د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اسلام آباد (مرې) غونډه او پټ ناویل شوې حقائق

دکتور شمس الرحمن (شمس) 17.07.2015 12:16

د پاکستان د ملي امنیت شورا مشر سرتاج عزیز په پرله پسې ډول وایې په اسلام آباد کې د طالبانو او حکومت مخامخ د سولې خبرې مفیدي او ځينې کړۍ يې د سبوتاژ له پاره هڅې کوي.
تردې چې په نظامي سطحه هم دفوځ ویاند عاصم باجوه داخبره په یوه مرکه کې وکړه.
خوست ولایت کې د جولای په ۱۵ نیټه ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې د اسلام آباد د ناستې په امتداد د سولې مذاکراتو دویمه ناسته به په دوو یا دریو اونیو کې کيږي.
پاکستان لګیا دی چې د طالبانو مشران دويمې ناستي ته چمتو کړي، د قطر دفتر ته چې د مذاکراتو سیاسي واک ورسره دی، پاکستان تر ډیره زړه نه ښه کوي چې مخامخ هغوی سره خبره وکړي، ځکه په سیاسي چاروکې ښکیل لوري او اشخاص د مذاکراتو په ګټه او تاوان تر نورو ښه پوهیږي، دمعلوماتو له مخې اکثریت طالبان هغو ی که په لوړه کچه دي او که په ټیټه کچه  دمري په غونډه خپه او اندیښمن دي.
معلومات ښيې چې پاکستان کله  پوه شو چې د دویم ځل لپاره طالب چارواکی نه شي تیرایستلی نو په دې اړه ئی د سعودي عربستان څخه مرسته غوښتې چې د طالبانو قطر دفتر د مفاهمي له مخې دویم ځل ناستي ته له افغان حکومت سره اماده کړي، مخکې وختونو کې د سعودي حکومت له طالبانو سره مخامخ اړیکو نیولو ته زړه نه ښه کاو، ځکه پاکستان طالبان دوی ته غلط ورپيژندلی وو.
پاکستان له ډیر وخت راهیسي هڅه کوله چې افغان حکومت ته هغه ژمنه عملي کړي چې کولای شي طالبان له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته کینوي.
تیره میاشت يې د چین په اوړمچې ښار کې د طالبانو پخواني مشران ملاجلیل  آخند، ملا عبدالرزاق اخند او ملامحمد حسن رحماني له افغان حکومت سره داوړمچی ښار هوایی میدان کې خبرو ته کینول، کوم چې هغه ناسته پرته له نتیجې او پرته له باور رامنځه کولو پای ته ورسیدله، افغان حکومت او چین د طالبانو په نوم ددغو استازو په واک او صلاحیت شک وښود.
د جولای میاشتې په اومه نیټه پاکستان وکولای شول چې د طالبانو ځینې کسان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کینوي، دمعلوماتو له مخې په دي جمله کې عبدالطیف منصور ، ملا عباس آخند او حاجی ابراهیم و، د افغان حکومت له لوري دهئیت مشري حاجي دین محمد کوله او ورسره حکمت کرزی، محمد عاصم، فیض الله ذکي، محمد ناطقي، اسدالله سعادتي او فرهاد الله فرهاد و.
د پاکستان لخوا بیا ټول دآی ایس آی خلک و چې هریو جنرال رضوان اختر دآی ایس آی لوی رئیس، جنرال سجاد علی درئیس معاون، ډګروال عبدالله دآی ایس آی لخوا دافغانستان دټولوچارو مسؤول  او دطالبانو په وخت کې  دقندهار قونصل متقاعد  میجر ګل ګډون درلود، بدبختانه چې د پاکستان دوزارت خارجه څوک نه و، همدا وجه ده چې د سرتاج عزیز بیانونه هم ټیټ اوپاس، تیراوبیر وي ، هره ورځ یوه نوي خبره پکی کمیږي او زیاتیږي، ځکه دمعلومات سرچینه یوازی فوځ دي نوخامخا به داسې یو څه ورته تیاریږي چې مجهول اومبهم الدلالة وي.
پاکستان د همدې ناستي د شروع تر وخت پوري داویل چې د سیاسي کمیسون (قطر دفتر ) غړي  هم ګډون کوي دوی را روان دی ،او ټول ګډونوال ئی دطالبانو نمائندګانو په شمول  په مغالطه کې اچولی و، حالانکه دوی ښه پوهیدل چې ددفتر غړي په داسې غونډه کې ګډون نه کوي، له همدې امله يې ملاجلیل آخند او دهغه انډیوالان د مرې ښار ته بیولي و، هلته یې منتظر کړي وو، که چیرته غونډه کې څه خلل راځی نو تاسې به د افغان حکومت سره د طالبانو په استازیتوب خبري وکړي.
ملاجلیل چې ویل کیږي دآی ایس آی سره ئی دمجاهدینو دوخت نه  اړیکی دي او دوی ئی تل استعمالوي  داڅوتنه طالبان د اسلام آباد ناستې ته په چل سره راغوښتلو کې ډیره اهمه ونډه لرله، هغوی ته یی غلط معلومات ورکړي وو، چې دقطر دفتر نه به هم کسان راځې او حتی د ناستي له جزیاتو او افغان حکومت سره د خبرو اړوند يې هم سهی معلومات نه وو ورکړي، دوی په داسې ګونګ حالت کې مرې ته راوستل شوو او په خبرو کې کینول شوو.
ملاجلیل آخند ته په کابل کې دننه هم افغان حکومت لاسرسی لاره، هغه څوځله کابل ته راغلي، د هغه وخت د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر اکرام خپلواک او دا رنګه د استخباراتو مشرانو سره يې لیدنې کړي، ویل کيږي چې د حاجي اکبر آغا سره هم نږدې اړيکې يې ساتلي وي.
پاکستاني رسنیو چې سرچینه ئی فوځ وه،ترډيره وخته دناستې ګډونوالو نومونو کي دقطر دفتر دوه غړي قاری دین محمد حنیف او عباس ستانکزی هم یادول .
ولي دناستي وروسته د طالبانو د قطر دفتر ویاند د خبرو رد او په خبرو کې يې د سیاسي کمیسون د غړو نه ګډون اعلان کړ، دارنګه د طالبانو رسمي اعلامیه هم دا ډول ترتیب شوې وه چې د خبرو تردید او تاید پکې جوت نه و.
کله چې داڅو تنه طالبان د پاکستان له چل او فریب نه خبر او د طالبانو او افغان حکومت خبرې رسنیزي ، امریکا، ملګرو ملتونو، ولسمشر محمد اشرف غني يې هرکلی وکړ، همدا و چې طالبانو د خبرو ټول واک که له بهرنیانو سره وي او که له افغانانوسره وی سیاسي کمیسون ته ورکړ.
معلومات ښی چې  طالبانو له دی وروسته د ملامنصور او ملاعباس څخه پوښتنې ګرويژني شروع کړي.
همدا ډول ملاجلیل د غونډې وروسته پټ شوې، بیا نه دی ښکاره شوی، ځينې وايې سعودي عربستان ته د عمرې له پاره تللی او ځينې وایې چې د خپل کړي جرم له امله چې طالب مشران يې د آی ایس آی په مرسته په چل او فریب خبرو ته کینول له دی کبله چې له ستونزو سره مخ نه شي ځان یې پټ کړی دی.
طالبانو  ته نږدې سرچینې دنوم نه ښودلو په شرط وائی چې د طالبانو د رهبري شورا مشر مولوی اخترمحمد منصور هم په دغه کار سره ډیر ناخوښ او پشېمانه دی، داسي ویل کیږي چې ملاعباس او مولوي عبداللطیف منصور ته د افغان حکومت سره خبرو کې ګډون اجازه په داسې شکل نه وه شوي، باید غونډه پټه وای او یوازې دپيغامونه تبادله په کی وای او هم داسې پاکستاني مقاماتو سره پریکړه شوې وه.
طالب مشران په دی هم ډیره خفه ښکاري چې د اسلام آباد له چل او فریب ډکه ناسته ډیره رسنیزه شوه، او دطالبانو هویت او خپلواکې يې تر سوال لاندي راوستله، ډیرو او ولسمشر محمد اشرف غني به ویل چې پاکستان په طالبانو واک لري، او د سولې مذاکراتو ته يې کینولی شي.
بل لورته پاکستان د طالبانو د و یاند ډاکټر نعیم وردګ په هغه څرګندونو چې د اسلام آباد ناسته کې يې د سیاسي دفتر د غړون شتون رد کړ، سخت احتیجاج وکړ، طالبانو ورته ځواب داو چې داسي يوه مجهوله غونډه  ولي پاکستاني رسنيو دومره علني او مهمه وګڼله.؟
ځينو سیاستوالو څرګنده کړه چې په اسلام آباد کې د طالبانو سره د مولوي اخترمحمد منصور لیک و چې ددوی استازیتوب کوی، خو طالبانو ته نږدې سرچينې دغه خبره په کلکه ردوي.
داسي نظرونه هم شته چې د افغان حکومت لوري هیئت ته هم هر څه جوت شوي وو، ولي د اوس له پاره پري سترګې پټوي، که څه هم په وروستیو وختونو کې راغلي هئیت په ډیر احتیاط څرګندونې کوي، او هرڅه له رسنیو او خلکو سره نه شریکوي
د پاکستان هڅه داده چې هر ځای وی دویمه ناسته هم طالبان او افغان حکومت سره وکړي، ولي طالبان وايې که له پاکستان پرته داځل په هر هیواد کې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کیني نو بیا هم شروع يې پاکستان وکړه، د خبرو ټول امتیاز به پاکستان ته ځي.
طالبانو ته نږدې سرچينې وایې چې دوی هوډ لاره په کرارکرار زمینه دي ته برابره شي چې کله له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړی، خو پاکستان ددوي دغه مثبت پروګرام سبوتاژ کړ .
ښکاري چې اوس د طالبانو د سیاسی دفتر د مشرتابه او پاکستان ترمنځ زور ازموینه روانه ده، پاکستان هڅه کوي هغوی دويمې ناستي ته اړ کړي، سیاسي دفتر هڅه کوي چې طالبان بیا د پاکستان په لومه کې ګیرنشي.
له دي ټولو خبرو سره سره کوم شرایط او خبرې چې ملاعباس آخند او عبداللطیف منصور افغان هیئت ته وړاندي کړي، افغان حکومت يې ګنګس کړی، داسي شرایط چې د افغان دولت تر وس او واک لوړ دي.
داسي بريښې چې پاکستان څوکلنه پخوانۍ د معتصم آغاجان استخباراتي ناکامه هڅه بیا شروع کړي، داځل ئی د معصتم په ځای ملاجلیل، ملاحسن رحماني ،او ملا عبدالرزاق رامخکې کړي، که دسیاسي لید له نګاه ورته وکتل شي داهڅه ئی هم ناکامه ښکاري ځکه سیمه کې ټول قوتونه په دې پوه شوي چې پاکستان دافغانستان په اړه څرنګه پالیسي پرمخ بیایی.
ویل کیږي چې پاکستان کله د افغان طالبانو له مشرتابه څخه د افغان حکومت سره د مخامخ کیناستلو غوښتنه وکړه، هغوی هم له پاکستان څخه غیرمستقیم غوښتنې وکړي، لومړی داچې په پاکستان کې زنداني طالبان لکه (ملابرادراخوند او نور ډيرمشران کشران دی) خوشي کړي، د پاکستان په زندانو کې دطالبانو ځیني وژل شوي اوشهید کړل شوي مشران لکه (استاد یاسر او ملاعبیدالله آخند.....) جسدونه ورته وسپاري، خبري به د پاکستان په خوښه او پاکستان کې نه وي، او ځینې نورې داسي غوښتنې چې پاکستان يې وارخطاء کړ، چې طالبان به يو ورځ نه يو ورځ د پاکستان د جنایاتو پوښتنه ورڅخه کوي.
پاکستان چې کله د طالبانو دغه ډول غوښتنو استشمام وکړ، ددي له پاره چې په طالبانو فشار راوړي، سمدستي يې د ملاجلیل په واسطه استخباراتي لوبه پیل کړه تر څوهغه طالبان چې د پاکستان څخه د خپلو بندیانو خوشي کیدل غواړي، د خپلو شهیدانو جسدونه غواړي ارام کړي.
پاکستان هغه وخت ډیر وارخطاء وو چې له افغاني طالبانو يې د پاکستاني طالبانو پرخلاف د يوې اعلاميې غوښتنه وکړه، خو افغان طالبانو ډډه وکړه.
ویل کیږي چې د چین  ۴۶ میلیونه ډالر ژمنه شوې مرستې هم له پاکستان سره مشروط دي، تر څو چې د پاکستانې طالبانو سره د پاکستان مشکل نه وی حل شوې، دغه پروژې به پیل نه شي، دا ډول تر څو چې له افغان طالبانو سره سوله نه وي شوې د هغوی شرایط نه وی منل شوې، چین به په سیمه کې سرمایه ګذاري ته زړه ښه نه کړي، (غوره بیلګه ئی چنائی پروژی دی په افغانستان کې چې په ټپه ولاړې دي).
تازه معلومات دادی چې طالبان به د اختر وروسته سمدستی له افغان حکومت سره خبرو ته اماده نه وي، ممکن هغه وخت وشي چې کله نړيوال او افغان حکومت ته جوته شي چې د چین  د اوړمچي ناستې په څیر اسلام آباد کې هم له چل او فریب څخه کار اخیستل شوی وو.
ممکن که پاکستان مجبوره شي بیا له د طالبانو دسیاسي دفتر د غړو په ځای یوڅو نور نا مسؤوله کسان افغان حکومت سره خبرو ته کینوي.
سیاسي شنونکې دا سوال کوي چې ولي په جلاجلا ناستو کې بیلابیل کسان د افغان حکومت او طالبانو په استازیتوب خبرې کوی، ولي دغه هیئتونه مشخص کسان نه دي؟
په دوحه، دوبۍ او ناروي کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړو په کانفرانسونو کې کډون کړی وو، د افغان حکومت له لوري بیل بیل کسان وو.
د چین اوړمچې ناسته کې افغان حکومت له خوا د هیئت مشرې اوسني د دفاع سرپرست وزیر معصوم ستانکزي کوله، او دطالبانو په نوم ملاجلیل او دوه نور ورسره و، په اسلام آباد کې بیا د طالبانو په نوم ملاعباس او ملامنصور او د افغان حکومت له خوا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت کرزي مشري کوله.
د چین او اسلام آباد ناستو کې د طالبانو د سیاسي کمیسون هیڅ کوم غړي شتون نه لاره، دا هغه سوالونه دی چې سیاستوالو سره مطرح دي.
که چیرته دوېمه ناسته کيږي او بیا په کې ملاعباس او ملامنصور ګډون ونه لري، د حکومت له خوا حکمت کرزی نه وي، که د سولې اړوند مذاکراتو کې هر وار نوی کسان وي، بیا به يې نتیجه څه ډول وي؟
پاکستان پوهیږي چې چین پري بې باوره شوی، چین ځکه بې باوره دی، چې د پاکستان د ملکي او سیاسي حکومت او پوځیانو ترمنځ اختلاف نظر موجود دی، ملکي حکومت نه غوښتل چې دغه ډول ناسته چې د طالبانو اصلي استازي پکې نه وی ترتیب شي، ولي پوځ او د پاکستان استخباراتو له دي امله چې له افغان حکومت څخه وعده شوي امتیازات ترلاسه کړي په بیړنې ډول يې داسي يوه نمائشي ناسته برابره کړه.
د پاکستان  د پوځ ، سیاسي او ملکي حکومت ترمنځ د افغانستان په مسئله هغه وخت اختلافات راپيداشول چې ولسمشر محمد اشرف غني فوځ ته مراجعه وکړه او په راولپنډۍ کې يې د ټولو ډیپلوماټیکو اصولو په خلاف د پاکستان د فوځ مرکز ته تشریف ور وړ.
بیا هم پاکستانیان که د نړۍ په نورو مسایلو کې اختلاف نظر ولري، هره ډله په خپل نظر اصرار کوی، ولي د افغانستان مسایلو کې يوه خوله دي، او ژمنه يې کړي چې اختلاف نظر به شاته غورځو، خو چین له دی خبرو اګاه دی، نو ځکه د افغان حکومت او طالبانو په نوم د استازو د مخامخ خبرو کوربه توب ته زړه نه ښه کوي.
جنرال باجوه  د پوځ ویاند ټریبیون اکسپرس سره خبرو کې د پوځ او ملکي حکومت تر منځ د اختلاف اړوند پوښتنې ته داسي ځواب وایې، د افغانستان سولې اړوند سیاسي او ملکی حکومت، پوځ او استخبارات او بهرنیو چارو ادارې يوه خوله دي.
جنرال باجوه وایې که موږ افغانستان کې سوله غواړو نو په فوځي او استخباراتي لحاظ د داوړو هیوادونو مرسته له یوبل سره کول او تفاهم لیک يوښه پرمختګ دی، هغه وایې  پرمختګ داو چې محمد اشرف غني د فوځ له مرکز څخه لیدنه وکړه، بل ځای وایې پخوا چې به چا د سولې له پاره هڅه کوله هغه به وژل کیدی، اوس به داسي نه کیږي.
د اسلام آباد مخامخ خبرو کې د معلوماتو له مخې د چین او امریکا د استازو نومونه یاديږی، د چین کوم لوړ پوړي او باصلاحیته څوک هلته حاضر نه و، نه ئې دسیمی لپاره خاص استازی وو، نه ئې  د اسیا چارو کوم مسؤول وو او حتی د چین د بهرنیو چارو وزات کوم مهم شخص هم نه و ، کیدای شی یاپه اسلام آباد کې د چین سفارت يو ټیټ رتبه مامور وي او یاهم داستخباراتو کوم مامور وي چې هویت يې افغان هیئت او ولسمشر محمد اشرف غني ته هم نه دی معلوم شوې.
د امریکايې په نوم چې کوم سړي ګډون کړی، لا هم هویت يې پټ ساتل شوې، هیڅ نه ده معلومه چې  د کومې رتبې امریکايې وو، او کوم ډول شخصیت وو، په کار وه چې د چین او امریکا د استازو تعرف شوی وای دا ډول اشرف غني ته ور پیژندل شوې وای.
داچې امریکا د خبرو هرکلی وکړ، دا دپاکستان وړتیا ده چې نړیوال يې په دغه بې نتیجې او کم اهمیته غونډه دومره تاوده کړل چې له هرې خوا يې هرکلی وشي.
که چیرته د چین او امریکا رسمي او مهمو د سولې پروسي باندي اګاه کسانو ګډون کړی وای، د ناظرینو په صفت به يې خپل نظرونه ورکړي وای، او پاکستان به هم له پوره احتیاط څخه کار اخستی وای، بیا به دغه کم اهمیته غونډه دومره زیاته نه رسنیزه کیدله.
ویل کیږي چې په تیرو وختونو کې چې د چین سره د طالبانو د سیاسي دفتر مجلسونه شوې پاکستانیانو به په ډیر احتیاط او محافظه کاري خبرې کولي، ځکه طالبانو چین ته هرڅه واضح کول.
پاکستان هیواد ممکن دطالبانو د سیاسي دفتر سره داړیکو لپاره خپل رابط ولري، که د اسلام آباد غونډه د طالبانو د مشرتابه په خوښه وي، بیا ولي د قطر څخه چا ګډون ونه کړ؟  او داهم سوال دی چې آیا پاکستان د طالبانو قطر دفتر ته لاسرسی نه لري؟ آیا پاکستان د سولې مذاکراتو کې رښتونی دی که نور اهداف لري؟
عبداللطیف منصور چې یو وخت  د طالبانو د سیاسي کمیسون مشر وو، په اماراتو کې يې د کا آی ډې سره پټې د سولې خبرې وکړي، له همدې امله پاکستان هغه زندانی کړ، چې ولي د سولې مذاکرات د پاکستان نه په پټه کوي. ملابرادر اخوند چې کله یوازی همدومره وویل چې خبری ښې دي باید پیل شي فورا ددوی لخوا ونیول شو او تورو تمبو شاته تراوسه پروت دی، همدا ډول چې کله هم دطالبانو په منځ کې چا د خبرو کولو په اړه څه مثبت نظروړاندي کړی وي فورا نیول شوې اویا هم شهیدکړای شوی، (داخبره دعاصم باجوه دځواب نه هم څرګندیږي) ولی اوس چې دپاکستان د امتیازاتو خبره شوه، همهغه ملامنصور چې دوی یوموده مخکی په دي جرم نیولی اوس بیرته د سولې خبرو ته کینوي!! ډيره عجیبه ده یوسل او اتیا درجی بدلون، ددوی منطق نو دادی چې څوک دې داسې غوښتنې نه کوي چې دپاکستان ګټې او مصلحتونو سره په ټکرکې وي، ولوکه دده حق هم جوړیږي، که نه نو دمرګ او حبس دګواښوونه سره به مخ کیږي.
افغان پوهانو سره ځينې داسي سوالونه اوس هم مطرح دي.
داچې حکومت وايې طالبان څو ډلې دي، آیا د طالبانو ټول اړخونه اسلام اباد کې خبرو کې موجود وو.
آیا په پاکستان باور کیدای شي چې د سولې اړوند مذاکراتو کې به رښتوني وي؟
آیا  د حکومت دننه د سولې اړوند همغږی شته؟
آیا دولت د سولې روښانه ستراتیژي لري؟
آیا دوېمه ناسته چې ولسمشر محمد اشرف غني وایې په دو یا دریو اونیو کې به وشي، هلته به د طالبانو د سیاسي کمیسون غړي شتون ولري ؟
داهغه پوښتنې دې چې ملت به ئی دښکیلو لورو څخه ځوابونه غواړي.