د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دخوشال فرهنګی ټولنې دخواخوږۍ پیغام

پروفیسور عبدالخالق رشید 26.07.2015 13:36

پښتانه  دم ګړۍ  دنړې او سیمې  دتاریخ دسختې تراژیدۍ  شپې ورځې زغمي ، چې لاملونه یو نه بلکي په سلګونو دي او زیاتره یې هم باندنۍ ریښې او جرړې لري چې  له بده مرغه په ډیرو وختو او ځایو کې د دوی دخپلو بچیانو په لاس پردوی باندې  په شعوري او غیرشعوري توګه  ترسره او تپل کیږي . د لیک لوست نشته والی ، دملی واکمنۍ کمزورتیا ، دملي یوالي نشته والي ، له اټکه ترکندهاره  او له آمو تر اباسینه د یو موټي افغان او پښتون ټبر په زړه کې د ددغه قوم دیوه منلي مشرنشتون، د یرغلګرو او جاسوسي شبکو بی سروپایه مداخلې  دا ټول هغه عوامل دي چې  دآسیا دغه له پرتمه ډک ملت يي په خپلو کې داسې بوخت ساتلي چې دخپل ژوند اوخپل برخلیک سمبالولو ته یې  نه څوک نه پریږدي او نه خپله ددغې بی سرو پایه نړیوالې توطیي د طلسمونو په ښکیل کې فکرکولای شي .
 دنیمې پیړۍ په ترڅ کې دنړۍ ددوظالمو زبرځواکو یرغلونه او ددي وطن د مادي او معنوي ارزښتونه مسخ ا فسخ کول دا ټول هغه څه دي چې دغه اتل قام تر اوسه ورسره مخامخ دی او تراوسه هم  په دغه او هغه نامه له بده مرغه د یوې نړیوالې او سیمه ییزې توطیې په ډګر کې  قرباني کیږي ، وژل کیږي او له خپل تاریخ ، فرهنګ او معنویت  سره په مقابل دریځ کې په لوی لاس  ددښمنۍ په دریځ کې درول کیږي او ځپل کیږي .
دداسې یوه تورسیلاب  ، دداسې یوه ناورین  او توپان په زړه کې  مو له بده مرغه د نومیالی لیکوال ، څیړونکي ا و دپيښور پښتواکیدیمۍ د مشر ډاکتر راج ولي شاه خټک دناڅاپی مړینې غږ په خورا خواشینۍ سره واورید ، ډاکتر خټک ، یو عالم او په پښتو مین فرهنګی او دنظرخاوند لیکوال و چې په پښتونخوا کې را وټوکید ، هلته یې د رحمان او خوشال  په ماحول کې دپوهې او زده کړې درانه پیټی ته اوږې ورکړې  او ترډاکترۍ کچې یې په دغه باره کې فکروکړ، ویی لیکل او نورو ته یې په دغه برخه کې زده کړه ورکړه . په سلګونو مقالې یې په پښتو، انګریزي او اردو کې ولیکلې چې دټولو منځپانګه پښتو او پښتون پوهنه او نورو ته دهغو پرتلیزه او تاریخی معرفي وه .
هو، فلک موږ دهمداسې یوه نه هیرودونکي او په لوړو زده کړو سمبال پښتون په نا څاپي مړینه ور واړولو، چې په رښتیا هم  زموږ لپاره په دغو سختو اوتاریخی شرایطو ډیره درنه او درد ونکې وه .
خوشال فرهنګي ټولنه، هغه چې دلراو بر پښتون د فرهنګي اوعلمی او ملي ارزښتونو پربنیاد دخپلو میراثو پاسواله او ستایواله ټولنه ده ، په افغانستان ، پشتونخوا  ، او دنړۍ په نورو ګوټونو کې ، دهغې ټول غړي  او لارښود شورا  په خواشیني سره له تاسو دوستانو اود اراوښاد ډاکتر راج ولي شاه خټک له کورنۍ ، دوستانو، دپيښور پښتو اکادیمۍ  او پیښور پوهنتون له  اړوندانو سره خپله غمرازي شریکوي اوله پاک خدایه ډاګتر راج ولي شاه ته دجنتونو او کورنۍ د صبر هیله کوي .
زموږ غمونه او دردونه سره شریک دي ،
په درناي
 
دخوشال فرهنګی ټولنې په استازیتوب