د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کالايس د کډوالۍ بحران

ياسر الهاشمی 10.08.2015 12:03

د انګلستان د کورنيو چارو وزیرې د يکشنبې په ورځ (د روان کال د اګست په دويمه) له خپلې فرانسوي سيال (Bernard Cazeneuve) سره ليدنه وکړه او په دغه ليدنه کې يې د فرانسې په کالايس کې د ميشتو کډوالو په اړه خبرې اترې وکړي.
د انګلستان د کورنيو چارو وزيرې تيريسا می وويلې چې :
((په کالايس کې د کډوالو بحران د کډوالۍ د نړيوال ناورين په يوه برخه ده، او بايد د اروپايي ټولنې غړي هيوادونه په دغه برخه کې له انګلستان او فرانسې سره مرسته وکړي.))
په دغه غونډه کې دواړو کورنيو چارو وزيرانو ژمنه وکړه چې د يورو تونل په اوږدو کې به امنيتي تدابير نور هم زيات کړي. خصوصي امنيتي کسان به په دنده وګماري، فلزې او امنيتې کټارې به نصب کړي اوهمدارنګه د بريتانيا پوليس د فرانسې له پوليسو سره په ګډه تونل ته د کډوالو د داخليدو مخ ونيسي.
آغلی می او ښاغلی (Cazeneuve) وويلي چې:
(( په کالايس کې د کډوالو موضوع ته رسيده ګي او د هغې په وړاندې مبارزه په لومړي قدم کې د فرانسي او انګلستان د هيوادونو ګډ مسوولیت دی. موږ پدې اړه ژمنې کړي او خپلو ژمنو ته متعهد يو چې په ګډه به دغه ستونزې ته د حل لاره پيدا کوو.
خو، هغه څه چې موږ ورسره مخ يو د کډوالۍ د نړيوال ناورين يوه برخه ده او دا يوازې په انګلستان او فرانسې پورې محدود کيدای نشي، اروپايي ټولنه او نړيواله ټولنه بايد له موږ سره په دغه برخه کې مرسته وکړي.
دا ځکه چې کالايس ته د راتلونکو کډوالو ډیری برخه د ايټاليي، يونان او نورو هيوادونو له لارې دغه سيمې ته راځي او هڅه کوي چې انګلستان او فرانسې کې پناه واخلي. موږ د کالايس د کډوالۍ بحران د اروپايي ټولنې د غړو هيوادونو پورې مربوط ګڼو.))
د انګلستان او فرانسې کورنيو چارو وزيرانو دا هم ویلي چې په دغه برخه کې ځنډ کول قاچبرانو او ناقانونه کډوالو ته د دې زمينه مساعدوي چې خپلو اهدافو ته ورسيږي. نو هر څومره چې ژر چې اقدام وشي ښه به وي.
د دې ترڅنګ د جمعې په ورځ (روان کال د جولای یو دیرشمه) د انګلستان د لومړي وزير، ډيويډ کامرون او د فرانسې د ولسمشر، فرانسوا اولانډ تر منځ د کالايس د کډوالو په اړه تيلفوني خبرې اترې شوي.
دواړه مشرانو په کالایس کې د کلکو امنيتې تدابيرو په اړه خپله تيارۍ ښودلی، همدارنګه د دواړه مشرانو ترمنځ په کالايس کې د نويو امنيتي کسانو د ځای پر ځای کولو په اړه هم هوکړه شوی ده.
ويل کيږي چې د په کالايس کې د کډوالو شتون او وخت ناوخت په تونل کې د کډوډۍ د رامنځ ته کولو له امله ترانسپورټي شرکتونو ته د ورځې (۷۰۰۰۰۰) پونډه تاوان اوړي.
بې له ويلو دې پاتې نه وي چې اوسمهال کابو (۴۰۰۰) کډوال په کالایس کې ديره دي او هره ورځ (۱۰۰-۱۵۰) تنه کډوال دغه سيمې ته راځي. همدارنګه تيرکال (۷۰۰) کسانو ته په فرانسې کې پناه ورکړل شوي او (۱۲۰۰) کسان بيرته خپلو هيوادونو ته ډيپورټ شوي ول.