریت د رایو به پریکړه کیږي او ټول به یې منی،

    •    مدني ټولنې د سیاسي ګوندونو په خلاف غیر سیاسي وی، هلته د هر فکر او نظریې لرونکي خلک له یو بله د ګډو ګټو د لاسته راوړو لپاره په ګډه سره کار کوي. که څه هم د هغوي ځینې غوښتنې کیدای شی تولنیزې او کیدای شي د کوم فاسد رژیم په خلاف وي چې کله کله له سیاسي غوښتنو سره ګډه پوله لري،

    •    د مدني ټولنو او مدني فعالیتونو بله ځانګړنه داده چې په هغو کې خلک یوازې د سیمې، توکم، ټولنیز او اقتصادي حالت له نظره له یو بل سره نه بلکه د یوې کوڅې، ګوزر، ناحیې او یا سیمې د خلکو په توګه چې ګډې ګټې لکه د ښه چاپیریال شتون، د ښو خدمتونو لکه د څښلود اوبو، د حفظ الصحې محیطي، د ښه امنیت او نورو د شتون لپاره سره لاس یو کوی او مدني فعالیتونه کوي،

    •    که په کومه مدني ټولنه کې چې د پریکړو کولو کومه منظمه لایحه او مقرره نه وي او یو کس او یا څو کسان د نورو غړو د غوښتنو په خلاف په خپله خوښه هرڅه یې چې زړه و غواړي وکړي، نو دا ډله د مدني ټولنې او فعالیتونه یې د مدني اصولو سره په ټکر کې دي موږ ورته د مدني تولنې په نظر نشو کتلای. همدارنګه، هغو خلکو چې د مدني تولنې تر سرلیک لاندې ورسره کار شروع کړی هم ورڅخه مخ اړوي ځکه ورځ تربلې د عامو خلکو مالومات او روا غوښتنې، دخپلو حقونو، د مدني قوانینو او اخلاقو په هکله زیاتیږي او ټوله پروسه له پوښتنو سره مخ کوي،

    •    په شخړو وهلو ټولنو کې چېرې چې قوانین او مقررات، د زغم او یوبل منلوغوره کلتور کمزوري وي مدني ټولنې او مدني فعالیتونه زر وده نه کوي. باید د مدنی کلتور، اخلاقو، تهذیب او د سلوکو ودې ته پوره پاملرنه وشي او ورسره لوبې ونشي. دلته د ډاډ لپاره ښه معیار د لایحو او اصولو مراعات او پلي کول دي. که هیڅ مدون اصول نه وي او یا نه پلي کیدل نو ټولنه په سمه نه درومي او باید د غلطیو مخه ونیول شي خو د بحث او جوړونکی دیالوګ په پایله کې چې د ټولو په ګډون سره وي،

    •    په مدني ټولنو کې د ټولنې ټول قشرونه لکه قومی مشران، دیني عالمان، فرهنګیان، ځوانان، ژورنالستان، مسلکي کسان، ملي تاجران اونور په مشارکت سره په مختلفو کاري کمیټو کې تنظیمیږي او د یوې ګډې او جمعي رهبرۍ تر چتر لاندې کار کوي. دلته کیدای شي خلک بیلې بیلې مفکورې ولري خو د ګډو پیژندل شوو موخو د ترلاسه کولو لپاره توپیرونه یوې خواته پریږدي او ګډ کار سره کوي.

    •    په مدني ټولنو کې زغم، تحمل او بردباري، متقابل احترام شتون لری. په مدني تولنو کې دخلکو پوهې، ژمنتیا او په ټولنیزو خدمتونو کې د ځلیدلو په بنا احترام کیږي نه د هغو په فامیلي او قومی اړیکو. په مدني چاپیریال کې په شخصیتونو نه بلکه په نظریو نیوکه کیدای شي. په سمو نیوکو نه یوازې څوک نه خوابدي کیږي بلکه د ځان او ټولنې په خیر یې بولي،

    •    په ډېرو ټولنو کې به اوس دا ټول شرایط شتون ونلري خو لږ ترلږه باید په دې قانع وي چې دهغوي لید لوری، ارمان او موخې همداپورته شیان دي او ورته د رسیدو لپاره، د منظم پلان له مخې باید کار وکړی او ځان تیر نه باسي که داسې نه نه وي نو د زمانې په تیریدو سره د مدني ټولنې خواص او شرایط له لاسه ورکوي او بیلارې کیږي.

    •    د مدني ټولنې ستره ځانګړنه داده چې په هغو کې به په سړه سینه د هرچا خبرې ته غوږ نیول کیږي، د عامه پوهاوي له لارې به هڅه کیږي چې خلک په ټولنیزو ستونزو پوه او په ګډه د حل لارې ورته ولټوي. مدني ټولنې د ټولنې د ګډې وړتیا د لوړولو، د ستونزو او شخړو دحل لپار داسې یوپلتفورم رامنځته کوي په کوم کې چې خلک په ازاده خپل نظریات په سړه سینه د اعتماد او ویسا په حالت کې سره شریک کړي. که کومه ټولنه او یا شورا د څو محدودو کسانو په انحصار کې راغله په هغو کې ټولنیز او عامه پوهاوی وده نه کوي او د کوم غوره کار تمه ورڅخه نه کیږي.

لنډیز
په هیواد کې مدني ټولنې باید دخپلو عامو خلکو د ستونزو د پیژندلو، د هغو دلاملونو او ورته د حل لارو موندلو او لمړيتوبونو په ټاکلو کې ستر رول ولري او دا ټولنې د یو څو څیرو په منځ کې د ناندریو او ریسمان کشۍ ځای باید نه وي. زموږ مدني ټولنې باید د خپلو خلکو د عامه پوهاوي، یو موټي کولو، د شخړو او ستونزو د کمولو او ورکولو دنده ولري او د بیوزلۍ او جهالت په ضد مبارزه وکړي. د هغوی کارونه باید د یوه یوه منظم پلان له مخې د ټاکلو ګډو موخو د لاسته راوړلو لپاره پرمخ ولاړ شي.
زموږ مدني ټولنې باید د ستونزو د څیړلو، د لاملونو او حل لارو د موندلو لپاره د بحث کولو ځای وي او ټول خلک پکې د نظر ورکولو موکه ولري. زموږ په ټولنو کې په هیڅ صورت د ناندریو، د چا د سپکولو او بیځایه مسابقو ځای نه وي او نه څوک ورڅخه د شخصي غرضونو لپاره کار واخلي.
زموږ مدني تولنې او بحثونه باید د زغم، یو بل منلو او ګډ کار لپاره ځانونه وروزي او که په دې هکله ستونزې لری نو د مدني علومو د پوهانو په مرسته دې ځان اصلاح کړي ترڅو له خپل کار څخه سمه ګټه واخلو او هم د ټولنیزو ستونزو، ناندریو او ناخوالو مخه ونیسو.