د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اختر

نجیبه احمدزۍ 17.07.2015 12:14

اختره راشې په خوښې خوښې هرکله راشې
راوړې له ځان سره خوښې په هر کور کلې راشې
خو زه دې دا ځلې د تیر په شان لمانځلی نشم
اختره لاړ شه بیا دې خوښه چی هر کله راځې
ما ته یادیږې په اختر کې د مور سره لاسونه...
نشته خوشبو یې د نکروزو نو بیا ولې راځی ؟
اوس یې یادونه لا تازه دې په انګړ کې زمونږ
اوس لږ ایسار شه ځه وخت تیر شې بیا به هله راشې
نجیبه احمدزۍ