د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

برښنایي تذکره ـ که برښنایي توطیْه

محمد انور ولید 13.08.2015 13:50

زه یو افغان یم . خپل هېواد ، خپل هېواد وال ، خپل نظام او خپل قانون ډېر را باندې ګران دي . لاندې څو ټکو ته چې کومه اشاره کوم دا زما د زړه درد او یو تریخ واقعیت دئ . ګرانو هېواد والو !
له تېرو څوکالو را هیسې د افغانستان په اجرأیي سیستم کې ځینې واحدونه او نوې ادارې چې پخوا د اړوندو وزارتونوپه تشکیل کې دریاستونو اوآمر یتونو په نامه ثبت وو ـ خواوس په ارتقایي شکل ناڅاپه د وزارتونواو لویو ریاستونو ترکچې پورې ارتقأ ورکړ شوېد ه چې په هغو کې یو هم د مرکزي احصأیې لوی ریاست دئ . دغه نوتأ سیسه ریاست پخوا دکورنیو چارو وزارت په تشکیل کې د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې په نامه دنده تر سره کوله . خو اوس دغه اداره دومره فاعل مختار عمومي ریاست دئ چې په خپله خوښه یې غیر مسلکي کسان د مسلکي کارکوونکو په نامه پر دندو باندې ګومارلي ، معاش ددولت له بودجې ورکول کېږي اوکارد افغانستان هغو دښمنانو ته کوي چې تل د افغانستان د تجزیه کولو خوبونه ویني ، خو په اصل کې د سیمې او نړۍ د توطیْه ګرو ماستر پلانونو په چوکاټ کې تنظیم شوي اوکارکوي .
دغه تش په نامه خپلواک ریاست د خپل کاذب تشکیل په جوکاټ کې د خپل ټول تشکیل معاشونه دا څوکاله د افغانستان د اصلي نفوس مالومولو په پلمه اخیستي ، خو په اصل کې دوی دا ټول تېرکلونه د افغانستان د قومونو د سره پاشلو او بې هویته کولو پر توطیْه جوړولو باندې کارکړی .
د مرکزي احصأیې د لوی ریاست پر دې توطیْه باندې له پخوا را هیسې شک ؤ ، ځکه چې دوی به کله نا کله د تاجِک ، هزاره ، اُزبک ، ترکمن ، قزلباش ، اهل هنودو ، پښتنو او نورو هېواد مېشتو قامونو د شمېرو په اړه کوم ارقام د پردیو سیمه ، ییزو او نړیوالو استخباراتو په اشاره د خپلو تلیفوني اړیکو په استیناد د مېډیا له لارې نشرکول چې ښکاره ښکرور درواغ به په کې له لیرې مالومېدل . ځکه دوی به دلته په کابل کې ناست وو ، او د افغانستان د نفوسو شمېر به یې په داسې ولایاتوکې اعلان کړ چې هلته تر اوسه پورې دوی لا ور غلي هم نه دي . ځکه هلته تر دا ننه پورې جنګونه له یوې خو ا ـ او مرګ ژوبلې او مهاجرتونه له بلې خوا روان دي .
دظاهر شاه او داؤد خان د وخت پر سر شمېرنو خو دوی خپله په قصدي توګه ګونډې ور ووهلې . او هغه پخواني حقایق یې هم د سر شمېرنې په اړه ځکه پټ کړل چې اکثریت لرونکي قامونه په قصدي ډول د لږه کیو په کتارکې راولي ، تر ځو په سیاسي واک کې یې اغېز او ونډه تر لږه کیو هم په نشت حساب شي .
دوی په خپله دې توطیْه کې غواړي چې ډېره ضربه پښتون قام ته ورکړي . ځکه که داسې ونه شي ، نو له یوې وړې ؤلسوالۍ څخه بیا په حقایْقو را برسېره کولو سره چېرته ( ۲۲) تنه سفیران مقررېدلی شي . او یا په پارلماني او ؤلسمشریزو ټاکنوکې کله بیا د اکثریت ګټونکي کېدلی شي .
له همدې امله د پښتون قام پر ضد له پخوا را هیسې دافغان ګاونډیانو او بهرنیو دوستانو په ملاتړ ددغوکورنیو عناصرو پټې ناروا معا ملې ، توطیْې او لوبې روانې دي . بهرنیان له پښتون قام څخه له یوې خوا ډارېږي . دوی فکر کوي چېرې نه چې په افغانستان کې خپل تېر تاریخ ته په کتو سره به د تېر په څېر یو ځل بیا دا قوم مخ ور باندې ور وا ړوي او هرڅه به یې له خاورو سره خاورې کړي . ځکه له استعماري یرغلګرو قووتونو سره تل پښتنو خپلې ککرې جنګولې او تل د پښتنو له خوا ځپل شوي ، مات شوي او شړل شوي دي .
او له بل پلوه په دغه او هغه پلمه لکه دا تېر (۱۴ ) کلونه چې موږ دوی وینو خپل تېرکساتونه او بدلې یوازې له پښتنو څخه اخلي . جنګونه هم د پښتنو په سیمو کې کوي ، د پر مختللو وسلو آزمېښتونه هم په دې سیموکې تر سره کوي ، ټاپې او تورونه هم پر پښتنو باندې لګول کېږي . مرګ ژوبلې هم پښتنو ته ور اړول کېږي . د افغانستان پښتون مېشته دا خوا خو یې وځپله ، اوس یې په شمالي سیموکې د پښتنو ځپلو او شړلو ته ملا تړلې ده .  
د تذکرو د وېش په توطیْه کې له چین او ترکمنستان څخه پرته نور ټول ګاونډیان د پښتنو پر ضد له کورنیو بېلتون پالو سره یو ځای غاړه غړۍ ، همغږي او شریک دي .
افغان ؤلسمشر هم په دغه توطیْه باندې پوه دئ چې الکترو نیکې تذکرې یې نیمګړې وبللې او نیمګړې هم دي ، ؤلسمشر ریښتیا ویلي . په ټوله نړۍکې هویت پاڼې یا تذکرې خپلو اتباعو ته ور کول کېږي . خو په ټولو هېوادو کې د هرچا خپله تذکره دده د هویت ښودنه کوي . ځکه په مجهول حالت کې پېژند پاڼه هېڅ ارزښت او مانا نه لري . همدغه ننني ایران خپلو اتباعوته په تذکره کې ایرانی لیکلي ، پاکستاني خو بیا قوم او صوبه ټول په کې لیکلي ، انګلیسانو ، فرانسویانو، امریکایانو ، جرمنیانو ، اسراأیلو، هندیانو . جاپانیانو، عربې نړۍ او ټولې دنیا خپلو اتباعو ته د تابعیت په تذکره کې د پېژند ګلوۍ په خاطر خپل رسمي او ملي نوم لیکلی ، نو د افغان له کلمې لیکلو سره په تذکره کې ولې تضاد ښودل کېږي ؟
 له دېنه داسې معلومېږي چې په افغانستان کې د تابعیت د تذکرو پروسه یوه داسې له توطیؤ ډکه پروژه ده چې له تېرو څو کلونو را په ایسته د افغانستان دکورنیو او بهرنیو دښمنانو له خوا پرې ګډ کار شوی ، ترڅود نوم په اتنخاب باندې د اختلاف په صورت کې افغانستان په قومونو او توکړو سره ووېشي . ځکه په ټول افغانستان خوله لګولو باندې به یې خوله او مرۍ دواړه څيرېږي ، خوکه په ټوټو یې سره ووېشي . نو بیا به یې په ډېره آسانۍ سره ټولې ملي شتمنۍګام په ګام له خپلو استعماري ستونوڅخه تېرې کړي . افغانان به د اوږدې مودې له پاره په خپلو کې سره وجنګوي . دوی به ټول نور هم ضعیف ،کمزوري او محتاج شي . او بیا به د کسات او بدلې هېڅ وس ور سره نه وي چې له یرغلګرو یې واخلي .
هو! د الکترو نیکي تذکرو د نوم پر سر اختلاف دوی د همدې فتنې اچولو له پاره انتخاب کړی . خو دا ارمان به هم لکه هغه نور ارمانونه یې انشاءالله العزیز له ځانه سره ګور ته یوسي . ځکه دا برښنایي تذکره نه ـ بلکي برښنایي توطیْه ده .