د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کودتاوو خیال پلاوونه!

سرلوڅ مرادزی 17.07.2015 11:14

د پېښو روستی انځور ښۍ چې د سولې او ټیکاو او د حکومتوالۍ د سمون او رغون په لار کې د ولسمشر غني په مشرۍ د نوي حکومت د پرمختګ هرګام په کور دننه د ټاکلو کړیو له کلک او سخت مقاومت سره مخامخیږي.
له بده مرغه د بهرنۍ پالیسۍ او په تېره بیا ګاونډیانو سره د اړیکو د سمون او رغون په لار کې هم خنډونه اچول کیږي او د نوی حکومت هرګام که څه هم پخپل لومړي او ازمایښتي پړاو کې وي او د ښه نیت پتوګه اخیستل کیږي، په شک کې اچول کیږي او په وړاندې يي په ولس کې عمومي بې باورۍ ته لمن وهل کیږي.
په روستیو کې داسې ډنډورې هم خپرې شوې چې خبره د ګیلو او نیوکو له کچې واوښته او د نوي حکومت پرځای یو په بل پسې بدیل حکومتونه او د ټولټاکنو پرځای د کودتاوو خیال پلاوونه مخي ته راوړاندې شول!
که د ټولټاکنو په دوهم پړاو کې په رڼا ورځ د لويي جرګې په خیمه کې، له معلوم الحال لوري د موازي حکومتونو د ګواښونو خبره کېده، دا ځل له مفسدالحال لوري د ارګ ترڅنګ او د شپې په تپه تیاره کې د نوي حکومت په وړاندې د عمومي بلوا او کودتاوو سندره غبرګه تاویده.
که څه هم د دې شرغوبل د رامنځته کېدا ټولې کړۍ څرګندې او له ولس څخه پټې نه دي، خو د دی ټولو په سر کې پخواني ولسمشر حامد کرزی په دې غوغا کې، ځان له نورو لومړنی بولي!
د ډیری افغانانو په اند ښاغلی کرزی به په دې لوبه کې چې نورو پیل کړې او دی( کرزی) يی په لومړۍ لیکه کې لاسونه غورځۍ، د خپلې واکمنۍ له پیر زیات نور هم رسوا او ګوښه شي!
کرزی چې معلوم الحاله کړیو مخکې کړی دی، نوي حکومت سره د اختلاف لپاره درې ټکي په ګوته کوي:
ــ ملی یووالی
ــ خپلواکي
ــ د ډیورنډ کرښه
ترټولو لومړی باید ووایو چې کرزی دغه دریواړه ټکي د خپلو شخصي موخو د پټولو لپاره د یوې وسیلې پتوګه کاروي. کرزی فکر کوي چې ګوندې تازه يي سیاست ته رادانګلي او افغانان د ده له شالید او موخو پوره خبرتیا نلري، په داسې حال کې چې په پاکستان کې د کرزي د فعالیت تېر تاریخ او پر افغانانو د ده دیارلس کلنه واکمني، له هیچا پټې نه ده!
کرزی ملي یووالی د قومونو په منځ کې د غلو او داړه مارانو اتحاد ته وايی. د افغانانو د هر قوم په منځ کې څو تنه غله او لنډه غر شته چې دلته يي نومونه اخیستل اړین نه بولم. دا لنډه غر او غله د کرزي په واکمنۍ کې د سولې او ټیکاو او ښې حکومتوالۍ په وړاندې سره متحد وو. دا غله په فساد کې سره شریک وو. کرزی او د ده لنډه غر لکه علي بابا او څلویښت غله دیارلس کاله د افغانانو پر برخلیک واکمن وو.
له ملي یووالي د کرزي موخه د دغو غلو اتحاد دی، کرزی ډاریږي نه چیری د ولسمشر اشرف غني حکومت کې د دغو غلو لاسونه له غلا او ټولوژنې لنډ شي.
د ټولنیزو ستنو له اړخه د ولسمشر غني په مشرۍ حکومت، د کرزي د حکومت په ګډون له بل هر تېر حکومته غښتلی او پیاوړی دی. دا حکومت له ټولټانو مخکې د ملي اجماع په برکت او په ټاکنو کې د افغان ولس د ډیری رایو په مټ جوړشوی دی.
که دې حکومت سره همکاري وشي، د افغانانو ترمنځ به ریښتینی یووالی رامنځته کړي. کله چې د څو تنو لنډه غرو څخه حکومتي واک د ولس استازو ته ولیږدول شی او د ولس لپاره سوله، ټیکاو او سوکالي رامنځته شي، هلته ریښتینی ملي یووالی ټینګیږي.
بلخوا کرزی کومه خپلواکي یادوي؟
که امریکا، انګریز او لویدیځ سره تړونونه یادوي، دا تړونونه خو د ده په واکمنۍ کې لاسلیک شوي. که پاکستان سره د اطلاعاتو د تبادلې تفاهملیک یادوي، دا د دوه حکومتونو ترمنځ تفاهملیک دی چې د ملي شورا تایید ته هم اړتیا نلري او که دواړه حکومتونه وغواړي هر وخت يی لغوه کولای شي. بلخوا ځواب به يي خپله موجوده حکومت ورکوي، نه کرزی؛ دلته په رسنیو کې د ډنډورو او د حکومت په وړاندې د کودتا څه اړتیا ده؟
همداراز د خپلواکۍ په اړه ښاغلي کرزي تر اوسه خپل اندتوګه او لیدتوګه په تفصیل نه ده بیان کړی چې افغانان په دې اړه د ده د فکر په تل وپوهیږي. بلخوا افغانان د خپلواکۍ په اړه د ده د پراتیک شالید او په واکمنۍ کې د ده کارونو ته ګوري چې ښاغلي کرزي په دې پیر کې د ریښتیني خپلواکۍ لپاره څه ترسره کړي، نه په دې اړه د ده ذهنې سلیقې او لاپو باټو ته؟
د خپلواکۍ لومړۍ خبره د یو مرکزي غښتلي حکومت جوړېدا ده چې ښاغلی کرزی او ډله يی په دې برخه کې ناکام دي!
کرزي د مرکزي حکومت پرځای د مفسدینو، غلو او لنډه غرو یوه ډله، ولس او نوي حکومت ته په میراث پریښوده چې اوس هم دا مافیا د نوي حکومت پښې ټینګدو ته نه پریږدي. ده د خپلې واکمنۍ په ۱۳ کلن پیر کې په بیخبنا (Infra structure) کې چې د هېواد په اقتصادي خپلواکۍ کې وتلی ځای لري، هیڅ د پاموړ کار نه دی ترسره کړی.
بلخوا هغه ډله چې له کرزي راتاو ده او کرزی د هغو په ملاتړ د ډیورنډکرښې د نه منلو خبرې کوي، ډیرکی يي د اس ایس ای پخواني تنخوا خواره دي. کاشکې ښاغلي کرزي هغه مهال چې په اسلام اباد او یا کوټه کې میشت وو، د ډیورنډ کرښې د نه منلو غږ پورته کړی وای!
ولسمشر اشرف غني په وارو وارو او دا ځل يي بیا هم کله چې افغان پلاوی طالبانو سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته لاړ، وویل چې په دې خبرو کې د ډیورنډکرښې په اړه خبرې نه کیږي او داسې خبرې په اجندا کې نشته.
که څه هم کرزی له نیوکو او ګواښونو روسته د ولسمشر اشرف غني لیدو ته ورغی او د ده له خولې ویل کیږي چې ولسمشر سره يي اختلافونه حل شوي، خو بیا هم له ارګ څخه له ستنېدو روسته به ولیدل شي چې نوموړی د هغو ژمنو په اړه چې ولسمشر سره يي کړی، په عمل کې څه کوي؟
د کرزي په ګواښونو او نیوکو کې د حیرانتیا وړ دا وه چې ټولې ولسمشر ته متوجه وي او عبدالله عبدالله د کرزي او د هغه د حوارینو په نږد سپين چرګ ګڼل کیږي.
«څو ورځې وړاندې ګارډين ورځپاڼې د يوه افغان دېپلوماټ له خولې راپور ورکړی و چې ولسمشر کرزی هڅه کوي د يوې پوځي کودتا له لارې د غني حکومت نسکور کړي او بيا يو مؤقت حکومت رامنځته کړي چې مشري به يې د ده پر غاړه وي. په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان کمپبل له بي بي سي سره په يوه مرکه کې دا ګنګوسې رد کړې چې ګواکې د ملي وحدت حکومت به د يوې پوځي کودتا له لارې نسکور شي. د ده په وينا چې غني او عبدالله به په ګډه کار وکړي او خلکو ته به د يوه پياوړې حکومت ډاډ ورکړي. ده ډاډ ورکړ چې د افغانستان ملي اردو به کودتا ته اجازه ورنه کړي، روهي بریښناپاڼه»
لکه څنګه چې مخکې وویل شول، کېدای شي د سولې په اړه تازه پرمختیاوي د کرزي په ګډون د ځینو نورو کړیو هم نه وي خوښي.
ولسمشر غني خوست ته د سفر په مهال په غونډه کې، طالبانو سره د سولې مخامخ خبرې یو بریالیتوب وګاڼه.
بلخوا د کوچني اختر په پیغام کې د طالبانو مشر افغان حکومت سره د سولې د خبرو ملاتړ وکړ. ملګرو ملتونو هم د دغې خبرې هرکلی وکړ!
پای