د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

عثمان څولیزی 30.07.2015 11:46

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

غزل
ای چې تـه راسره نـه یې څـه مې ژوند دی
مینـه څــه ای زندګیه څــه دې خوند دی
ډېـر کــړاو دې تردې دمــه تحمل کــړ
راحت څــه اود خبــرو دې څـه پنـد دی
ګوره هـرڅه مــې دا ستــا د مینې پور دی
ځکه زړه مــې تــل له تا سره پېونــد دی
چې پــه هر درد مــې لما ډېـره دردېږې
زمــا او ستــا تړاو د ونــې د پېونـد دی
ژېړه پاڼه یم پرېوتـې ستــا لــه ښاخــه
بــاد اخیستــی د هـوا نــاسم چلند دی
د ګنــي پــه شان خواږه دې را عطا کـړل
ژوند زما اوس د هر ژوي د خولې شخوند دی
څولیزیــه خلک هسې تـا تــورا کــړي
وايي حتما چــې دې زړه چـا سره بند دی
۱۹/۴/۱۳۹۴