د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کمزوری موقف

توریالی ملیار 12.08.2015 13:19

د وردګو والي له پژواک اژانس سره په یوه مرکه کې ویلي:

(د والي په توګه ددې ولايت لپاره چې کله ټاکل کېده، نو فکر يې کاوه چې ميدان وردګ به ځکه با امنه ولايت وي چې د کابل له څلورو دروازو څخه يوه ده).

هغه زیاتوي: ( کله چې والي شو او له يوې نيمې مياشتې ارزونې او څېړنې څخه وروسته ورته جوته شوه چې که د هېواد په کچه دوه ډير نا امنه ولايتونه وي نو يو به يې ميدان وردګ وي) .

د کار اهل ته د کار سپارل همدې ته وايي چې یوه ولایت ته داسې یو والي ولیږي چې له دې نه وي خبر د ولایت امنیتي وضعیت په کوم حالت کې دی، کلتوري، قومي، اقتصادي، مذهبي.... انډول یې څنګه دی او کوم حساسیتونه پکې شته چې پام ورته وشي...

والي صیب چې تر ټولو مهم امنیتي وضعیت څخه دومره بې خبره وي او ایله درۍ میاشتې مخکې ترې خبر شوی وي نو د راتلونکي یوه کال لپاره به یې خپل پلان څه ډول جوړ کړی وي؟ د ولایت له اقتصادي، کلتوري، قومي، تنظیمي او.... وضعیت به څه ډول تعبیر لري؟

د اداري اصلاحاتو د اصولو له مخې څوک چې کومې څوکۍ او منصب ته د خدمت لپاره وړاندې کېږي هغه باید د اړوندې ادارې د کاري وضعیت، هلته د شته ستونزو او راتلونکو پروګرامونو په اړه یو باخبره، باصلاحیته، ژمن او یو اغیزمن شخص وي، چې وکولی شي دخپلو اداري پلانونو له مخې د مثبتو بدلونونو په راوستلو کې اغیزمن ثابت شي، خو له بده بخته اوس هم په دولتي ادارو کې ډيری داسې کسان دي چې د مصلحتونو او روابطو له مخې په دندو ګومارل شوي او همدغه سبب دی چې موږ د پر مختګ پر ځای پر شا روان یو.

کیدلی شي ښاغلی حیات په یوه بله اداره کې ښه کاري وړتیا ولري، ښه وځلیږي او د ټولنې د پرمختګ لپاره ښه ثابت شي، خو له خبرو، مرکو او د ولایت په اړه دځینو خپرو شوو رپوټونو له مخې ښکاري چې دی هم د ډيری پخوانیو والیانو په څیر هلته د شته ستونزو لپاره مشخصې حل لارې نه شي موندلای او یا یې په عملي کولو کې ستونزې لري، همدا ډول له والي صیب سره په مخامخ لیدونو او خبرو کې هم له ده سره د کاري ځواک، هوډ او مشحص تصمیم نیولو زور نه تر سترګو کېږي، په څو غونډو کې د ځينو موضوعاتو په اړه د ده بې زړه، شکمن او بې باروه تصمیمونه هغه څه دي چې د ده په اړه د ولس بې باوري نوره هم زیاتولی شي.

د والي صیب موقف دومره د کمزورۍ تر تت سیوري لاندې دی چې د ده په وینا په یوه با امنه ولسولۍ کې عدلي ارګانونو ته د یوه لوچک او بدماش په سپارلو کې هم پاتې راغلی، هلته یې یو بې باکه ښکرور لا تر پړي نه دی نیولی، حال دا چې هغه بدماش پر ولسي خلکو ظلم خو لا څه چې د یوه پولیس افسر جامې ایستلې او په بازار کې یې لوڅ ګرځولی، ښاغلی حیات په خپله مرکه کې پخپله وايي:

(بهسودو ولسوالۍ کې بې باکه او ناپېژانده وسله وال موجود دي، خو دوى نه پوهېږي چا پورې تړاو لري، ولسونه ځوروي حتى په تېره اوونۍ کې د پوليسو يو منصبدار يې تر وهلو وروسته په عام بازار کې لوڅ ګرځولى و).

دی پسې زیاتوي: ( ددې نا مسوولو وسله والو په اړه يې دامنيت شورا ته راپور ورکړى او هيله لري چې په اړه به يې اقدام وشي).

والي صیب ددغې پيښې په اړه یوازې دومره څک شوی چې امنیت شورا ته یې راپور ورکړی او په همدې یې بسنه کړې...

والي صیب! تاته د افغانستان اساسي قانون، د جزا قانون او عسکري قوانین مخې ته پراته دي، هلته مالوم دي چې که یو تورن یوه یونیفورم لرونکي پولیس ته لاس واچوي او ګریوان یې څيرې کړي نو سزا یې څه ده، له دغه پولیس څه ډول دفاع وشي، څنګه تورن ونیول شي... پاتې شوه دا خبره چې زموږ د یوه با احساسه پولیس یونیفورم ترې وباسي او لغړ یې په بازار کې وګرځوي... دلته چې والي صیب له جدیت او قاطعیت کار وا نه خلي نو څه وخت به یې اخلي؟؟

والي صیب دا د استخباراتي او هیواد د پولو او لیکو د سر جګړې او شکمن خوځښتونه نه دي چې ته پرې د امنیت شورا ته په قیل و قال راپور لیکې یا پرې کابل استخباراتي ادارې خبروې او بس، کابل کې چې د هغه لوستلو ته نوبت رسیږي میاشتې به تیرې وي... والي صیب دلته خبره بیخي مالومه ده ځکه تاسو په خپله تورنو ته د بدماشانو خطاب کړی نو تاسې ښايي د دغې پېښې له خبریدو سره سم ټول ډار او وهم له زړه ایستلی وای ایت کرسي دې پر ځان چف کړې وای امنیه قوماندا ته دې ویلي وای چې یالا مخ پر بهسودو، سړی به دې میدان ښار ته په ټیلو ټمبو راوستلی وو، څارنوالۍ ته به دې سپارلی و او بیا به دې پرې امنیت شورا ته راپور ورکړی و چې موضوع نوره هم دقیقه تعقیب شوې وای، رسنۍ به دې خبرې کړې وې چې لږ تر لږه ستا دغه یوه کارنامه، جدیت او د وحشی انسان سزا زموږ دردېدلي ملت، بې وزلو او زوړرو عسکرو لېدلې وای او د دوی هم لږ تمه پیدا شوې وای چې دوی که له ولس دفاع کوي نو دولت او ولس هم د دوی تر شا ولا ړ دی.

حتي په داسې پيښو کې کله لږ تر قانون وړاندې پښې اېښودلو ته هم اړتیا پېښېږي هغه داسې چې پولیسو دغه ښکرور دومره ډبولی وای چې د تحقیق لپاره ترې په بستره کې پوښتنې ګروېږنې شوې وای.