د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

متوازنه باورجوړونه د سولې د خبرو بنسټیز شرط

عبدالغني (هاشمي) 28.07.2015 11:41

که څه هم د افغانستان اسلامي دولت او مخالفو وسله والو طالبانو د استازیو ترمنځ د سولې خبرو په تړاو ځیني ځانګړي اقدامات له ډېر وخت راهیسې پیل شوي او ډېرې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ او مراجع پکې بوختې دي؛ خو په دې وروستیو کې د چین او پاکستان هېوادونو په همکارۍ او منځکړتوب او نړیوالې ټولنې په ملاتړ، د ښکېلو لوریو (افغان دولت او وسله والو طالبانو) وروستي عملي او چټک اقدامات په دې ډګر کې د پام وړ هیله بښونکيو پرمختګونو ورونه پرانستل. همدا وروستي چټک او پراخ اقدامات وو، چې بلاخره یې د پاکستان په مري سیمه کې د روان لمریز ۱۳۹۴ کال د چنګاښ پر شپاړلسمه نېټه د امریکا، چین او پاکستان او دواړو ښکېلو لوریو د استازیو په ګډون یې د مخامخ خبرو لومړي پړاو ته لار پرانست.
که څه هم تمه کېده، چې ددغو رسمي او مخامخ خبرو تر پیېلدو وړاندې به د دواړو ښکېلو لوریو د وسله والو ځواکونو ترمنځ په افغانستان کې اوربند کېږي، خو له بده مرغه له دې سره چې افغان دولت وار وار له وسله والو طالبانو دا غوښتنه وکړه، خو هغوی سربېره پردې چې اوربند ته غاړه کېنه ښوده، جګړې ته یې لاپسې زور ورکړ، چې د ډېریو شننونکو په اند دا به په دې موخه وي، چې وسله وال طالبان په دې توګه د تېر په څېر د سولې په خبرو کې ځان ته د ډېر امتیار ترلاسه کولو لپاره لار هواره کړي.
باید وویل شي، چې زما هدف په مذاکراتو کې د یوه لوري د فعال نقش پلوي او د بل لوري میخانیکي او پڅې ونډې مخالفت نه، بلکې د رسالت له مخې په داسې لیکنو کې د حقایقو ځلونه او ویل د لیکوال مجبوریت دی.
په هر حال، دادی د سولې خبرو لومړی پړاو،چې په پایله کې یې د جګړې د کمېدو هیڅ څرک نه ښکاري؛ پای ته ورسېدې او په پام کې ده، چې په نږدې راتلونکي کې د دغو خبرو دویم پړاو پیل شي.
که څه هم ډېریو شنونکو او مراجعو د خبرو لومړی پړاو د دواړو ښکېلو ډلو ترمنځ د باور فضا د رامنځته کېدو لپاره ډېر ګټور وباله، خو زما په اند باور جوړونه باید یواړخیز نه وي، بلکې دا فضا باید په رښتینې او ډاډمنه توګه د دواړو ښکېلو ډلو ترمنځ رامنځته شي، نه د یوه لوري له خوا.
له بل لوري دا باور باید د سولې خبرو تر پایه په ډاډمنه توګه شتون ولري، دا یوه اړتیا ده چې د باور جوړونې بهیر باید د سولې خبرو له ټولو پراختیايي پړاوونو سره جوخت وده او پراخیتا ومومي او دا د سولې خبرو او کړکېچونو د هوارولو له بنسټیزو قاعدو او شرطونو څخه دی، ځکه که دا باور د خبرو په بهیر کې له شک او اندېښنو سره مخ شي، د سولې خبرې به عملي پایلو ته ونه رسېږي او ددې پرځای چې جګړه ختمه یا کمه شي، لا به پسې توده او پراخه شي. له همدې کبله د سولې خبرو دواړه لوري مکلف دي، چې مثبتې او عملي پایلې ته د رسېدو په خاطر د یو بل پروړاندې د خبرو له پیله تر پایه د باور عملي او ډاډمنه فضا رامنځه کړي او ویې ساتي.
که له دې بحث څخه هم تېر شو، چې د افغان دولت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو په ډګرکې لومړی مثبت او عملي ګام افغان دولت پورته کړ؛ نو دا په زغرده ویلای شو، چې په دې برخه له پیله تر پایه افغان دولت اړینې کړنې او عملي اقدامات هم ترسره کړي دي، په داسې حال کې چې تراوسه د وسله والو طالبانو له خوا کوم د پام وړ اقدام نه دی ترسره شوی. د بېلګې په توګه افغان ولسمشر محمد اشرف غني په زغرده اعلان وکړ، چې افغان دولت چمتو دی د امنیت ټینګښت او سولې راوستو په موخه، د افغانستان اساسي قانون د لومړي او دویم فصل پرته، له وسله والو طالبانو سره د هغه په نورو موضوعاتو او مفرداتو هرډول خبرې وکړي، په دې معنا که وسله وال طالبان پر پورتنیو یادو شوو فصلونو پرته په نورو برخو کې د تعدیل او تغیر غوښتنه هم وکړي، افغان دولت به ورته د خبرو زمینه برابره کړي. دا او دې ته ورته کړنې او اقدامات کولای شي هماغه د باور جوړونې لپاره فرصتونه او زمینې وي.
 اوس نو اړینه وه چې د بل لوري له خوا هم باید دی ته ورته اقدامات شوي وای، خو له بده مرغه د مقابل لوري له خوا تر دې دمه لږترلږه دا فرصت هم نه دی ورکړ شوی، چې د اوربند په څېر بنسټیزې مسلې ته هم د خبرو په اجنډا او بهیر کې ځای ورکړ شی، بلکې جګړې ته یې لاپسې زور ورکړ.
په همداسې یوه حالت کې بیا ځيني په دې اند هم دې، چې افغان دولت باید د سولې خبرو اترو د عملي پایلو په خاطر د وسله والو طالبانو شرطونو ته غاړه کېږدي.
د افغانستان د اسلامي اقتدارګوند مشر او پخواني جهادي قوماندان احمدشاه احمدزي ویلي، چې د مخالفینو ځیني "معقولې" غوښتنې باید د افغان دولت له خوا ومنل شي، خو زه په دې باور یم، چې په مذاکراتو کې معقولې غوښتنې کېدای شي هر وخت د منلو وړ وي، اوس نو دا باید روښانه شي، چې له معقولو غوښتنو نه د ښاغلي احمدزي هدف کومې غوښنې دي؟
له بل لوري د افغانستان د خلاصون لارې عالي شورا مشر او د طالبانو د تحریک پخواني مهم غړي سید اکبر اغا د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې د خبرو ملاتړ کړی، خو ویلي یې دي چې باید دا خبرې اوربند ته زمینه برابره کړي او افغان حکومت باید داسې شرایط وړاندې نه کړي، چې د سولې د خبرو مخنیوی کوي.
 له دغو ښاغلو مو تمه دا وه، چې باید ویلي یې وای، چې دواړه لوري باید د یو بل پروړاندې له نرمښت او انعطاف څخه کار واخلي او په هېواد کې د جګړې د کمېدو په موخه دې هڅه وکړي، د امکان تر بریده د یوبل شرایطو او غوښتنو ته غاړه کېږدي، ځکه سوله یو اړخیز واټ نه دی، بلکې د سولې په خبرو کې باید دواړه لوري د یوبل شرایطو او غوښتنو باندې بحث وکړې څو له ستونزو څخه د وتلو او مثبتې پایلې ته د رسېدو په خاطر یوه ګډه لار او ګډ مخرج پیدا کړي،نه دا چې یوازې یو لوری مکلف شي د بل لوري ټولو شرطونو او غوښتنو ته غاړه کېږدي.
بله خبره چې ډېره ارزښتمنه او مهمه ده، داچې سوله او دا مذاکرات یوازې د دولت او وسله والو طالبانو پورې اړه نه لري، په بل عبارت؛ دا بهیر او مسله یوازې ددوی نه ده، بلکې د ا په نېغه توګه د ټول افغان ملت په برخلیک پورې غوټه او تړلې ده، په دې اړه بېلابېل قومونه، قبایل، ډلې، قشرونه، سیاسې ګوندونه، شخصیتونه او وګړي بېلابېل نظرونه، شکونه، اندېښنې او انګېرنې لري، ځکه نو دلته د عدالت موضوع او هغې ته جدي پاملرنه هم ډېره مهمه او اړینه ده. دواړه لوري؛ خو په ځانګړي ډول دولت باید په دې خبرو کې ډېر محتاط اوسي او په روښانه توګه داسې کړنې ترسره کړي، چې د مذاکراتو په بهیر او په راتلونکي کې دغو ټولو یادو شوو ذیدخلو اړخونو ته اندېښنه او شک پاتې نه شي.
بله موضوع دا چي، که موږ دخپل ځان لپاره نه، بلکې د افغانستان او د افغانستان د وګړو او ملت لپاره سوله کوو، نو باید په دې بهیر کې په بشپړ رښتینوالي عمل وکړو، له سیاسي لوبو نه ځانونه وساتو او د دغو لوبو ښکار نه شو.
 زما په اند د خبرو دویم پړاو، چې د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې په ترڅ کې یې دواړه لوري یوبل ته خپلې غوښتنې او شرایط وړاندې کوي، ډېر مهم او برخلیک ټاکونکی پړاو دی، ځکه نو د هېواد ملي ګټو او راتلونکو جانبې خطرناکو عوارضو د مخنیوي په موخه باید په ملي کچه ډاډمنه باور جوړونه د دواړه لوریو د حرکتونو او اقداماتو له ترټولو مهمو او بنسټیزو ټکو څخه وي.
زه په دې باور یم، چې که د متوازنې او متناسبې باور جوړونې لپاره د دواړو ښکېلو لوریو له خوا په بشپړ صداقت او رښتینوالي متوازن او متناسب حرکتونه او اقدامات ترسره نه شي او پکې د افغانستان د ټولو قومونو، ډلو، قشرونو او وګرو شکونه او اندېښنې له منځه ولاړې نه شي؛ نو که ګوندې دا خبرې د دواړو ښکېلو ډلو ترمنځ مثبتې او عملي پایلې ته هم ورسېږي، بیا به هم له ډېرو خطرونو او ننګونو سره مخ وي، چې پایلې به یې زموږ هېواد او هېوادوالو ته د ګټې پرځای ډېر زیان ولري.