د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بهرنيو زده کوونکو په اړه د انګلستان دولت نوی پلان

ياسر الهاشمی 25.07.2015 12:36

د بریتانيي دولت غواړي د هغو زده کوونکو پر وړاندې نوي اصول وضع کړي چې د اروپايي ټولنې څخه غير له نورو هيوادونو څخه دغه هيواد ته د زده کړي لپاره راځي.
د نورو پرمختلليو هيوادونو په څير انګلستان هم بهرنيو وګړو ته په دغه هيواد کې د وړيا زده کړې زمينه برابروي او هرکال په لسګونو زده کوونکي د بورسونو له لارې انګلستان ته د زده کړې لپاره راځي. د دې ترڅنګ يو شمير نور بهرنی وګړي بيا په خپلو شخصي پیسو او امکاناتو انګلستان ته د زده کړي لپاره راځي.
په ډيری مواردو کې، انګلستان ته راغلي زده کوونکي د تحصيلي دورې له پای ته رسيدو وروسته په انګلستان کې د کار د ويزې غوښتنه کوي، تر څو په انګلستان کې د کار کولو له لارې په دغه هيواد کې خپل شتون تضمين کړي.
د انګلستان د احصائيې د ملي ادارې د ارقامو په اساس، د (۲۱۰۴) ز کال په پای کې د بهرنيو زده کوونکو شميره په دغه هیواد کې (۱۲۱۰۰۰) تنه اټکل شوی وه چې د هغې له جملې څخه يوازې (۵۱۰۰۰) تنه د روان کال په جريان کې له انګلستان څخه بيرته خپلو هيوادونو ته تللي او اوسمهال هم (۷۰۰۰۰) تنه غير انګلیسي زده کوونکي په انګلستان کې پاتې دي.
د انګلستان د کورنيو چارو وزيره (Theresa May) د سې شنبې په ورځ (۲۰۱۵/۰۷/۱۴) اعلان وکړ چې په انګلستان کې د بهرنيو زده کوونکو د شمیرې د راټيټولو په موخه يې يو پلان ترتيب کړی. د دغه پلان پراساس به له اروپايي ټولنې څخه غير، د نورو بهرنيو هيوادونو څخه راتلونکي زده کوونکي د تحصيلي دورې له پاې ته رسيدو څخه وروسته، به بیرته خپلو هيوادونو ته وليږدول شي.
دا ځکه چې ځينې خلک په انګلستان کې د زده کړې په پلمه غواړي د انګلستان ويزه تر لاسه کړي، انګلستان ته راشي او کار وکړي.
د کورنيو چارو وزيرې ويلي چې تر دې دمه يې (۸۷۰) مشکوک پوهنتونونه، د بهرنيو زده کوونکو له منلو څخه منع کړي دي.
د انګلستان د کډوالو د چارو وزير (James Brokenshire) هم په يوه تبصره کې د دغه پلان په اړه خپل نظر وړاندې کړی او ويلي دي چې دغه پلان به له ملي بوديجې څخه د تمويل کیدونکو پوهنتونونو په اړه تطبيق شي.
هغه زياته کړه:
(( په انګلستان کې ماليه ورکونکوونکي،له ملي بوديجې د تمويل کيدونکو پوهنتونونو څخه دا تمه لري چې خلکو ته ښه تحصيلي خدمات وړاندې کړي، نه دا چې دغه پوهنتونونه انګلستان ته د خلکو د راتګ لپاره په يوه دروازه بدله شي. همدارنګه، موږ به د بهرنيو زده کوونکو لپاره د انګليسې ژبې سختې ازموينې په نظر کې لرو تر څو له دې لارې هم وکولای شو چې د بهرنیو زده کوونکو له راتګ څخه مخنيوی وکړو. د مهاجرت (کډوالۍ) کنټرول د انګلستان په ګټه ده.))
ویل کيږي چې دغه پلان به په راتلونکی اونۍ کې د انګلستان لومړی وزير ته وړاندې شي، که چيرې د لومړي وزير لخوا تائيد شي نو بيا به سمدستې پلي شي.