د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شهید امیرالمؤمنین: دښمن ته د قهر او دوست ته د مظلومیت داستان

مولوي حماد اسحاقزی 05.08.2015 10:40

شهید امیرالمؤمنین ملا محمد عمر اخوند دښمنانو ته د قهر او غضب او دوستانو ته د مظلومیت یو داستان دی.
دا اوسنۍ کیسه نه ده. دا کیسه د محمد ابن قاسم، طارق ابن زیاد او لسګونو هغو جهادي اتلانو له وخته را پیل ده چې یو میداني قائد د یوه افسانوي اتل په رول کې، په ښکاره دښمن ته په تېره توره ماته ورکوي خو د ملګري په جامه کې پټ دښمن، د قدرت او دربار وږدی دوست یې بیا په غدر او جفا ملا ور ماتوي.
اسلامي امت د امیرالمؤمنین ملا محمد عمر اخوند په څېر ګڼې نمونې لري چې دښمن ته یې نوم تندریز او د قهر او غضب نمونه خو دوستانو ته یې برخلیک د مظلومیت او عاجزۍ داستان پرېښي دی.
امیرالمؤمنین غریب امیر شو، غریب وپایېد او د غربت څادر پر اوږه له دې ناځوانه نړۍ وکوچېد. فطوبا للغرباء، و ویل لأصحاب الجور و الجفاء.
په دې کې شک نشته چې په انساني نړۍ کې هیڅ وخت د مشاهیرو او ستایل شویو قائدانو کمی نه و، خو یواځې هغو مشرانو او مشاهیرو ولسونو او تاریخ ته د انګېزې پرېښودلو توان درلودلی چې قول او عمل، شهرت او حقیقت یې یو و. د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی صل الله علیه وسلم او نورو انسانانو تفاوت هم همدا و چې د عائشې رضی الله عنها له قوله کان خلقه القرآن. د هغه کردار قرآن و. د هغه کمال دا و چې د هغه منشور د هغه عمل و. تر هغه را وروسته چې هر انسان خپل منشور او عمل ته مطابقت ورکړی دی له هغه څخه لوی انسان جوړ شوی دی. دا خبره په مسلمانانو پورې منحصره نه ده. په غیرمسلمانانو کې هم یواځې هغو مشرانو د انګېزې جوړولو او تأثیر اچولو توان درلودلی چې د فکر او عمل ترمنځ یې واټن کوچنی و چې د هندستان ګاندهي، د جنوبي افریقا نلسن مانډیلا او د کیوبا چیګوارا یې مثالونه دي.
کله چې رهبر دغه خاصیت ولري، بیا نه د وتلو پوهنتونونو ډیګري، نه د لښکرو سیاهي، نه د چاپلوسانو دربار او نه تبلیغاتي کمپاینونو، پوسټرونو او فلمي څېرې ته ضرورت لري.
د شهید ملا محمد عمر اخوند د نامه او شخصیت د قوت راز همدلته و. د شهید امیر دا زور خو اوس دوست او دښمن دواړه مني چې تر شهادت وروسته یې یواځې نامه هم د دوو کلونو لپاره د تاریخ د یوه حماسه جوړوونکي جهادي جریان وحدت، قوت او کتله وساتله. هغه کار چې ژوندي رهبران یې په ځغاستو، امکاناتو، مشورو او ننواتو نشي کولای. شهید امیر په ټول عمر یواځې یو ځل د ډېر لږ وخت لپاره له افغانستان څخه و ووت، خو بیرته ژر خپل هېواد ته ستون شو او بیا یې هیڅکله د خپل هېواد پرېښودلو ته زړه ښه نه کړ. هغه یثربي باده په افغاني پیاله کې څښله او یو بشپړ افغان مسلمان و.
افسوس چې د شهید امیرالمؤمنین ځینو نیږدې ملګرو د خپل شهید امیر دغه قدر ونه پېژاند. نه یواځې د هغه قدر یې ونه پېژاند، بلکې له هغه سره یې تاریخي او غدر وکړ. دا جفا هم په داسې شیطاني او ناوړه شکل وشوه چې له یوې خوا د هغه په نامه اعلامیې صادرېدلې، د هغه له نامه سره عالیقدر امیرالمؤمنین لیکل کېده او د هغه له نامه څخه استفادې کېدلې او له بلې خوا هغه څه موده په اروزګان او بیا په زابل کې په تیاره خونه کې، د بندي په شکل ساتل کېده، د هغه مظلومې کورنۍ ته د هغه د برخلیک حال نه ورکول کېده، بیا چې هغه په مرموز شکل شهید کړای شو، نو بیا دوه کاله نور هم د هغه مظلومه کورنۍ چې د آوارګۍ، دربدرۍ، بې وزلۍ او فقر ژوند یې کاوو، د هغه له برخلیک څخه ناخبره وساتل شوه.
که رښتیا هم دا کار د مجاهدینو ترمنځ د روحیې د قوي ساتلو، د هغوی د وحدت او اتفاق د ساتلو په هدف و نو لږ تر لږه د هغه کورنۍ خو به خبره کړای شوې او د هغه نیږدې ملګري خو به خبر ساتل شوي وای.
د قضیې بل دردوونکی اړخ د شهید امیر د کورنۍ فقیرانه ژوند دی چې د کورنۍ غړي یې پرلپسې ناروغیو، بې وزلي، بې کوري او د ملګرو نه توجه وځورول خو ناځوانه ملګرو یې له لسګونو زره کلدارو او ډالرو سره نه، له سلګونو زره هم نه، له ملیونونو سره هم نه، له لسګونو او سلګونو ملیونو کلدارو او ډالرو سره لوبې وکړې.
لکه څنګه چې يوه ډله ځان غوښتونکي، وجدان پلورونکي خلک د صليبي اشغال د ملاتړ له کبله په تېرو دیارلسو کالو کې سیاستوال سوداګر او سوداګر سیاستوال شول، همداسې  د اسلامي امارت په لیکو کې هم یوه ډله خودغرضه خلک چې یو له بل سره په بوینو قومي پيوندونو تړلي ول د خوارۍ له ژونده ووتل او ملیاردران شول. البته په کابل کې د صليبي اشغال له ملاتړ کونکو مفسدینو سره زموږ د قیادت توپير دا وو چې هغوي یواځې خپل وجدانونه وپلورل خو زموږ مشرانو خپل وجدانونه او د لسګونو زره تنکیو طالبانو، حافظانو او فدایانو وينې وپلورلې.
د امارت د جعلي رهبرۍ نوې کړۍ د میوند ولسوالۍ د بندِ تیمور د کلي ملا اختر محمد منصور، ګل آغا، مولوي نانی او نورو تنګ نظرو او کم پوهو اشخاصو په شمول له یوې خوا د قبیلوي عصبیت په جاهلانه او شیطاني دام کې کښېوتلې ده او له بل پلوه د صمد ثاني، حاجي کندهاري، حاجي عصمت او نورو قاچاقبرو په څېر فاسد او فاسدوونکي اشخاص په خپل مضر او استخباراتي دخالت د مجاهدینو میداني قیادتونه او مشران د عیاشۍ، ټنبلۍ او راحت طلبۍ په جال کې را بندوي. حاجي کندهاری د هلمند یو قاچاقبر دی چې همدا اوس د ګل آغا ۸۵ زره لکه کلدارې ورسره پرتې دي. ملا اخترمحمد منصور آن د اریانا افغان د مدیریت له مهاله په نړیوالو تجارتونو سر خلاص شوی وو او په دوبۍ کې یې د اریانا د نماينده حاجي فريد په شراکت دارۍ له یوکراینیانو سره په ګډه یو کارګو لیږدونکی هوائي شرکت رامنځته کړ چې دا مهال پنځه ويشت غټي او وړې ټرانسپورټي الوتکي لري او په اونۍ کې مرکزي آسیا، اوکراین او روسيې ته څوارلس پروازونه لري.
ملا اخترمحمد منصور همدا راز په ۱۹۹۹ز کال کې په خلیج کې د ثُریا د سټلایټ ټلیفونونو انحصار تر لاسه کړ چې په دې کار کې ورسره د بلوچستان د ګلستان په سیمه کې مېشت د آي ايس آي ښی وزر شکور غبيزی هم شریک دی. پر افغانستان له امریکايي برید یو څه موده وړاندې په ناڅاپي ډول ثٍریا سټلایټونه افغانستان ته په لوی شمېر کې وارد شول او نژدې هر طالب چارواکې ته یو یو دانه رانیول شو او منصور میلیونونه ډالره وګټل. همدا راز په هلمند کې د هیروینو کښت، کارخانې او قاچاق هم له چا پټ نه دي. یواځې په یوه کاروان کې د منصور او ګُل آغا د برخې هیروین اته سوه میلیونه ډالره کیږي.
صمدثاني چې له سقوطه وړاندې په کندهار کې د ملي بانک مدير وو او خر یې نه درلود اوس له شکه وتلی میلیاردر دی. د کوټې په اسحاق آباد کې یې کور څلور جرېبه دی او یواځې د غواؤ غوجله یې دوه جریبه ده. هره غرمه یې په کور کې یو پسه حلاليږي او له ډيره غروره یې ځان په حاجي نیکه نومولی دی.په کوټه، کراچۍ، اسلام آباد، لاهور او مري کې جایدادونه یې په خپل ځای میلیونونه ډالره ارزښت لري.
د امارت د جعلي رهبرۍ دغه فسادونه د دې لامل شو چې دوی د خپلو حرامو شتمنیو د ساتنې په نمت د آی ایس آی فشار ته بشپړ تسلیم شي. د دغې جهنمي ادارې د کرنيلانو په هدایت ګڼ متدین جهادي قومندانان په کوټه کې ترور کړای شول چې غوره مثال یې د هلمند د ملا محمد نسیم دی چې په ۲۰۰۹ کال کې له افغان دولت سره د اړیکو په ناروا تور ونیول شو. ووژل شو، مثله کړای شو او ټکړه ټکړه جسد یې د مشرقي باي پاس په سیمه کې پر یوه ډيران وغورځول شو. خو وروسته چې ثابته شوه چې نوموړی بې ګناه دی نو امارت د دې پر ځای چې له کورنۍ یې بښنه وغواړي، د هغه وروڼه یې له کوټې باریدلو ته اړ ايستل. همدا نن د نوموړي بچیان سوال کولو ته مجبوره شوي دي.  همدغه آي اي آي وو چې طالبان په داسې حال کې چې له خپلو ترجیحاتو سره د کابل له ادارې سره خبرو ته کيني، دوي د خپلو ملي ګټو د تأمین په موخه لکه مږان او پسونه سره راټول کړل او د کابل د حکومت د چارواکو مخې ته یې کینول.
دا له ملت او مجاهدینو څخه  د لریتوب او د قبیلویت په لومه کې د سقوط لومړی او ابتدائي مرحله ده. که د ملا منصور ملګري همدا اوس دالله پاک دربار ته مراجعه ونکړي، د معصومو شهیدانو د پاکې وینې او پاکو ارواحو روی ته ونه ګوري بعیده نه ده چې د الله جل جلاله په داسې عذاب ګرفتار شي چې بیا به د نجات ټولې دروازې پرې وتړل شي.
دوی دې پوهېږي چې مجاهدین یواځې او یواځې د تفرقې د مخنیوي او د مجاهدینو د روحیې د ضعیف د ممانعت په سبب دوی ته حوصله کوي او د دوی حماقتونه تحمل کوي. کنه د اسلامي امارت ټول وفادار اجزاء دا حالات له نږدې څخه څاري او هروخت د حالاتو د تر قابو لاندې راوستلو لپاره لاس په کار کېدای شي.