د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغاننستان او د امنیت ورکه بنسټیزه کړۍ

عبدالغني (هاشمي) 10.08.2015 13:07

دا موږ او ټولې نړیوالې ټولنې ته په بشپړه توګه په اثبات رسېدلی، چې د افغانستان اوسنۍ جګړه تر ډېره بریده جبهه يي نه، بلکې استخباراتي ریښې لري، زموږ هېواد همدا اوس د سیمې او نړۍ د ډېرو پیاوړو استخباراتي کړیو او سازمانونو سیاسي، امنیتي، اقتصادي او نورو بېلابېلو تخریبي پلانونو او کړنو سره لاس او ګرېوان دی.
موږ وینو چې د ډېرو سترو سیاسي بدلونونو او جریانونو، د دولت ضد وسله والو د ایجاد، پیاوړتیا او تجهیز او ډېریو چاودنو، ځان مرګي بریدونو او نورو تخریبي کړنو ترشا د سترو سیمه ییزو او نړیوالو استخباراتي کړیو او بنسټونو پراخ لاسونه وي.
ډېری شنونکي په افغانستان کې په اصطلاح د کمونستي نظام له بریالي کېدو بیا تر ړنګېدو، د مجاهدینو، طالبانو، حامد کرزي او اشرف غني حکومتونو په منځته راتلو او د ځينو په له منځه تګ او اوسمهال د افغانستان سیاسي او امنیتي وضعیت په روان بهیر کې د سیمه ییزو او نړیوالو استخباراتي شبکو، ادارو او سازمانونو زغرده لاسوهنې ګڼي.
همدا اوس د ډېریو چاپي، غږیزو او انځوریزو رسنیو په تبصرو، تحلیلونو، ګردیو مېزونو او نورو خپرونو کې په روښانو توګه ترسترګو کېږي چې زموږ پر هېواد تپل شوې جګړه په ځانګړي ډول د حامد کرزي له حکومته وروسته نږدې په بشپړ ډول استخباراتي بڼه غوره کړې ده او د استخباراتي جګړې د مخینوي لپاره یوه داسې پیاوړي او مسلکي استخباراتو ته اړتیا ده، چې د دغو پلانونو او تخریبي کړنو د کشف او شنډولو وړتیا، وس او ځواک ولري، پرته له دې به هیڅ ډول ګونګ او تیت پرک پرمخ نیوونکي اقدامات ددغو کړنو مخه ونه شي نیولی.
څه موده وړاندې په پکتیکا ولایت کې د افغان دولت او وسله والو مخالفینو ترمنځ سخته جګړه او وسله واله نښته روانه وه، په نړیواله کچه په رسنیو کې د هغو افسرانو او سرتېرو له خولې، چې د جګړې په لومړۍ لیکه کې وو، د نوم نه اخستلو په شرط داسې خبر خپور شو، چې د دولت هغو وسله والو مخالفینو ته چې دوی ورسره په جګړه بوخت دي، د جبهې له شا نه د الوتکو له خوا پوځي تجیهزات او نور د اړتیا وړ توکي رسول کېږي، پر دې سربېره د بهرنیانو له خوا د جګړې په لیکو کې د نیول شوو وسله والو طالبانو د بېرته راخوشې کېدو په ګډون، په سلګونه نورې بېلګې شته، چې د افغانستان په جګړه کې د سیمه ییزو او نړیوالو استخباراتي کړیو د لاسوهنو ثبوت وړاندې کوي.
استخباراتي جګړه استخباراتي تدابیر غواړي
ما په وار وار دا خبره کړې او یوځل بیا یې کوم، چې زموږ اوسني استخبارات له کمي او کیفي پلوه زموږ په هېواد کې له روان اسختباراتي جګړې سره متناسب امکانات او ظرفیت نه لری.
 استخبارات او کشفي ارګانونه د یوه هېواد سترګې دي، هر هېواد او دهغه حاکمیت د کمزورو استخباراتو پر لرلو ړوند دی او یا دومره د نظر کمزورتیا لري، چې کوچني شیان او مسایل خو پرېږده، چې د غټو غټو هغو د لیدلو وړتیا او ځواک هم نه لري. زه د نورې نړۍ په څېر د هېواد په سیاسي، امنیتي آن اقتصادي سمون، رغون، پراخیتا او پرمختیا کې د استخباراتو ونډه ډېره مهمه او بنسټیزه ګڼم او په دې اند یم، تر څو چې موږ د سیمه ییزو او نړیوالو استخباراتو د شومو او کړغېړنو پلانونو او کړنو د کشف او شنډولو لپاره پیاوړي او له کمي او کیفي پلوه په ټولو معیارونو ولاړ استخبارات ونه لرو، په بل ډول به په هېواد کې د روان سیاسي او امنیتي وضعیت کابو کول او پرې بری ترلاسه کول له امکانه لرې وي.
دا کار له څو لارو ترسره کېدای شي:
که څه هم اوسمهال د نورو برخو په څېر زموږ استخبارات هم تر ډېره بریده د هغو سیمه ییزو او نړیوالو هېوادونو تر اغېز لاندې دي، چې په افغانستان کې خپل ځانګړي اهداف لري او نه غواړي د دغو اهدافو د کشفولو او شنډولو لپاره په افغانستان کې له دې نه فعال، پياوړی او مسلکي استخبارات شتون ولري، نو په لوی لاس هڅه کوي افغان استخبارات او په افغانستان کې نور کشفي بنسټونه کمزوري وساتي، خو زما په اند د افغانستان دولت له هرې ممکنې لارې باید په لومړي ګام کې د استخباراتو د کمي او کیفي وړتیا او پیاوړتیا لپاره اړین اقدامات ترلاس لاندې ونیسي او په دې ډګر کې عملي ګامونه پورته کړي.
خو تر هغه مهاله اوسني استخبارات باید په څو برخو کې خپل فعالیتونه پراخ او چټک کړي:
لومړی؛ په هېواد کې د کشفي فعالیتونو پیاوړتیا او پراخیتا
سربېره پردې چې د دولت په تشکیل کې د استخباراتو ځانګړی لوی ریاست او بیا په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې یې ځانګړې څانګې شتون لري؛ د وسله وال پوځ او ملي پولیسو په تشکیلاتو کې هم ځانګړې کشفي څانګې شته، خو سره له دې هم دولت په پلازمېنې کابل او نورو ولایتونو او سیمو کې د هغو سترو او کوچنیو تخریبي کړنو په مخنیوي کې پاتې راغلی او راځي، چې له امله یې نږدې هره ورځ زموږ سلګونه آن زرګونه هېوادوالو ته مرګ ژوبله او درانه مالي زیانونه اوړي، نو ښه به وي چې په لومړي ګام کې دا ارګانونه له کمي تشکیلاتي او کیفي پلوه پیاوړي شي او له بل لوري د فعالیتونو په بهیر کې یې ترمنځ کاري همغږي رامنځته شي او په دې توګه د نورو فعالیتونو ترڅنګ په دوو لاندنیو برخو کې پراخ او چټک ګامونه واخستل شي:
    •    د دښمن داستخباراتي تخریبي فعالیتونو او کړنو کشف، شنډ او مخنیوی؛
    •    د هېواد په ملکي او پوځي ارګانونو او ادارو کې د دښمن د نفوذي افرادو کشف او د قانون منګولو ته یې سپارل؛
دویم، د دښمن په اساسي مرکزونو کې نفوذ:
دا د استخباراتو دنده ده، چې له هر امکان څخه پر ګټې اخستنې په هېواد کې د ننه او له هېواده بهر هغه ترهګریز او بېلابېل مرکزونه، ادارې او سازمانونه کشف او په هغوی کې د نفوذ زمینه برابره کړي، چې زموږ د هېواد په سیاسي چارو کې د لاسوهنو لپاره پکې ځانګړي پلانونه جوړ او عملي کېږي او هغه مرکزونه او ادارې هم کشف او پکې د نفوذ زمینه برابره کړي، چې زموږ په هېواد کې په بېلابېلو نومونو پوځي مداخله، چاودنې، ځان مرګي بریدونه او نور بېلابېل تخریبي کړنې ترسره کوي. استخبارات په دې توګه کولای شي په بېلابېلو برخو کې زموږ د هېواد پر ضد د هرراز تخریبي پلانونو له جوړېدو، هېواد ته د تخریبي کړنو لپاره د توکو او افرادو رالېږلو او نورو پټو رازونو خبر شي او نسبي توګه په اسانه توګه یې مخنیوی وکړي.
د معلوماتو له مخې اوس د نړۍ استخبارات د ډېرو عصري او مډرنو تخنیکي وسایلو په وسیله کولای شي، له ډېرو مهمو مرکزونو معلومات راټول او د مخینوي لپاره یې لازمې کړنې تر لاس لاندې ونیسي، خو له بده مرغه زموږ استخبارات یا خو داسې وسایل او امکانات په لاس نه لري او یا هم په دغو یادو شوو مرکزونو، ادارو او سازمانونو کې د نفوذ او له تخینيکي استخباراتي وسایلو څخه د ګټې اخستني وړتیا او امکانات نه لري.
که زموږ د هېواد استخباراتو او نورو کشفي بنسټونو کې دا وړتیا او امکانات پیدا نه شي او همدا راز په هېواد کې د ننه هم د چاودېدونکو توکو، د کشف او شنډولو، ځان مرګو بریدګرو نیولو او نورو تخریبي پلانونو او کړنو لپاره لازم انساني او تخنیکي امکانات په لاس ونه لري، نو زما په اند د سرحدي سیمو، ولایتونو په لویو لارو او د ښارونو پر سړکونو به د غیر مسلکي تلاشیو او پلټنو له لارې په هیڅ صورت ونه شي کولای د تخریبي کړنو مخه ونیسي.