د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دډاکټر راج ولي شاه خټک په مړینه دخواشینۍ څرګندونه

نصیر ستوری 22.07.2015 12:33

دډاکټر راج ولي شاه خټک په مړینه دخواشینۍ څرګندونه
په ډیره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د پښتو ژبې پیاوړی لیکوال، شاعر او د پښتو عصري ادب وتلی سړیتوب (شخصیت)، څیړونکی او نقاد ښاغلی ډاکټر راج ولي شاه خټک نن د روان دوه زره پنځلسم کال دجولاې په شلمه نېټه د گل ( دوشنبې ) په ورځ په ډیره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د پښتو ژبې پیاوړی لیکوال، شاعر او د پښتو عصري ادب وتلی سړیتوب (شخصیت)، څیړونکی او نقاد ښاغلی ډاکټر راج ولي شاه خټک د روان دوه زره پنځلسم کاال دجولاې په شلمه نېټه د گل ( دوشنبې ) په ورځ د خپلې کورنۍ سره سوات نه بیرته را روان وو چې ملاکنډ سره ئې د زړه د دریدو له امله لدې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګي پټي کړي

انا لله و انا اليه راجعون

ډاکټر راج ولي شاه د نوښار ضلعې په ډاگ اسماعیل خیلو کلې کې په کال ١٩٥٢ کې د قدیم شاه په کور کې زیږیدلی وو او زده کړې ئې په پیښور کې تر سره کړې وې.
ډاکټر راج ولي شاه خټک د پیښور پوهنتون(یونیورسټۍ) نه د ایم ای ډگري ترلاسه کړه او بیا د پښتو اکیډیمۍ مشر په توگه يي دنده ترسره کړې.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند دارواښاد ډاکټر راج ولي شاه خټک په بی وخته او ناڅاپی مړینه د زړه له تله خواشیني څرګندوي او داراواښاد مړینه پښتون ولس ته نه جبران کیدونکی زیان بولي او د ارواښاد ډاکتر راج ولي شاه خټک درنې کورنۍ، خپلوانو ، دوستانو او ملګرو سره په دغه دروند غم کې ځان شريک ګڼي. ارواښاد ته د لوې خدای ج له درباره دجنت فردوس غوښتنه کوي.
روح دی ښاد وي .
په درناوي
نصیر ستوری
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندجنرل سیکرټري