د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د محمد حلیم ستانکزي د ژوند او علمي هڅو په اړه

صفي الله ملاخېل 25.07.2015 12:45

اسلام علیکم ورحمت الله .....

محترمو زه صفي الله ملاخېل د کابل له پوهنتون څخه د ماسترۍ په کچه فارغ شوی یم، خو د خپلې ماسترۍ د دفاع لپاره مې د هند د مشهور لیکوال پریم چند مشهور ناول( د غوايي خیرات) پښتو کړې بڼه چې ښاغلي محمد حلیم ستانکزي په ۱۳۷۰ هجري لمریزو کال کې پښتو ژبې ته ژباړلی او په هغه وخت کې په انیس دولتي ورځپاڼه کې خپور شوی، ټاکلی دی .

اوس مې د خپل تېزس ډېره برخه تکمیله کړې ده، خو د پریم چند د ناول(د غوايي خیرات) د ژباړونکي( محمد حلیم ستانکزي) د ژوند او علمي هڅو په اړه چې باید په خپل تیزس کې یو فصل ولرم، نه ده تکمیله؛ ستونزه دلته ده، چې د ښاغلي ستانکزي په اړه مې په کتاب پلورنځیو کې یو کتاب هم پیدا نه کړ، یوازې څو اقتصادي لیکنې مې ستاسو په سایټ کې وموندلې.

خو متاسفانه چې ستاسو په ویبپاڼه کې هم دده د ژوند او علمي هڅو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

ځکه مې نو ستاسو محترمې ادارې ته دا لیک در ولیږه چې که چیرته راسره مرسته وکړئ او د ښاغلي محمد حلیم ستانکزي د ایمیل ادرس، تیلیفون شمیرې، کاري دفتر او یا ځای ځایکي په اړه معلومات راکړئ، مهرباني به مو وي.

شاوخوا څلور میاشتې کیږي چې د ښاغلي حلیم ستانکزي د علمي هڅو په اړه له خپلو دوستانو څخه په دې تمه پوښتنې کوم، چې که لږ شانته همکاري راسره وکړي، خو متاسفانه چې زما یوه همکار هم د ستانکزي د علمي هڅو او په خپله دده په اړه معلومات نه لرل.

ستاسو د همکارۍ په هیله.

صفي الله ملاخېل

molakhailsafi@gmail.com